The news is by your side.

پاکستان ته ډالۍ او افغانانو ته سزا

0

پاکستان ته ډالۍ او افغانانو ته سزا

د ټرمپ کاکا وپاکستان پټه سوداګرېزه معامله

ټرمپ کاکا وپاکستان خو د طالبانو پر سر معامله وکړه، خو تاوان پکې افغانانو او بلوڅ ملتپالو (د بلوچستان د خپلواکۍ غورځنګ) وکړ

پاکستان زموږ د جهاد له برکته ۷۵ ميليارده ډالره ترلاسه کړي، خو دا پيسې ملکي بوديجې ته هم پوره نه دي تللي، بلکې د پورونو په بښلو، د سود د کچې په راکمولو او د واکمنو بانکي حسابونو ته تللي دي. د حافظ سعيد دوسيې به هم هوا پر هوا خلاصې او سپين به شي

سيد حسين پاچا

سيما سيروهي :

Rewards for Pakistan, punishment for Afghans

د ټرمپ د جنوبي اسيا پاليسي بالاخره پاکستان ته پر انعام ((ډآلۍ)) او د افغانانو پر سزا پرېوته

هغه رنځور دې ورک شي چې د روغ ورسره ښه ونه شي.

خليلزاد عراق رنځور پرېښووه، هغه خو لا څه کوې چې معمر القذافي هم پکې سر وخوړ او ليبيا هم په سرو وينو ولمبېده او بشارالاسد هم ورسره ښه ورنځېده او سوريه هم ناسور ناسور شوه. يمن هم توره لوخړه شو، خو اوس ايران ته غاښونه چيچي.

رښتيا ده چې :

((غوښه چې وسوځيږي بيا هم له پياتي نه ښه ده)).

بې صبره ميلياردر ټرمپ کاکا اوس له خپلې کړنلارې ((پالېسۍ)) سملاسي ۱۸۰ درجې پر شا ولاړ او خبره بيرته د ضياءالحق وامريکا پر هغه تړون ته ورستنه شوه چې په اتيايمه لسيزه کې يې سره کړی وو. سپينه ماڼۍ اوس افغان حکومت د جنوبي اسيا د پالېسۍ پرمختګ لپاره خنډ بولي.

موږ چې هر څومره ښه شو بيا هم مشر لالا ته د پاکستان ځای نه شو نيولای. رښتيا چې پاکستان وامريکا يو بل ته د ضياءالحق په وخت کې په ځينو مسايلو کې سخت تړل شوي دي.

داسې وېره شته چې سپينې ماڼۍ ته د عمرانخان بلنه د اتيايمې لسيزې په څېر د اغا شاهي د هغې خبرې پر بنسټ هغې معاملې ته ولاړه نه شي چې ضياءالحق د افغان مجاهدينو په تړاو د امريکا د هغه وخت وړانديز په دريو شرايطو ومنلو :

  • وسله به د دوی پر لاس ويشي
  • وسله به د دوی پر خوښه ويشي
  • کله چې روسان له افغانستانه وځي، نو موږ پوه شه او افغان مجاهدين.

افغانستان هم هغه وخت له يو لورې له خپل شمالي ګاونډي شوروي اتحاد او له بل لورې بيا د خپل ختيځ ګاونډي، سعودي، امريکا او ټلوالې له لاسه د ختيځ ولويديځ په کشمکش کې د بُزکشۍ څاری وو دواړو لوريو ته تاوان وکړ چې نه روسانو خپل کړو او نه مو دا نور خپلوي.

سملاسي پايله خو داسې بريښي :

  • په قطر کې خبرو ته طالبان حاضرول
  • سعودي شپږ ميليارده ډالره پور ورکولو ته تيارول
  • آی ايم ايف هم شپږ ميليارده ډالره وعده ورکول
  • له اقتصادي محاصرې خلاصول
  • بلوڅ ملتپال په ترهګرو کې منل
  • عمرانخان ته بلنه
  • پښتون ژغورنې غورځنګ باندې ځان ناګاره کول
  • حافظ سعيد ته دوسيې اچول چې هند پرې خوشاله کړي، خو هند به ښادي ونه ويني.

