The news is by your side.

په اسلام کې د انساني روغتيا ارزښت

پوهنيار نذيرجان صديقي

0

د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) سپارښتنې او پر وړاندې يې زموږ سرتمبګي:

د انساني روغتيا په اړه د اسلام لارښوونې او هدايات د انساني فطرت عين مطابق دي، د روغتيا او صحت په اړه رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د نن څخه څه د پاسه (1400) کاله د مخه سپارښتنو د  عربو بانډه چيانو (صحرايانو) ته چې کوم اصول په ګوته کړيدي اوس له سلګونو کلونو او پيړيو څخه وروسته ساينشي څيړونو هغه صحيح او ګټور ثابت کړيدي، اسلام هميشه خپلو پيروانو ته د بدني او روحي قوت او پياوړتيا درس ورکوي او د ناروغي د ژر علاج توصيه ورته کوي. بدني روغتيا د الله (جل جلا له) په عظيم ترينو نعمتونو کې يو نعمت دی.

رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايي:

“نــعمتــــان مغبـــون فيـــهما کثيـــر مــــن النـــاس الصــــحة والفـــــراغ”

دوه نعمتونه دي چې زياتره خلګ پکښې غوليدلي په خساره او نقصان کې اخته دي چې يوه روغتيا او صحت دی او بل فراغت دی.

رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايي:

په چا چې سهار شي په داسې حال کې چې بدن يې روغ رمټ وي، خپله په امن کې وي او هغه سره د يوې ورځې خوراک موجود وي نو دا دومره اهميت او ارزښت لري چې ټوله دنيا ده ته وړاندی  سی يعنې په دی معنی چې روغتيا ورته د ټولی نړۍ د نعمتونو څخه غوره او بهتره ده.

په قرانکريم کې الله (جل جلا له) د يوه ښه بادشاه د مطلوبه صفاتو څخه بنی اسرايېلو ته په دی ډول خبرداری ورکړو.

“وقـــال لــهم نبيــــــــــهم اِن قــدبـــعــث لـــکم طالــوت ملــکاًط   قــالــو انی يــکون له المــلـک علينــا و نــحن احــق بالمــلـک منــه ولم منــه ولم يــوءت ســعة مــن المــال ط  قــال ان الله اصــطفـه و عليــکم و ذاد ه بســطه فــی والجـسم ط والله يـوءتــــی مــلـکه مـــن يــشا‌ء ط والله واســع عــليــم.” 

 (سورت البقره، ۲۴۷ آیت)

ژباړه: او د دوی پيغمبر (عليه وسلم) دوی ته وويل چې: بيشکه الله (جل جلا له) تاسو ته طالوت پاچا (قومندان) مقرر کړی دی، دوی وويل چې په  مونږ باندې به هغه لره پاچاهي د کومه شي حال داچې په پاچاهۍ کې مونږ ورڅخه غوره (بهتر) يو، او ده لره د مال پراخي هم نه ده ورکړل شوي، پيغمبر (عليه وسلم) وويل چې: بی شکه الله (جل جلا له)  هغه په تاسو باندې غوره کړی دی او هغه ته يې ( په تاسو باندې) په علم (پوهه) کې او په جسم کې پراخي ور زياته کړي ده. 

او الله (جل جلا له) هر چاته يې چې خوښه شي پاچاهي ورکوي او د الله (جل جلا له) د پراخه فضل، علم (پوهې)  خاوند دی.

يادونه:- دغه يوه اوږده قيصه ده چې موشي عليه وسلم د وفات څخه تقريباً يوزر (1000) کاله وروسته پيښه شويده په دې اړه بيا تفسيرونو ته مراجعه وکړئ.

