The news is by your side.

پاکستان به کله له افغانستانه لاس ور نيسي؟

0

پاکستان به کله له افغانستانه لاس ور نيسي؟
چارواکیو یې له یوه بل منافقته هم پرده پورته کړه

که څه هم په افغانستان کې د پاکستان له لورې د روانې جګړې د مستقیمې رهبري او د ترهګرو د ملاتړ تر څنګ، تل په یو ډول نه یو ډول د لویو پرمختیايي پروژو د پلي کېدو مخه نیولې، خو اوس د کونړ چارواکیو په ښکاره دا هېواد په دغه ولایت کې د لويو پرمختيايي پروژو د پلي کېدو پر مخنیوي تورن کړ.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال پرون د کونړ سیند دواړو غاړو ته د پنځوس کیلومټره بولډروال د پرانیستې په مراسمو کې وویل، پاکستان له کلونو راهیسې په دغه ولایت کې د ډېرو اقتصادي او پرمختیايي پروژو د پلي کېدو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
که څه هم میرزکوال په ‌دې اړه ډېر جزییات ور نه کړل، خو ټینګار یې وکړ چې څو ځله په کونړ کې د تر ټولو لوی برېښنایې بند «سره تاق» په ګډون، د ډېرو پروژو سروې او نورې چارې بشپړې شوي، خو د پاکستان د لاسوهنې له امله یې کارونه نه پیلېږي. د هغه په وینا، پاکستان خپل استخباراتي کسان دلته ګومارلي او د اقتصادي پروژو مخه نیسي او د همدې لپاره یې افغانان په خپلو کې سره اچولي دي.
تر دې وړاندې پر حکومت تل نیوکه کېده چې ولې د کونړ پر سیند برېښنا بندونه نه جوړوي او پر پاکستان هم تور لګېده چې په بېلابېلو بڼو د دغه سیند د اوبو مهارولو مخه نیسي، ځکه د کونړ پر سیند د اوبو او برېښنا بندونو په جوړولو سره له ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته په تلونکیو اوبو کې د پام وړ کموالی راځي، هغه څه چې اسلام‌اباد ورته ډېره اړتیا لري.
د افغانانو په منځ کې عمومي نظر هم دا دی چې پاکستان تر ټولو لومړی د کونړ پر سیند د برېښنا بندونو د جوړولو مخنیوی کوي.
خو د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي، حکومت د کونړ سیند د اوبو د کنټرول په برخه کې جدي دی او ژر به په دغه ولایت کې د نویو برېښنا بندونو د جوړېدو چارې پیل شي او په وینا یې په خپل ټول ځواک هڅه کوي چې خپلې اوبه مدیریت کړي.
په همدې حال کې د کونړ د ولایتي شورا غړي او ولسي خلک هم پر پاکستان نیوکه کوي چې په دغه ولایت کې د پرمختیايي پروژو مخه نیسي او حکومت هم تر اوسه په ‌دې برخه کې پاتې راغلی دی.
د ولایتي شورا غړی جمال‌الدین سیار وايي، د افغانستان ځینې ګاونډیان نه غواړي په هېواد کې لويې او ملي پروژې پلې شي او په ‌کار ده چې حکومت له هيڅ وېرې پرته د خپلو ملي پروژو پر پلې کېدو تمرکز وکړي.
د کونړ یو اوسېدونکی اکرام‌ الله هم د کونړ سیند د اوبو پر مهارولو ټینګار کوي او له حکومته غواړي چې غټ بندونه پرې جوړ او د دې پر ځای چې د افغانستان له اوبو ګاونډیان وړیا ګټه واخلي، ښه ده چې د هېواد په ګټه ترې کار واخیستل شي.
د مالوماتو له مخې، د کونړ په مرکز کې یو پخوانی برېښنا کوټ شته چې څه باندې درې سوه کیلوواټه برېښنا تولیدوي. د دې تر څنګ، د مناګي برېښنا بند چارې هم نوي سلنه بشپړې شوي او په اسمار ولسوالي کې د تر ټولو لوی «سره تاق» او څاګي برېښنا بندونو سروې بشپړې شوي، خو تر اوسه یې عملي چارې نه ‌دې پیل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت هم په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان د اوبو پر مهال تمرکز کړی او هڅه کوي چې ګاونډیو هېوادونو ته تلونکې وړیا اوبه مهار کړي چې ځینې یې جوړ شوي او په ځینو یې کار روان دی، خو تر اوسه هغومره کار نه ‌دی شوی چې پوره د هېواد اوبه مهار شي.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 22 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.