اګر چې چين هم له عمرانخان سره د ليدنې پر وخت د دوه ميليارده ډالرو پور مرستې ژمنه کړې وه، خو تراوسه داسې څه نښې نښانې نه تر سترګو کيږي. که د قطر خبرې مخته ولاړې شي، نو له قطر نه به څومره شکونه وکړي او څومره به ترلاسه کړي؟ درې دېرش () ميليآرده ډالر خو يې لا له مخکې نه په چل ول او دروغو ټک وهلي دي چې لا نور به ترې څومره پوزو ته کړي؟

طالب په دې خوشاله دی چې له امريکا سره د عربو پر چرګۍ پر يو دسترخوان کېناست، خو سياسي، تاريخي واخلاقي تاوان يې وکړ. مرستيال مشر يې ورته اته نيم کاله پخپله غوجله او يا د مړز په شان په خلته کې ساتلی وو او د خليلزاد پر خوله يې راخلاص او هلته ليرې يې د ځان سپيناوي لپاره د عربو پر چرګۍ له امريکا سره پر يو دسترخوان کښېناوه. خليلزاد ته لا څه ان چې بې صبره ټرمپ ته يې هم دوکه ورکړه او د ملا بردار په راخوشې کولو سره يې د برتانيا د هغه وخت سفير شيراډ کوپر کول خبره سر خوري چې ويلي وو :

څه چې ما واورېدل هغه دا وو چې پاکستانيانو ملا برادر موندلی او نيولی دی. د هغوی موخه دا وه چې هغه قابو کړي او دا پيغام ورکړي چې :

((که تاسو غواړئ کومه معامله وکړئ، نو بايد له پاکستان سره يې وکړئ)).

حال دا چې ښاغلي بروسرېډل خو په زغرده ښاغلي اوباما ته ويلي وو :

((پاکستان له موږ سره دوه مخې لوبه کوي)).

د ضياءالحق هغه هيله چې افغانستان يې د ځان مستعمره او پينځمه صوبه ګڼله، که هغسې نه شوه، نو لږ تر لږه د طالب په ادغام کې به په راتلونکې کې بيا هم د افغانستان د بهرنۍ وکورنۍ پالېسۍ ساسنور به غواړي او همداسې د اوبو د مديريت او نورو مهمو بهرنيو تړونونو کې به افغانستان په يو شکل د اشکالو د پاکستان تر هوکړې وروسته ګام اخېستای شي، کنه نو پابندي به وي.

همدا اوس که موږ وګورو د بشارالاسد لېرې کول امريکا واسرائيلو ته سخته خبره نه ده، خو بيا هم بديل يې نه ويني او بله دا چې تل ابيب يا نننۍ نوې پلازمينه بيت المقدس يې هم نه غواړي چې اسد دې لېرې شي، خو دومره ده چې له عربي شنګه يې وغورځولو او د هېواد د مشرتابه له کچې يې محلي مشرتابه کچې ته راټيټ کړ چې نور ترې اسرائيل ځان ته خطر نه احساسوي او له بغداده واخله تر طرابلسه پورې يې دا ټوله سيمه د ځان لپاره له خطره پاکه کړه.

تهران به هم لارې ته راولي، که سرغړونه کوي، نو د سيمې د هېوادونو ننني وضعيت او واکمنو ته دې يې سوچ وکړي.چې څه شول؟ سمه ده چې تهران به لږ په سيمه کې ځان پر پښو ودرولی وي، ولې له اسرائيلو، امريکا او ملاتړو سره ډغره به ورته ګرانه وي او بالاخره به د عراق وليبيا غوندې له پښو وغورځيږي چې همدا د خپلو باوجود يې کرنسي د اسمان شنو ته ختلې او لا بره روانه ده.

پاکستان زموږ سوله وثبات يا په بله باما ذهني وسياسي واک د ضياءالحق د همغې زړې پالېسۍ پر بنسټ له ځان سره ساتلی او ولجه کړی دی او نه يې راکوي.