يعنې د پاچاهۍ د صفاتو څخه يو هم جسمي فضليت دی، ناروغ، ګوزڼ وهلی او داسې نور امراض ونلري چې د هغو له کبله د حکم چلولو د پاره فراغت نشي موندلی خلک وايې: 

“العـقـــل الســـليـم فــی الــجســم الســاليــم”

 يعنې سالم عقل په سالم بدن کې وي په همدغسې بدنونو کې شجاعت، هيبت او وقار زيات وي د هغو خلکو په پرتله چې روغ او سالم بدن ونلري.

رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي: د قيامت په ورځ تر ټولو لومړی چې د بنده څخه د کوم نعمت پوښتنه کیږي هغه دادی چې: 

آيامونږ تاته صحيح او سالم وجود نه وو درکړی؟

له حضرت ابوبکر صديق (رضی الله تعالی عنه) څخه روايت دی چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي: دالله (جل جلا له) څخه يقين او عافيت و غواړئ ځکه چې د يقين څخه وروسته چې کوم لوی خير او دولت بنده ته ورکړل شوی هغه روغتيا او عافيت دی.

رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي: د الله (جل جلا له) څخه چې د کوم شي سوال کیږي په هغې کې د عافيت او روغتيا غوښتل ډير محبوب او خوښ ګڼي. 

له حضرت ابن عباس (رضی الله تعالی عنه) څخه روايت دی. چې اطرافی سړی رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته راغی او ويې ويل چې: د پينځه وخته لمانځه څخه وروسته د الله تعالی (جل جلا له) څخه څه وغواړم، رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته وفرمايل : صحت او عافيت ، هغه بيا سوال وکړ چې بيا څه وغواړم رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په دريم ځل هم ورته وفرمايل: په دنيا او اخرت کې د روغتيا او عافيت سوال وکړه.

ريښتيا چې الله (جل جلا له) د نعمتونو څخه يو لوی نعمت روغتيا او صحت دی  دا ځکه کله چې يو انسان روغ رمټ وي او معنويات يې  آرام وي نو بيا کولای شي چې د ژوند له نعمتونو څخه خوند واخلي ورځني کارونه او عبادت هم په  ښه ډول تر سره کړي او د ترقۍ لوري ته ګامونه واخلي. ځکه چې د ناروغۍ په زياتوالي سره ټولنه وروسته پاتې کیږي او پرمختګ نشي کولای او ټول کارونه مختل کیږي.

رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايي: تاسې خپل ځانونه پاک کړئ الله (جل جلا له)  به ستاسې نفسونه او زړونه پاک کړي يعنې نظافت او پاکي د ايمان يوه برخه ده دا ځکه چې د ټولنې روغتيا هم د محيط او چاپيريال په نظافت پورې تړلي ده. ځکه چې ناولی او چټل چاپيريال د حشراتو، غوماشو او مچانو د زياتوالي سبب ګرځي چې دا ټول او همدارنګه ميږيان او موږکان هم د ډول ډول ساري ناروغيو د توليد، انتقال او خپريدو سبب ګرځي د بيلګی په ډول موږک د طاعون د ناروغۍ سبب ګرځي. ځکه اړينه ده چې د محيط پاکوالي ته ځانګړي پاملرنه وشي.

د محيط او چاپيريال د پاکوالي خبره ياده شوه، په دې اړه د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) يو حديث درته راوړم.

رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي: له دريو شيانو څخه چې لعنت پرې ويل کیږي ځانونه وژغورئ چې هغه: ۱- د اوبو په ځايونو کې ۲- د سيوري په ځايونو کې ۳- او د لارو په مينځ کې د حاجت رفع کول (د تشو او ډکو متيازو کول) دي. 

د حضرت جابر (رضی الله تعالی عنه) څخه روايت دی چې مونږ رسول الله (صلی الله عليه وسلم)په لاړو اوبو کې له متيازی کولو څخه منع کړی يو.

