The news is by your side.

پاکستان ته افغان مهاجر؛ یو نړیوال انحراف

محمد یار یار

0

پاکستان ته د افغان مهاجرت د څلوېښتم(!؟) کال په مناسبت کنفرانس په پاکستان کې پای ته ورسېد چې د ملګرو ملتو سازمان سرمنشي -انتوني ګوتیریش- هم ګډون پکښې کړی وو.

دا کنفرانس د څو اړخیزې تبصرې وړ دی خو زه یې دستي له دا یوه اړخه ګورم؛ داچې سږ د مهاجرت څلوېښتم نه، بلکې شپږ څلوېښتم کال وو؛ البته د دغه مهاجرت د درېیم پړاو څلوېښتم کال یې بللای شو، ځکه اصلي کډوالې په ۱۳۵۲ ش کال کې، د داؤدخان د حکومت پر ضد له بغاوت سره پیل شوه او زموږ یو شمېر باغیانو ته، د وخت د پوځي دیکتاتور -ذوالفقار علي بوټو- له خوا ځای، ټرینینګ او د افغانستان پر ضد د بغاوت ظرفیت ور کول شو خو دغه باغیان په لغمان، پنجشیر، تخار، بغلان، کونړ او ځینو نورو سیمو کې سخت سرکوب شول؛ د دغې پېښې شپږ څلوېښت کاله کیږي.
د مهاجرت دوهمه څپه په ۱۳۵۷ش کې، د افغانستان د خلق ډیموکراټیک جمهوریت پر خلاف راپورته شوه چې د اولې په نسبت لویه او سږ یې یوڅلوېښتم کال دی.
درېیم موج یې پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل سره سر واخیست، د کډوالۍ په سونامي بدل شو چې دا کال یې څلوېښتم او یاد کنفرانس هم د همدغه پړاو په حساب نیول شوی وو چې دا هماغومره دروغجن تجلیل دی لکه خپله چې د دغه مهاجرت ماهیت درواغجن معرفي کېده او ځینې د خدای ساده ګان یې نن هم اصلیت هماغه ښیي لکه هاغه وخت چې تبلیغېده.

هاغه مهال دغې فاجعې ته د مهاجرو و انصارو د رابطې نوم ور کول کېده او په دغه نوم زموږ ډېر ساده ګان مسموم، د افغانستان د بربادۍ او پاکستان د ودانۍ سبب شول؛ دا پېښه مدینې ته د حضرت محمد (ص) له هجرت سره تشبیه کول، باید په دیني لحاظ هم کبیره ګناه وګڼل شي ځکه دا د افغانانو او پاکستانیانو تر منځ د مهاجرو و انصارو نه، بلکې د ساده ګانو او شیطانانو رابطه وه چې نتیجه یې د افغانستان ډېره بده بربادې او د پاکستان اټومي ځواکمنې شوه او د دې شیطاني انصارو دا قوت نن تر بل هر چا زیات، بیرته د افغانستان لپاره تر ګردو لوی ګواښ دی.

که څوک یې د ډیپلوماسۍ له مخې وایي یاهم له زړه، خو دا تر ګردو لوی حماقت دی چې افغان مهاجرو ته د ځای ور کولو له امله د پنجاب منندوی اوسو، بلکې دا د دغه مصنوعي هیواد تر ګردو غټه جفا وه چې زموږ سادګانو ته یې هرکلی ووایه، زموږ سادګانو هم دا د پاکستان د اسلامي اخوت زبردست مثال وماڼه او د مکې د مهاجرو او مدینې د انصارو د تاریخ بیا را ژوندي کېده یې وبلل خو دا اصلاً د پاکستان لپاره یو طلایي چانس وو چې زموږ د خوارانو کمپونه یې د تروریسم په ځالو واړول، زموږ خلک یې زموږ پر ضد په قاتلانو او انتحاریانو بدل کړل او دا شیطاني لوبه لاهم په خپل ټول قساوت سره روانه ده.؛ دا ناانساني بازې پرون د مجاهد او نن د طالب پر لاس خونړۍ ده خو د دواړو ماهیت یو، یانې تروریستي دی.

ښه خبره دا ده چې بالآخره زموږ د لویې کتلې افغانانو په دغه ابلیسې دسیسه سر خلاص او د پاکستان په وړاندې یې ذهن له ناتمامې کرکې ډک شو خو شته لا یو شمېر ساده لوحه عناصر چې اوس یې هم په شعوري و ناشعوري توګه حرکات و سکنات، بحثونه و تبصرې او روابط و معاملې د افغانستان لپاره زهر قاتل او پاکستان لپاره د حوض کوثر آب حیات دي.

(Visited 46 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.