The news is by your side.

ولي د شته نظام ملاتړ وکړو؟

لیکوال: مامون چخانسوري

0

«د قفس ساحه باید پراخه کړو»، دا په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د برازیل د کلیو د کارګرانو او بزګرانو شعار و. د قفس څخه د هغوې موخه د وخت پوځي دیکتاتوري رژیم تر واک لاندې اوسیدل و چې شل کاله يې دوام وکړ. د قفس د پراخوالي نه یې مقصد په نظام کې سمون راویستل و.  هغوې ویل چې د دې نظام لاندې ژوند کول داسې وي لکه سړئ چې قفس کې اوسیږي، خو څه چې موږ کولائ شو هغه په نظام کې د اصلاحاتو راویستلو له لیاری د قفس د ساحې پراخوالی دی. که څه هم د برازیل د وخت نظام د افغانستان د اوسني دولت سره خورا زیات توپیر لري او پرتله کول يې منصفانه قضاوت نه دی – نه هم د دې لیکنې هدف دی. خو پرځای به وي چې د دغه شعار په اقتباس د افغانستان په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي چارو کې د مثبت بدلون راویستلو موضوع باندې لږ رڼا واچول شي.

د افغانستان شته نظام د تاریخي عواملو زیږنده ده، عاملین او مسوولین لري. د دولت/نظام څخه مقصد قضاییه، مقننه او اجراییه قواوي دي. موجود دولت ډیرې ستونزی لري، لکه اداری فساد، واسطه بازي، کاري بیکفایتي، په زیات دولتي ادارو کې د خدماتو د عرضې ټیټ کیفیت، پر وخت نه اجراآت، ادارو تر منځ پیکه همغږي او نور. د دولت د دې نیمګړتیاو او ستونزو سره اوسیدل لکه قفس کې ژوند کول وي. له بل پلو نا امني، انتحار او انفجار، د ښوونځیو سووځول، د اقتصادي بیخ بنسټونو ویجاړول، پر مختګ ته خنډ جوړول او… د قفس دیوالونه نور هم راباندې تنګوي. په داسې حالت کې څه کول په کار دي؟

د اصلاح لپاره د نظام نیمګړتیاوي په ګوته کول اړین ګام دی. که څوک په خپل ستونزې پوه نه شي، نو څرنګه به يې حل کړي؟  ډیر کسان د نظام او حالاتو څخه تل شکایت کوي او داسې انګیري چې یوازې په انتقاد کولو به ستونزې حل شي. خو آیا کفایت کوي چې موږ دونه شکوه وکړو چې د ځان څخه د شکایت مایکروفون جوړ او د ټولنې پر وړاندې خپل مسوولیت هیر کړو. تل د ملامتۍ ګوته نورو ته ونیسو – ځکه همدا تر ټولو آسانه کار دی. یوازې په شکایت کولو مسوولیت پای ته نه رسیږي، دا خبره خصوصاً هغه کسانو ته راجع ده چې ځانونو ته پوه وايي او په داسې موقف کې دي چې مثبت بدلون، که هر څونه کوچنی هم وي، راویستلائ شي. پرځای خبره به نه وي چې د نظام په اصلاح کې خپل تر وسه برخه واخلو او تر یو برید ځان هم مسوول وګڼو؟ ځکه  د دولت چاری زموږ په شان زرهاو کسان مخ ته وړي. د دغه کسانو او موقفونو سمون د نظام د اصلاح په مانا ده. زیات ځوانان او پخوانې محصلین اوس د دولت او خصوصي سکتور په بیلابیلو ادارو کې مامورین، مدیران، آمران، رییسان، معینیان او آن وزیران دي.

د ټولو ستونزو سره، اوسنې نظام یو داسې قفس دی چې خلک پکې د سمون تمه کولائ شي. په څه مانا؟ شته دولت حد اقل د دې وطن زیات شمیر ماشومانو ته د زدکړي موکه ورکوي، خلک پکې شکایت او مظاهرې کولائ شي، ولس کولائ شي چې غم او خوشالي هغه ډول چې غواړي ولمانځي، کار وکړي، د دولت او ټولنې فعاله برخه وګرځي، په خپل اندازه د اصلاحاتو مسوولیت په غاړه واخلي او د قفس دیوالونه ټیله کړي چې پراخ شي.

لکه چې پورته وویل شوه، هو، شته نظام زیاتی ستونزې لري او اصلاح غواړي، اصلي موضوع هم د اصلاحاتو ده، ځکه خو وایو چې د قفس ساحه باید پراخه کړو. خو د نظام په ضعیفولو او ړنګولو کې د ولس تاوان دی. کله چې شته نظام له منځه ولاړ شي، د قدرت خلا پیدا کیږي. موږ په داسې خیالي نړۍ کې نه اوسیږو چې یو هیواد، بی له دولت څخه، خپل چارې مخ ته بوزي. یو دولت چې له منځه ځي بل يې ځای نیسي. فرضاً، په هر دلیل چې وي، که همدا نظام ړنګ شي، بیا څه؟ له یوې خوا طالب راته په مورچل کې ناست دی –  هغه طالب چې ښوونځۍ مو سووځوي، انتحار کې بی ګناه ماشومان وژني، د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، د پرمختګ لپاره اقتصادي برنامې نه لري او نه هم د نوې عصر د ضروریاتو سره غواړي ځان عیار کړي… له بل پلوه د کورنۍ جګړي عاملین او آزمویل شوي مجاهدینو هم غاښونه تیره کړي او کمین يې نیولی چې نور واک هم تر لاسه کړي. هر څوک چې اوسنې نظام د طالبانو او مجاهدینو تر هغې غوره ګڼي، باید ننګه يې هم وکړي، خصوصاً کله چې د نظام د ړنګیدو ګواښ یا د ضعیفولو هڅې يې کيږي.

