The news is by your side.

په افغانستان کې ریل ټرانسپورټ / محمد داود نیازی

0

ریللارRailway: افغانستان سره له دې چې په وچه کې راګیر هیواد، د يوه حساسه جغرافيوي – سياسي موقعيت په درلودو سره، د تاريخ په اوږدو کې د ختيځو او لويديځو مدنيتونو د يوځاې کيدو مناسبه زمينه برابره کړې، او څرنگه چې د وريښمو د تاريخي سترې او مهمې لارې په تقاطع کې، يعنې هغه لويه لاره چې ختيځه آسيايې د لويديځې آسيا، او د هند سمندر يې د منځنۍ اسیا سره نښلولو، پروت وو، د هند د نيمې وچې، منځني ختيځ، مرکزي آسيااو اروپا ترمنځ سوداگرۍ کې يې ستره برخه درلودلې وه. په کال 1885 زیږدیز کال کې نیورک ټایز یو راپور خپور کړو چې په کې دا وړاندیز شوی و چې په افغانستان کې د اوسپنۍ لیکه جوړيږي او دا وړاندیز شوی و چې د ترنس کاپیسن د روسې اوسپنۍ لیکه له برتانوي هند سره د سرخس،هرات او قندهار له لارې نښلول کيږي چې ددې پروژې له بشپړیدو سره به بریتانیايي افسرانو اجاره لرله چې له لندنه هند ته 11 یا 12 لاړ شي خو البته د انګلیس له کاناله ،تورې بحیرې او خزر له سیند څخه د بیړی په وسیله تیر شي.په هیواد کې د لومړي ځل لپاره د اورګادي لیکه د شاه امان الله غازي په کال 1920 د کابل ښار او دارلامان ترمنځ 7 کیلو متره جوړه شوه او درې کوچنۍ اورګادي ماشینونه له جرمني هیواد څخه وارد کړل.زمونږ هيواد د خپلواکي تر لاسه کولو وروسته د ترانسپورت په چارو کې د سترو ستونزو سره مخامخ وو. نه يې سيندونه د بيړيو د تگ راتگ وړ وو، نه يې د اورگاډو پټلۍ درلودې، نه د هوايي ليکو او الوتکوخاوند وو، لارې يې هم د غريزو سيمو څخه تيريدې او د ترانسپورت ستره وسيله يې هم کچرې او اوښان وو.

څرنگه چې غازي امان الله خان د هيواد په اقتصادي ژوندانه کې د ترانزيت او ترانسپورت په مهم رول پوهيده نو ځکه يې د ترانسپورت د سکټور پراختيا ته ځانګړې پاملرنه وکړه، د تليفون او تلگراف پراختيا، د نوو لويو لارو جوړول او د پخوانيو سړکونو ودانول، د يو شمير پلونو جوړول، د لومړني ملکي هوايي چلند د پروگرام پرانيستل، د پوستي  چوپړتیاو سمون ، د کابل او سترو ولايتونو سره د هوايې چلن ټينگول او د کابل او بهرنیو هيوادونو لکه ترکيې، ايران، هند، شوروي او نورو سره د هوايي پوستي د ليکو ټينگولو ته يې د خپلو اقتصادي او پراختيايي پروگرامونو په سر کې ځاې ورکړ. ددغه لومړنيو پروژو په ترڅ کې يوه هم د هيواد داورگاډي د پټليو جوړول وو.

