The news is by your side.

په روژه کې د خوړو غذایي ارزښت ته پام وکړئ نه، ډېروالي ته!

0

ژباړه : حمیدالله حمیدي
د روژې مبارکه میاشت د خدای پاک د مېلمستیا میاشت ده. دا چې دغه میاشت د کلونو په تېرېدو سره په بېلابېلو فصلونو کې راځي، نو څومره چې ورځې اوږدېږي او ګرمي زیاتېږي، نو غذایي ارزښت هم پکې دوه برابره کېږي. د دې لپاره چې د معدې له ناروغیو او ستونزو سره مخ نه شی، باید په روژه ماتي او پشلمي کې داسې خواړه وخورئ چې غذایي ارزښت یې یو څه زیات وي، څو مو د ورځې په اوږدو کې د بدن انرژي دومره پوره کړي، چې تر بل روژه ماتي پورې ورسېږی.
په روژه کې د بدن د اوبو کمښت روژه نیوونکي له ستونزو سره مخ کوي، ځکه د سهار له اذانه د ماښام تر اذانه پورې بدن ته خواړه نه رسېږي او بل دا چې پشلمي ته پورته کېدل، هم انسان بې خوبه کوي. بې خوبي او د بدن د اوبو کمښت دواړه چې سره یو ځای شي، نو د سخت سردرد لامل کېږي.
د سنګاپور د عمومي روغتون د تغذیې د برخې متخصص ډاکټر وایي، که په روژه کې مناسب خواړه او څښاک مصرف کړی، کولی شی چې په اسانۍ سره روژه ونیسی او هېڅ ستونزه درته پېښه نه شي.
۱- پشلمي ته ارو مرو پورته شئ
له روژې پرته سهارنۍ د ورځې په اوږدو کې تر ټول ډېر ارزښت لري، خو په روژه کې بیا د پشلمي ارزښت دوه برابره کېږي. ډېری کسان پشلمي ته په را پورته کېدو خوب ته ډېر ارزښت ورکوي، خو دا له ځان سره جفا ده. له یوې خوا له ټاکلي ثواب څخه ځان محروموي او له بلې خوا یې روغتیا ته زیان اوړي.
۲- په روژه ماتي ډېر خواړه مه خورئ
لکه څنګه چې مو مخکې وویل، ارو مرو د پشلمي لپاره پورته شئ؛ ځکه که پشلمی ونه کړی، د ورځې په اوږدو کې ډېر وږي کېږی او هغه ده چې په روژه ماتي باید ډېر خواړه وخوری. په یو ځل ډېر خواړه مو بدن ته زیان رسوي. هڅه وکړئ چې په روژه ماتي کې د خوړو انډول وساتی. لږ، خو با ارزښته خواړه وخورئ، نه د یوې مېلمستیا په څېر. ډېر او غوړ خواړه مو د هاضمې سیسټم خرابوي. د ماښام له لمانځه وروسته په ارامۍ سره ډوډۍ وخورئ او له هرې ګولې یې خوند واخلئ.
۳- څومره چې کولی شی اوبه وڅښئ
د اوبو له ګټو خو ښه خبر یاست. څومره چې کولی شی له روژه ماتي تر پشلمي اوبه وڅښئ، خو په دمه دمه. د ډېرو اوبو څښل د ورځې په اوږدو کې د بدن د اوبو د کمښت خطر کموي. لږ تر لږه له روژه ماتي تر پشلمي پورې باید اته ګيلاسه مایعات وڅښئ. مایعات کېدای شي اوبه وي، د بېلابېلو مېوو جوس وي، شیدې وي، شربت او یا هم سوپ وي. خو هغه څښاک چې په ترکیب کې یې کافئین وي، لکه: قهوه، چای او نوشابې له څښلو یې ډډه وکړئ؛ ځکه دغه مایعات د زیات ادرار لامل کېږي او بیا هغه ده چې د بدن د اړتیا وړ اوبه نه شي پوره کولی.
سالم او متعادل غذایي رژیم، د ښې روژه نیونې لپاره کیلي ده. په روژه کې د نورو میاشتو پر خلاف کورنۍ ټول یو ځای ډوډۍ خوري. هڅه کوي چې په روژه ماتي او پشلمي دواړو کې د خپلې خوښې خوندور خواړه تیار کړي. نو ښه ده چې داسې غذایي رژیم برابر کړی، چې ارزښت یې یو څه زیات وي او له پشلمي تر روژه ماتي پورې مو ورسوي.

(Visited 14 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.