ضياء الحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

ضياء الحق به ويل، چې افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

طالب دې په دې نه خوشاليږي چې موږ له امريکا سره خبرې وکړې او امريکا زموږ د خبرو په پايله کې ووتله او همدا مو له پيله دريځ وو، خو دېته دې هم ښه سوچ وکړي چې دوی د کره شواهدو او سندو پر بنسټ د څارګرې ادارې د ځانګړو کسانو په ځانګړو الوتکو کې قطر ته رسولي او له قطر سره د سعودي وامارت خلاف معامله شوې. داسې وېره شته چې پاکستان د سعودي واماراتو په شتون کې خپله ګټه نه ليدله، نو ځکه د طالبانو په خوښه چې هغوی يې دېته رواداره کړي چې د سعودي واماراتو پرځای پر قطر ټينګ شي او طالب همدغه ځای کې هغسې تېروتنه وکړه لکه څنګه چې په پيل کې موږ مجاهدينو وکړه او له روسانو سره مخامخ خبرې مو له واکه ووتې او تر ننه لا زموږ واک پر يو او بل نوم له بل چا سره دی.

اسلام اباد په دې ښه پوه دی چې له ولسمشر غني نه يې په سعودي واماراتو کې نه شي ګټلای، نو طالبان يې د هغه چا له احسانه بېزاره کړل چې د بېنظيرې په خبره :

طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي لګښتونه يې امريکا وسعودي پر غاړه دي او روزنه يې زموږ ده چې زموږ د موخو (اهدافو) لپاره کار کوي.

هغه ناشکره طالب چې سعودي وامارات له پاکستان سره يوځای د امريکا او ملاتړيو په اشاره په رسميت پېژندلي وو او مالي ملاتړ يې هم ورسره کولو، نو نن يې هغه ټول شا ته کړل او د قطر لکۍ يې ټينګه کړه چې دا د څارګرې ادارې غوښتنه ده نه د طالبانو.

اوس پوښتنه دا ده چې ټرمپ خو به له وتلو وروسته خپل استخباراتي کسان پرېږدي، خو د دوی دنده اسلام اباد او زموږ دې طالبي استخباراتي چرګوړو ته څه وي او دوی به کومه دنده مخته وړي؟ ايا هند به يوازې حافظ سعيد ته د دوسيو پر اچولو د لاسا شي که څنګه؟

پوښتنه :

هغه موږ چې له جهادي پيره تر دې طالبي، حقاني شبکې وداعشي پيره لله في الله جهاد کړی وو، هغه څه شو؟ ايا جهاد همدا شو چې خپل وطن مو وران کړ او خپل ولس مو وواژه؟ زموږ د نن او د راتلونکې تضمين به څه وي؟ ايا طالب به همدومره خپلواک وملتپاله وي چې په راتلونکې کې له خپلو ملي – اسلامي ګټو ساتنه وکړي او که بيا به هم د اکوړي خټک او د نورو استخباراتي ونظامي سازمانونو فتواو ته سترګې پر لاره وي؟

بله پوښتنه :

زما پوښتنه ماويستانو، اخوانيانو او ستميانو او هم طالبانو وحقاني شبکې ته راجع ده چې زموږ مسلمان ګاونډي خو زموږ پر سر ښې شوړې ووهلې، خو اوس تاسې ووايی چې استاذ رباني و مسعود او هم مشر ملا صاحب و ملا منصور به څه ترلاسه کړي؟ جنت خو د الله تعالی په اختيار (واک) کې دی نه د بل چا په واک کې.

ښاغلی حکمتيار هم يو وخت د طالبانو په څېر رواني ناروغ وو او د ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې بلنه يې حاجي سهرګل ته په دې خبرې رد کړې وه او د بل چا په اشاره يې ورته ويلي وو:

زه سوله نه کوم او په زور يې نيسم.

