The news is by your side.

په افغانستان کې فدرالي نظام او ننګوونې يې‎

0

صديق الله ساحل 
د جواهرلعل نهرو پوهنتون د سياسي علومو د ماسټري محصل

د نظام په جوړښت او ساختار کې تغيير معمول دى دولتونه هيڅکله په يو حال نه پاتېږي او همېش د خلکو له حالت او غوښتنو سره بدلون کوي. ارسطو او افلاطون 400 کاله مخکې له مېلاد څخه د ښاري دولت نظريې طرفدار وو چې د خلکو تعداد ډېر پکې کم و او په مستقيمه توګه به يې د دولت په چارو کې برخه اخيسته او د فيلسوف پاچا په واسطه به اداره کېدل.
تر هغه وروسته فيوډالي نظام او بيا هم د خلافت دور وو په مرور د زمان سره د نړۍ نفوس په زياتېدو شو او خلک په خپلو ځايونو کې د منابعو کمبود سره مخ شول نو د ژوند د تېرولو دپاره نورو ځايونو پلو وخوځېدل او پدې توګه قوي دولتونو ضعيف دولتونه تر خپل تصرف لاندې ونيول او هغه يې خپلې کالونۍ وګرځولې او په هغو يې خپلې امپراطوريانې جوړې کړې.
د ويسټفاليا تر کنفرانس وروسته د مدرنو دولتونو تهداب کېښودل شو چې دې سره امپراطوريانې او مذهبي شخړې لمنځه ولاړې د مدرنو دولتونو بنياد يا شاهي وو يا هم ديکتاتوري او يا ولسواکي “ديموکراتيک” کوم کې چې حکومتونه د ولس په خوښه ټاکل کېږي. ديموکراتيک يا ولسواک نظامونه په خپل نفس کې مختلف قسمونه لري ځينې ديموکراتيک نظامونه رياستي وي لکه د افغانستان، ځينې رياستي فدرالي وي لکه د امريکا، ځينې پارلماني وي لکه انکلستان، ځينې پارلماني فدرالي وي لکه هندوستان. د افغانستان رياستي نظام دى کوم کې چې ولسمشر په مستقيمه توګه د ولس لخوا ټاکل کېږي او ولسمشر د هېواد په ټولو چارو کې د تصميم نيونې وروستۍ مرجع ده او د وسله وال فوځ سر اعلئ قمندان دى، د ولايتونو واليان، سفيران، قاضي القضات وغيره لوړ رتبه دولتي مامورين د ولسمشر په امضاء مقررېږي، وزيران د ولسمشر لخوا ولسي جرګې ته معرفي کېږي او د اعتماد رايې تر اخيستلو وروسته نوموړي د وزارت چارې سمبالوي.
پدې وروستيو کې د افغانستان د نظام په نوع د سياسي ګوندونو تر منځ ناندرۍ را ولاړې شوي دي او ځينې احزاب د رياستي نظام پر ځاى د فدرالي نظام غوښتونکي دي. مخکې لدې چې د افغانستان دپاره په فدرالي نظام بحث وکړو اړينه ده چې فدرالي نظام سره اشنا شو:
د انګليسي فدرالېزم لغت د لاتيني کليمې فيو ډيراټس يا فيوډس څخه اخيستل شوې چې د معاهدې معنئ ورکوي. معاهده د دوه ټولنو تر منځ چې په کې به د يو بل سره د مشترک هدف دپاره ګډ کار کوي د خپلو مختلفو هويتونو په ساتلو سره. يا په ساده عبارت فدرالېزم د مرکز او د ايالتونو تر منځ د واک او قدرت وېش څخه عبارت دى چې په کې واک د يو شخص په انحصار کې نه بلکه د مرکز او هېواد په مختلفو حوضو وېشل شوى وي چې غير متمرکز نظام يې هم بللى شو. د غير متمرکز نظام مهم خاصيت د ليکلي اساسي قانون موجوديت دى چې په کې د واک د وېش او څرنکوالى يې بيان شوى وي او د دواړو مرکز او ايالتونو وظيفې معلومې وي. د هېواد څخه دفاع، بهرني هېوادونو سره اړيکي، اقتصادي وده، د مهاجرينو مسايل وغيره د مرکزي حکومت دندې دي او ايالتي حکومت د اداري خودمختارۍ څخه برخمن وي. دواړه مرکزي حکومت او فدرال د خلکو د رايو په واسطه ټاکل کېږي او هر يو د اساسي قانون په رڼا کې د اختيار ازادي لري او په يو بل يې اتکاء ډېره نه وي او دواړه حکومتونه د خپل تسلط لاندې سيمه کې په مستقيمه توګه د خلکو سره رابطه لري او د هغه ځاى د خلکو تقنيني، اجرايوي، عدلي، او مالي چارې تر خپل کنټرول لاندې نيسي. په ځينو فدرالي نظامونو کې واک په مساويانه توګه د مرکز او ايالتونو تر منځ وېشل شوى وي لکه سويټزرلېنډ او بلجيم خو په ځينو کې مرکز له ايالتي دولت نه قوي وي او ايالتي دولت تر يو حده د مرکز تر لاس لاندې وي لکه د هندوستان فدرالي نظام په همدې وجه د هند نظام ته نيمه فدرالي او يا هم د ايالتونو مجموعه هم وايي.