له حضرت عبدالله بن مغبل (رضی الله تعالی عنه) څخه روايت دی چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي:- هيڅوک دې په غسل خانه (حمام) کې تشې متيازې نکوي چې بيا په هغه ځای کې غسل او اودس کوي. دغه خبرې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) څه د پاسه (1400) کاله وړاندې کړي خو اوس يې د وقايوي طب متخصصين او ډاکټران د عمل جامه ور اغوندي او په عملی کېدو يې ټينګار کوي دوی وايې چې د تمدن او ترقی نښه داده چې ټولنه د ناپاکېو، چټليو، ګرد او دوړو څخه پاکه او خلاصه وي .

رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي:

“الــمــومــن الــقـــوي خيــر واحـــب الـــی الله مـــن الــمــومــن الــضـــعيـــف” 

(مسلم عن ابي هريره (رضی الله تعالی عنه))

ژباړه: قوي مومن د الله (جل جلا له) په نزد دضعيف مومن څخه زيات بهتر او خوښونکی دی.

ځکه نو محمَّد (صلی الله عليه وسلم) د جسمانی روغتيا د ساتنې حکم ورکړی دی. او ښه په تفصيل سره يې د روغتيا د ساتنې اصول هم په ګوته کړي دي.

په يو حديث شريف کې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايي چې:

“ان الــجســـــــدک عــلــيــــــک حــقـــــــــــــــــــا” 

(بخاری ومسلم)

ژباړه:- بيشکه چې تاسو د بدن هم پر تاسو باندې حق دی.

حضرت عبدالله بن عمر و بن العاص (رضی الله تعالی عنه) وايې چې ماته رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل:-

ماته معلومه شويده چې ته ټوله شپه لمونځ کوې او د ورځي روژه نيسې آيا دا ريښتيا دي؟

ما ورته عرض وکړو بلې هو! دا خبره ريښتيا ده، نو رسول الله (صلی الله عليه وسلم) راته وفرمايل:

نه داسې مه کوه کله روژه نيسه او کله بوزه ( يعنې کله يې خوره روژه مه نيسه) لمونځ هم کوه، او ويده کېږه هم، ځکه چې پر تا باندې ستا بدن حق هم دی، ستا د سترګو هم حق دی، ستا د ښځې حق هم دی په مياشت کې درې روژې نيسه همدغه ستا د ټول عمر روژه ده. (بخاری ومسلم)

تاسې و ګورئ چې اسلام بنيادم د روغتيا په اړه هم د افراط او تفريط څخه ساتلی دی اسلام خو هغه خلک نه خوښوي کومو چې د بدن له اړخه سترګې پټې کړي دي او ترک دنيا په حيث د زهد او تقوا دعوا ګير دي او بدن پاکوالي، غذا او داسې نورو ضرورياتو څخه يې بيخي سترګې پټې کړي وي، او نه خو اسلام هغه خلک خوښوې کومو خلکو چې د خپل ژوند مقصد هم د بدن پالنه او جسماني خوندونه ګڼلي وې.

دناروغيو تداوي کول:-

“عــن اســامـــه بـــن شـــريـــک قـــــال کـــــنـت عنــــدالنبـــــی (صلی الله عليه وسلم) وجــــــــاءت الا عــــــــراب فــقـــالـــــو يـــا رســـــــــول الله (صلی الله عليه وسلم) انــتــــداوي؟ فـــقــــال نــــــعــم يــــا عبــــــــــادالله تـــــــداو وافــــــــان الله عــــــــزوجـــــــــل لــــــم يــــــــضـــــع داء الاوضـــــــع لــــه شـــــــفاء غيـــــــر دا‌‎ء واحــــــــــــد قـــــــالــــــــو امـــــــــاهـــــــــــو؟”

(قال الهرام (مسند امام احمد ۴/۲۷۸، ابن ماجة فی الطب، ابوداود فی الطب)

ژباړه:- اسامه بن شريک (رضی الله تعالی عنه) وايې چې زه د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)سره وم چې څو اطرافی کسان راغلل او ويې ويل يا رسول الله (صلی الله عليه وسلم)  ايا مونږ تداوي وکړو؟ رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته و فرمايل : هو اې د خدای بندګانو! خدای( جل جلا له) چې څومره ناروغۍ پيداکړي د هغې لپاره يې دواء هم پيدا کړي (بوډاتوب څخه پرته چې هغه دواء نلري).

