The news is by your side.

يو هېواد، څلور بيرغونه /استاد حبيب الله رفیع

0

په هېواد کې بې‌کفايته واکدارانو د وحدت او امنيت د ټينګولو پر ځای، د تشتت او تفرق لپاره زمينه برابره کړې او دا د څوکيو په وېش کې ورک واکداران د واک له ناوړه وېش سره مخامخ شوي دي.
د نمونې په توګه، موږ په دې څو وروستيو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو حتی په يوه ساحه کې د څو بېلابېلو بيرغونو رپا وليده چې خلک يې له بدبختيو، تشويش او د وېش له ناولي غږ سره مخامخ کړل.
د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د اسلامي دولت درې رنګه (تور، سور، زرغون) بېرغ رپېږي، خو په کندوز کې طالبانو څو څو وارې دا بيرغ په وحشت رانسکور کړ او پر ځای يې خپل سپين بېرغ ودراوه او د اسلامي امارت غږ يې پورته کړ.
له بلې خوا په ننګرهار کې داعش چې کومې ولسوالۍ نيولې، هلته يې خپل تور بيرغ ځړولی او د اسلامي خلافت نماينده‌ګي يې جوړه کړې ده.
تر دې ټولو جالب يو بل درې رنګه (تور، سپين، شين) بيرغ دی چې د رباني د تنظيمي حکومت په وخت کې ځړول کېده. جالبه دا ده چې دا بيرغ د کندوز د هغو ملېشو په لاس کې هم وو چې له طالبانو سره جنګېدل او د هغو مظاهره‌چيانو په لاس کې هم ؤ چې د طالبانو له خوا يې د کندوز پر نيولو احتجاج کاوه.
د افغانستان اسلامي دولت درې رنګه تور، سور او زرغون بيرغ خو د بن د حکومت په اوايلو کې د افغانستان د ۱۳۴۳ ل کال د اساسي قانون له مخې تصويب او وځړول شو.
طالبان له دې حکومت سره د مخالفت او بغاوت له کبله چې هر ځای نيسي، خپل بيرغ پکې دروي. داعش هم چې د امريکا او انډيوالانو له خوا یې په لويه سيمه کې جوړ شوی، د خپل خلافت د ډنډورو غږولو لپاره خپل تور بيرغ رپوي او خپلې ساحې پرې په نخښه کوي.
اما د رباني د دولت بيرغ ډېر جالب دی، ځکه د ده د ټلوالې هغه غړي چې د افغانستان په دولت کې لوړې څوکۍ لري، په رسمي وخت او رسمي ساحه کې د افغانستان د ملي بيرغ تر سيوري لاندې کښېني او د ملي وحدت د حکومت تمثيل کوي؛ خو کله چې د جهادي مشرانو (؟) په غونډو، خصوصي ناستو او مظاهرو کې برخه اخلي، بيا د رباني د دولت د بيرغ سيوري ته ناست وي.
دا دوه ګونی سياست له هغې ورځې پيل شوی چې د بن حکومت را منځ ته شوی. افغانستان ته د امريکايانو له را تګ سره رباني پر ټولو ادارو خپل بيرغ و دراوه، خو کله چې بېرته د افغانستان خپل پخوانی ملي بيرغ رسمي شو، د ده بيرغ له ادارو را ټول او ځای يې د افغانستان ملي بيرغ ونيو؛ خو دا وخت چې قانوني د کورنيو چارو وزير ؤ دا بيرغ يې څو مياشتې رپاند وساته او ملي بيرغ ته يې غاړه کښېنښوده. په دې پسې د دوی ډلې ټپلې د ډي ډي آر او ډاياک په پروسو کې خپلې وسلې هم و نه سپارلې او اوس هم په هېواد کې په لسګونو د درنو وسلو ډېپوګان لري چې يوازې يوه ډېپو په پروان کې له منځه يووړل شوه.
دا د وسلو ساتل او د خپل نسکور شوي دولت بيرغ رپول څرګندوي چې ياران نور نيتونه لري او دوی هم د طالبانو او داعش غوندې ځانګړی حکومت غواړي.
تېرې ورځې په يوه ټلوېزيون کې بحث وو. يوه شنونکي د دې بيرغ پر رپولو انتقاد وکړ؛ خو يوه پخواني قوماندان چې اوس د شورا وکيل دی، په جانب په حق لهجه ورته وويل، دا د جمعيت بيرغ نه، بلکې د هغه وخت د اسلامي دولت بيرغ دی.
دا نو رښتيا تر ګناه بدتر عذر دی؛ ځکه په يوه هېواد کې د ملي بېرغ تر څنګ د يوه حتی ګڼو ډلو او ګوندونو د بيرغونو رپېدل د ګوندونو قانوني حق دی، خو د يوه دولت د بيرغ تر څنګ د يوه بل نسکور شوي دولت بيرغ رپول همداسې مانا لري لکه طالبان او داعش چې پر افغانستان د حکومت کولو خيال لري.
دا کسان که رښتيا هم د ملي وحدت حکومت غواړي، بايد خپل ځانګړي بيرغونه ونغاړي، يو ځل بيا د خپل ناکامه حکومت د را منځ ته کولو هڅه و نه کړي او صادقانه د خپل مسلمان، اتل او مجاهد ملت تر څنګ ودرېږي او واحد ملت او واحد هېواد وغواړي.
و ما علينا الا البلاغ!

(Visited 31 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.