The news is by your side.

ولس دې خپل برخليک نه خرابوي

0

ټاکل شوې پوره لس ورځې وروسته د ولسمشري ټاکنې وشي. د دغو ټاکنو لپاره ۱۷ نوماندانو ځانونه نومولي او اوس پر ټاکنیزو سیالیو بوخت دي.
که څه هم د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو اترو پر دغه بهیر منفي اغېز کړی و او تر یوې کچې یې پر دې پروسې خپل سیوری غوړولی و، ځکه باور دا و چې که سوله وشي، ټاکنې به وځنډېږي، د اوسني حکومت د واک موده به وغځېږي او پر ځای به یې لنډمهالی حکومت یا انتقالي دوره جوړه شي، خو اوس چې د امریکا له لوري د سولې مذاکرات لغوه شوي، د ټاکنو کېدل هم حتمي شوې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکیو ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالی ښودلی. امنیتي او دفاعي ځواکونو هم ډاډ ورکړی چې د ټاکنو پر مهال به د خلکو او ټاکنیزو مرکزونو امنیت ټینګ کړي. کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ټاکنو د امنیت لپاره یې ۱۰۰ زره سرتېري ګومارلي او هغوی به د دغې پروسې امنیت ساتي.
بل ‌خوا د ولسمشري نوماندانو هم خپلو ټاکنیزو مبارزو ته زور ورکړی او هر یو یې هڅه کوي چې له بل مخکې او د سیالې ډګر د ځان کړي، خو له بده‌ مرغه نوماندان د دې پر ځای چې خلکو ته خپل راتلونکي پروګرامونه او طرحې وړاندې کړي، د یو بل پر وړاندې پر تهمتونو، منفي تبلیغاتو او توهین بوخت دي.
که څه هم نوماندان حق لري چې د یو بل طرحې چلينج کړي او پکې شته نیمګړتیاوې خلکو ته ورسوي، خو باید تر څنګ یې خپلې برنامې هم ورته وړاندې کړي، که‌ نه د دوی تر منځ روان ناسم او منفي تبلیغات، افتراوې او اهانت نه یوازې ځان ته د خلکو پام نه‌شې را اړولی، بلکې لا یې هم پر ځان او د هېواد پر راتلونکي بې‌باوره کوي.
یو شمېر نوماندان د دې پر ځای چې د راتلونکې په اړه خلکو ته ډاډ ورکړي، برعکس د خپل کمپاین او د رقیب نوماند د ټکولو لپاره د خلکو په منځ کې وېره خپروي او هغوی ته داسې تصویر ورکوي، که ګواکې دی واک ته و نه رسېږي، لانجه به وکړي، کړکېچ به را منځ ته او هېواد به له یوه ستر ناورین سره مخ شي، د نوماندانو دا کار ملي خیانت او له افغانانو سره ظلم دی. په ‌کار ده چې د دا ډول څرګندونو پر ځای، د خپلو رقیبو نوماندانو پر پروګرامونو او طرحو علمي او منطقي نقد وکړي او ورسره‌ هم‌مهاله د خپلو هغو په اړه هم خلکو ته توضیحات ورکړي.
سره له دې چې په هېواد کې ولسواکي لا هم خپل لازم پوخوالي ته نه ‌ده رسېدلې او نوماندان هم له همدغې خلا په ګټې اخیستو، هر څه یې چې زړه غواړي، وايي او کوي یې. که د ولسمشري ډېری نوماندانو خپل هېواد او خلکو ته ارزښت ورکولای، لپاره یې ښې ښې طرحې لرلی او په خلکو کې هم دا سیاسي شعور موجود وای چې ټول نوماندان او د هغوی طرحې او پروګرامونه یې چلينج کړي او له پوښتنې سره مخ کړي وای، بیا داسې نه کېدل او هر نوماند به اړ و چې خلکو ته خپلې واقعي طرحې جوړې او ورته وړاندې کړي.
خو افغانان لا هم وخت لري. ډېر نوماندان او د هېواد، خلکو او ملي ګټو او ارزښتونو لپاره د هغوی د فکر او دریځ په اړه پوره مالومات لري؛ نو په‌کار ده چې په ټاکنو کې په پراخ ګډون سره هغه نوماند را مخې ته او د هېواد واګې ورته وسپاري چې تر نورو پرې ډېر باور لري.
دا د خلکو حق او مسوولیت دی چې د ټاکنو په ورځ یې تر سره او خپل رول ثابت کړي. خو که برعکس بې‌غوري وکړي او په ټاکنو کې خپل مسوولیت ادا نه کړي، نه یوازې د هېواد راتلونکی به یوه داسې چا ته په لاس ورغلی وي چې د جوړېدو پر ځای به یې د ورانۍ خوا ته بېولی وي.
دغه راز که خلک په ټاکنو کې پراخ ګډون و نه کړي او د ولسمشري لپاره یو وړ کس په اکثریت ډول و نه ټاکي، ښايي ځینې نوماندان به د تېر په څېر یو ځل بیا د ټاکنو پایلو منلو ته حاضر نه‌شي او په هېواد کې به د کړکېچ او ناورین جوړولو ګواښونه کوي.
ښه دا ده چې خلک خپل مسوولیت وپېژني، په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او دا ملي پروسه بریالۍ کړي، که‌ نه د دوی بې‌غوري به په هېواد کې د کړکېچ زېږېدو لامل شي او بیا چې هر څه لاسونه ټکوي، اوبه به له ورخه تېرې وي.

سرخط

(Visited 20 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.