The news is by your side.

پلارجان مې

ادریس ماموندزی

1

یوه ورځ مې د خپل بابا نه پوښتنه وکړه چې ستاسې په پوزه دا ورکوټی شان زخم ولې دی. په خندا یې راته وویل چې زما ورونه خویندې نه پاتې کیدې نو زه چې کله وزیږیدم مور مې راته پوزه سورۍ کړې وه چې پاتې شم. د پخوانو خلکو عقیده وه چې د کوم ماشوم غوږ یا پوزه سورۍ شي نو هغه ماشوم پاتې کیږي. زماپلارجان مولوي حمدالله ماموندزی په کال ۱۹۲۸ میلادي کې د کنړ ولایت د مرورې په لر کلي کې د حفیظ الله په کور کې سترګې وغړولې. ددوې پلار او زما نیکه حفیظ الله د ماموندو د مسعودخیلو د ذیلي شاخ ادیخیلو سره تعلق درلود. ادیخیل د ډیورند‌ نه دیخوا د ماموندو مشره قبیله ده چې ملکان یې د ادیخیلو نه وو. د ډیورنډ نه اخوا په باجوړ کې د مسعودخیلو بله کورنۍ چې سامدینخل يادیږي د ملکۍ او مشرۍ مسولیت په‌غاړه لري. مهم زما نیکه که څه هم ادیخیل وو خو د قبایلي سیاست نه ګوښه وو. دوې په کلي‌ کې د یو څو په شمار خلکو نه وو چې لیکل لوستل یې زده وو او یو څه اندازه علمي او ادبي استعداد یې هم درلود. نیکه مې د تصوف سره هم علاقه لرله او شاید همدغه وجه وه چې په دنیوي چارو کې یې تشبث نه کوو. پلار جان مې د قران ناظره د فقهې او فارسي ادب لمړني کتابونه د خپل پلار نه ویلي وو. پلار به مې ویل چې زما نه یادیږي چې ما مونځ کله یاد کړیدی.

د الله پاک کارونه وو چې پلار مې لا دولس کلن وو چې زمونږ نیکه ددې نړۍ نه سترګې پټې کړې او پلار مې د خپلې مریضې مور سره بې سرپرسته او یتیم پاتې شو. بابا به مې چې کله د هغه وخت سختې یادولې نو سترګې به یې ډکې شوې. نیا ابۍ به مې پلارجان ته ډیر ویل چې پلار دې وصیت کړیدی چې ته د علم په طلب کې وځه او ما خداې ته پریږده خو بابا مې ورته په جواب کې ویل چې داسې خو د خداې ته نشم پریښودی. دوه کاله لا نه وو تیر چې نیا مې هم وفات شوه او پلار مې په دې لویه دنیا کې بې وروره او بې خوره یواځې پاتې شو. بابا که لا څوارلس کلن هلک وو خو د پلار وصیت‌یې په یاد وو. دکور ماتې ګوډې او د مور ګاڼه یې خرڅ کړل او د علم په طلب پسې راووت. لمړی یې په کنړ کې د مشهور ناظمینو نه لیک لوست او د فارسي ادب ولوست او بیا باجوړ ته د نحو صرف او فقهې او اصولو په زدهکړه پسې راواوښت. د هغه وخت د مشهورو علماوو نه یې انفرادي درسونه وویل او یو څو کاله وروسته میرې او بیا پیښور ته راکوز شو. په پیښور کی یې د هغه وخت مشهورې مدرسې چې د جامعه اشرفیه په نوم یادیده داخل شو. چون کوم سرپرست یې نه وو چې ددوې سره یې مالي مرسته کړې وه نو د خپلو ضروریاتو لپاره به یې په فارغ وخت کې مزدوري هم کوله.

