The news is by your side.

ولې په سرک د تګ پر مهال وېره احساسوو؟

رحمت شاه فراز

0

د موټرسایکل د څراغ تېزه رڼا زما او د ملګري په سترګو ولګېده. د شپې اته بجې وې. ملګري مې لاس راوڅانډه، او دواړه د سرک هابلې غاړې ته واوښتو. ملګري مې وویل: احتیاط ښه دی، د افغانستان په څېر جګړه ځپلو هېوادونو کې د سر بیه ډېره ټیټه وي.

د ملګري د احتیاط خبره مې خوښه شوه، خو د دې نا امنۍ او وېرې لامل جګړه ګڼل ډېر وړ او مناسب راته ونه اېسېد. په دې کې شک نشته چې زموږ هېواد له څلورو لسیزو راهیسې په جګړه کې ښکېل دی او دې جګړې خورا زیات ځاني،مالي، فرهنګي او ټولنیز زیان راته اړولی او له همدې امله زموږ په خولو کې د جګړې ټکی زیات دی او اوس عادت شوي یو چې د هر شي لامل همدا جګړه وګڼو؛ خو دا مهال چې یوه ډله د دې هېواد نظم او حکومت په لاس کې لري، د دې ناامنۍ او  وېرې علت په جګړه کې لټول به دومره منطقي او عقلاني نه وي.

دا خبره باید په ذهن کې ولرو چې د یوې ټولنې ټولې اقتصادي ستونزې، ټولنیز کړکېچونه او سیاسي مسایل پخپله اصل نه وي، بلکې د یو بل شي پایله وي او د بلې سرچینې زېږنده وي. جګړه هم همداسې در واخلئ. په دې معنا چې جګړه اصل نه ده، خپل مأخذ او سرچینه لري؛ ځکه نو پکار ده چې د اصل معامله ورسره ونه شي او د هرې ستونزې اصلي علت ونه ګڼل شي.

خبره د اصل و پایلې راغله. کله چې انسان پوه شو چې بې واګو ازادي و خپلواکي پخپله د ده په زیان ده، نو د خپلې ازادۍ واګې يې یوه زړور او ځواکمن کس ته وسپارلې. د ټولنو له پراختیا سره دا ځواکمن کس په یوه وړه ډله بدل شو او له همدې ځایه د دولت او حکومتولۍ تصور را وټوکېده. دې واکمنې ډلې په هېواد کې د نظم رامنځته کولو لپاره قوانین وضع کړل او انسان هم د همدې قانون تر چتر لاندې ژوند پیل کړ. انسان دا کار له دې امله وکړ چې غوښتل یې ژوند يې په امن کې وي او نه دی پخپله پر چا ظلم وکړي او نه پخپله دی د بل چا د ظلم و تېري ښکار شي. له دې پړاو وروسته، د یوې ټولنې بشپړ برخلیک د همدې واکمني ډلې لاس ته ورغی او اوس چې نړۍ په قومي ریاستونو (nation states) بدله شوې او هر هېواد یو دولتي و حکومتي نظام لري، نو نن ورځ هم له واکمنې ډلې څخه همدا تمه کېږي چې د هېواد ستونزې او ربړې هوارې کړي او د خپل ولس لپاره یو خوندي او ډاډمن چاپېریال رامنځته کړي.

پوښتنه دا کېدای شي چې: ولې انسان خپله ازادي په یوه بل انسان / بله ډله وپلورله؟ انسان پخپله دې پوښتنې ته ځواب ورکړ چې په ټولنه کې د نظم او سوکالۍ لپاره د انسانانو ترمنځ ثبات اړین دی، یعنې هر انسان باید پخپلو اصولو او ارزښتونو کې ثبات ولري، تر څو ټولنه له ګډوډۍ سره مخ نه شي؛ خو له یو څه وخت وروسته انسان ولیدل چې په لویه کچه په انسانانو کې د ثبات ساتل یوه ستونزمنه او په ځینو حالاتو کې ناشونې چاره وه، نو ځکه دې پرېکړې ته ورسېد چې که خپل واک یوې محدودې ډلې ته وسپارو، نو هغه ډله په ډېرې اسانۍ کولای شي پخپل منځ کې ثبات وساتي، او د دې ثبات په پایله کې به هغه ډله نورو انسانانو ته د ورپېښو ستونزو او مسایلو (problems) لپاره حل لارې ګوري او ټولنه به له ټولیز ډاډ و سوکالۍ برخمنه وي. بل لور ته، انسان د دې سکې په بل اړخ هم پوه وو چې که چېرته دا ډله هم له خپلمنځي ثباته بې برخې شوه، نو ټولنه به یو ځل بیا له ګډوډۍ او اړودوړ سره مخ شي.