“عــن جــابــر بـــن عبــــــــــــدالله عــــن النبـــی صـــــــلی الله عليـــــــــــه وســـــــــلـــــم انــــــــه قــــــال: کل داء فــــــــــاذا أصــــــــــيب دوآء بــــــرأ بــــــاذن الله عـــــزوجــــــل”

 (مسلم ۲۲۰۴ نمبر حديث ۷۷۹ ص)

ژباړه: له حضرت جابر بن عبدالله (رضی الله تعالی عنه) څخه روايت دی چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي: د هرې ناروغۍ علاج وجود لري کله چې دواء د ناروغۍ سره برابره وي نو الله (جل جلا له) د حکم سره سم هغه ناروغ شفا پيدا کوي.

“عـــن ابــــی هــــريــــرة قـــــال قــــال رســــــول الله (صــــلی الله عليه وسلم): مــا انــــزل الله مـــــــن داء الــــــــه انــــــزل الله لـــــــه شــــــــــفـــاء”

 (بخاری کتاب الطب ۱۲۲۲ ص، ۵۶۷۸حديث، سنن ابن ماجه ۳۴۳۹نمبر حديث)

رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي: هره ناروغي چې خدای (جل جلا له) په دنيا کې پيدا کړي نو د هغې لپاره يې دوا هم پيدا کړي.

“عـــــن ابـــــی خـــــزامــــة قـــــال قـــــلت يـــــــارســــــــول الله (صلی الله عليه وسلم) آرأيــــت رقـــــی نــســـتــرقيـــــــها، و دوا‌ء نــتـــــداوي بــــــه، ونـــقــــــاة نــتـــقيـــــــها، هـــــــل تـــــردمـــــــــن قـــــــدرالله شـــــــيـــاء؟ فــقـــال: هـــی مــــن قــــدرالله”

 (مسند امام احمد-ترمذی، ابن ماجه)(مشکوه-اج- ۴ص–۹۰نمبر حديث)

له ابوخزامه (رضی الله تعالی عنه) څخه روايت دی چې ما رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته عرض وکړو چې يا رسول الله (صلی الله عليه وسلم) مونږ ستاسې پر وړاندې دمونه کوو، تداوي کوو او پرهيزونه کوو او هغه فایده کوي ايا دا کار زمونږ د الهي تقدير سره مخالفت نلري؟  رسول الله (صلی الله عليه وسلم) و فرمايل: همدا د الله (جل جلا له) د تقدير يوه برخه او حصه ده.

“عـــن ابــــــن مســـــــــعود قــــــال قــــــال رســـــول الله (صلی الله عليه وسلم): ان الله عــزوجــــل لـــم يــــنــــــزل دا‌‎ء الاانـــــزل الله لـــــــه شــــفــاء عــــلــــمــــه مــــن عـــــمـلــه وجـهلـــه مــن جـــــــهلـــه”

 (مسندامام احمد۲۵۸۷ نمبر حديث)

ژباړه:- له حضرت ابن مسعود (رضی الله تعالی عنه) څخه روايت دی چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي: الله (جل جلا له) داسې ناروغي نده پيدا کړي چې د هغې لپاره يې دواء نه وي پيدا کړي پوه شو چا چې پدی ځان پوه کړ او ناخبره پاتې شو چا چي ځان ناخبره کړ.

