The news is by your side.

پل‌خشتي جومات؛ چېرته چې د خدای کور ودان وي

زین الله احمدي

0

پل‌خشتي جومات؛ چېرته چې د خدای کور ودان وي، د انسان جونګړه نه نړېږي

جومات د ځمکې پر سر مقدس اماکن دي، موږ (افغانانو) ته، چې غوڅ اکثریت مسلمانان یو، جومات د دیني ارزښت ترڅنګ ستر ټولنیز ارزښت دی. د الله تعالی شعایر یې ګڼو، څوک چې په سپکه ورته ګوري کافر یې بولو؛ ځکه جومات د دين د بقاء او قيام لپاره مهم او د ځمکې پر مخ د دين د نصرت او قيام لپاره لومړنۍ نښه او ځای دی .
خو په روانه جګړه کې زموږ جوماتونه هم په امن پاتې نه‌شول، د عبادت پر ځای د ترهګریزو فعالیتونو مرکز شو، د ورور وژنې او وحشت خپرونې دارالشوري ( د مشورې ځای) شو، ونړېد او شهید شو.
جومات په اسلام کې د معبود د نمانځنې سربېره د مسلمانانو د راټولېدو او له یو بل څخه د خبرېدو د ځای په توګه د همدلی پیغام هم لېږدوي. دا چې روانې جګړې وسله‌وال ځانونه د دین ټېکه‌داران بولي؛ نو په کلیو او بانډو کې له خپلو وسلو سره په جوماتونو کې راپنډ وي او د عبادت پر ځای پکې د وحشت ننداره وړاندې کوي، ځکه خو وخت ناوخته دولت هم مجبور وي، چې چاپه پر ووهي، د جګړې امکان خو یې هر وخت وي.
خو؛ له نېکه مرغه د جمهوررئيس محمداشرف غني د واکمني په دوره کې د جوماتونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه شوې او دمګړۍ د هیواد په ټولو ولسوالیو کې د ۳۷۷ جوماتونو جوړولو کار دوام لري او په هغو ولایتونو کې چې جامع جوماتونه یې نه لرل ۲۶ جوماتونه جوړ شوي دي.
سربېره پر دې په ټول هېواد کې یو شمېر هغه جوماتونه بیارغول شوي، چې سلګونه کاله مخینه لري او د وروستیو جګړو له امله تخریب شوي دي.
د بیارغول شویو جوماتونو په ډله کې یو هم تازه بیارغول شوی د پل‌خشتي جامع جومات دی، ۳۰۰ کاله مخینه لري او په کابل کې دویم ستر جومات بلل کېږي.
دغه جومات په ۱۰۶۹ هجري قمري کال کې جوړ شوی او د امیر عبدالرحمن خان او وروسته د حبیب الله خان، غازي امان الله خان او محمد ظاهر شاه د سلطنت په دورو کې جوړ او بیا ورغول شو.
پل‌خشتي جومات د وروستیو جګړو او ناوړه وضعیت له کبله یو څه تخریب شوی و او هغه اسانتیاوې چې باید پکې وای، نه لیدل کېدې، چې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د جمهوررئیس د لارښوونو پر اساس د دې جومات د بیارغاونې او مرمت چارې د ۱۲۹ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۳۹۶ کال په پای کې پیل او تازه یې د بیارغاونې او مرمت چارې پای ته ورسولې.
په قرانکریم او احادیثو کې د جومات جوړولو بې شمېره فضائل بیان شوي دي.
الله (ج) فرمايي: « يقيناً د الله جل جلا جوماتونه هغه څوک ابادوي چې پر الله جل جلا له او اخرت ايمان ولري، لمونځ کوي، زکات ورکوي او له الله جل جلا پرته ( له بل چا) نه وېريږي؛ نو هيله ده چې غسې کسان د سمې لارې موندونکي وي.»
همدارنګه د جومات جوړول، ترميمول هغه که په لږ منبع وي يا ډير صدقه جاريه ده.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: « هغه اعمال او نېکي چې د هغه ثواب د مرګ وروسته مؤمن ته رسيږي دا دي: علم نافع، صالح اولاد، د قرآنکريم مصحف، د جومات جوړول، د مسافر لپاره د استوګنې ځای، وياله يا کوهي جوړول او هغه صدقه چې د روغتيا او ژوند په وخت کې يې ادا کړې وي د هغې به هم د مرګ نه وروسته اجر او ثواب ومومي.»
رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله قبا ته ورسيد هلته یې لومړنی کار د جومات جوړول و، چې خپله يې د هغه بنسټ کيښودو او خپله يې د هغه په جوړولو کې برخه واخسته چې دا جومات د اسلام په تاريخ کې لومړی جومات بلل کيږي، همدارنګه رسول الله (ص) او صحابه کرام کله چې مدينې منورې ته د هجرت په نيت ورسېدل، لومړنۍ فعاليت یې د نبوي جومات جوړول و، چې نبوي جومات هم د عبادت ځای و، هم مدرسه وه او هم دارالشوری ( د مشورې ځای ) و.
د دیني اماکنو د لا ابادۍ په هیله!

Bildet kan inneholde: innendørs

Bildet kan inneholde: 10 personer, folk som står

Bildet kan inneholde: innendørs

Bildet kan inneholde: 4 personer, folk som står

(Visited 40 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.