په‌پښور‌کې د طالب علمۍ په وخت کې د مولانا مودودي‌ د لیکنو سره اشنا شو او د هغوۍ استدلال یې خوښ شو. پس له ډیرې څیړنې بالاخره د جماعت‌اسلامي‌سره ملګری شو. د مدرسې نه د فراغت په وخت کې د جماعت اسلامي‌ رکن او بیا د پیښور د ښار امیر مقرر شو. په علمي او سیاسي ډګر کې د یو مطرح شخص په څیر وځلید. دغه وخت وو چې د پیښور مخورو او شتمنو خلکو ورته د خپلوۍ پیشکشونه هم وکړل خو پلار مې غوښتل چې مصر ته د دوکتورې لپاره لاړشي او بیا د خپل کور د ابادونې پهکله فکر وکړي. البته پلان یې دا وو چې کور په خپل وطن کې اباد کړي. هماغه وه چې‌وطن ته راستون شو او د پیښور ارام ژوند یې سره د سیاسي هلو ځلو پریښود. په خپل کلي کې یې د ملکۍ په کور کې چې بیرته یې خپل قومي هم وو خپلوي وکړه او همدغه راز د خپل قام ‌د خدمت لپاره په خپل وطن کې میشته شو. ما مې د بابا نه یو ځل پوښتنه وکړه چې تاسې ولې یو علمي او سیاسي ژوند پريښود او راغلۍ په دې شړ کلي کې میشته شوۍ. پلار مې راته وویل چې ما غوښتل خپل قام او وطن ته څه علمي خدمت وکړم ځکه چې دلته د هر ځاې نه زیات ضرورت وو. زه چې اوس کله فکر کوم نود بابا عظمت مې لا په زره کې راسخ شي چې د خپل قام او وطن‌سره دومره خواخوګي ډیر ژور او کلک عشق غواړي. زه فکر کوم چې دا د بابا په خپل قام لوې ‌احسان ‌او پور دی.

ه‌پیښور کې د ژوند په‌دوران کې چې کله د جماعت‌ اسلامي سره اشنا شو په هغه وخت کې یې د دغه تحریک لپاره سخته مبارزه پیل کړه. دا مبارزه نه یوازې د پاکستان د دولت لخوا زپل کیده بلکه د هغه وخت مذهبي ډلو هم په کلکه غندله. خو پلار مې داسې یو سړی وو چې د حق لپاره یې د هیڅ‌شي پروا نه کوله. پدغه وخت کې یې د نرسنګ او کمپوډرۍ کورسونه هم ولوستل او د‌ یو مشهور ډاکټر سره یې عملي کار هم وکړ. په دغه ډول د خپل معاش لپاره‌ یې یوه حلاله او مستقله ذریعه هم پیدا کړه. کله چې وطن ته راستون شو نو تجارت او طب یې د خپل معاش ذریعه جوړه کړه او د مسلکي امامت نه یې همیش ډډه وکړه. دوې په وطن کې د ډاکټر مولوي صاحب په نوم مشهور وو. په وطن کې د تعلیم او تربیې فعالیتونه هم ګړندي ګړل او د شرکي عقایدو او بدعاتو پر ضد یې مبارزه پیل کړه. په افغانستان کې د کمونستانو راوتل یو بل تحدید وو چې پلار مې ددوې  په ضد تبلیغ پیل کړ او ددوې مقابله یې په علمي او اجتماعي توګه پیل کړه. په دغه وخت کې اخوانیانو هم مبارزه شورو کړې وه خو البته خپله مشرتابه یې پټه ساتلې وه. اخوانیانو زیار ویست چې بابا مې د ځان سره رسما ملګری کړي خو پلار مې لدې وجې ځان ګوښه ونیوو چې نه یې داخوانیانو مشرتابه پیژندله او نه یې ددوې د تمویل مصادر. البته خپله انفرادي مبارزه یې جاري وساتله.

