The news is by your side.

پروني دښمنان، د نن دوستان

لیکوال : رفیع الله سیال

0

 ما په ډېر کوچینوالي کې د خپل ښونځي د تاریخ له استاد څخه اوریدلي و چې: له مستقیمې او غیرې مستقیمې لارې څخه خپل هدف ته ځان رسول له سیاست څخه عبارت دی. پسې یې زیاته کړه، د سیاست دوه مهم فکتورونه دا دي چې:

اول: سیاست خپل او پردی نه لري.

دوهم: سیاست دایمي دوست او دښمن نه لري.

نن ورځ پوه شوم چې زما محترم استاد سم ویلي و، ځکه ښکاره مثال یې درته مخې ته ږدم. مثلا: تر پرونه ډاکتر عبدالله عبدالله او ګلبدين حکمتیار یو د بل سخت مخالفین و، له نن څخه څو لسیزې وړاندې د خپل بادار په وینا یو د بل په مقابل کې ماشه په لاس ولاړ و، دواړو د دې هیواد د ورانولو قسم کړی و، په یو او بل نوم یې دا وطن وراناوه او زموږ بې ګنا هېوادوال یې شهیدانول، د واک په سر د دوی خپلمنځي جګړې په سلګونه زره افغانان د خاورو خوراک کړل، وطن یې کنډ و کپر کړ او په کابل کې د زرګونه خویندو عزتونه د همدې رهبرانو د وحشیانو لخوا لوټ شول.

عبدالله عبدالله د حکمتیار سره دومره شدید مخالف و چې حکمتیار کابل ته راغی نو تر پرونه یې عبدالله ښه راغلاست ته ورنغی او کله به چې په ارګ کې کومه ناسته وه، نو حتا په لاس به یې هم سره روغبړ نه کاوه مګر؛ پرون د ولسمشر غني په مخالفت کې دواړه د سیاسي مېز تر شا یو بل سره ناست و. عبدالله ځکه د حکمتیار کور ته ورغلی و چې هدف یو دی، عبدالله د ټاکنو پایلې نه مني، د عبدالله کسانو په ۱۷ ولایاتونو کې د رایو د بیا شمېرنې مخه نیولې او د رایو شمېرنې مرکزونه یې تړلي دي، ټول تمرکز په همدې دی چې ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې شي. حکمتیار د بیا ټاکنو لپاره غږ پورته کړی چې ټاکنې دې په راتلونکي پسرلي کې بیا ترسره شي، د دواړو هدف یو دی نو ځکه؛ پرون د حکمتیار کور ته ورغلی و او په دې سره یې ۳۰ کلنه دښمني په دوستۍ سره بدله شوه، خو؛ خو افسوس د هغه نالوستو او احساساتي ځوانانو او اشخاصو په حال چې د عبدالله او حکمتیار لپاره یې ځانونه خاورې کړل او اوس یې هم ډېر تر شا ولاړ دي.

خانان به بیا سره خانان شي

پکې به توی شي د رامبېل چامبېل ګلونه

هدف یو او معلوم دی (ولسمشر غني د ولسمشرۍ له څوکۍ څخه ګوښه کول) حکمتیار او عبدالله په خپله هره غونډه کې د دې پر ځای چې ملت ته خپلې برنامې تشریح کړي؛ په ولسمشر غني یې نیوکې کولې، دوی د افغان ملت لپاره هیڅ کومه برنامه نه درلوده او نه یې لري، نه دومره پوهه لري چې د هیواد د ابادۍ، پرمختګ او ځان بساینې لپاره دې کومه برنامه جوړه کړي، بلکې د دوی واک ته رسېدل په دې معنا چې هر هغه څه چې دوی غواړي، پرته له کوم خنډ او ځنډ څخه ترسره کړي، مثلا ولسمشر غني عبدالله او حکمتیار ته واک ورکول خو څه چې د ملاقات وخت هم نه ورکوي، خپلو ګټو ته ځان رسول ورته د غني په شتون کې له امکانه وتلي دي نو ځکه؛ یې ۳۰ کلنه دښمني نن د خپلو ګټو لپاره په دوستۍ بدله شوه او د دوی دوستي به تر هغه وخت دوام وکړي تر څو خپلو موخو ته ځان ورسوي.

وطن ولې جوړ شوی دی، وطن ولې اباد شوی دی؟

دوه غله یې ورانولو ته نن بیا سره یو ځای شوه

(Visited 82 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.