خو نن ګورو چې د هغه پر خوله يې هغه وخت سوله ونه کړه – ولې نن د هغه د بل تربور (غني) پر مټ يې له دولت سره سوله وکړه او له غرونو يې راکښته او مهترلام ته راوست چې له تمدن civilisation سره اشنا شي او د جنګ هوا يې نوره له مغزو څخه د تل لپاره ووځي. ولې نن د هماغه غني پر ضد هڅې کوي او بيا يې هم د واک د لاسته راوړنې لپاره د لاهور کوڅې ګزوګام کړې. هغسې درناوی يې ونه شو چې نوموړي يو وخت د خپل پير کامل په وخت کې لرلو.

نظاميان و څارګره اداره د افغان جهاديانو وطالبانو په تړاو ځانګړې تجربه لري چې څنګه يې د اوبو په تمه سيند ته تږي بوځي او بيرته يې تږي راولي چې وروستۍ بېلګه يې زموږ خانزاده جهادي مشر وو چې شل ځلې يې د سولې په پلمه له کابله تر اسلام اباده وځغلولو، خو هېڅ يې ترلاسه نه کړل.

دا چې اسلام زموږ کورنی وبهرنی سياسي واک ((خپلواکي)) او د سولې خبرې اترې ((د سولې واک)) د ضياءالحق په وخت کې ترلاسه کړي لا تر ننه ورسره دي ان تر دې چې د وروستي ځل لپاره يې افغان حکومت هم له طالبانو سره خبرو ته مري ته غوښتي وو، خو له نېکه مرغه چې مشر ملا صاحب کفن وشکولو او رسوا شو چې د مړي په غياب کې يې وکالت کولو او خبره د طيّب اغا پر استعفأ پورې ورسېده او له هغه وروسته بيا ستانکزی مشر شو.

اسلام اباد د افغانستان سوله او سياسي واک هسې وړيا نه دی ولجه کړی، بلکې خپلې هر اړخيزې ګټې يې پکې نغښتې دي. که په فزيکي لحاظ د پاکستان پيځمه صوبه او يا مستعمره نه کيږي، نو لږ تر لږه خو بايد زموږ تر رواني فشار (نفوذ) لاندې وي او هغه دا چې افغانستان بايد په هر لحاظ د خپلې کورنۍ وبهرنۍ پالېسي د اسلام اباد پر خوښه وڅرخي او دا هغه وو چې د امريکا پخواني ولسمشر ښاغلي اوباما او د هغه د مرستيال جوبايډن په وخت کې ښاغلي کرزي ته هم ويل شوي وو.

دا چې اوس د ښاغلي خليلزاد په شتون کې امريکا بالاخره د پاکستان غوښتنو ته غاړه کېښووله، نو دا د تېر جهادي وخت هغه پروتوکولونو ته غځيږي چې د روسانو د راتګ په وخت کې د اسلام اباد و واشنګټن ترمينځ شوي دي او امريکا د هغوی له مخې مجبوره ده چې د پاکستان غوښتنو ته غاړه کښيږدي. کنه، نه سبا ته بيا د ضرورت په وخت کې ارزانه (وړيا) مزدور ورته په وړيا (ارزانه) بيه څوک وکړي؟

له بل لورې خليلزاد هم د خپل ګوند جمهوريپالو له لورې تر سخت فشار لاندې دی او تجربو دا ثابته کړې چې تر فشار لاندې پرېکړې زموږ په ګټه نه دي. تېر ته په کتو شهيد سردار محمد داود خان هم د برژنيف د فشار له امله چې خلق وپرچم دواړه کمونيست ګوندونه يې سره يو کړل او خبره پر کودتا تمامه شوه. بيا د جهاديانو او طالبانو په وخت کې د ډاکټر نجيب الله پر مرګ تمامه شوه او اوس دې الله تعالی خير کړي چې دا ځل خبره د غني پر مرګ تمامه نه شي. د بلک واټر مشر خو همدېته ورته وړاندېيېنه کړې وه چې که غني زموږ د ځينو پالېسيو پر وړاندې خنډ شي د نجيب په شان د ورته سرنوشت سره به اخته شي.

