The news is by your side.

پر تفکر د تقلید اغېز

بصیر عاصم

0

کله چې ټولنه د تقلید لار د منطق ، استدلال او عقلانیت پر ځای هدف ته د رسیدو وسیله کړي هلته د پرمختګ او مدنیت خیالونه او تصورات یو بې تعبیره خوب پاته کیږي چې باید د امید او هیلو راتلونکو ابو ته وویل شي. لومړۍ نړۍ خو د مخکه تر دې چې په وخت پسي ارمان وکړي د تعقل او منطق لار د مسایلو په حل کې خپل کمال وګرزاوه، پر همدې مسیر تګ لمړۍ نړۍ د اختراعاتو مدنیت او پر مختګ د مځکي پر مخ نمونه کړه ، کله چې د دریمي نړۍ هیوادونو عنعنات دژوند د چارو دپاره بنسټ اومعیار وګرزاوه، د لومړۍ نړۍ د محتاجۍ درشل ته یې کښېنول، د هغوی د اختراعاتو استعمال یې د یوې هیلې او ارمان په توګه د ځان ویاړ وګاڼه. مهمه دا ده چې د تقلید رویه دریمي نړۍ د تفکر مرادف او په دود او دستور بدله شوه پر ځای ددې چې خپل افکار او ازهان وکاروي.

بلا تفکیکه د کلتورونو اودودونو افراطي بڼه د فکرونو په انجماد کې یو له اساسي عناصرو څخه ځکه ده چې تقلید یې لازم و ملزوم ګرزول شوی دی، او دا هفه څه دي چې خلګ یې د فکر او تعقل د ژوند په لاروچارو کې د استعماله را ګرزولی دي. ددې دپاره چې فکري انجماد په جریان بدل کړي د دریمي نړۍ د هیوادونو د بانفذو او مقتدرو اشخاصو د قدرت او مادیاتو د هوس قربانی شو.

فرانسوی عالم او فلیسوف (مارکی_کندورسه ) وایي  کلتورونه د علم په وړاندې داسې خنډ دی لکه طبعت چې د علم په وړاندې دی.

دلته هدف د کلتوره د پدیدې په توګه تعریفول نه دی بلکې هغه رواجونه دي چې د تعقل او تفکر پر ځای مسایل تحلیلوي او د ژوند د ماضي د ترخو تجاربو څخه په نه عبرت پر راتلونکي ژوند تحمیلوي.
طبعي داده چې تحول پر انفرادي مسایلو د ټولنې اجماع نه شي کیدای بلکې په انفرادي توګه تحول په اجماع بدلیږي او د همدې ځایه مدنیت او هر اړخیز مثبت تحول شروع کیږي.

کله چې د انسانه د تعقل ، منطق او استدلال امتیاز واخستل شي پر ځای یې تقلید مکلفیت او لازم شي هلته نو د مدنیت او هر‌ې ښېرازۍ حدود یوازې د هغه تقلید تر احاطې محدودیږي ، نوښتونه یوازې تر هغو ټولنو تر درشلونو راوځي چې د ژوند بنیاد او اساسات يې د تعقل ، منطق ، او استدلال جوړوي.

او په اخر کې دیاودونی وړ ده اصلاً لمړۍ نړۍ هغه هیوادونو ته ویل کیږي چې مستقیماً په دویمه نړیواله جګړه کې (متحدین) (ایکسیس) ښکیل وه ، دویمه نړۍ هغه هیوادونه یادېدل یا یادیږي چې په دویمه نړیواله جګړه کې غیر مستقیم ښکیل وه او دریمه نړۍ هغه هیوادونه وه بې طرفه پاته شوه، خو اوس لومړۍ، دویمه، دریمه، نړۍ لوړ اقتصاد، متوسط اقتصاد، او ورسته پاته یادیږي. اوس د نړۍ غریب یا ورسته پاته هیوادونه دي دا په دې معنا نه ده چې په جګړه کې ښکیل نه وه نو غریب شوه بلکې نور ګڼ علتونه په ورسته پاته والي کې لري خو اساسي علتونه همغه دي چې زموږ محتوا یې جوړول.

د یو داسي افغانستان په هیله چې د وګړی هر قدم یې د تعقل او تفکر پر اساس وي.

(Visited 28 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.