په‌وطن‌کې یې د تجارت او ډاکټرۍ له وجې ډیر ښه عاید‌درلود چې نه یوازې د خپل ارام او مستقل ژوند ذریعه وه بلکه په خپله مبارزه او مجاهده کې هم چاته‌ محتاج نه وو. پلار مې د دولت سره هم د‌رسمي کار نه ډډه وکړه که څه هم د استاد الفت په څیر مخورو خلکو پرې کوششونه وکړل. لامل یې دا وو چې نه‌‌ یې غوښتل چې په خپل فکري استقلال معامله وکړي. کوم طالبان چې به زمونږ کلي ته د درسونو لوستو لپاره راتلل د هغوۍ سره به یې د علمي مرستې تر څنګ د‌هغوۍ د علاج او خوراک بندوبست‌ هم کوو. پراخ دسترخوان او میلمه پالنه یې د‌مرغوبو مشغلو څخه وه. ژوند‌ دغه شان روان وو چې د ثور بد‌مرغه کودتا وشوه او خلقیان قدرت‌ته ورسیدل. ددوې لمړی هدف هغه خلک وو چې‌ددې په ضد په مبارزه کې فعال وو. ښکاره ده چې زما باباجان ددوې لمړی هدف وو. هماغه وه چې ددوې د نیولو لپاره دوه ځل عسکر راغلل خو د الله کرم وو چې دواړه ځل مې پلار په کور کې نه وو. د شپې چې مونږ ویده وو په پټه باجوړ ته واوښت او زه ورپسې درې ورځې وروسته د باجوړ د جوپه والو سره د قچر په شا راواوښتلم. نور فامیل لا په خپل کلي کې وو او قریبا‌درې میاشتې وروسته را مهاجر شول. زه که څه هم ورکوټی وم اما د خپل پلار سره شپه او ورځ ملګری ووم. د دوې ټول محفلونه او غونډې مې په ډیر دقت او توجو سره اوریدلي دي. د هجرت په ابتدا کې حزب او جمعیت پدې کوشش کې وو چې بابا مې د ځان سره ملګری کړي خو پلار مې غوښتل چې لمړی و څیړي چې ددوې تر‌منځ اختلاف‌ په څه دی او بیا وګوري چې ایا‌ددوې تر منځ اتحاد‌ امکان‌ لري؟ د بابا د ډیرو هلو ځلو او د جماعت اسلامي په مرسته د حزب او جمعیت تر منځ خبرې پیل شوې او بالاخره پدې‌ متفق شو چې یوه کمیټه جوړه کړي چې د جوړ جاړي کارونه پر مخ بوزي. د کمیته صلح په نوم یو ۲۱ کسیزه کمیته جوړه شوه چې اوه کسان د حزب له طرفه، اوه کسان د جمعیت له طرفه او اوه‌کسان‌بې‌طرفه ددې ګمیټۍ غړي وټاکل شول. زما‌پلار هم د‌اوو بې طرفو اعضاوو د جملې څخه وو. چون زه لا ورکوټی ووم نو ځکه په لمړنو څو غونډو کې د پلار تر څنګ ناست ووم. پدغه وخت کې که څه هم حزب په مالي توګه پیاوړی وو خو استاد رباني او حکمتیار به په رکشو کې د غوڼډې مجلسونو ته راتلل. په ډیر تفصیل کې به نه ځم خو بالاخره ددغو هلو ځلو په بدل کې حزب او جمعیت دواړه پدې راضي شول چې د یوې رهبرۍ لاندې راغونډ او په مشترکه مبارزه لاس پورې کړي. مولوي محمد نبي چې تازه د وطن نه مهاجر شوی وو ددې نوي اتحاد امیر وټاکل شو. او د حرکت انقلاب اسلامي په نوم د نوي اتحاد بنسټ کیښودل شو.