اياپوهيږئ چې زمونږ د وروسته پاتې والي (پسماندګۍ) يوازينۍ لوی لامل څه شی دی؟

هغه د اسلام د سپيڅلی دين څخه زمونږ ناخبری ده.په اسلام باندې د مسلمانانو ناپوهي ډير ځله له هغوی څخه د داسې چارو د کېدو سبب ګرځي چې اسلام د دښمنانو فعل او عمل وي ددغو ناپوهو مسلمانانو د ناوړه کړو وړو په سبب اسلام او مسلمانانو ته بدرد ويل کیږي او په دې بهانه د اسلام په نجات ورکوونکو لارښونو باندې پرده اچوي او د اسلام وروسته والی په اسلام باندې د ناپوهې په سبب دی نه دا چې مونږ اسلام شاته غورځولی يو او د اسلام څخه ليرې والی مسلمانان ددې اوسنۍ وضعې سره مخامخ کړي دي.

اسلام د هر ډول وسوسو، خرافاتو، غلطو عادتونو، رواجونو او بدعتونو څخه پاک دی، دا څرګنده خبره ده چې فقر، غربت او ناداری انسان جهل، تيارکۍ او ناپوهۍ خوا ته ټيل وهي او بيا ناچاري او ناپوهي دواړه ډيرکله انسان د ناروغيو منګولو ته سپاري، د جهل او ناپوهې څخه زمونږ مقصد يوازې لغوي امي توب او له ليک لوست څخه بې برخې توب نه بلکې په اسلام او اسلامي فقه باندې پوره ناپوهي او بی خبري ته ويل کیږي.

((لا تر اوسه د اوسني عصر ډير مسلمانان له هغې الهي پيغام  څخه ناخبره دي چې الله (جل جلا له) استازي حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) راوړي دي. ددغه جهل او ناپوهۍ يوه بيلګه  همدا اوس د کرونا ويروس فاجعه ده ، چې زمونږ  د ټولنې باسواده قشر يې هم بابيزه ګڼي ، سرتمباګي کوي ، د کرونا ويروس د مخنيوي سپارښتنې يې له پامه غورځولي دي او نه يې عملي کوي . زيات مسلمانان د ناروغۍ په وخت کې له درملو څخه ډډه کوي، ښه به ګوري چې له ناروغۍ څخه ځوريږي خو ډاکټر ته به  نه ورځي او نه غواړي چې په ډاکټر خپله ناروغي معالجه او معاينه کړي او يايې له مشورې څخه استفاده وکړي دا څه کار د څه لپاره کوي؟

ځينې ددې لپاره ډاکټر ته نه ورځي چې اصلاً فقر او غربت يې لاسونه ورتړلي وي او ځينې بيا پدې خاطر نه ورځي چې اصلاً دوی فکر کوي چې دا کار د اسلام سره مخالف دی او الله (جل جلا له)رضا لاسته راوړي.

دا خبره سمه ده چې الله (جل جلاله) شفا ورکونکی دی او هيڅ مومن پدې کې شک او شهبه نلري خو داکار د بنده کوښښونوته  پريښودل شوی الله (جل جلا له) هغه ته عقل ورکړی چې په کارونو کې غور او فکر وکړي.))

آيا دناروغی تداوي کول په خپله د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) آمر ندی؟