په افغانستان کې د اورگاډي لومړنۍ پټلۍ د خپلواکۍ د گټلو وروسته، لومړنيو کلونو کې جوړه شوه. د نولس سوه شلمې (۱۹۲۰) لسيزې په سر کې غازي امان الله خان د جرمنی په کاسيل (Kassel) کې د هينشيل (Henschel) د کمپنۍ څخه د اورگاډو دري کوچني بخاری ماشينونه واخيستل او د کابل د ښار د دهمزنگ د ماشينخانې او پغمان د نوې ښارگوټي تر منځ اوه (۷) کيلو متره لاره کې يې په کار واچول. د لوکوموتيف د مجلې د ۱۹۲۲ کال د دسمبر د مياشتې گڼه ددغه اورگاډی په هکله ليکلي چې «د افغانستان څخه راغلي مسافر وايي چې د کابل څخه د دارالامان نوی ښارگوټي ته د تقريبا شپږو ميلو په واټن اورگاډې په کار اچول شوې او ددغه اورگاډي ځينې واگونونه خپله د کابل په کارخانو کې جوړ شوي دي». د همدغه لوکوموتيف د مجلې د ۱۹۲۸ کال د اگست د مياشتې گڼې هم ليکلي چې «په افغانستان کې يواځينی اورگاډي د کابل او دارالامان ترمنځ هغه اورگاډې دئ چې درې کوچني بخاري لوکوموتيفونه يې د جرمنی په کاسيل Kassel کې د هينشيل Henschel د کمپنۍ څخه رانيول شوي دي». دارلامان د غازي امان الله خان د پاچاهۍ په دوران کې د افغانستان نوې اداري پايتخت وو، چې د ۱۹۲۰ مې لسيزې په لومړيو وختو کې جوړ شو، او يو شمير حکومتی دفترونه، او د شورا او ښاروالۍ يوه ستره تاريخي ودانۍ پکې شامله وه. د دربار غړو او د دولت لوړ پوړو مامورينو هم په دغه ښارگوټي کې د استوگنې کورونه جوړ ول. غازي امان الله خان په افغانستان کې د اورگاډو د پټليو د جوړولو او عصري کولو سره مينه درلوده. هغه اروپا ته په سفر کې د انگلستان د اورگاډي د سيستم د کار څخه کتنه وکړه، او غوښتل يې چې د اورگاډي د نوې تکنالوژۍ په پرمختگ ځان پوه کړي. هغه د اورگاډو د ماشينونو د جوړولو بيلا بيل  پړاوونه ، او په هغو کې د کارول شوو وسايلو څخه ليدنه وکړه. غازي امان الله خان د ۱۹۲۸ ميلادي کال د مارچ د مياشتې د يوويشتمې نيټې تر غرمې وروسته د سويندن (Swindon) د اورگاډو د ماشينونو د سترې کارخانې څخه ليدنه وکړه او د دوهم چارلس د پاچا د ۶۰۰۵ شميرې د نوي اورگاډي د جوړولو چارې يې وکتلې. د لوکوموتيف د مجلې د ۱۹۲۸ کال د اگست د مياشتې په رپوټ کې راغلي چې «پاچا امان الله خان د اروپا د سفر څخه وروسته د امريکايې، فرانسوي او جرمني شرکتونو استازو د لويو لارو او اورگاډو د پټليو د سروې دپاره کابل ته رابللي او اوس اعلان شوې چې د برلين د لنز Lenz شرکت، د افغانستان د ټولو لويو لارو او عمومي اورگاډو د جوړولو او عملي کولو د تړون گټونکې او ټاکل شويدی ». د اورگاډي نړيوالې خپرونې Railway Gazette International د افغانستان د اورگاډي د پروژې تر سرليکې لاندې د ۱۹۳۰ کال د نومبر د مياشتې په ۶۸۶ مخ کې وليکل چې «د اورگاډي لومړۍ برخه چې جرمنيان يې جوړوي، جلال آباد د کابل سره نښلوي. په پاې کې به د اورگاډې دا ليکه په پيښور کې د هند د اورگاډي د ليکې سره وصل او تر هغې وروسته به د قندهار او هرات سره د کابل د نښلولو ليکې جوړيږي».