که‌څه‌هم‌ اتحاد‌ وشو او دواړو ګوندونو د یو امیر سره شرعي بیعت وکړ خو ځینې غړي د حرکت د‌ساحې نه باهر پاتې شو او هغوۍ د خپل ګوندونو فعالیتونه په مخ وړل. خصوصا مولوی جمیل الرحمن صاحب بیخي ګوښه پاتې شو او د دغه اتحاد حامي نه وو. د حزب او جمعیت زړونه‌ یو بل ته پاک نه وو او ډیر زر دغه اتحاد د ژوند په ابتدا کې پاې ته ورسید. مولوي محمد نبي محمدي وویل چې زما سره شرعي بیعت شویدی لهذا زه دغه اتحاد ژوندی ساتم ولو کو یوازې هم‌ پاتې شم. هغوۍ زما دپلار نه هم تقاضا وکړه چې ورسره د معاون په حیث ملګری شي خو پلار مې پدې وجه انکار وکړ چې زه غواړم دا دوه سره یو کړم ته دریم ګوند راپیدا‌کوې.
پدې ټول جریان کې بابا وپوهید چې حزب اسلامي تیری کړیدی او لمړی مخالفت هم دوې کړیدی لهذا استاد رباني چې یو عالم او حلیم سړی دی د ملګرتیا زیات وړ دی. دغه شان یې د استاد رباني سره خپله ملګرتیا اعلان کړه او د جمعیت په اجراییه او مرکزي شوری کې یې غړیتوب تر لاسه کړو. د بابا په کوششونو په جمعیت کې د تعلیم او تربیې هلې ځلې پیل شو او په کمپونو کې د مکتبونو او او مدرسو تاداو کیښودل شو. په عین حال کې یې د کنړ په قومونو کې کار پیل کړ او ډیر زیات خلک‌ یې د‌ جمعیت د بیرغ لاندې‌راغونډ کړل. په کنړ کی‌ یې د لمړنۍ جبهې اساس هم کیښود او د ماموندو د بچي کلی یې د‌جبهې مرکز وټاکو. د جهاد جذبه وه چې‌بابا مې‌ شپه‌ او ورځ په ځان یوه کړې وه خو کله‌ به‌ یې چې‌ وخت درلود د درس او تدریس د پاره به هم په هر وخت کې چمتو وو.
کله چې‌هفتګانه اتحاد جوړیدو، پلار مې په هغه تحریک‌کې ډیرې‌هلې‌ځلې کړې وې. بالاخره چې ټول ګوندونه په دې‌متفق شول‌چې متحد شو . ټول جهادي‌مشران مکې ته د عمرې لپاره لاړ او بیا په کعبه کې دننه یو بل ته ورغاړې وتل په هغو کې مې باباجان هم‌شامل وو. بابا مې ویل‌چې‌د‌کعبې امام په دوعا شورو وکړه خو فصیح نه وو. پدغه وخت کې ترې استاد سیاف دوعا واخسته او په‌ داسې فصیحه عربي یې دوعا وکړه چې‌هر یو په سورو سورو‌ژړل او یو بل نه‌ یې بخښنې غوښتې. پلار مې ویل چې دوه کسانو یو اوښکه‌هم د سترګو توی نکړه یو انجنر حکمتیار او بل مولوي جمیل الرحمن.
مهم په دغه جذبه او ولوله‌ رهبران پیښور ته راستانه شول اما ډیر زر ددوې د زړه توروالی بیرته راخرګند شو او دغه اتحاد هم څه فایده ونکړه. د یادونې وړ ده چې بابا پدغه اتحاد کې د جمعیت لخوا په مرکزي شوری‌ کې‌ غړی وو.
کله چې اتحاد وران شو او ګوندونو پخپلو کارونو شورو وکړه د جمعیت پالیسۍ بل طرف ته روانې‌شوې.
ه جمعیت کې‌دننه‌د استاد‌ رباني د مغلقو پالسو‌ په‌نتیجه‌‌ کې‌داخلي اختلافات راڅرګند شول. زړه سوانده مشران لکه استاد نورالله عماد ، مولوي حمزه، استاد جان محمد احمدزی ، استاد فایز په‌شمول د باباجان د جمعیت د خپل مسیر نه بې لارې کیدو او په سمتي سیاستونو کې ښکیل کیدو ډیر خفه کړل. دوې هلې ځلې شورو کړې چې ددې کار مخنیوی وکړي او جمعیت بیرته یو منظم ګوند کړي. ددې کار لپاره په‌ حزب اسلامي او اتحاد اسلامي‌کې هم د خپلو همنظره ملګرو سره تماسونه ونیول او غونډې یې وکرې تر څو د ددې تحریک اساسي فکر ګډ وډ نشي. دلته بیا هم باید واضحه کړم چې استاد سیاف یوازینی رهبر وو چې ددې کار لپاره هرې پریکړې ته تیار وو اما حکمتیار صاحب او استاد رباني هيڅ بدلون ته تیار نه وو. پدغه وخت کې د حزب اسلامي ټوله اجراییه شوری د حکمتیار د رویې له وجې مستعفي شوه او ددې بنسټیز ګروپ سره یو ځاې شوه. په اخر کې دوې