غير متمرکز دولتونه يا فدرالي نظام په دوو طريقو سره جوړېږي: لومړى په يو ټاکلې جغرافيه کې لوى او واړه ايالتونه د خپل امنيت او ثبات دپاره د يو مرکزي حکومت لاندې سره راغونډېږي لکه د امريکا، استراليا او کاناډا فدرالي نظامونه. دوهم ډول کې مرکزي حکومت موجود وي خو واک له متمرکز څخه غير متمرکز کېږي او دا د واک وېش يې د ژبې، سمت، مذهب او کلتور په اساس وي لکه جرمني، بلجيم او تر يو بريده هندوستان.
په نړۍ کې شاوخوا 25 هېوادونه د فدرالي نظام درلودونکي دي چې د نړۍ 40% يا 2 بيليونه نفوس تشکيلوي او يويشتمې پېړۍ ته د فدرالېزم د وسعت پېړۍ هم ويل کېږي لکه څرنګه چې شلمې پېړۍ ته د ډيموکراسي پېړۍ او نولسمې پېړې ته د لېبرالېزم پېړۍ ويل کېږي. د يو هېواد يراخ مساحت، د نفوس زياتوالى، او تنوع د نفوس د يو فدرالي دولت د را منځ ته کولو مهم عوامل دي. لکه امريکا د دنيا دريم يا څلورم غټ ترين هېواد دى او 327 ميليونه نفوس لري نو ځکه واک هم په کې د مرکز او ايالتونو تر منځ وېشل شوى. همدا شان هندوستان د مساحت له لحاظه د نړۍ اووم ستر هېولد دى او د نفوس په لحاظ دوهم د 133 کروړه نفوس په لرلو سره. دريم مهم شرط د نفوس تر منځ نا متجانس والى يا تنوع د خلکو تر منځ ده. کله چې په يو هېواد کې مختلف قومونه، مختلفې ژبې، مختلف مذاهب، او مختلف کلتورونه وجود ولري نو د دې دپاره چې هر يو خپل شناخت وساتلى شي او په صحيح توګه خپل مذهبي او کلتوري مراسم په ازاد زړه تر سره کړي او په خپله ژبه زده کړې وکولاى شي نو واک د مرکز او ايالتونو تر منځ وېشل کېږي تر څو هر مليت خپل حقوق تر لاسه کړاى شي. په هندوستان کې تقريبا 1600 ژبې ويلاى کېږي په هر څو کيلو مترو کې يو نوې ژبه ويلاى کېږي خو 22 ژبې يې په رسميت پېژندل شوي د اساسي قانون پواسطه،ډېرى وخت د يو ايالت خلک د بل ايالت په ژبه نه پوهېږي. همداسې مذهب فرق کوي 80%خلک يې هندوان دي باقي نور مسسلمانان، عيسويان، بودايان وغيره دي او هر يو خپل مذهبي ااو کىلتوري ورځې لري او لمانځي يې هم نو ځکه خو کله په يو ايالت کې مذهبي يا د کلتوري ورځ رخصت وي بل ايالت کې نور مال ژوند روان وي دفترونه، پوهنتونونه هر څه خلاص وي نو پدې اساس واک د مرکز او ايالتو تر منځ وېشل شوى وي تر څو هر څوک په ازاده توګه خپل مذهبي ااو کلتوري مراسم تر سره کړي او هم په خپله ژبه زده کړې و نه کړي.
اوس ګورو چې ايا افغانستان نظر دغو شرايطو ته فدرالي نظام جوړولاى شي که نه او که افغانستان غير متمرکز نظام جوړ کړي څه عواقب له ځان سره لرلاى شي: لومړى دا چې افغانستان نظر هغو هېوادونو ته چې فدرالي نظام لري ډېر کوچنى دى او د نړۍ 41 نمبر هېواد دى د مساحت ل مخې او ټول نفوس يې 3,5 کروړه په شاوخوا کې دى کوم چې د هند د اتر پردېش ايالت څخه پنځه برابره کوچنى دى نو د واک وېش د مرکز او ولاياتو تر منځ د مساحت او نفوس له مخې بيخي نا مناسب دى او دومره وړوکى هېواد د مرکزي حکومت پواسطه ښه اداره کېداى