The news is by your side.

پنجاب د پښتانه ځپلو ته لار هواره کړه

0

له څه باندې یوکلن سرخوږي وروسته د پاکستان پښې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته سستې شوې او د لومړي ځل لپاره د پوځ ویاند په خورا ستوغه ژبه په غورځنګ ډېر درانه تورونه ولګول او ویې ویل چې د دغه غورځنګ وخت پای ته رسېدلی. د هندوستان او افغانستان له خوا له غورځنګ سره د مرستو تورونه داسې څه دي چې د ډېرو به فکر پر دغه نوي را ټوکېدلي تحریک به د فعالیت کړۍ د تنګولو او د مشرانو د نیولو لپاره بهانه پراخه او د پاکستان د ویده عوامو پر خولې او سترګو به پټۍ ولګوي.
پاکستان کې له هند سره د اړیکو او یا جاسوسی تور د سر په بیه تمامېږي او پر چا چې لګېدلی یا یې وژلی او یا یې د زندان د تمبو شاته اچولی. د پاکستان په څه باندې اویا کلن تاریخ کې واکمنو تل هڅه کړې چې د پوځ د کړنو په مخالفینو د هندوستان د ملګرتیا او ملاتړ تور پورې کړي چې د ځپنې مشروعیت یې ترلاسه کړي. دا ځل یې افغانستان هم په دې لیسټ کې ور زیات کړی او داسې ښيي چې دغه جنګ ځپلی هېواد هم د پاکستاني پوځیانو په باور د هغه هېواد د نا ارامه کولو هڅې کوي. پاکستاني چارواکي وايي چې کابل او ډیلي په ګډه د دوی پر ضد د پښتنون ژغورنې او بلوڅ بېلتون‌پالو په نوم خوځښتونو ملاتړ کوي.
سره له دې چې دا تور د منلو وړ نه دی، خو ښکاري چې د اسلام‌اباد پښې یې په رښتیا لړزولې دي. تر پې‌ټې‌ام وړاندې بنګلدېش کې د حکومت له ظلمونو پوزې ته راغلي بنګالیان هندي جاسوسان بلل چې بالاخره یې اسلام‌اباد ته تاریخي سبق ور کړ او خپله خاوره یې د تل لپاره له پاکستان سامراجه ازاده کړه.
خو پنجابي سیاستوال فکر کوي چې پښتانه تر ګونډو لاندې را وستلای شي او اویا کاله وړاندې د خدايي خدمتګارانو د سوله‌یز غورځنګ لولپه کول یې د یوې بریالۍ نمونې په حيث يې په مغزو کې تاوېږي. په ۱۹۴۸ کال کې د پاکستان د بنسټګر جناح په امر د خدايي خدمتګارانو غورځنګ چې په خپله خاوره یې خپل واک غوښت او د پاکستان له را منځ ته کېدو سره سم یې د پنجاب د سامراج پر وړاندې غږ پورته کړی و وځپل شو او مشر باچاخان یې زندان ته واستاوو. دا چاره د وخت د صوبه سرحد مشر عبدالقیوم کشمیري د باچاخان د غورځنګ د پلویانو د اعتراضونو د ځپنې په موخه د بابړې په ټول‌وژنې سره بشپړ کړ چې تر۶۰۰ ډېر پښتانه یې شهیدان او تر۱۲ سوه ډېر یې ټپیان او ټول یې د کابل سیند ته ور وغورځول.
جناح په دې توګه د پښتنو دخدايي خدمتګارانو غورځنګ دړې وړې او ډېر پلویان یې زندانونو ته واستول. ورسره سم یې په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د فقیر اېپي د ازادي غوښتنې ډله هم وځپله او د بلوڅانو د بېلتون پالنې خوځښتونه یې هم کابو او ټوله پښتنه او بلوڅه خاوره یې د جهادي ډلو په مرکزونو بدله او له پښتانه یې له خپلو اصلي موخو بې لارې کړل.
پاکستان په وروستیو څلوېښتو کلونو کې د پښتنو څلورو نسلونو ته د پاکستان د دفاع زهر ور پېچکاري کړل او یو لویه برخه یې د هند او افغانستان پر وړاندې د کارولو په روحیه سمبال کړل. د افغانستان جهاد نه یوازې د پاکستان د دفاع وسېله شوه، بلکې د باچاخان، میرزا علي خان، عبدالصمد خان او د بابړې د شهیدانو په خاوره د پنجابيانو د پښو کېښودو ته هر اړخیزه زمینه برابره شوه.
پاکستان یو ځل بیا تازه له هماغه خوبه را پاڅېدلی او هیله یې دا ده چې د منظور پښتین، علي وزیر، محسن داوړ، ثنا اعجاز، عالمزیب مسعود، خانزمان کاکړ، ګلالۍ اسماعیل او څو نورو مېړنیو په مټ را بیدارو شويو پښتنو باندې به بیا د بابړې لوبه تکرار او د اویا نورو کلونو لپاره به له پښتنې کرکې او پښتون پاڅونه بې‌غمه شي. داسې ښکاري چې پنجاب د خدايي خدمتګارانو تر بربادي هم خطرناک پلان پې‌ټې‌ام تیار کړی دی.
پر پښتون ژغورنې غورځنګ د هند د استخباراتو راو او د افغانستان له ملي امنیت د تړاو تور به په پاکستان کې داسې طوفان را منځ ته کړي چې دواړو اړخونو پاکستاني ادارې او د پښتون ژغورنې غورځنګ ته کېدای شي درانه زیانونه وویني.
سره له دې چې د PTM ټولو مشرانو او پلویانو د اصف غفور چټیات رد کړل، خو ښکاري چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له پېچلو ننګونو سره مخامخ کېدونکی او په داسې بیابان روانېدونکی دی چې ای‌ايس‌ای ورته پریمانه مرکونډۍ کرلې چې د غورځنګ د ډېرو لارویانو پښو ته به ور چوخ شي. له پاکستان سره وېره په تېرو ۱۵ میاشتو کې په لویه کچه په پې‌ټې‌ام د پښتون ټبر ور ماتېدل او د پاکستان پر وړاندې د پښتون او پښتنې زاړه او واړه په خوله د لر او بر یو افغان او «یې جو دهشتګردي هې ایس کې پېچې وردي هې» شعارونو د پاکستاني د پوځي مشرانو زړه ته د بنګلدېش د بېلتون وېره ور پیدا کړه.
همدې اندېښنې ته په کتو به تر دې وروسته د پاکستان لومړی ګام د غورځنګ پر مشرانو د حلقې ورتنګول وي چې نښې یې په اسلام‌اباد کې د پارلمان د دوو مهمو غړو علي وزیر او محسن داوړ د خبرې ناستې مخنیوی و.
دویم ګام کې به د پې‌ټې‌ام د مخکښ مشر پښتین په ګډون د ټولو فعالینو نیول وي چې ممکن د عالمزېب او باچاخان په څېر ورته داسې دوسیې برابرې کړي چې د کلونو کلونو لپاره یې د زندان د تورو تمبو شاته وغورځوي، خو د پښتنو په دې بیدارې کې دا کار هغومره اسانه نه برېښي او که داسې وشول د پاکستان د وېشل کېدو کیسه یقینې کېدای شي.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 202 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.