The news is by your side.

پاکستان ولې باثباته افغانستان نه غواړي!؟

مسعود افغان

0

پاکستان د انګلستان لخوا په ۱۹۴۷ م کال کي تقریبا پر نیمه مځکه د هند او نیمه مځکه د افغانستان تشکیل سو، کله چي برتانويانو په هند کي د خپل ځان لپاره نور ځای ونه لیدی، استعمار له منځه ولاړی نو پدې فکر کي سو چي پر دا مځکه خپل یو اثر پریږدي نو یې د هند څه اندازه مځکه چي نیم پاکستان ورباندي جوړ دی د مسلمانانو په نامه چي هغه مسلمانان هم د انګریز په پاڅون راولاړ سوي وه د هند څخه جلا کړه او د پاکستان نیمه پاته برخه یې بیا د افغانستان پر هغه مځکه جوړه کړه چي کله امیر عبدالرحمن خان په ۱۸۹۳ م کال په یو تړون کي اوسني آزاد قبایل او پښتونخوا سیمي د یو معیني مودې لپاره انګریزانو ته د هغو د سرحداتو د ساتلو پخاطر ورکړې وه چي د همدې تړون د یو مادې په اساس دا ساحه د برتانوي هند د سرحد مربوط نده اود د دواړو هیوادونو تر منځ د نفوذ د ساحې په حیث ده او د یو بلي مادې په اساس چي برتانوي هند به ۱۲ لکه د همغه وخت هندي کالداري مخکي له مخکي او کلني ډول به ۶ لکه هندي کالداري ورکوي او دا تړون د رویاتو لمخي چي د ۱۰۰ کلني مودې لپاره وو.

(Visited 22 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.