شي. د نفوس تنوع يې دريم علت دى او دې کې شک نشته چې افنستان د مختلفو مليتونو پښتون، تاجک، هزاره، ازبک ګډ کور دى خو دا تنوع تر دې حده نده چې د کوم قوم د ورکېدو باعث شي او يا دې هم يو د بل سره د دوى ګوزاره ګرانه شي ځکه د هېواد 99% وګړي مسلمان دي او د دوى کلتور، رسم او رواج، د مذهبي مراسمو لمانځل لکه اخترونه، عبادات، ملي ورځې لکه د ازادۍ ورځ لمانځل، نوروز لمانځل ټول سره ورته دي او د هېواد اکثريت نفوس په پښتو او دري دواړو او يا يو يې روانې خبرې کوي نو د ژبې د اختلاف هم کوم ګنجايش نشته کوم چې فدرالېزم ته لار هواره کړي.
دريم مسئله دا ده چې افغانستان يو جنګ ځپلى هېواد دى او له څلورو لسيزو په کې جګړه روانه ده کوم چې د افغانستان نظام کمزوره کړى، د شوروي سره په جګړه کې هېواد د جنګسالارانو په امن خونه بدل شو او هر کونج او ګوټ کې جنګسالاران موجود دي کوم چې تر اوسه په ټولنه کې پراخ نفوذ لزي او هر يو په پوره پيمانه وسله او مهمات لري نو د واک په غير متمرکز کېدو سره به همدا خلک په ريجنل لېول د واک تر لاسه کوونکي وي او د دوى مخ په ډېرېدو واک او ځواک به نه يواځې د مرکزي حکومت اهميت کم کړي بلکه د مرکز او اياالتي حکومت تر منځ به د اختلاف په صورت کې د جګړې باعث هم ګرځي او پدې توګه به هغه ورځ لرې نه وي چې مونږ به د هېواد په شمال کې بېله امپراطوري ولرو په جنوب کې بېله په شرق او غرب کې بېله او هېواد به يو ځل بيا د انارشۍ او خود سرۍ طرف ته ور روانېږي.
کله چې د 2001 کال د دسمبر د مياشتې په 22 نېټه د بن کنفرانس کې حامد کرزى د مٶقتې ادارې مشر وټاکل شو واک په قومي لحاظ تقسيم کړاى شو د جنګسالارانو تر منځ. پدې توګه د کورنيو جګړو عاملين د افغانستان د نوي ديموکراتيک نظام سياسي نخبه ګان شول او هر يو د خپل قوم په استازيتوب له دولت نه امتيازات تر لاسه کړل او قومي تعصباتو ته په لمن وهلو سره يې نه يواځې د قوم ټېکه داران شول بلکه د دولت غوښينه برخه هم دوى ته په لاس ورغله. د فدرالي نظام غوښتنه هم د همدې قومي سياست او په قومي لحاظ د واک د وېش تسلسل دى چې شايد په آينده کې د قومي نشنلېزم باعث وګرځي او اخر يې د ژبې يا مليت په اساس د جدايي او تجزيه طلبۍ په تحريکونو بدل شي.
اخري نقطه د مالياتو د محصول په هکله بايد اضافه کړم په اوسني مرکزي حکومت کې د ګمرکونو ماليات مرکزي حکومت ته راځي او مرکزي حکومت يې ولاياتو ته د هغوى د نفوس، اداري تشکيلاتو او انکشافي پروګرامونو په اساس تقسيموي خو که نظام غير متمرکز شي سرحدي ولايات د ګمرکاتو عوايد ځان ته اخلي دولت ته يې نه ورکوي نو پدې سره به ځينې ولايات ښه وده وکړي خو ځينې نور به وروسته پاتې شي يعنئ د ولاياتو د پرمختګ تر منځ به موازنه نه وي برابره. او دا دې هم امکان ولري چې د مختلفو ولايتونو تر منځ په منابعو او اوبو شخړې را ولاړې ځکه پ فدرالي نظام کې هر ايالتي حکومت ددې کوښښ کوي چې خپلې اوبه او خپل منابع د خپل ولايت دننه استعمال کړي چې د حکومتداري او قدرت داسې وېش له خطرو او شخړو خالي ندي.
له پورته بحث څخه همدا اخذ کېږي چې د افغنستان وضعيت د واک د غير متمرکز کولو دپاره مناسب ندى بلکه يو قوي مرکزي حکومت کولاى شي چې هېواد له شته شتونزو او مشکلاتو بهر وباسي او خپلو خلکو ته د يو سوکاله او ارامه ژوند راوستلو کې مرسته وکړي.

(Visited 84 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.