د انگريزانو د استخباراتو ۱۱۷ گڼه رپوټ د ۱۹۲۸ کال د سپتمبر د مياشتې په اتلسمه نيټه څرگندوي چې « د زحروف باسيل Zaharoff Basil تر مشرۍ لاندې د فرانسې د وسلو د خرڅولو سنديکا موافقه کړې ده چې د کابل نه قندهار ته ، او تر هغې وروسته هرات ته د اورگاډي د سروې کار به د ۱۹۲۸ کال په دوبي کې پيل شي. تر هغې وروسته د مايکل کليمينسو ( Michel Clemenceau) او ( Pierre Makecheef) پیری مکيچېف تر رياست لاندې د انجينيرانو يوه ډله کابل ته وبلل شوه. په همدغه استخباراتي رپوټ کې راغلي دي چې د انگريزانو استخباراتو ددغو دوو کسانو سره جوړ جاړي ته رسيدلې او له هغو نه يې غوښتنه کړی چې ددغې سروې د چارو او پرمختگ په هکله بريتانيا ته معلومات ورکړي. دغو دوو کسانو د سپتمبر په مياشت کې په پاريس کې د بريتانيا سفارت خبر کړ چې د کابل او هرات ترمنځ سروې بشپړه شويده. مايکل کليمينسو د ۱۹۲۹ کال د فبروري په مياشت کې ددغه فرانسوي قرارداد د بشپړولو دپاره بيا کابل ته ستون شو، خو دا وخت حالات بدل او ناوخته شوئ وو. ځکه چې د انگريزانو دسيسې بريالۍ او غازي امان الله خان د ۱۳۰۷ لمريز کال د جدي د مياشتې په ۲۴ مه نيټه (د ۱۹۲۹ ميلادي کال د جنوري په ۱۴ مه نيټه) د سلطنت نه استعفا او يو لږ شمير وزيرانو او سلاکارانو په ملگرتيا د موټر په وسيله قندهار ته تللې وو.غازي امان الله خان چې په اصل کې د وينې توئيدو سره مخالف وو، په پاې کې مجبوره شو چې د تاج و تخت نه لاس واخلي او د هيواد څخه ووځي. د هغه په خپله وينا «ما هيڅکله ندي غوښتلي چې افغان ملت دې زما د شخصي گټو دپاره يو د بل سره جگړه وکړي او تباه شي». غازي امان الله خان د ۱۳۰۸ کال د غبرگولي د مياشتې په دوهمه نيټه چې د ۱۹۲۹ کال د مې د مياشتې د ۲۳ مې نيټې سره سمون خوري، د موټر په ذريعه د افغانستان د پولې نه تير او د چمن د سرحدي تهاڼې په وړاندې يې ځان انگريزي سرحدار ته وروپيژانده. د انگريزانو نائب السلطنه «لارد ايروين» ددغه خبر په ترلاسه کولو سره، چې معلوميده په بې صبرۍ سره يې د هغه انتظار ويسته، ناڅاپه چېغه کړه چې «بلاخره … يې له شره خلاص شو». وروسته له هغې چې غازي امان الله خان د هيواد پريښودو ته اړ شو، د هيواد يواځينې اورگاډې هم له کاره ولويد. د دغه اورگاډي د ماشينونو پاتې شوي آثار اوس هم په دارالامان کې د کابل د موزيم د انگړ شاته موجود دي. هو! انگريزي استعمار نه غوښتل چې د بريتانوي هند په څنگ کې ورته يو قوي او پرمختللې افغانستان په غوږونو کې د خطر يو زنگ وي.دا ځکه چې د افغانستان پرمختگ او پرمختيايي اسيايي هيوادونو تهیوه بیلګه جوړيدلای شو، او انگريزانو هغه په هندوستان کې خپلې واکمنۍ ته يو ستر گواښ او تهديد باله. په افغانستان کې د اصلاحاتو او اغتشاش د کتاب ليکونکې، ليون پولادا، عقيده لري چې د انگريزانو له نظره د امان الله خان فعاليتونو بريتانوي هند ته درې گوني خطرات متوجه کول : امان الله خان عقيده درلوده چې افغانستان د يوه خپلواکه دولت په توگه (دهغوې د ستر رقيب او دښمن) شوروي اتحاد سره د دوستانه اړیکو د جوړول حق لري. همدا شان د يوه خپلواکه مسلمان دولت د پاچا وجيبه ده چې په هندوستان کې د خپلواسيرو مسلمانو وروڼو ملاتړ وکړي. په پاې کې د ډيورند د کرښې بلې خواته قبايلو سره د اړيکو ساتنه خپل حق گڼي، کوم چې د افغانستان سره نژادي، مذهبي او تاريخي اړيکي لري، او بريتانيې د ۱۹۲۱ کال په تړون کې پدغه حقيقت اعتراف او هغه يې د افغانستان طبيعي حق گڼلې دی له هغې ورځې چې غازي امان الله خان د هيواد له پولې تير شو، درې ورځې تيرې شوې تر څو د بريتانوي هند حکومت د لندن سره د سلا مشورې وروسته د افغانستان څخه د غازي امان الله خان د وتلو د خبر د خپرولو په څرنگوالي پریکړه ونيسي. نو د ۱۹۲۹ کال د مې د مياشتې د ۲۷ مې نيټې په سهار چې د ۱۳۰۸ کال د جوزا شپږمه نيټه وه، نړيوالو د ورځپاڼو او خبر رسوونکو آژانسونو له لارې د افغانستان څخه د غازي امان الله خان د وتلو خبر تر لاسه کړ.