د بېلګې په توګه :

څنګه يې په پيل کې وړيا (ارزانه) جهاديان د کومو موخو لپاره او څنګه يې وروزل؟

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

څنګه يې ورته د جهاد اياتونه پخپل تعليمي نصاب کې ځای کړل؟

مولانا محمد خان شيراني :

د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) نصاب کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک جنګ ته چمتو کړای شي.

څنګه يې طالب ته خپله فتوی واړوله؟

مولانا سميع الحق :

د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

او څنګه اسلامپالو دا خپله لوبه مخته وړله؟

قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :

زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

Attack on Afghanistan: Ex-JI chief had opposed US action

His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.

څنګه طالب رامينځته شو؟

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

بېنظيره او مشرف څه وايی؟ او طالب خپل ځان څنګه پرېښته بولي؟

بېنظيره له ليموند ورځپاڼې سره :

طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي لګښتونه يې امريکا وسعودي پر غاړه دي او روزنه يې زموږ ده چې زموږ د موخو (اهدافو) لپاره کار کوي.

Musharraf: Pakistan and India’s backing for ‘proxies’ in Afghanistan must stop

In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban.

  • In an interview with the Guardian, Musharraf admitted that when he was in power, Pakistan sought to undermine the government of former Afghan president Hamid Karzai because Karzai had “helped India stab Pakistanin the back”. But now the time had come to “totally cooperate” with Ashraf Ghani, the Afghan president since September, who Musharraf believes is “the last hope for peace in the region”.

  • “In President Karzai’s times, yes, indeed, he was damaging Pakistan and therefore we were working against his interest. Obviously we had to protect our own interest,” Musharraf said. “But now President Ashraf Ghani has come and he is trying to restore balance in Afghanistan. We must totally cooperate with him.”

خواجه محمد آصف او شيري رحمان څه وايی؟

خواجه محمد آصف :

د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه ((زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی

شيري رحمان :

کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري.

دلته د ارواښاد عبدالصمد هغه خبره چې استاذ محمد زمان مزمل د هغه پر مړينه د خواشينۍ په پار کړې وه پوره ريښتينې پرېوځي :

دغه با ايمانه محمدزی د ډېرو هغو ”پيکه اخوانيانو“ نه سل ځله دروند وخوت چې امريکا ته په ارزانه په لاس ورغلل.

نو طالب به څنګه په لا ارزانه بيه پرېوتی نه وي چې د شعوريانو يې دا حال وي؟

بس زما طالبګل په دې خوشاله دی چې له امريکا سره مو خبرې وکړې، خو له دې ناخبره چې اسلام اباد بالاخره د خپلې سياسي انزوا او اقتصادي ستونزو په پار يې له خپلو غوجلو راخلاص او قطر ته يې چې د امريکا ستره نظامي هډه هم هلته قرار لري پخپلو ځانګړو الوتکو کې د عربي استخباراتو په ګډون يې مخ پر مخ سره کښېنول. په دې کار سره يې لږ تر لږه د نړۍ، سيمې او افغانانو له هغه نيوکو هم ځان خلاص کړ چې طالبان خپلواکه دي، ولې دا څنګه خپلواکه دي چې نظاميان واستخبارات يې هر ځای ته له ځان سره وړي او مستند ليدل شوي دي. ځای ځايګی مهم نه، بلکې فکري ((ذهني)) خپلواکي مهمه ده، لکه څنګه چې ولسمشر محمد اشرفغني ورته اشاره کړې :

پاکستان وطالبان يو پر بل تکيه لري. دا اړيکي بايد روښانه شي.

