The news is by your side.

وطن اوبه نه وړي

0

وطن اوبه نه وړي؛
سرتېريو په واورو کې ايسار سلګونه هېوادوال وژغورل

له تېرو دوو ورځو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې او باران اورېدو او سېلابونو راوتلو له کبله د ځاني زیان اړولو تر څنګ ګڼ شمېر هېوادوالو ته مالي زیانونه هم واوښتل.
دغه سېلابونه په کندهار، فراه، هلمند، نورستان او یو شمېر نورو ولایتونو کې راوتلي چې له کبله یې ۱۶ کسان مړه شوي او له لسو ډېر ټپیان دي. 
د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالي د روغتون مسوول جاوېداحمد وایي، د تېرې شپې اورښت له کبله د ۷ کسانو جسدونه او ۸ ټپیان چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.
په همدې حال کې د کندهار د عامې روغتیا رییس عبدالقیوم پخلا وايي، په کندهار ښار او ولسوالیو کې د سخت اورښت او سېلابونو راوتلو له امله یو شمېر کورونه هم نړېدلې او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.
دغه راز دغو سېلابونو په هلمند کې د ۵، هرات کې د ۲ او په نورستان ولایت کې د ۲ کسانو ژوند اخیستی دی.
د فراه د والي مرستیال موسی نظر وايي، د دغه ولایت په ښار او انار درې ولسوالي کې هم سخت سېلابونه راوتلي چې له کبله یې خلکو ته زیانونه اوښتي دي.
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د هغو سلګونو هېوادوالو ژغورلو ته راوتلي چې د واورو، باران او سېلابونو له کبله په خپلو کورونو، کلیو، ښارونو او ان سړکونو کې بند پاتې وو.
افغان ځواکونو د خپلو خلکو ژغورلو لپاره خپل ټول ځواک او وسایل په کار واچول او سلګونه کسان یې د مرګ له ګواښه وژغورل. دوی د ناورین له را منځ ته کېدو مخکې په فراه، هلمند، کندهار، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې د خلکو ژغورلو لپاره خپل خوب او ارام پرېښود او په پوره مېړانه یې خپل هېوادوال یې له مرګه وژغورل.
د فراه او کندهار اوسېدونکیو او د کندهار کابل پر لویه لاره بندو مسافرو له سرخط سره په اړیکه کې د افغان ځواکونو زړورتیا، خواخوږي او مرسته وستایله او د هغوی له لاسنیوي یې مننه وکړه.
دوی وايي، که دغه ځواکونه نه وای، واورې، سړې هوا او سېلابونو به د سلګونو هېوادوالو ژوند اخیستی وای، خو دوی ډېر ژر لاس په ‌کار شول او د هغوی ژوند یې وژغوره.
اسماعیل چې بېګاه د کندهار ـ کابل پر لویه لار کې بند پاتې و او ژغورل شوی وايي، پر خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاړي او ترې مننه کوي چې د ده په څېر یې سلګونه نور هېوادوال د مرګ له خولې وژغورل.
د هغه په وینا، که دا ځواکونه پر خپل وخت نه وای ور رسېدلي، ښايي سلګونو کسانو چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، د سړې هوا، واورې او توپان له کبله خپل ژوند بایللی وای.
بل ‌خوا د فراه اوسېدونکی حمیدالله له سرخط سره په ټیلیفوني اړیکه کې وویل، ګڼ شمېر فراهیان د اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله بند پاتې وو چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په داسې حال کې چې سړې هوا او سېلابونو د دوی ژوند هم ګواښه، د دوی مرستې ته ور و دانګل او ویې ژغورل.
دی وايي، که څه هم د ده په ګډون ګڼ شمېر نورو ته مالي زیانونه اوښتي، خو خوښ دی چې له مرګه ژغورل شوی او په دې برخه کې له خپلو زړورو ځواکونو مننه کوي.
که څه هم سږ کال د سختې وچکالۍ وړاندوینه شوې وه، خو د وړاندوینې په خلاف د هېواد په ډېری سیمو کې له اټکل ډېرې واورې او بارانونه وشول. دغو اورښتونو سره له دې چې په راتلونکي کال کې یې د وچکالۍ مخه ونیوله، خو ناورینونه هم ورسره مل وو چې له کبله یې لسګونو هېوادوالو ته مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 60 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.