The news is by your side.

پاکستان د طالبانو په مرسته رېګ خانشین کې د “سرو زرو” کان استخراجوي

سیحون

0

د هلمند ولایت په رېګ خانشین ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو پاکستاني کان کیندونکو ته زمینه مساعده کړې، چې پخپلسري ډول دغه کان استخراج کړي.

یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط سیحون ته وویل، د تېر کال له پسرلي راهیسې د پاکستاني کمپنیو یو شمېر کان کیندونکي او تخنیکي انجینران د رېګ خانشین ولسوالۍ ته راغلي او پخپلسري ډول د سرو زرو کان استخراجوي.

دغه سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې ده او پاکستاني انجینران ورته په خوندي ډول تګ راتګ کوي. په تېره چنګاښ میاشت کې طالبانو درې هغه کسان ووژل چې د پیسو پرسر یې له دغو پاکستاني انجینرانو سره لفظي جنجال راغلی و.

د مالوماتو پر اساس، پاکستان خانشین ولسوالۍ کې د “رخام ډبرې، یورانیم، درانه فلزات، سرب، رنګه فلزات، مولډینیم، مس، طلا، نقره، زینتي ډبرې” او ځینې نور قېمتي او با ارزښته توکي استخراجوي او بیا یې خپل هېواد ته انتقالوي.

د سیمې خلکو سیحون ته وویل: “وسله وال طالبان پر دې سربېره چې پاکستان ته يې رېګ خانشین کې د کان کیندلو زمینه مساعده کړې ده،  عام خلک وړاندې نه ورپرېږدي او له پاکستاني لوري د هر ټن کان پر سر دوی ۷۰۰۰۰ کلدارې ترلاسه کوي.”

له سیمه ییزو سرچینو زموږ مالومات ښیي، چې شاوخوا ۶۰ طالبان د خانشین ولسوالۍ د هغه کان کلک امنیت ساتي چې پاکستاني انجینران په کې کار کوي.

د پاکستان له لوري د کان له درکه عواید طالب قوماندانانو ته په کوټه کې ورسپارل کېږي او پر دغو عوایدو په سویل کې طالبان خپل جګړه ییز لګښتونه پوره کوي.

تر دې دمه پاکستان او د وسله والو طالبانو قاچاقبرو قوماندانانو، د میلیونونو ډالرو په ارزښت د رېګ خانشین ولسوالۍ له  دغه کان څخه قیمتي ډبرې او سر زر ایستلي دي.

د هلمند ولایتي شورا هم په ناقانونه ډول د رېګ خانشین ولسوالۍ کېندل مني؛ خو دا نه وايي چې څوک يې کیندي او چېرته یې وړي؟

د ولایتي شورا غړي عبدالمجید اخندزاده په ټیلفون سیحون ته وویل:” د خانشین ولسوالۍ د کانونو ناقانونه کېدنه دا ۱۵ کاله کېږي چې روانه ده، دلته داسې قیمتي ډبرې شته دي چې شاید چا یې فکر هم نه وي کړی، خلک او قاچاقبر يې د ماینونو په واسطه په  غیر مسلکي ډول الوځوي او قاچاق کوي يې.”

د ولایتي شورا دغه غړي په دې برخه کې حکومت پړ وباله چې ولې يې تر اوسه ددې کان د خوندیتوب او مسلکي استخراج لپاره نه دی لاس په کار شوی.

بلخوا د هلمند امنیه قوماندان احسام الدین هلمند سیحون ته د دغو ادعاوو په اړه وویل: ((موږ د خانشین ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره ځانګړي پلانونه لري چې ددې ساحې په بېرته نیولو سره به دغه د قېمتي ډبرو کان په خپل کنټرول کې راولو.))

تر دې وړاندې راپورونه خپاره شول، چې پاکستان د هلمند ولایت په دېشو ولسوالۍ کې هم د سرو زرو کان ته تونل اېستی او په پټه دغه کان استخراجوي.

افغان حکومت ویلي، د کانونو د ناقانونه کېدنو مخه به ونیسي او همدا تېره اونۍ د کانونو نوي سرپرست وزیر وویل، د کان کیدنې په ټولو تړونونو به بیا کتنه کېږي او هغه تړونونه چې بېکاره شرکتونو ته ورکړل شوي، بېرته به ترې واخېستل شي.

د روان کال په پسرلي کې پاکستاني استخباراتو طالبانو ته وویل، چې د مالي ستونزو له وجې دوی نور د طالبانو تمویل نشي کولی او د دوی د لګښتونو لپاره په جوړ کړي طرزالعمل کې یې راغلي: ((د لګښتونو پوره کولو لپاره باید په مهمو کانونو واکمن وشي، د نشه یي توکو قاچاق، د افغان حکومت د مهمو چارواکو تښتولو او عشر راټولولو کمېسیونونه باید خپل فعالیتونه چټک او زیات کړي.))

ومو غوښتل په دې اړه د کانونو وزارت نظر هم له ځانه سره ولرو، خو هغوی په دې برخه کې له څه ویلو ډډه وکړه.

(Visited 70 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.