د یو نوي فکري ډلې په جوړولو متفق شول او غالبا د تحریک اسلامي نوم‌‌ یې پرې کیښود. خو پدغه وختونو کې د نجیب حکومت سقوط شو او ټول حزبونه په منډه منډه کابل ته منتقل شول. په کابل کې څه وشول هغه د هیڅ‌‌ چانه پټ ندي او شاید وجه‌یې‌هماغه وه کومه چې زما پلار او د هغو ملګرو د مخکې نه انګیرله. بهرحال کله چې مجاهدین کابل ته راغلل زما بابا هم کابل ته راغلو او کوشش یې وکړ چې د کومې لارې د اتحاد کوم حل راوځي. د علماوو د شوری ریاست‌ یې هم قبول کړ تر څو همنظره علما راغونډ کړي او ددې رهبرانو د اصلاح او اتحاد کومه لاره راوباسي. خو رهبران‌ د ارګ نه په کمه په بل هیڅ شي راضي نه وو. پلار مې چې ددوې نه ناامیده شو نو بیرته پیښور ته راغی او د عملي سیاست نه یی ځان ګوښه کړ. که څه هم استاد رباني ورپسې پیغامونه او لیکونه راواستول خو پلار مې نه غوښته چې په دې مسلمان وژنه‌کې د چا همکار شي. بابا مې خپل پاتې ژوند دعوت وتبلیغ ته وقف کړ. پدغه وخت کې ما په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو سره کار شورو کړی وو نو د کور د مصارفو کوم فشار هم نه وو. پلار مې په تبلیغ کې هم څه وخت ولګوو خو بیایې زیانه توجو لیکنو ته ورکړه او پدغه وخت کې یې کافي مواد تالیف یا ترجمه کړل. د بیلګې په څیر اسلام او میرمن، د باري تعالی د وجود دلایل، سنت او بدعت, منصفانه قضاوت، د علم سمندر امام ابوحنیفه او داسې نور. پلار مې کله کله شعر هم وایو او کافي نطمونه یې لیکلي دي. انشأالله چې د مجموعې په توګه‌ به یې راغونډ او چاپ کړم.
زما د پلارجان څو خویونه داسې وو چې ما په ډیرو کمو خلکو کې لیدلي دي.
ډیر مهم خوې یی دا وو چې د حق لپاره یې د هیڅ چا او هیڅ شي پروا نه‌ کوله. د حرامو نه مکمل اجتناب ددوې‌د‌تقوی لویه بیلګه وه. په دې دومره مالونو او وسلو‌ کې مې پلارجان خپل کور هم‌ جوړ نکړ.. مولوي حمزه مرحوم‌ چې د استاد رباني د ریاست جمهوري معاون وو پخپله ددوې نه تقاضا کړې وه چې ته راشه چې یو څو نمرې درته درکړم خو پلار مې بیخي پرې ځان ناخبره ونیوو. ما به ورسره کله ټوقې کولې چې ستاسې څه ضرورت وو تاسې خو میرات وۍ. هغوۍ به په مسکا شول ویلې فکر مکوه الله چې ستا د پاره څه لیکلي دي هغه به درورسي.
دپلارجان بل ښه خوې‌ چې ما په نورو کې ډیر کم لیدلی دی هغه د مطالعې او کتاب سره مینه وه. هر وخت چې‌ما ویده لیدلی نو کتاب یې په سینه پروت وو. که میلمانه به راغلل نو کتاب به هم ورسره وو. کله به چې میلمانه په بله خبره شو نو دوې به زر کتاب پرانستو.
د قران سره مینه خو یې بیخي بې سارې وه او خصوصا په‌روژه‌کې خو به خامخا‌ اوه اته‌ختمونه‌کول.
زما او د بابا کوټې نزدې وې.په تهجدو کې د بابا ژړا مې اوس هم تر غوږو کیږي.
د توحید او اتحاد دا لیونی عاشق په‌کال ۲۰۱۷ کې د جون د میاشتې په اووم تاریخ چې د روژې مبارکه‌ میاشت وه او وروستنۍ عشره هم وه خپله روح خپل خالق ته وسپارله. لوې الله‌ دې زما بابا‌د انبیاو صدیقینو او شهداوو په صف کې راپاڅوي. يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ (27) ارْجِعِي إِلَىٰ رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً (28) فَادْخُلِي فِي عِبَادِي (29) وَادْخُلِي جَنَّتِي (30)

(Visited 563 times, 1 visits today)
1 Comment
  1. Noor Almazai says

    Allah de Hajji sahab obakhi waqai che zamung khaas masharano sakha wo.. 💕❤️

Leave A Reply

Your email address will not be published.