او د سيد قاسم رشتيا په وينا تصادفي نه وه چې نادر خان د جوزا د مياشتې شپږمه نيټه، يعنې د افغانستان څخه د غازي امان الله خان د وتلو د اعلان نيټه، پرته له کوم تاريخي او منطقي دليل څخه، د افغانستان د خپلواکۍ د تلين د ورځې د جشن په توگه لمانځلو.په کال 1928 په شاه خوا کې وړاندیز وشو چې کابل له ننګرهار سره چې بیا له پيښور سره ونښلول شي او هغه لار چې قندهار او هرات ته تله هم باید ور اضافه شوی وای خو د ځينو اوښتونو له کبله دا نسخه هم بې پایلې شوه. خو په هیواد کې د سړو جګړو څخه نیولې تر تر کورنیو جګړو افغانستان د اورګادي یا ریل له ټرانسپورټ څخه بې برخې و خو په دي وروستیو کې په هیواد کې په دې برخه لږ کارونه تر شوله چې لاندې درې سیمې زموږ ریل پتلۍ لري : اوس مهال افغانستان درې ریل لیکې لري چې لومړی د بلخ ولایت تر حیراتان بندر چې د ازبکستان له ریل سره تړلی دویم ترغونډې له په هرات ولایت کې ترکمنستان سره او دریمه یې اقینه فاریاب ولایت کې ترکمنستان سره تړلی ده. چې اوسمهال د رغونې په حال کې دي چې اوسنۍ یې د کارګو ، ترافیک او مسافرو لپاره پراختیا پیدا کوي او پلان داسې ده چې افغانستان له څلورو وچو سره د ریل په وسیله ټړل شي. د افغانستان ریل لیکې اداره به کال 2012 کې تاسیس شوه.د افغانستان د ریل نیټ ورک هڅه کوي چې د افغانستان تکیه په بهرینو مرستو کمه کړي او د هیواد اقتصادي وده مسلسله او په تعادل کې وساتي چې د افغانستان ریل اداره مجبوره ده چې په دې برخه کې قوانین اومقررات جوړ کړي تر څو په دې برخه کې پانګونه او کړنې ترسره کړي .په همدې ډول د افغانستان ریل اداره په دی کار کوي چې د خپلو ملګرو سره پلان عملي کړي،ددې ترڅنګ دا اداره بله موخه دا چې افغانستان په سیمه ایز ډول ټرانسپورټی څرخ جوړ کړي چې د هیواد کانونه، کرنیز محصولات، تولیدات او نور اقتصادي سکتورونه مرسته وکړي داسې دهلیز جوړ کړي چې د چین په ګډون سیمه ایزې  هیوادونو ترې ګټه واخلي . داسې اټکل شوی چې کله د افغانستان د ریل ټولې لیکې جوړې شي نو د اټکل له مخې به 50000 زره افغانانو ته په مخامخ ډول نوی دندې او 200000 پورته غیرې مستقیمې دندې برابرې شي. د کرایې ،او د سفر لګښتونه به راکم شي. چې هر کال به 20 څخه تر 30 میلونو ټنو کارګو وړتیا به ولري.د غازي بابا له دورې وروسته لومړی ریل په افغانستان کې 21 ډسمبر کال 2011 کې له حیراتونو څخه مزار شریف جوړ شو.په اوسني وخت کې لومړی اور ګاډی له چین څخه توکي د قزقستان او ازبیکستان څخه په تیریدو تر حیراتان پورې راوړل چې ټول مزل یې 7300 کیلو متره دی او 14 ورځې ونیولې. د افغانستان د ریلوی ادارې د پلان له مخې لومړی د ریللار د هیواد په شمال کې (شیر خان بندر، حیراتان، اقینه، هرات) ورسره سویلي زون (کندهار سپین بولدک) هیله ده چې تر 2020 پورې پوره شي د ختیز او لویدیز برخه تر کال 2025 پورې او مرکزي شمالختیز او مرکزي برخه تر 2030 پورې ورغوی.د مزار او حیرتانو د ریللار اټکل 165 میلونه ډالره، کایف هرات 141.8 میلونه ډالره،پينځو هیوادونو ریللارې دهلیز دوه میلیارده ډالره او د افغانستان ،تاجیکستان او ترکمنستان 810 میلونه ډالر اټکل شوی دی. چې ملګري یې په دې برخه کې د اسیا پراختیايي بانک، چین، ایران، ايټالیا، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان ،امریکا او ازبیکستان دي.