هو! ولې نه د ناروغۍ تداوي کول د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) امر دی، کوم مسلمانان چې د ناروغۍ په وخت کې دا خبره کوي پدی کې شک نشته چې چ هغه د رسول الله (صلی الله عليهوسلم)  احاديث نه دي لوستلي کوم چې مونږ مخکې د هغو يادونه وکړه که چيرې هغه دا احاديث اوريدلي وای نو بيا به يې داسې نکول ځکه الله (جل جلا له) هر مسلمان پدې مکلف کړی چې د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) اطاعت او پيروي وکړي او مسلمانان يوازې هغه وخت کاميابيدلی شي چې کله د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په احکامو عمل وکړي هغه ناروغ چې ډاکټر ته د ورتګ څخه ډډه کوي پدی سره هغه د اسلام د لارښونو مخالفت کوي ځکه الله (جل جلا له) داسې ناروغي نده پيداکړي چې د هغې لپاره يې دوا نه وي پيدا کړي. کوم بنده چې د خدای (جل جلا له) او د هغه د رسول (صلی الله عليه وسلم) سره مينه او محبت لري او د هغوي رضا حاصلو د ناروغۍ په وخت کې د خپلې شفا او روغتيا لپاره ډاکټر ته ورځي، د هغه په مشوره دوا خوري د هغوی د وينا مطابق عمل کوي، ځکه هغوی د ناروغيو په هکله علم او تجربه لري او همدا يې تخصص دی، مسلمان بايد د ډاکټر د دوا او مشورې سره سره په هر وخت کې په الله (جل جلا له)  باندې توکل وکړي، مسلمان هيڅ وخت کې د خدای (جل جلا له) د رحمت څخه نا اميده کیږي، د هرې ناروغۍ دارو شته او په خپله دوا د اميد يوه دروازه ده، چې د هر ناروغ لپاره خلاصه ده نو بيا ولې ځينې مسلمانان ډاکټر ته له تللوڅخه ډډه کوي سره لدې چې په دغو مبارکو احاديثو کې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) مونږ ته د تداوي امر کړيدی، اسلام مسلمانانو ته قوت وربخښي، مسلمان بايد قوي او غښتلي وي. په دی اړه د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) يوحديث دی.

عن ابی هريرة (رضی الله تعالی عنه) قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم):

“الــمـــوءمــــن الــقــــوي خــيـــــرواحـــب الــــی الله مــــــن الــــــــمــــوءمـــــن الـــضــعــــيـــف” 

(مسلم شريف ۱۰۰۴ص، ۲۶۶۴ نمبرحديث)

په ناپوهۍ او بې پروايۍ کې قوت نشته ، قوت په دې کې دی چې د اسلام د لارښوونو سره سم رفتار وشي د ناروغيو درملنه وشي او روغتيا ساتنې ته پاملرنه وشي په اوسني وخت کې که څوک کومه ناروغي هم ونه لري خو چې د چا څومره وسه رسيږي بايد وخت په وخت ډاکتر ته ولاړ شي او لږ تر لږه خو په کال کې يو ځل خپل ځان ډاکترته وښيي ترڅو د هرې ناروغۍ مخه ونيول شي، او له هر ډول ناروغيو څخه خوندې پاتې شو.

د پورتنی حديث ژباړه داسې ده. له حضرت ابوهريرة (رضی الله تعالی عنه) څخه روايت دی. چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي:

قوي موءمن الله (جل جلاله) ته تر  کمزوري موءمن غوره او محبوب دی.

دقوي پاتې کېدو دپاره لاندې څواسلامي روغتيايي لارښوونې په نظرکې ونيسئ:-

  • له مضرو شيانو لکه شرابوڅښلو، سګرټ او چلم، هيروينو، پوډرو، چرس، نصوارو او نورو نشه يې شيانو له استعمال څخه ډډه کول.
  • د ژوند په ټولو چارو کې اعتدال او ميانه روي حالت غوره کول او تر ټولو دمخه په خوراک او څښاک کې اعتدال کول.
  • په هر عمر کې د متوازن خوراک خصوصاً د کوچنيانو، حامله ميندو، کمزورو، بوډاګانو او ناروغانو لپاره د مناسبو خوړو ورکول ضروري دي.
  • د خپل عمر او توان په اندازه د بدن او عقل منظم تمرينونه او سپورت کول.
  • د وژنکو ناروغيو پرضد واکسين کول.
  • تر سختو کارونو وروسته د جسم او عقل لپاره لازم استراحت او دمه کول.

مسلمانان بايد سپورت او تمرينونه وکړي او خپل بدن پياوړی او قوي کړي ترڅو د ژوند له هر راز ستونزو سره د مقابلې توان ولري.

(Visited 33 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.