The news is by your side.

ولس د طالب او امریکا د قربانۍ ګډوری نه‌دی /ضمیر ساپی

0

د افغانستان سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليزاد یو ځل بیا د سیمې او نړۍ هېوادونو ته خپل سفر پیل کړ، څو په لړ کې یې د افغانستان شاوخوا ۱۷ نیم کلنې شدیدې جګړې ته د حل‌لاره پیدا کړي.

خليلزاد چې دا سفر یې له لندنه پیل کړ په پام کې لري په دې لړ کې د اپريل تر ۱۰مې افغانستان، بلجیم، ازبکستان، پاکستان، اردن او قطر هېوادونو ته هم سفرونه وکړي.

هغه تر دې وړاندې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته پنځه نور سفرونه هم کړي وو. د وروستي سفر پر مهال يې په قطر کې له طالبانو سره دوه مهم موضوعات یادېدل چې یو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو لپاره مهال وېش ټاکل بلل شوي و او دویم دا چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو په تېره بيا امریکا ته کوم ګواښ پېښ نه‌شي، خو تر هر سفر وروسته یې د هېوادونو له مشرانو او طالب استازیو سره د خبرو جزيیات یوازې په څو ټویټونو کې خپاره کړل او تر ډېره د خبرو پایلې همداسې ګونګې ښکاري.

د سولې پروسې بل اړخ چې طالبان دي، دوی هم له زلمي خلیلزاد سره په دوحه کې د اوونیو-اوونیو مذاکراتو جزيیات یوازې په یوه یا دوه پاراګرافونو اعلامیه کې توضیح کړل او دا هغه هڅې دي چې د تړلو دروازو تر شا د سولې پټې خبرې تر پوښتنې لاندې را ولي.

سوله د شاو خوا نیمې پېړۍ قرباني ولس یو تر ټولو ستر ارمان دی. سوله د افغانستان مظلوم او بې‌چاره ولس یوازنۍ هیله ده. دا ولس نور سوله غواړي، خو لنډ‌مهاله او د څو میاشتو سوله نه؛ بلکې تل‌پاتې او دایمې سوله. داسې سوله چې د ولس هر وګړی په‌کې خوندي وي.

عام ولس د هغه سولې غږ اورېدو ته بې‌صبره په تمه دی چې د طالب تر ولکې لاندې سیمه کې یې په دې ګناه پر مرۍ چاړه تېره نه‌شي چې ولې په یوه دولتي اداره کې د خپل اولاد لپاره حلال رزق پیدا کوي. همدا راز، عام وګړي داسې رښتینې او سراسري سوله غواړي چې د شپې ارام خوب وکړي او د چاپې او هوايي بمبارۍ ترهه یې د تل لپاره له زړه ووځي.

اوس چې د امریکا او طالبانو استازي د سولې خبرو لپاره د یوه مېز دواړو خواو ته نېغ په نېغه خبرې کوي، له دې فرصته دې دواړه غاړې سمه ګټه پورته کړي، ځکه ولس نور سوله غواړي که هغه د مذاکراتي مېز په پایله کې راځي او که په دښته کې تر یوې ونې لاندې.

که نړیوال ځواکونه له دې هېواده وځي یا طالبان ورته راځي، خو ولس سراسري، رښتینې او پایداره سوله غواړي، داسې سوله نه چې یوه جنګي ډله دې د لږ یا ډېر مادي امتیاز د تر لاسه کولو په بدل کې له اوږې خپل ټوپک ښکته کړي او جګړه، مرګونه، وینه توینه او ولس وژنه دې همداسې په شدت سره روانه وي. سوله چې له هرې لارې وي، باید راشي.

د سولې خبرو تر بریا وړاندې د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو د ولس یوه بله لويه هیله، اوږدمهاله سراسري اوربند دی، ځکه په دې نېک اقدام سره د ټولو خواوو له لوري خاص او عامو وګړیو ته د تلفاتو اوښتلو مخنیوی کېږي.

که اوربند نه‌وي او د سولې خبرې په همدا ډول د پردو تر شا پټې روانې وي، عام ولس به د دې پټو معاملو په لاسلیکولو او جوړجاړي لا شکمن شي او داسې وخت به راشي چې شک به یې بیا په باور بدل شي او وايي به چې د سولې په روان بهیر کې د اصلي موضوعاتو پر ځای پر امتیازاتو جوړ جاړی روان دی، ځکه روانو خبرو د جګړې پر ډګر تر دې دمه هېڅ اغېزه نه‌‌ده کړې.

د عام ولس بل وړاندیز بین‌الافغاني او د افغانانو په مشري او مالکیت د سولې خبرو عملې پیل دی، ځکه موږ نورو په موقتي او لنډمهالې سولې هېڅ باور نه‌‌کوو او نه هم دې ته حاضر یو چې ۹۰مې لسیزو ته ستانه شو، ځکه هغه وخت موږ د موقتو حکومتونو، لنډمهالو ادارو او په اسلام‌اباد او سعودي کې د څو میاشتو جعلي سولې ترخې تجربې تېرې کړي دي او تر نننه چې له کومو ناخوالو سره لاس او ګریوان یو دا ټولې بدې پایلې د هماغه ناوړه سیاستونو او د نورو په خوښه د لنډمهاله ادارو رامنځ‌ته کول دي.

دا ځل موږ سوله غواړو، داسې سوله چې سراسري او تل‌پاتې وي او که د سولې پر وړاندې هر څوک درېږي هغه د ملت د ارادې او لوی ارمان پر وړاندې درېږي، ځکه سوله اوس زموږ یوازېنی ستر لومړیتوب دی.

که طالبان دا ځل سوله نه‌کوي، امریکا وار له مخه د سویلي اسیا لپاره په خپله سټراټېژي کې د پوځي حل لاري په نوم یو انتخاب هم لري. د امریکا پوځي انتخاب هغه ګزینه ده چې تر ډېره په‌کې ولسي وګړیو ته زیان رسېږي، ځکه طالب له ولسه سپر جوړ کړی او د جهاد غټ سنګر یې د ولس تر شا نیولی.

طالبان دې له اوسني میسر شوي فرصته سمه ګټه واخلي. د کوم ډول امتیاز لپاره نه؛ بلکې د ملکي وګړیو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره دې پایداره او سراسري سوله وکړي او نه هم ولس نور د قربانۍ ګډوری دی چې د طالب د امتیاز او د امریکا د ټروريزم ضد جګړه کې دې یې هره ورځ په مرۍ تېغ تېر شي.

(Visited 80 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.