The news is by your side.

پارلماني مصوونیت

دين پال

0

شاه واجب الاحترام، غير مسوول کس دی؛
د شاهي نظام په وخت کې همدا ذهنيت خلکو ته ور کول کېده.
اوس چې جمهوري نظام او د ډيموکراټيک سیسټم د بنسټونو د منځ ته راوړلو او ټينګولو لپاره هر اړخيزې هڅې روانې دي، د ټولنې هر وګړی د قانون پر بنا مکلفيتونه، مسئوليتونه، برابرحقوق او ځينې امتيازونه لري، خو بيا هم ځينو د ناپوهې او ځينو بيا د زورواکي له لارې ځانونه واجب الاحترام غير مسوول ګرځولي دي او د سروزرو خيالي جوغه په سر د خودخواهي او يکه‌تازي پر تخت يي تکيه کړې ده.
وګورئ د ډيموکراټيک نظام د قانون جوړوني بنسټ او زړي ته چې پارلمان بلل کېږي ،همدا بنسټ د خپل جوړ کړي قانون پر خلاف را ولاړ او په ماتولو پسې يې پښې را پورته کړې دي. د پارلماني مصوونيت تر نوم لاندې يې خپله پارلماني دنده، مسووليت او مکلفيت هېر کړي دي.
نه پوهېږم چې پارلمان د پرانستلو په پيل کې کوم ښوونيز او مالوماتي سمينار لري او که نه، دا خو ضروري ده چې استازي د پارلمان له ټولو اړخونو سره بشپړه پېژندګلوې تر لاسه کړې.
دا د نوې دندې او نوي چاپېريال لپاره يو نورمال پروسيجر دی .په تتېره بيا زموږ په هېواد کې چې د څلوېښتو کلونو جګړو، ځان‌ځانيو او خپلسريو لاسته‌راوړنه همدا د زورواکي کلچر دی چې «واجب الاحترام غير مسوول» او «ميم زور ما ټول يې زما» ناحقه او زنګو وهلی ذهنيت يې طرز تفکر دی؛ نو له همدې کبله څنګه چې د پارلماني استازيو تجربې او سياسي، حقوقي درک، برداشت او انګېرنې ډېرې محدودې دي.
ښايي چې تکړه حقوق‌پوهانو او د پارلماني چارو مجربو متخصصانو ته په دې پارلماني ښوونيز او مالوماتي سمينار يا «پرانيستونکي ښه راغلاست» کې د کوربه، لکچر او وينا ورکوونکيو په حيث ګډون ورکړل شي. په دي پرانيستونکي ښه راغلاست کې د کومې کمې زياتې او تحقير خبره نه‌شته.
هغسي چې ناخبري له قانونه جرمي مسووليت دی، د برات سبب نه‌شې کېدای، هماغسي د مسووليت، مکلفيت اهمال، تېروتنه او له قانونه سرغړونه د مصونيت او معافيت له دايرې وتل دي.
له پارلماني مصوونيته ځينو بلا ګردان جوړ کړی دی او د هرې سرغړونې او تېروتنې په وخت کې يي د قانون او قانون د مجريانو په مخ کې د خپلې دفاع لپاره ډال غوندي کارولی دی. پارلماني مصوونيت د پارلمان غړی د جرم د ارتکاب په صورت کې له قانوني تعقيبه نه‌شې ساتلای.
د پارلمان په استازي د مرکزي حکومت او محلي حکومتونو قوانين پلي کېدای شي. د پارلمان غړي له بندي کولو خوندي دي، هغه وخت چې د پارلمان په جلسه کې ګډون ولري.
ځکه کله چې د پارلمان استازی د خيانت، جنايت مرتکب شي او له سولې سرغړونه وکړي؛ نو هغه له قانوني تعقيبه خلاص نه دی. د پارلمان غړی د پارلمان په جلسه کې د وينا، مدارکو وړاندې کولو، جر او بحث په صورت کې مصوونيت لري هغه د دغو اظهاراتو له کبله بندي کېدای نه شي.
د پارلمان استازی د بې‌پروايي، جرم په صورت کې چې انګېزه يي رشوت يا فساد وي، د پارلمان له خوا مجازات کېدای شي او له دندې بايد ګوښه شي.
د پارلمان استازی په داسې قانون هوکړه نه‌شې کولاي کوم چې د هغه د عملي کولو له کبله عمل جرم وګڼل شي او يا داسې قانون چې د هغه پر اساس کوم معين او مشخص ګروپ يا قشر مجازات شي.
د پارلمان غړی نه‌شې کولای هغه شخصي مالومات چې د دوی له رسمي مقامه را اخيستل شوي وي او د خپلې ګټې لپاره يې وکاروي. که داسې وشي؛ نو هغه تر قانوني تعقيب لاندي را تلای شي.
له دې موخه دا ده چې د پارلمان استازی په هغې دايره کې د ځينو کمپنيو او تجارتي شرکتونو په هکله مالومات لري چي دا د هغو مراجعو شخصي مالومات ګڼل کېږي؛ نو استازي نه‌شې کولای د دغو مالوماتو د لرلو پر بنسټ له دې کمپنيو او شرکتونو سره په راکړه ورکړه يا پلورلو او پېرلو کې شريک شي چي د استازي دا کار د نورو متشبيثينو په حق کې تېری دی.
پارالماني مصوونيت يو سیسټم دی چې په هغه کې استازي ته د قانوني تعقيب قسمي مصوونيت ورکړل شوی دی.د پارلمان د غړي له قانوني تعقيبه مخکي د هغه پارلماني مصوونيت بايد ترې واخيستل شي چې دا خونديتوب د لوړپوړې محکمې او يا په خپله د پارلمان له خوا ترې اخيستل کېږي. داسې نظر هم شته چې د پارلماني مصوونيت امتياز په حقيت کې هغه خلکو ته ورکړل شوی چا چې د پارلمان استازي ته رايه ورکړې ده چې دغه وکيلان يا رايه ورکوونکي په پارلمان کې نظر ولري.
په پايله کې ويلای شو چې د پارلمان غړي مصوونيت زيات د پارلمان په انګړ پورې محدود او تړلی دی. د يادونې وړ ده چې د هر هېواد قوانين، لايحې او دستورالعملونه ځان ته ځانګړتياوې لري، ځکه پرنسيپ او دوکتورين په يوه نقطه کې سره راټولېږي چې دلته هغه د پارلمان استازي، پارلماني مصوونيت دی .

(Visited 14 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.