The news is by your side.

پارلمان که د جګړې میدان!

0

مطیع الله سحر

د پارلمان د ټاکنو پایلې چې له اوه میاشتوځنډ وروسته تېره جمعه اعلان شوې. د یادو ټاکنو اعلان ته  ټول ولس تږی وو، چې ژر تر ژره دغو ټاکنو پایلې اعلان شي. او د ملت استازي پکې معلوم او خپل کار ته دوام ورکړي. او ملت له خپلو استازو دا غواړي چې د هیواد او د بېوزله ولس لپاره خدمت وکړي. ولس خپلو استازو ته د دې لپاره رايه نده ورکړې چې واک ته ورسېږي او بیا دې هغه خپلې مزې کوي. او زمونږه د رايه غم ورسره نه وي او نه هم د دې غم وي ورسره چې په وطن کې څه روان دي. نورو هیوادونو ته چې وګورو څه کوي او مونږه څه کوو. باید شپه او ورځ په ځان یوه کړي او د وطن لپاره خدمت وکړي.

د پارلمان ټاکنې لکه څنګه چې له جنجالونو وروسته په ځنډ سره اعلان شوې او کامیابو وکیلانو د پارلمان لپاره د رياست چوکۍ لپاره باید یو رئیس وټاکي. چې د دې څوکۍ لپاره د پروان استازی مير رحمان رحماني او د خوست استازی کمال ناصر اصولي خپل ځانونه نوماند کړل. دواړو نوماندانو ته د رائې په صندوقونو کې خپلو ملاتړو خپله رایه وکاروله. چې د دغو ټاکنو په نتیجه کې د خوست ولایت استازي کمال ناصر اصولي ۵۵ او د پروان ولایت استازي میر رحمان رحماني ۱۲۳ رایې واخيستلې. چې د ولسي جرګې د کړنلارو او اصولو له مخې د بریالي نوماند لپاره ۱۲۴ رایې ګټونګي اعلان شوې وې. خو دغه رایې یوه نوماند هم تر لاسه نکړې. او د ولسي جرګې موقت رئیس له خپل موقف څخه په ناوړه استفادې پرېکړه وکړه چې د پروان ولایت استازي میر رحمان رحماني یې د ولسي جرګې د ریاست د چوکۍ رئیس وتاکه.

ولس او یو شمېر نوماندان له دې پرېکړې سره مخالفت ښيي او دوی وايي چې دا پرېکړه زمونږه لپاره د منلو وړ ندي، ځکه چې د ګټونکي لپاره څومره رایه ټاکل شوې وه هغه یو نوماند هم تر لاسه نکړه. چې باید دا ټاکنې بیا تر سره شوې وای، خو ټاکنې بیا تر سره نشوې او میر رحمان رحماني یې د رئيس په توګه وټاکه.

سهار چې کله میر رحمان رحماني پارلمان ته دننه شو او د ریاست په چوکۍ کېناست، ځيني نوماندا راپاڅېدل او رحماني یې له خپلې چوکۍ راپورته کړ او رحماني ته یې د دې اخطارونه ورکړل چې هېڅ وخت به هم دا چوکۍ  داسې په اسانۍ  تر لاسه نکړي. باید ټاکنې بیا تر سره شي او که کامیاب وې چوکۍ به تر لاسه کړې او که نه وې بیا به د نورو نوماندانو په شانتې ته هم په خپل ځای کې په ارامه کېنې.

په ولسي جرګه کې ښځو نوماندانو هم له دې پرېکړې سره مخالفت کاوه. او د ریاست چوکۍ یې محاصره کړې وه. چې باید ټاکنې بیا تر سره شي. او اوسنۍ رئيس زمونږ لپاره د منلو وړ ندي. د همدغو ناندریو له امله نن په پارلمان کې ځینې نوماندان  لاس او ګرېوان شول. او حتا د پنجشیر یو وکیل په پارلمان کې څټک په لاس د ریاست څوکۍ پر لورمنډې وهلې او  بد  رد یې ويل.

 

(Visited 10 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.