The news is by your side.

ټابلیټ کا: د غمجنې خوښۍ لنډه ارزونه

لیکنه: محمد نذیر ساپی

0

د پاکستاني الاصله بریتانیايي لیکوال محسن حامد ناول “Moth Smoke” د پاکستان په لاهور ښار کې د یوه خصوصي بانک کارکوونکي داراشیکوف شهزاد کیسه ده. شهزاد د ملک جیون په نوم د بانک له یوه ځانګړي VIP پیرودونکي سره د غیرمسلکي چلند په نتیجه کې خپله دنده له لاسه ورکوي. دی چې په اقتصاد کې ماسټری لري او د چرسو کلک معتاد دی، له دندې له ګوښه کیدو وروسته د کوچنیتوب د وخت د ملګري اورنګزیب په میرمن ممتاز باندې مینیږي.

ممتاز چې هیواد ته له امریکا تازه راستنه شوې یوه ښکلې او تکړه پلټونکې ژورنالسټه ده. هغه د ښار په حساسو مسایلو او پيژندل شویو شخصیتونو باندې په مستعار نوم لیکنې کوي چې ان میړه یې اورنګزیب هم ورباندې خبر نه وي. ممتاز هم له شهزاد سره مینه کوي خو حالات هغه د نشه يي توکو کاروبار او نورو جرمونو په لومه کې نښلوي.

یوه شپه شهزاد له اورنګزیب او ممتاز سره د یوه شتمن ملګري کره په غربي رنګینیو مالامال میلمستیا کې ګډون کوي. د میوزیک او نڅا له پیل او د پیکونو له پورته کیدو سره شهزاد او ممتاز د اورنګزیب له سترګو ګوښه کیږي، د پارټۍ له شور ماشوره لرې یوه خاموشه ځای کې کیني او د مجلس نه د زیات خوند اخیستو په هدف د نشې ګولۍ خوري.

تر دغه وخته شهزاد له اورنګزیب سره د خپلې دوستۍ یوڅه خیال ساتلی وي او په ممتاز باندې مستقیم نه ورځي. خو د نشې ګولۍ وروسته ورته ممتاز د هغه په قول “د اورنګزیب ښځه نه – بیخي بل څوک ورته معلومیږي. “لیکوال د نشې ګولۍ تر اغیز لاندې وضیعت کې د ممتاز پر وړاندې د شهزاد ذهني او سایکالوژیکي عکس العملونه په ډیر جالب انداز انځور کړي چې زه یې د نشۍ ګولۍ اثراتو په اړه لاندې لیکنې ته وهڅولم.

د “ټابلیټ-“K په غیر اصلي نوم پلورل کیدونکي (MethyleneDioxyMeth Amphetamine) یا (MDMA) هغه درمل دي چې د انسان په وجود کې د پیغام لیږدونې ماده (Neurotransmitter) اغیزمنوي. دغه ماده عصبي حجرو او عضلاتو ته د سیګنالونو د لیږد ترڅنګ د انسان احساسات، د عضلاتو غیرارادي حرکتونه او حافظه “Memory” کنټرولوي. په عصبي سیسټم کې بیا د (Serotonin) په نوم ماده د اشتها، خوب او زده کړې کنټرولولو ترڅنګ د انسان خُلق Mode خوشاله ساتي.

کله چې زموږ په ژوند کې د ډيرې خوشالۍ یوه پیښه رامنځته شي؛ مثلاً، له یو چا سره مینه کوو او له کلونو بیلتانه وروسته ورسره وینو، په دغه وخت کې زموږ عصبي حجرې یوه اندازه (Serotonin) ماده خوشې کوي چې په نتیجه کې یې زموږ وجود تحریکیږي او د خوشالۍ احساس کوو. MDMA زموږ له عصبي حجرو همدغه (Serotonin) ماده په زیاته اندازه او په غیرطبعي ډول راباسي چې په نتیجه کې یې انسان د خوشالۍ احساس کوي.

د MDMA اثرات له شلو تر څلویښت دقیقو پورې څرګندیږي او له درې تر شپږو ساعتونو پورې دوام کوي. په دغه جریان کې د اغیزمن شخص د وجود تودوښه لوړیږي. د لمس، لیدو او اوریدو حواس یې تیزیږي، د زیاتې خوشالۍ احساس کوي او له خبرو ډير خوند اخلي. همدارنګه، د اغیزمن شخص په ځان باور لوړیږي، په فکر او خبرو کې یې دقت پیدا کیږي او خوب یې ورکیږي. ځینې وخت په اغیزمن شخص کې د مینې، رفاقت او صداقت احساس دومره پیاوړی کیږي چې له نورو سره خپل فردي او کورني پټ رازونه شریکوي. کله کله په ډیره عادي موضوع د پوهنتون د استاد په شان اوږد فلسفي لیکچر ورکوي او ځینې وخت بیا د لاس یا سر له ښورولو هم داسې خوند اخلي لکه په پراشوټ کې چې روان وي.

شپږ ساعته وروسته چې په وجود کې د MDMA اثرات خلاص شي او دماغ نورمال حالت ته راوګرځي، اغیزمن شخص نهايي ستړی، نارامه او بې خوبه وي. دی چې د MDMA په زور یې له خپلو عصبي حجرو زیات مقدار (Serotonin) ایستلي – طبیعت یې خراب او وجود یې درد کوي. ذهني نارامي، په ورځني ژوند کې د ستړتیا او بې میلي احساس، د ذهني تمرکز کموالی، د حافظې کمزورتیا او په تدریجي ډول ژور خپګان یا (Depression) د MDMA اوږدمهاله اغیزې دي.

(یادونه: MDMA چې په امریکا او اروپا کې د (Ecstasy) او (Molly) په نومونو هم پیژندل کیږي، په ځینې کسانو باندې ممکن بد اغیز وکړي او د پورته کیفیاتو برعکس د اغیزمن شخص د زړه ضربان تیز کړي، خوله یې وچه شي، لاسونه او پښې یې یخې او سړه خوله ورباندې راماته شي او ویره یې پسې واخلي. اغیزمن کس فکر کوي چې څوک یې وژني یا یې په خلاف دسیسه روانه ده. همدارنګه، زیات MDMA ممکن د اغیزمن شخص هغه عصبي حجرې ناقصه کړي چې د فکر او حافظې په کنټرول کې نقش لري.)

(Visited 39 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.