      1. د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د گډې ریل پټلۍ: د مرکزي اسیا هیوادونو د پينځه وچې پورې تړلي هیوادونه له ډلې به له دریو سره ددې ریل له لارې تړل شي د مرکزي اسیا هیوادونه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو څخه را په دې خوا په دې نه دي بریالي شوي چې له خپلو طبیعي سرچینو څخه په بشپړه توګه ګټه واخلي خو له بله اړخه افغانستان په دې هڅه کې دی چې د ځان د مرکزي اسیا او سویلي اسیا ترمنځ د پله په بنه ظاهر کړي.خو اوس مهال افغانستان په دې هڅه کې دی چې چین، مزکزي اسیا، منځنی ختیز او سویلي اسیا سره وتړي.

خو په کال 2013 کې د دریو هیوادونو ترمنځ د ریل دا لیکه پرانیستل شوه په دې موخه چې مرکزي اسیا له نړیوال بازار سره په اسانه او ګټوره لار د هند د سمندرګي له لارې سره ونښلول شي.635 کیلو متره ریل لار چې اتا مراد،امان نظر په ترکمنستان کې په افغانستان کې اقینه،اندخوی، شبرغان، مزار شریف، خلم او قندروز کې او بیا پنج پایان او کلو زاباد په تاجکستان کې سره ونښلوی چې ټول اټکل شوی لکښت یې 20 بیلونه ډالره کيږي ترکمنستان خپله ریل لیکه په بشپړه توګه په کال 2016 د نومبر په 28 افغانستان سره خلاص کړه چې ترکمنستان ولسمشر او افغانستان ولسمشر له خوار پرانیستل شوه. ددې پروژې عملي کیدل د دریو هیوادونو لپاره ډیر مهم دي.د دریو هیوادونو په اقتصادي تړليتا او اقتصادي وده او د ټرانسپورټ په برخه چې اوسمهال یې کچه ټیټه ده مرسته وکړي او افغانستان د سیمې انظمان له نړیوال بازار سره مرسته وکړي.له بله اړخه تاجیکستان هم په ازبکستان په ټزانزيت کې تکیه لري چې د اوبو پر ستونزې دوی هم نړیوال بازار کې له خنډ سره مخامخوي.

