The news is by your side.

يوه اړينه يادونه

اباسین شعور

0

د يوېشتمې پېړۍ يو لوى او تريخ حقيقت دا دى چې د نړۍ اوسنى متمدن او ساينسي انسان په عاطفي لحاظ له کاره لوېدلى او يا ويلى شو چې احساسات او عواطف يې مسخه شوي دي. دا حقيقت به يو جبر وي، خو موږ مجبور يو چې ويې منو. د نړۍ د اوسني ساينس علمبردران او د سياسي لوبو پر مخ وړونکي څوک په عاطفي لحاظ نشـي چېلنجولاى او يا ملامتولاى؛ که په ساده ژبه يې ووايو موږ نشو کولاى د نړۍ اوسني زبرځواک ملتونه او واکمنان يې په دې ملامت کړو چې دوى ولې په نړۍ کې اشرار خواروي؟ جګړه کوي، استمعار کوي، انسانان تر پښو لاندې کوي او په ټوله کې د وروسته پاتې ملتونو د وګړيو د ژوند او انساني حقوقو د نفي کولو لوبه پر مخ بيايي؟

که څه هم دا د انساني فطرت خاصه نه ده خو چې تريخ حقيقت دى، نو څنګه يې کوې؟

انسان د تعقل او عواطفو له دوو متضادو قطبونو رغيدلى موجود دى، خو د انسان اصيل جوهر او پېژند عاطفه ده. دا چې انسان له عاطفې سره ناپېژنده چلند کوي، بې شکه د  تاسف وړ خبره ده. دا د انساني ژوند يوه لويه تراژيدي ده چې دى دې په عاطفي لحاظ تحريک نشـي.

عواطف د ژوند او ماحول د بېلابېلو حوادثو په اړه انساني عکس المالونه دي. لکه، ښه، بد، ښکلا، بدرنګي، غم، خوشحالي، مينه، کرکه، رحم، ظلم او لايتنهايي نور تنبهات چې  انسان يو ځانګړي عاطفي حالات ته سپاري. اوس که په کوم انسان کې د دې تنبهاتو له ليدو پس په احساساتي لحاظ تغير رانشي، نو موږ ويلى شو چې دا انسان په عاطفي لحاظ فلج دى.

په انسانانو کې د عاطفې د قحط مسله اوسنۍ نه ده؛ د انسان د ورکې او د انسان د انسان کيدلو ارزو لا هغه وخت چې ساينس او تکنالوژۍ  په نړۍ کې سمې جوکې نه وې وهلې، سر را اوچت کړى. يا په بله اصطلاح د انسانيت مرثيه په سونو کالونه وړاندې د نړۍ لويو شاعرانو په خپلو شعرونه کې ايستلي. (از ديو دد ملولم و انسانم آرزوست. مولانا) او د غالب شعر دى چې:

بس کہ مشکل ہے ہر ايک کام کا اسان ہونا

آدمی کو بھی میسر نہیں انساں ہونا

د احسان الله درمل يو شعر دى چې:

خلک وايي انسان تېر شو له سپوږمۍ نه

او زه وايم لا خو پاتې دى ځنګل ته

هغه وخت چې اوسني تمدنونه نه وو پنځول شوي، انسانانو به په ځنګلونو کې ژوند کوۀ، يعنې د انسانانو لومړنى استوګنځى ځنګل و. له هغې وروسته ټولنې جوړ شوې، تمدنونه رامنځ ته شول، د تمدنونو په نتېجه کې ښارونه جوړ شول، انساني شعور پر مخ ولاړ، علمونو پرمختګ وکړ او د علم په زور انسان پر طبيعيت لاسبرى شو. ورو ورو د ساينس په مخکې تګ انسان له ځمکې والوت او تر سپوږمۍ ورسيد. خو شاعر وايي چې نه؛ انسان دومره په ابتدايي مراحلو کې دى( په عاطفي لحاظ) چې لا تر ځنګل هم نه دى رارسيدلاى، اسمان او تر سپوږمۍ تګ خو لا لرې دى!. اوس که څوک ووايي چې عاطفه يې پرېږده، په تعقلي لحاظ خو والوت؛ ځواب د شمس القمر اندېش يو شعر دى:

چې د خپل کور تیاره کې ګوته قدرې نشم لیدای

څه که زه والوتمه بره لمر ته ورسېدم

خو خير دا مسله بيا هم عاطفي او احساساتي جنبه لري او په معاصرو علمي حوضو کې اخلاقو ته ځاى نشته. د نړۍ اوسنى انسان که  هر څومره زيرک دى، همدومره ظالم هم دى. د نړۍ په اوسنيو علمونو کې د اخلاقو مسله نه شاربل کيږي او که شاربل کيږي هم، په نويو ارزښتونو او تعريفونو بناء وي. مقصد دوى اخلاقو ته د خپلو پرنسپونو پر اساس تعريفونه وضع کوي. سياست او اقتصاد يې غوره نمونې دي.

زما د دې ټولو خبرو هدف دا دى، چې که د  اخلاقو، عواطفو او بلاخره انسانيت له پاللو سره سره دا حقيقت هم ومنو چې موږ په تعقلي لحاظ خوار او غريبان يو او برعکس په احساساتي او عاطفي لحاظ ډېر افراطيان؛ نو يو لوى حقيقت به مو ويلى وي او په حقيقت کې به مو د دې روانې جګړې د مشوړې له ډېرو حلونو يو حل هم ايستلى وي.

که چين کې ١٣٠ نفره کرونا وژني، دلته يې په ډېر باور سره خپل ټيټ شعور وژني. هو نړۍ به نن د چينايانو په مړينه ورخطا وي، دا په داسې حال کې چې په عراق، سوريه او افغانستان کې د لسګونو هغو کسانو په اړه چې هره ورځ د دوى په استخبارتي لوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي بې تفاوته ده، خو دا وروستى استدلال نه دى؛ راځئ دا حقيقت يو بل ډول تعبير کړو. راځئ له دې خبرې تېر شو چې امريکه ظلم کوي، پاکستان مو ژوند ته نه پريږدي. زه وايم پر موږ هیڅوک ملامت نه دي، امریکا، پاکستان او نوره نړۍ د خپلې بې ګناهۍ د ثابتولو بهانې دي؛ له موږ سره چې څه کیږي بلکل زموږ له شان سره برابر دي. دا خبره استاد پسرلي خلاصه کړي ده:

ساده خل

ک ځان پخپله خوري په نورو

دا پر خره کوم د لېوه د آبا پور دی؟

راځى په شريکه دا حقيقت ومنو او بيا په شريکه د خپلې پسماندګۍ په علتونو او د وړاندې تلو په تکتيکونو فکر وکړو. منئ يې؟

(Visited 46 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.