The news is by your side.

ولسمشر غني د جګړه ځپلي افغانستان انځور بدل کړ

0

مطیع الله سحر_

ښاغلي غني د خپلې څلورنیم کلنې واکمني په دوره  کې د خپل هیواد لپاره په هر ډګر کې واقعاً پام وړکارونه وکړل چې هر یو یې د ستایلو وړ دي. ښاغلي غني د ټاکنیز کمپاین پرمهال دا شعارونه خپلو ملاتړو او هیواد والو ته ورکول. که چېرته بریالی شوم په ډېره کمه موده کې به دغه وران او ویجاړ افغانستان په پښو ودروم.

په دې کې شک نشته چې د څلورو لسیزو جګړو ځپلي افغانستان ابادي او پرمختګ اسانه کار نه دی، دا هم زیات هم او هم پرېمانه امکاناتو ته اړتیا لري، مګر ولسمشر غني د جنګ د مدیریت، له فساد او مفسدینو او غاصبینو او زورواکانو سره د مبارزې ترڅنګ د زیربنا، سوداګرۍ، د کرنې د ودې، د خدماتو او اسانتیاو د زیاتوالي، د نړیوالو اړیکو او مناسباتو د پاللو او نورو ډېرو برخو کې داسې کارونه او پرمختګونه وکړل چې هیواد یې د خودکفایۍ لورته څو ګامه ورنږدې کړ. د خلکو هیلې یې راوټوکولې او هغوی یې لا زیات پر خپل روښانه راتلونکي باوري کړل.

ډاکټر غني لا هم دغه ستړې ګالي، ځکه هغه شپه او ورځ کار کوي، له خلکو او مسوولینو سره غونډې او ملاقاتونه کوي، کاري داخلي او بهرني سفرونه کوي. مرستې او پانګې را جلبوي. فرصتونه نورو ته تشریح کوي او هغوی دېته هڅوي چې افغانستان کې شته فرصتونو ته په کتو باید دلته پانګونه وکړي. د ولسمشر غني هڅه داده چې د جګړه ځپلي افغانستان تصویر بدل کړي او هغوی ته د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ مخ ور وښیي او دا ډاډ ورکړي چې افغانستان له هیچا سره بدبیني او دښمني نه لري او نه یې غواړي، بلکې له ټولو سره دوستانه مناسبات او ملګرتیا پالي.

ښاغلي غني د هیواد د ننه او له هیواده بهر د  هیواد د اقتصاد لپاره داسې برنامې جوړې کړې. چې د هرې برنامې په ترڅ کې ښاغلي غني به خپلو هیواد والو ته د ښه کار زېری ورکاوه. او همدا شان د نړۍ د پرمختللو هیوادونو  هېڅ دا فکر نه کاوه چې دغه وران او ویجاړ افغانستان دې په دومره کمه موده کې دومره زیات پرمختګ وکړي چې هېڅ د منلو وړ خبره نده. هغه هیواد چې بهرنیانو ترې نه د جنګ میدان جوړ کړی و، له همغه هیواده یې نړۍ ته د یو لوی صادرونکي هیواد په نوم وروښود او په دې برخه کې یې لا هم هڅې ادامه لري.

ښاغلي غني چې لومړی ګام د خپل هیواد د اقتصادي ودې، کارموندنې او فرصتونو لپاره اوچت کړ. هغه د ټاپي پروژه وه چې له تاجکستان، افغانستان، پاکستان، او له هندوستان تر مينځ لاسلیک شوه. چې د همدې پروژې له وجې به پاکستان افغانستان ته د ټرانزیټ په برخه کې سلګونه میلونه ډالر ورکوي. او بل دا چې دغه یاده نل ليکه په هغو سیمو کې چې تېریږي د مېشتو افغانانو لپاره به کاري زمینه برابره شي. چې دا به هم د هیواد لپاره په ګټه کې وي او هم به د هیواد د ولس لپاره چې د کور دننه به ورته کاري زمینه برابره شي.

او بل د لاجوردو دهلېز چې افغانستان د ترکیې او اروپايي هیوادونو بندرونو سره نښلوي. د ښاغلي غني په داسې کارونو په تر سره کولو سره  د خپل ولس زړونه لاسته راوړل. مګر نوموړی لا هم دغه شوي کارونه کافي نه بولي او د ډېر نور څه کولو هڅه او کوښښ کوي.

(Visited 54 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.