_احسان احسان
د نظام په نوم اخیستو مو سمدسي ذهن ته د سولې/امنیت، قانون، عدالت، او پرمختګ فکرونه راځي، متاسفانه چې دلته یي نه د نظام جوړنکو لخوا وینو او
نه د نظام ویجاړونکو لخوا.
همدارنګ قانون ته ژمنتیا د یوه ښه نظام لمړۍ نښه او د مشروعیت لمړی دلیل دی. اما موږ د دوو چلېدونکو نظامونو په منځ کې میشت ولس، له یوه لوري هم خپلو خپلو قوانینو ته ژمنتیا ونه لیده او له دواړو لوریو د ولس هغه دواړه برخې چې بیلې بیلې دغو دواړو خواوو ته اوسي، ګیله من او ناراض دي، بلکې له دواړو خواوو په تنګ دي؛ حتا هغه هم چې د کوم لوري طرفدار دي، له هماغه لوري هم د ځان په اړه انصاف نه ویني.
همداشان د نن پرمختګ له یوې مخې په نوښتونو ولاړ دی. د عصري زده کړو، نویو سیستمونو، پلانونو، ساینس، ټکنالوجۍ او د نوي فکر خبر د پرمختګ خبر ده، چې یا خو دلته شته نه او یا اجازه نلري؛ او یا یو نه یو ډول یي مخه نیول کیږي. فرضاً حکومت هغه د نوي پلان و فکر خلک یا خو نه مقرروي او یا مقررشوي مخته نه پرېږدي، همداشان د طالب په قانون او خاوره کې خو یا نوې خبر او اندیښنه کفر ده یا بندیز، چې په دواړو صورتونو کې له دواړو خواوو د پرمختګ په باب خبره یوازې ناهیلې ده او بس. شاید دواړه خواوې ښې شي، خو خدای دې وکړي ژر شي.
پاس ټول یاد شیان لکه د ځنځیر کړۍ یو بل پورې نښتي، چې یو نه وي بل به نه وي. فرضاً چې سوله نه وي، عدالت به نه وي، عدالت چې نه وي، نو قانون به له کومه شي؟ او دا ټول چې نه وي، پرمختګ هم ناشونی دی. کله چې لمړنۍ تشې خانې ډکې شوې بیا نور هم ښه کیدای شي؛ خو په ټوله کې عام ولس په دواړو خواوو کې له ټولو شیانو بې برخي دی، حتا د یوه طرف په طرفدارۍ او خواخوږۍ کې هم. اوس که یو طرف د بل په طرف کې د خیر او ولسي غوښتنو مطابق څه نشي کوای، کم تر کمه پخپله خاوره او حاکمیت خو دې یي خیال وساتي، چې حداقل د خپلو دعوو لپاره خو صادق شي، چې یو په رښتیا ولسواکي غواړي او بل په رشتیا اسلامي خلافت!