The news is by your side.

پر افغانستان د امریکا او پاکستان معامله

0

له هغه وروسته چې د افغان سولې په اړه د افغان حکومت او امریکا له لوري عملي هلې ځلې پیل شوې، افغانان چې جګړې ټوک ټوک کړي، له بل هر وخته دغې پروسې ته خوشبینه وو او دي او تمه یې دا ده چې په افغانستان کې بل شوی اور چې خاشاک یې افغانان دي او ځانونه نور پرې ګرموي، پای ته ورسېږي او افغانان هم د نورو ملتونو په څېر ارام ژوند وکړي.
سره له دې چې مخکې هم داسې شکونه او اندېښنې وې چې د افغان سولې په نوم پر افغانانو کومه بله بلا را نازله نه‌شي او هاغه مهال به بیا د تېر په څېر یو ځل بیا په هېواد کې بې‌ثباتي جوړه شي او افغانستان به بیا هم د نورو په لارښوونه او خوښه د افغانانو له لوري په کنډواله بدل شي، خو د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې دا ثابتوي چې افغانستان له یوه سخت ازمون او برخلیک سره په مخ کېدو دی.
ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په واشنګټن کې د خبرو پر مهال وویل، د افغانستان جګړه ګټلای شي. هغه هم په لسو ورځو کې، خو نه غواړي په ‌دې جګړه کې لس میلیونه افغانان ووژل شي او افغانستان د نړۍ له نقشې ورک شي، بلکې غواړي د پاکستان په ګډون د سیمې له هېوادونو سره په مشورې دا جګړه د خبرو اترو له لارې پای ته ورسوي او خپل عسکر چې اوس د پولیسو په څېر رول لوبوي، له افغانستانه را وباسي.
باور دا و چې ټرمپ به له عمران خان سره په لیدنه کې پاکستان چې د ترهګرو ملاتړی هېواد دی، په افغانستان کې روانه جګړه په ښکاره رهبري او مدیریت کوي او د افغان سولې په بریا او ناکامي کې هم پوره لاس لري، وپوهوي چې د افغانستان د قضیې له حل پرته بله لار نه لري. په خپله خاوره کې به د ترهګرو پر وړاندې جدي او عملي اقدامات کوي او طالبان به دې ته حاضروي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني او روانه پروسه د افغانانو تر منځ او د افغانستان په ګټه تر بریا ورسوي، نه د پاکستان او د سیمې ځینو نورو هېوادونو په ګټه.
خو هغه نه یوازې عمران خان ته پښې و نه ټپولې، بلکې لا یې هم پر افغانستان ژبه را وايستله او هغه څه یې وویل چې په هيڅ ډيپلوماټیکو او سیاسي اصولو کې نه‌شته.
د ډونالډ ټرمپ څرګندونې ښيي چې د افغانستان په پرتله پاکستان د دغه هېواد ښه سټراټېژیک ملګری دی او په هېواد کې روانه ۱۸ کلنه جګړه یې هم په ګډه تمویل، رهبري او مدیریت کړې ده او اوس چې امریکا غواړي پښې سپکې کړي، د دواړو په خوښه او مشوره افغانستان د پاکستان لمنې ته ور غورځوي.
دواړو هېوادونو د افغان جګړې تر څنګ، د افغان سولې پروسه یوازې او یوازې د خپلو موخو او ګټو لپاره روانه کړې او که بریالۍ هم شي، یوازې د امریکا تېښتې ته به لار هواره کړي، نه د افغانانو د وینې تویولو درېدو او د افغانستان د ښې راتلونکې د تضمین لپاره.
اوس افغانانو ته په ‌کار ده چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د پاکستان له چلند او د ټرمپ له اوسنیو څرګندونو عبرت واخلي او د خپلو هېوادوالو د وژلو او هېواد ورانولو پر ځای، یو بل ته لاس ورکړي او دا هېواد له راتلونکي سخت حالته وژغوري.
که څه هم د حکومت په ګډون، سیاستوالو او عامو افغانانو په یوه خوله د ټرمپ څرګندونې غندلې او هغه یې نامسوولانه بللې، خو دا بسنه نه کوي. افغان حکومت، د حکومت مخالف او موافق سیاستوال، سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې او ټول افغانان باید لارې ته د افغان سولې سیده کولو لپاره په ګډه کار وکړي. خپلې موخې او ګټې یوې خوا ته کېږدي او د افغانستان او افغانانو د راتلونکي خطرناک سرنوشت لپاره دا پروسه داسې مدیریت او پر مخ یوسي چې د پردیو پر ځای د افغانانو موخې او ګټې پکې خوندي پاتې شي.
خو که بیا هم د تېر په څېر ټول په خپلو شخصي موخو او ګټو پسې وګرځي او جلا جلا په دې پروسه کې پر مخ لاړ شي، نه یوازې په هېواد کې روانه خونړۍ جګړه به پای و نه مومي، بلکې د سولې مهمه او ملي پروسه چې د افغانانو سترګې یوازې همدې پروسې ته دي، په هېواد کې د یوه بل ناورین لامل شي. هاغه مهال به بیا نه حکومتي چارواکي، نه سیاستوال او نه هم نورې ډلې ټپلې د وضعیت د کابو کولو وس ولري او نه به یې هم له اوره په امان پاتې شي.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 85 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.