د نظام د تضعیف یو تازه مثال د عبدالله عبدالله له خوا د موازي «حکومت» جوړولو کوشش دی. ورته هڅې په دې حساس وخت کې هیواد په څو ټوټو ویشي، لکه د مجاهدینو دوران چې یو کس شمال کې حکومت کوئ، بل جنوب، بل مرکز کې. تر دې حد پورې چې یو ممکلت کې څو ډوله پیسې (افغانۍ) چاپیدل. فکر نه کوم یو خیرخواه انسان دي  د تیر دوران تکرار وغواړي. اشرف غني به پنځه کال نور وي، بیا به نور راشي. خو مهمه دا ده چې دوي څه ډول میراث پریږدي او کارونه يې هیواد کومې خواته وړي. آیا برنامې او فعالیتونه يې هیواد د پرمختګ په لور وړي؟ یا دا چې د قدرت لاسته راوړلو یا واک کې پاته کیدلو لپاره هر ډول معاملې ته تیار وي، که د ولس په تاوان هم وي. څوک چې په ټاکنو کې ماته نه مني او پر خپل خبرې شله وي چې د بلې هیڅې مرجعی فیصله نه منم، که دغه میراث پاته شي نو په راتلونکې کې به هم هر کاندید چې دویم یا دریم راځي، ورته ستونزې جوړی کړي، بی اتفاقۍ ته به لمن ووهي او مضر ګاونډیان به یې تر شا ودریږي.

داسې نه کیږي چې یو عادل او کاغذپیچ نظام د آسمانه کښته شي چې وا يې خله. همدا هیواد دی، همدا يې خلک دي، همدا موکه ده. دغه کارمندان چې په فساد اخته دي، زموږ خپل دي، د آسمان نه دي راټیټ شوي نه هم د کوم بل هیواد اتباع دي. خپله باید د اصلاحاتو په بهیر کې برخه واخلو. دلته دی چې څوک بی طرف نه شي پاته کیدائ، که وغواړئ يا نه حالات پر یوه خوا روان دي. که دي حالات خوښ نه دي، خپل تر وسه باید اصلاح کې يې هڅه وکړې. خپل دریځ باید روښانه کړو.

څه ډول اصلاحات راویستلائ شو؟

خپل ورځنی کار په ایماندارۍ او مسوولیت کول هم یوه غټه اصلاحي بڼه لري. که یو عارض درته راځي، ورته سم غوږ ونیسئ په انسانیت ورسره خبري وکړئ، کار يې بند مه اچوئ. که مو کار بند اچول کیږي خپل غږ اوچت کړئ. د مامورینو او کارمندانو معاشونه او قراردادونه پر وخت اجراء کړئ. د روغتیا کیفیت پورته یوسئ، روغتونونه سم تفتیش کړئ. د ماشومانو وهل په ښوونځیو کې عملاً بند کړئ. بعضی دولتي ادارې باید خپل تشنابونو ته صابون او د نظافت نور مواد تدارک کړي… دا او ورته نور، هغه موارد دي چې اصلاح يې د نظام په وس کې ده. دا هغه څه دي چې د خلکو په ورځنې ژوند کې سموالې راوړي او ولس باید دغه ډول اصلاحاتو راویستلو کې برخه واخلي. نه دا چې د پلانکي قومندان د لیري کیدو لپاره خلک سړک ته را ووځي چې ولي يې زما د قوم سړئ له دندي ګوښه کړ – داسې کارونه د ولس درد نه دوا کوي.

د اصلاحاتو راویستلو یوه لار دا ده چې د شته نظام په چوکات کې که ولس په یوه آزاو خپل غږ اوچت کړي او د سمون لپاره عملاً  تر خپل وسه کار وکړي. د دې اصلاحاتو په راویستلو سره د قفس ساحه پراخه کیږي او په نهایی حالت کې ښایی قفس دونه پراخ شي چې موږ اکثره وخت د قفس د شتون احساس ونکړو. امریکایی سیاسي منتقد او تاریخپوه، هاورډ زین، ښه وايي، «د بدلون راویستلو لپاره ضرور نه ده چې لوي قهرمانانه فعالیتونه وکړو. کله چې ملیون کسان واړه واړه کارونه وکړي، اساسي بدلون راتلائ شي.»

ډیر کسان دونه منفي شوي چې خپله خو سمون نه راوړي، سر بیره پر دې بیا نورو ته هم خپل منفي انرژي انتقالوي. تاریخ کې نامتو مبارزینو ته وګورئ: که منډیلا او پاچا خان په محبس کې وه، یا ګاندي د انګریز امپراطورۍ سره په ټکر کې، یا محمودی، غبار، انګار او ګل پاچا الفت په مستبد نظام کې د ولسواکۍ غوښتنه کول، دا او نور، ټول هیله من کسان وه. که هغوې هیله نه وای درلودلې نو د اصلاح لپاره يې هیڅ نه کول، نه يې هم ستونزې ګاللې. اصلي مبارزین یوازې په شکایت کولو بسنده نه کوي، هغوې خپل مسوولیت ته هم ګوري او خپل تر وسه د حالاتو په سمون کې برخه اخلي.

(Visited 46 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.