د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې چارواکي وايي د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د گډې ریل پټلۍ د لومړنۍ څیړنې پایلې بشپړې شوې او تمه ده چې د روان کال تر پایه یې بنسټیزه سروې هم بشپړه شي. دغه پروژه چې نژدې یو میلیارد ډالر لگښت لري، د چارواکو په وینا د افغانستان د کانونو د را ایستلو او ترانزیتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخو کې ډېر اقتصادي ارزښت لري. له کابله سمیع الله موسی زی په خپل رپوټ کې وايي د ۶۳۵ کیلو متره په اوږدوالي د ریل پټلۍ چې افغانستان، تاجکستان او ازبکستان سره نښلوي په افغانستان کې یوه له مهمو بنسټیزو پروژو گڼل کیږي. ددې پروژې ډیری د افغانستان په خاوره کې ده چې اوږدوالی یې ۴۹۵ کیلو مترو ته رسېږي. د افغانستان د ریل پټلۍ د عمومي ادارې رئیس محمد یما شمس وايي د دغې سترې پروژې لومړنۍ څیړنې بشپړې شوې او تمه ده چې د روان زیږدیز کال تر پایه یې اساسي څیړنه هم بشپړه شي. ښاغلي یما زیاته کړه ددغې ریل پټلۍ ۹۰ کیلو متره د ترکمنستان په خاوره کې ده چې نژدې د دریمې برخې بدنه یې بشپړه شوې او د افغانستان پر لور د دغې پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي. په افغانستان کې د دغې سترې بنسټیزې پروژې مالي لگښت د آسیا پراختیايي بانک په غاړه اخیستی. د ریل پټلۍ دا کرښه د آقینې، اندخوی، شبرغان او مزار شریف له مسیره تېرېږي او د شیرخان بندر له لارې د تاجکستان تر پولې رسېږي. افغان چارواکي وايي ددې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د سیمې هیوادونو ترمنځ په یوه مهمه ترانزیتي لاره بدل شي. د دوی په وینا ددې پروژې پلي کول به د افغانستان ځايي تولیداتو ته د لیږد او صادرولو او زمینه برابره کړي. د افغانستان د فوایدي عامې وزارت چارواکي وايي ددې کرښې په مسیر کې د طبیعي زیرمو ستر کانونه هم شته چې د استخراج په برخه کې به یې ډېر گټور تمامه شي. د دغې پروژې تړون تېر کال د ترکمنستان په پلازمینه عشق آباد کې د درې واړو هېوادونو د ولسمشرانو له خوا لاسلیک شو.

د افغانستان، تاجیکستان، قرغیزستان، چین او ایران ترمېنځ د اورگاډي پروژه:

      1.  دا پروژه د پینځو هیوادونو ترمنځ ګډه پروژه ده چې ورته د پینځو هیوادونو د ریل دهلیز وايي یا پینځه ملته ریل دهلیز وايي چې موخه یې د سیمې هیوادونو ترمنځ د کاروبار پراختیا او د سیمې ثبات دی.دا دهلیز به چین له ایران سره ونښلوي چې 2100 کیلو متره ده چې له افغانستان تاجیکستان او قرغیزستان څخه به تیر شي چې ددې له جملې 1148 کیلو متره به د افغان له خاورې د قندوز، بلخ، جوزجان، فاریاب بادغیس او هرات له ولایتونو څخه تیر شي.چې د افغانستان برخه پيسې به د اسیا پراختیايي بانک له خوا ورکړل شي چې دا به له افغانستان مرسته وکړي چې د ایران چاه بهار او بندر عباس نور هم لار اسانه کړي او سوداګري کې به اسانتیا رامینځته کړي. چې په سیمه کې به په اقتصادي اړیکو او ټرانیزيټ په برخه کې نوره اسانتیا هم رامینځته کړي ،په سیمه کې پانګونه هم ډيره شي. په همدې ډول به پينځو هیوادونو ریل دهلیز به چین او کامن ویلټ خپلواک هیوادونه به له اروپا سره د ایران او ترکیې له لارې ونښلول شي.افغانستان به له دې دهلیز څخه په اقتصادي، سیاسي او ټولینزه برخه کې يډره ګټه ترلاسه کړي.