که وګورو د انسان دا عقلي و فکري اجتهاد د کاڼې کرښې ثابت شو او د بشري تاریخ کرښې همدا راته وايي چې په نړۍ کې هماغه ملتونه د هوساینې، سوکالۍ او پرمختګ هسکو ته رسېدلي چې واکمنه ډله یې له ثباته برخمنه وه. دا چې واکمنه ډله په یوه ټولنه کې سیاست کوي، نو ځکه ښه به وي چې د سیاسي کلمه هم ورسره مل کړو.

سیاسي ثبات چې په انګلیسي کې Political Stability باله شي، د یوې ټولنې بشپړ برخلیک و مرغ په لاس کې لري. هغه ټولنې چې له سیاسي ثباته برخمنې دي، نېکمرغه؛ او کوم هېوادونو چې له دې فطري ډالۍ څخه محروم دي، هغه تر نن ورځې د بدمرغیو پر ټغر ناست دي. د دې لامل دا دی چې کله یوه ټولنه له سیاسي ثباته برخمنه وي، نو هغه دا وخت و فرصت ترلاسه کوي چې خپلې ستونزې وپېژني، پر علتونو يې ځان پوه کړي، د حل لارو په لټولو پسې يې پایڅې را بډ وهي او په پای کې هره ستونزه یوه – یوه هدف وګرځوي او هغه ستونزې له بنسټه حل کاندي. د دې یوه ښه بېلګه جاپان دی. یاد هېواد د جګړې له پای ته رسېدو وروسته لومړنی ګام دا پورته کړ چې په هېواد کې يې د پولیټیکل سټابیلیټي (سیاسي ثبات) لپاره کار وکړ. ورپسې یې د پرمختګ و ترقۍ اصلي زینې په لور (علم و ساینس) خپل ځوانان سوق کړل؛ په ورته ډول بله هره ستونزه یې چې په هېواد کې لیدله، د هغې د حل لپاره يې شپې-ورځې خولې وبهولې او د انګرېزانو په اصطلاح د نیمې شپې تېل يې وسوځول.*  یوه بله بېلګه یې د هند و پاکستان له ماجرا وروسته، دا دواړه هېوادونه هم کېدای شي، خو په دې هېوادونو کې سیاسي ثبات په هغه کچه نه دی رامنځته شوی لکه نور پرمختللي هېوادونه؛ خو په همدې نیمګړي او ګډ و مات سیاسي ثبات کې هم دا هېوادونه تر موږ زیات پرمختللي، ډېر په علم سنباله او تر موږ زیات له امن، سوکالۍ او هوساینې برخمن دي.

د دې پرعکس، هغه هېوادونه چې palace politics (کورنی سیاست) يې بې ثباته (unstable)  وي، نو په هاغو هېوادونو کې له ټاکنو کېدو وروسته هم د هېواد ولسمشر نامعلوم وي، د هېواد لویه برخه د مخالفو ځواکونو تر ولکې لاندې وي، د ټاکنو له بایللو وروسته هم یو څوک دومره زړه کوي چې د لوړې مراسم ترسره کړي، په سیمه کې د جګړو، ځوانمرګو بریدونو او هدفي وژنو ګراف اوج ته رسېدلی وي او کله چې له یوه ملګري سره د سرک په غاړه روان اوسې او تر څنګ دې موټرسایکل تېرېږي، نو لاس به دې څنډل کېږي او له وېرې ډک غږ به دې تر غوږو کېږي چې: احتیاط ښه دی، دلته د سر بیه ډېره ټیټه ده.

* Burn the midnight oil

(Visited 31 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.