The news is by your side.

وژل یا ځورول؟

دولت وزیري

0 101
په دې خو ټول قانع یو چې د انساني ژوند پای هرومرو مړینه ده. هغه څوک به ډېر نېکمرغه وي چې مړینه يې بې له ځورولو وي. تر مړینې مخکې څوک ورسره په تکلیف نه شي او په ارامۍ ساه ورکړي. خو هغه مرګ ډېر سخت تمامېږي په تدریجي ډول پر چا راځي یا ورباندې راوستل کېږي.

ناڅاپي مړینه زیات وخت د چا په خیر وي، چې دومره کړاو نه ګالي خو تدریجي مرګ سخت تمامېږي، هغه هم داسې مهال چې انسان پوهېږي د مرګ خوا ته روان دی.

ځورولو ته تدریجي مړینه وايي، دا ډول مړینه د بدمرغو انسانانو په برخه کېږي او هغه چاته چې خدای(ج) په قهر شي په ځورېدلي مرګ يې مړ کوي. داسې مرګ چې خپله دغه مطلوب شخص یې ارمان کوي، خو مرګ نه ورته راځي.

په تېرو وختونو کې به اعدام په دوه ډوله و، یو به سمدلاسه اعدام و او بل به د کلونو- کلونو تر ځورولو وروسته اعدام و. یو کس به يې کلونه- کلونه په زندان کې ساته، د ځورولو بېلابېلې بڼې به يې په تجربه کولې او بیا به يې اعداماوه.

اوس هم دا ډول اعدامونه وجود لري، خو بې له اعلان، په پټه او د بشر د حقوقو تر نامه لاندې ترسره کېږي. د ګوانتانامو زندان او د سپیو په واسطه رواني او جسمي ځورول يې یو ډول دی.

د تاریخ په اوږدو کې اعدام یا ځورول یوازې د انسانانو لپاره نه و، بلکې د حیواناتو، الوتونکو، کورنیو، ټولنو او هېوادونو لپاره هم عملي کېده. په ۱۹۴۵ م کال د جاپان ناګاساکي او هیروشیما د امریکا د متحده ایالتونو لخوا په اعدام محکوم او د اټومي بمونو خوراک شول، چې تر اوسه یې اغېزې او عواقب ختم شوي نه دي.

که راشو زموږ ګران هېواد افغانستان ته، کاشکې د نړیوالې ټولنې، په سر کې د بشر د حقوقو مدافع امریکا له خوا په قطعي اعدام محکوم شوی وای، خبره به ختمه او بیا به له سره د جاپانیانو په څېر د راتلونکي لپاره هلې ځلې پیل شوې وای. خو بدمرغه هېواد د ځورولو سره په اعدام محکوم دی، هره ورځ لوږه، تنده، بمونه، تجاوز،  کډوالي، بېځایه کېدل، بې کوره کېدل، وبا، ډول- ډول ناروغۍ، تحریمونه، په خپل منځ کې جنګول،  بې اتفاقي، هره ورځ وژل، ټپي کول او د خیرات په ورکولو سره په اعدام محکوم دی. د خپل هېواد او هېوادوالو د تدریجي مرګ ننداره په خپله کوو.

خیر افغانان د لوړ مقاومت خاوندان دي، دا هره نادوده به وزغمي، خو د اوښ په څېر په خره پسې تړل د افغانانو له حوصلې پورته خبره ده.

وايي:

        جانانه هره نادوده به دې یوسم

                       خو شریک دې په یارۍ کې نه منمه

په پاکستان پورې تړل ډېره ځوروونکې ده، د بشر د حقوقو له ښاغلي مدافع هېواد څخه هیله ده، چې افغانستان په تدریجي اعدام مه وژنئ. که د اعدام لایق وي، قطعي اعدام مو قبول دی. تدریجي اعدام ډېر سخت تمامېږي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.