The news is by your side.

پاکستان ته د اسلم فاروقي ورسپارل هېڅ قانوني اساس نه لري

0

له افغانستان څخه د پاکستان دا غوښتنه چې د داعش د خراسان څانګې مشر اسلام فاروقي ور وسپاري، هېڅ قانوني اساس نه لري.

 دا سړی چې په جنګي جرمونو، بشرضد جرمونو او د جینوسایډ جرمونو باندې متهم دی او د افغانستان د داخلي قوانینو له مخې د افغانستان په محاکمو کې باید محاکمه شي.

 د جزا کوډ له مخې هغه بهرني اتباع چې د افغانستان په خاوره کې د جرم مرتکب شي، د افغانستان په محاکمو کې محاکمه کېږي چې په دې توګه افغانستان د سرزمیني صلاحیت (Territorial Jurisdiction) اصل منلی (جزا کوډ ۱۲ ماده). له بلې خوا هغه بهرني اشخاص چې جرم یې په بهر کې کړی وي او د افغانستان په خاوره کې ونیول شي او افغانستان د مجرم متبوع دولت سره د مجرمینو د استرداد کوم تړون و نه لري، بیا هم د جزا کوډ له مخې په افغانستان کې محاکمه کېدای شي چې دې ته په جزايي حقوقو کې د نړیوال صلاحیت (Universal Jurisdiction) وايي (جزا کوډ ۲۶ ماده).

 د نړیوال صلاحیت نظریه ځکه صدق کوي چې افغانستان له یوې خوا د روم اساسنامه (د جزا نړیوالې محکمې غړیتوب) غړی دی او له بل پلوه په یو شمېر کنوانسیونو له دې جملې د جینوسایډ د مخنیوي کنوانسیون غړیتوب هم لري، چې دغه کنوانسیون غړو هېوادونو ته د یونیورسل جوریسډېکشن واک ورکوي.

بالاخره افغانستان له پاکستان سره د مجرمینو د استرداد په اړه کوم تړون هم نه لري؛ نو ځکه پورتنیو دلایلو ته په کتو پاکستان حق نه لري چې له افغانستان څخه د فاروقي د استرداد غوښتنه وکړي.

(Visited 36 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.