د پینځو هیوادونو ریل دهلیز باندې د ایکو سازمان 25 غونده کې چې د ایران هیواد به تهران کې پرې بحث تر سره شو. په همدې ډول د لوړ پوړو چارواکو خبرې هم 2014 زیږدیز کال په ډسمبر په تاجیکستان کې ترسره شوی خو پرمختګ يې ورو دی. خو چارې یې لا تر اوسه روانې دي .

      1. افغانستان او ایران ترمنځ د اورگاډي پټلۍ

دغه پټلۍ چې د ایران د خواف نه بیا تر هراته غځول کېږي ۱۳۰ کیلو متره واټن لري، چې چارې یې په ۱۳۸۵ لمریز کال کې پیل شوې وې خو په وروستي پړاو کې د هرات ښار ته نژدې د دغې پټلۍ د غځیدلو چارې نیمگړې پاتې شوې. د دغې پروژې د یوې برخې لگښت د ایران په غاړه دی. د اورگاډي دغه پټلۍ د افغانستان په خاوره کې ایله تر ۱۳۵ کیلو مترو رسېږي. خو د اورگاډي دغه پټلۍ چې افغانستان له ایران سره نښلوي د هرات په ولایت کې جوړیږي چې د یوې برخې مالي لگښت یې ایران پرې کوي. د افغانستان د اورگاډي پټلۍ د ادارې مشر یما شمس وايي، دواړو خواو هوکړه کړې چې تر راتلونکو شپږو میاشتو به دغه پروژه بشپړه شي. د ایران افغانستان تر منځ د اورگاډي د دغې پتلۍ تر څنگ د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان تر منځ هم د اورگاډي پټلۍ د غځولو پریکړه دوه کاله وړاندې شوې وه، چې ۸۵ کیلو متره یې د ترکمنستان په خاوره او تر درې سوو کیلو مترو په شاوخوا کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې جوړیږي. د شیرخان بندر له لارې افغانستان د تاجکستان سره نښلوي چې په دې توگه افغانستان د اورگاډي د نړیوالې پټلۍ سره هم نښلول کېږي.

پاکستان افغانستان اوسپنۍ لیکه : د پاکستان د تور خم تر بندره اوسپنۍ لیکه جوړه کړې ده او په کال 2010 کې افغانستان او پاکستان د دواړو هیوادونو ترمنځ د د لارو د جوړولو لپاره هوکړه لیک تر سره کړو چې ددې لیکې له مخې د بلوچستان مرکز کويته د ترکمنستان له سرهتبات د قندهار له جنوب او خوجک او پيښور د کابل او ننګرهار له لارې له بلخ سره تړل کیدل. خو له پاکستان سره د اړیکو د خرابوالي له وجې دا پروژه په ټپه ولاړه ده په همدې ډول په دې برخه کې چین هم د مرستې ژمنه وکړه چې تر ټولو لنډ لار هم ده د پيښور او کويټه کې چې د ننګرهار او قندهار له لارې به ټول ولایتونه سره تړي.

ریل په نړۍ کې له مهمو او ارزانه ټرانسپورټ څخه ګڼل کيږي ،چې د نړۍ دسوداګرۍ ډیره برخه د ریل له لارې ترسره کيږي په افغانستان کې ریل ټرانسپورټ لکه څرنګه چې یادونه وکړه ډير کار نه دی ترسره شوی  یوازې د غازي امان الله خان او په وروستیو کې ډاکتر اشرف غني ریل ټرانسپورټ ته پاملرنه وکړه. ریل ټرانسپورټ د هېواد د سوداګرۍ په پرمختګ کې اسای رول ترسره کولای شي.

(Visited 57 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.