د زورور سره ژمنې چې ښه بېلګه يې د ايران وامريکا تړون دی چې ښاغلي ټرمپ وننګوله او د نر غوندې له خپل تړونه ووته او ايران يې له لا نورو اقتصادي ستونزو او نويو بنديزونو سره لاس وګرېوان کړ. د طالب تړون به څه ارزښت ولري؟

پوښتنه :

ايا دا دومره اوږد څلوېښت جنګ په دې ارزېده چې نن يې ټوله ګټه وامتيازات بل چا ته په لاس ورغلل؟ تفخيم القرآن، قرآني پلوشې او جامعه حقانيه ورته څه توجيه لري؟ خپلې ملې ګټې اوس د مذهبي ارزښتونو په رڼا کې څنګه تعريفوي؟ دې پورته سملاسي ګټو ته په کتو موږ ګټه کړې که تاوان؟ طالب څه شي ته خوشاله دی؟ جونېجو هم يو وخت زموږ پر سر همدغسې استازيتوب کولو لکه نن چې د پردې تر شا يو څوک له چا سره چڼې وهي. مخکې هم له روسانو سره دغسې چڼې وهل شوي.

هېښنده لا دا چې کله ناکله همدغه مشخصه ډله په لږو ډېر توپير سره کله په اپوزيسون، کله په مخالفت، کله د مدني فعالانو او کله د خپلواکو په ډله کې يو لور او بل لورې ځغلي. شرم موږ ته دی چې سرومال مو هم ولاړ. له بدبختيو او کړاوونو سره هم مخ شو او اوس به لا نور امتيازات پنجاب ته ورکول کيږي. د نړۍ ذهنيت لا د افغانانو په تړاو سم نه دی.

دغه جهاد چې موږ پرې وياړو اخر همدا شو چې اوس پړه هم موږ يو. تر نن و پرون يې د روسانو د مخنيوۍ لپاره له مرکزي اسيا بلهاريان کړو او سبا ته به مو د پنجاب د بقاء (تضمين) لپاره د جنوبي اسيا لپاره بلهاريان کړي. د دوزخي بابر خبره چې افغانستان بيا د دې جوګه نه شي چې له موږ د خپل حق غوښتنه وکړي. د طالب، حقاني شبکې ومجاهد رامينځته کول موږ ته پر همدې درنه بيه پرېوته چې زموږ د قربانۍ بيه اوس بل چا ته ورکول کيږي، نو فاعتبروا يا اولی الابصار!

((هندو ستړی خدای ناراضه))

هم مړه – هم پړه

موږ خو څوک نه په مسلمانانو او نه په انسانانو کې شماري. موږ ټولو له طالب ومجاهده رانيولې تر کمونيستو پورې له يوې څلمې هر اړخيز تاوان وکړ. خو ټرمپ کاکا هم بايد دا پر ياد ولري چې له افغانستانه بېمسووليته تېښته به يې د ځان، سيمې يعنې چم وګاونډ او موږ ټولو ته وخيم عواقب له ځانه سره ولري او د ټولو وخيمو عواقبو مسووليت به د امريکا پر غاړه وي. ټرمپ په سيمه کې پړسوب پرېښووه او دا پړسوب به له ځان سره ډېرې ناوړه پېښې رامينځته کړي.

ټرمپ په لوی لاس غواړي چې افغانستان يوځلې بيا د اتيايمې لسيزې په شان پاکستان ته وروسپاري. پاکستان به هماغه څه وکړي چې څه يې زړه غواړي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

امريکا د بلوڅانو بيلتون غوښتونکو ډله د ترهگرو په لسټ کې شامله کړه

https://www.pashtovoa.com/a/usa-lists-bla-as-a-terrorist-org/4983792.html

امريکا ‘د پاکستان بلوڅ خپلواکۍ پوځ’ ترهګره ډله وبلله

https://www.bbc.com/pashto/world-48850600

د سولې په اړه د طالبانو د مرکچي پلاوي له منشي سره د بي بي سي مرکه

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48864976

پاکستان د افغان اورپکو د پېر او پلور له لارې ۷۵ ميليارده ډالر ترلاسه کړي دي

http://www.taand.com/archives/130000

Rewards for Pakistan, punishment for Afghans

https://www.orfonline.org/expert-speak/rewards-for-pakistan-punishment-for-afghans-52930/

(Visited 21 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.