The news is by your side.

په تذکره کی د مور د نوم لیکل او د خلکو غبرګونونه

زمری محقق

0

 په دی ورستیو وختونو کی په ډلیزو رسنیو کی ( په تذکره کی د مور د نوم د لیکنی ) پر موضوع باندی پراځ بحثونه کیږی . د بیلګی په توګه مولوی سید اکبر آغا وایی چی : « د مور نوم په تذکره کی لیکل د افغانانو د پاره او د اولس لپاره بی ننګی او بی ناموسی ده . دا خبره په کابینه کی پاس سوی خو پارلمان ته ځی .» چی مخالیفو او موافقو دواړو خپل اندونه څرګند کړی او بیلا بیل غبرګونونه یی ښودلی دی . دی کی شک نشته چی زموږ په سنتی اود نړی د کاروان څخه ورسته پاته ټولنه کی د تاریخ په اوږدو کی د هرنوی شی او پدیدی سره غبرګون او مخالفت ښودل سوی دی د بیلګی په توګه په ابتدا کی خلکو بایسکل، راډیو ، تلویزیون او داسی نور ته د کفری او شیطانی وسایلو په سترګه کتل او د هغو د استعمالولو څخه یې ډډه کول . نو د لومړی ځل لپاره د مور، خور یا ماندینی نومونه یادول او په رسمی اسنادو کی د هغود لیکلو په مقابل کی د خلکوغبرګون هم د توقوع په خلاف کوم نوی خبره نه بریښی .

زموږ په قبلوی ټولنه کی چی لا تراوسه (نارینه سالاری) حاکمیت لری او د ننګ او ناموس تر عنوان لاندی د ښځود نوم یادول د شرم خبره ګڼل کیږی . حتا زموږ یو شمیر منوراو د علم ، پوهی څښتنان لاهم د وروسته پاته افکارو تر اغیزی لاندی راغلی او وایی چی زموږ په سنتی او قبلوی ټولنه کی د ښځود نوم اخستل حتا په مجلسونو کی هم د شرم او بی عذتی خبره ګڼی . دوی ددی پر ځای چی د ښځو په هکله د خلکوهغه لرغونی ذهنیت چی څلور زره کال مخکی کی د همورابی او بابل په لرغونو مدنیتونو کی حاکم ؤ ته د پای ټګی کښیږدی ، له بده مرغه دوی هم د نارینه د د حاکمیت په پلوی، د ښځو د نامه په یادولو باندی شرمیږی . د تاریخ د پاڼو څخه ښکاری چی یو وخت چی په ټولنه کی آزاد جنسی روابط (پولی ګامی ) موجود وه نو به طبعآ د اولادونو پلار معلوم نه ؤ یوازی مور به یې معلومه وه نو په دی صورت کی د نسب او توکم سلسله هم په مور پسی تلل چی دغه دوران ته د مورواکی دوره هم وایی خو د ټولنیز تکامل په نتیجه کی بیا د واحد ازدواج یعنی د یوی ښځی او د یوه سړی ازدواج (مونو ګامی ) رواج سوه چی نسب هم په پلار پور وتړل سوو او د پلار واکی دوران پیل کیږی . خو دا په دی معنا نه ده چی د ښځی یا مور حقه حقوق دی تر پښو لاندی سی . نو نن ورځ په یوویشتمه پیړی کی چی د ښځو او نارینه د مساوی حقوقو ادعا کیږی آیا دا واقعآ د ښځو سپکاوی وګڼو چی په تذکره کی یی نوم ولیکل سی؟

موږ چی د نازو انا ، زرغونی انا ، رابعه بلخی ، د میوند ملاله ، دامان الله خان ماندینه ملکه ثریا او داسی نور د ویاړ وړ ښځو نومونه په تاریخونو کی را غلی دی نو دا د شرم خبره ده ؟ اوکه د دینی او اسلامی پلوه وګورو هم موږ وینو چی په یوشمیر معتبره اسلامی کتابونو او حدیثونو کی د پیغمبر رسول الله (ٌص) د ماندینو نومونه لکه بی بی خدجه ،. بی بی عایشه ، بی بی عاصیه او نورو، نومونه ‌ذکرسوی او د مور نوم یې هم بی بی آمینه یاد سوی دی .نو په اسلام کی هم د ښځو د نومونو یادولو په هکله کوم ممانعت نه دی ذکر سوی . ځینی نور بیا دا کار په دی خاطر نه خوښوی چی یو خو یی زموږ خلک نه منی او زموږ په عنعنوی ټولنه کی یی دعام اولس د نظر سره سون نلری او وایی چی په اوسنیو شرایطو کی یی نه یوازی دا چی اړتیا نسته ، بلکی د سر شمیرنی د احصآیو په را ټولو کی ستونزی هم رامنځ ته کوی ځکه چی په تیره بیا پښتانه د مور نوم په تذکره کی نه خوښوی نو ښایی چی دوی تذکره وانه خلی او په دی ډول د سر شمیرنی په احصاېیو کی یی ونډه لږ او حقوق یې پایماله سی .

په داسی حال کی چی په اسنادو یا تذکره کی د ښخی د نوم د نشته والی په صورت کی د یوزیات شمیر ښځو حقوق پایماله کیږی د مثال په توګه موږ ډیر داسی کیسونه لرو چی یوه ښځه په یوه هیواد کی د ګډوالی یا مهاجری په توګه قبوله سوی خو څرنګه چی میړه یې په جنګونو کی لادرکه سوی وی ، څرنګه چی په تذکره کی یوازی د پلار نوم یاد سوی وی نو مور نه سی کولای چی دا ثابته کړی چی دا د دی اولاد دی ، له همدی امله زوی د ځان سره نه سی بیولای . اویا هم ډیر وختونه داسی هم سوی دی چی د میړه تر مړینی وروسته ما شومان په زوره د مور څخه اخیستل سوی دی دا ځکه چی په اسنادو کی ددی نوم نشته او د مور والی ثبوت یی هم ګران کار دی . په دی ډول نو داسی زیات مسایل سته چی په تذکره کی د مور د نوم د نه لیکلو په صورت کی د ښځو په تیره بیا د مور د حقه حقوقو د پایماله کیدو سبب ګرځی چی یادونه یې د دې لنډ بحث د حوصیلی څځه وتلی ده . ښایی ځینی کسان ووایی چی د بهر په پرمختللو هیوادونو کی هم د هویت په کارډونو کی د مور نوم نسته ، رښتیا هم نه یوازی د مور بلکه د پلار نوم هم نسته دا ځکه چی په دغو هیوادو نو کی هر څوک ځانته ځانګړی د cpr په نوم لمبر لری چی د شخص ټوله سجل او صوانح ورڅځه معلومیدای سی . نو راځی چی نور دغو زاړو او بی ځایه روجونو د له منځه وړلو په لاره کی خپلی هڅی لا پسی پیاوړی کړو څو وکولای سوچی زموږ میندی او خوندی چی د ټولنی سم نمیایی برخه جوړوی ، د نارینو سره د مساوی دحقوقو په ور کولو سره یې عزت او درناوی وکوو. په درنښت ز . محقق

(Visited 61 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.