The news is by your side.

په شرعي نصوصو کې د جبر او اختیار مساله/ زبیر افغان

0

د جبر او اختیار په اړه یوازې شرعي نصوص بحث نه کوي، بلکې د مذهب له دایرې بهر فلاسفه‌وو هم بحث پر کړی دی. دا مساله له وخته ډېره جنجالي ده، خو کله چې د مذهب په نصوصو کې په دې اړه ظاهراً متفاوت نصوص راځي او بیا ځينې داسې کسان د خپل لید له مخې تعبیر وکړي چې یوازې او یوازې په الفاظو پسې نښلي، نور نه معقولیت ته ګوري او نه منطقیت ته؛ نو خبره نوره هم جنجالي او ډېره پسې ورانه شي.

دا مساله باید په پوره دقت روښانه شي او ټول هغه شرعي نصوص يې په اړه وپلټل شي چې له دې موضوع سره اړه لري او داسيېیو تعبیر يې وړاندې شي چې خلک پکې ورک نه‌شي، په دنیوي ژوند کې د ستونزو سبب نه‌شي، نصوص تر خپل منځ سره ټکر نه‌شي او خلک لا بې‌لارې نه کړي.

دې مسالې له ډېرو کسانو سخت لټان جوړ کړي دي، دوی ته چې کله د انساني هڅو خبره ور یاده کړې؛ نو وايي؛ «خدای چې څه لیکلي وي هغه کېږي!» په داسې حال کې چې نه يې د خدای مطلب درک کړی دی او نه د دنیاوي ژوند په اصولو پوه شوي دي. څوک چې نه دین فهمولای شي او نه د ژوند اصول؛ نو په دې خدای ملامت دی؟ زموږ مشکل دا دی چې د خدای مسوولیتونه خلکو په خپل لاس کې اخیستي دي او خپله وظیفه يې خدای ته پرې ايښې ده.

 موږ ته باید دنیاوي کارونه خدای را جوړ کړي او موږ به د خدای دین ورته ساتو! دلته مو ټول کارونه د خدای د ارادې برخلاف کړي دي. انسان ته په ژوند کې دا مهمه ده چې خپل مسوولیتونه مالوم کړي، هغه څه چې د بشر په وس کې وي د هغو په اړه خپلې هڅې دوامداره کړي، په دې هم باید پوه شي چې دلته هيڅ شی هم په معجزه نه بدلېږي، بلکې د هر بدلون او تغیر تر شا ځينې لاملونه دي چي له انساني اعمالو سره اړيکه لري. موږ باید په هيڅ صورت له خپله مسوولیته و نه تښتو، دا بې‌همتي ده چې انسان تر وس لاندې کار د خدای پر تقدیر ور اړوي او بس ټوله مساله په دې خلاصه کړي چې همدا مو نصیب وو. دلته نصیب څه مانا لري؟ همدا مو د خپلو کمزوريو او نه هڅو نتېجه وه.

ولې د خپلو کړنو په اړه خدای تر سوال لاندې راولو او ولې د خپل عمل ملامتیا پر بل مخلوق ور اړوو؟ دلته موږ نه یوازې دا چې له خدای سره ظلم کوو، بلکې له خپل ځان سره هم ظلم کوو او تر دې بله بدتره يې دا هم ده چې ټول ځمکني واقعیتونه پټوو او هر وخت هم خپل ځان او را روان نسلونه مو په خیالي دنیا کې پرېږدو چې دا موږ ته د بدې ایینده او تر دې لا هم د خراب اخيرت زېری را کوي، ځکه څوک چې په خپل لاس د دنیا په شته امکاناتو دنیا نه‌شې رغولای؛ نو هغه به د اخيرت د سترو نعمتونو تمه څنګه وکړي او هغه شرایط به يې څنګه پوره کړي؟

زه دلته د قران او حدیثو له ذخیرې په دې پورې اړوند ټول ایاتونه او احادیث نه را اخلم، ځکه دا ټول مقاله نه‌شې ځایولای. یوازې به څو ظاهراً متعارض نصوص را نقل کړم او تر هغه وروسته به د هغو د تطبیق او په دې مساله پورې اړوند هغه دريځ روښانه کړم چې په دې اړه د نصوصو، مطالعې او مشاهدې له مخې ما خپل کړی دی.

د اختیار په اړه قراني ایاتونه؛

وَقُلِ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ «الکهف؛ ۲۹»

ژباړه؛ او ووایه چې حق ستا د رب له خوا دی؛ نو که د چا خوښه وي ایمان دي راوړي او که يې خوښه وي انکار دې وکړي.

ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَى قَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَأَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ «الانفال؛ ۵۳» ژباړه؛ دا له دې امله چې الله پر یوه قوم خپله کړې پيرزوینه نه ترې اخلي ان چې هغوی په خپل لاس تغییر ور نه کړي او بې‌شکه الله اورېدونکی پوه دی.

إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ «الرعد؛ ۱۱» ژباړه؛ بې‌شکه الله د یوه قوم حالت نه تغیروي، څو چې هغوی يې په خپله بدل نه کړي. وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى (39) وَأَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَى (40) ثُمَّ يُجْزَاهُ الْجَزَاءَ الْأَوْفَى (41) وَأَنَّ إِلَى رَبِّكَ الْمُنْتَهَى «النجم؛ ۳۹- ۴۲»

ژباړه؛ او انسان ته یوازې هغه څه دي چې ده يې کوښښ کړی وي او د خپلې هڅې پایله به ژر وګوري، بیا به ده ته پوره جزا ور کړل شي او د هر څه په اړه وروستۍ پرېکړه ستا د رب له لوري کېږي.

دا او دې ته ورته ایاتونه په قران کریم کې نور هم شته، خو د نجم سورت کې دا تګ‌لاره روښانه شوې ده چې انسان ته د هغه د هڅو پایله ور کول کېږي او د خپلو کړو اعمالو بدله به يې تل په برخه وي. تر انساني هڅو او پلانو وروسته فیصله د هغو اصولو ده چې د خدای له لوري ټاکل شوي دي او هغوی د انساني هڅو پر بنسټ منصفانه پرېکړي کوي.

 موږ ګورو چې ویښ او خواریکښ ملتونه نه یوازې دا چې خپل ژوند جوړ کړي، بلکې له نورو ملتونو سره هم د ژوند په سمون کې کومک کوي، مګر لټ او ويده ملتونه نه ځان ته ښه سوکاله ژوند برابرولای شي او نه يې نورو ته خیر رسېږي. یو لور ته انسان هڅې وکړې او د ټاکلو اصولو له مخې يې پایله بریالۍ وه او بل طرف ته انسان لټي وکړه او نتېجه يې هم د هغه په زیان وه، ځکه دا نړۍ د د اسبابو کور دی، کله چې څوک له اسبابو پورته کارونه غواړي؛ نو یوازې د اوبو پر ځای به سراب ويني او څوک چې دلته هر څه په خپل لاس او امکاناتو غواړي وکړي او د دې لپاره تل هڅاند هم وي؛ نو موږ او دوی په ګډه هغه نړۍ وینو چې زموږ لپاره يې تصور هم ګران و.

یو بل لنډ او ساده مثال به يې بیان کړم؛ یو څوک که له غره ځان را واچوي؛ نو پایله يې حتمي مرګ دی، ځکه دلته الهي اصول همداسې تعین شوي دي او که څوک له غره پر یوه لار کته شي؛ نو سالم او روغ به ځمکې ته ولاړ سي. یو کس د ښيښې ګیلاس را اخلي له ډبرې یې وهي، نتېجه ښکاره ده چې ماتېږي او که يې کرار را واخلي په پتنوس کې يې کېږدي جوړ روغ ګیلاس به وي چې د چای یا اوبو لپاره به کار ترې اخلي.

یانې زموږ په بشري اراده پورته بله هيڅ اراده داسې حاکمه نه ده چې موږ يې وچ یو کار ته مجبور کړي يو. که داسې وي نو بیا د جزا او سزا پرېکړي بې‌عدالتي ده. که یو انسان په ماشوم یو ناسم کار په زور وکړي او بیا ماشوم ته سزا ور کوي؛ نو ایا دا عدالت او انصاف دی؟ که انسان د الهي مقرراتو له مخې پر هر ښه او بد عمل مجبور وي؛ نو بیا د جزا او سزا ور کول ځکه بې‌ګټې دي چې په دې یوه کار کې هم د انسان لاس په خپله اراده نه وو، بلکې ورته اړ ایستل شوی و؛ نو سزا یا جزا ولې باید ور کول شي؟

 دلته خدای «ج» ځينې اصول ټاکلي دي، هغوی د انسان د اعمالو له مخې هر ډول پرېکړي کوي. مثلا؛ دوه کسه پر بام ولاړ دي، یو کس د زینې په وسېله ځمکې ته کته کېږي او بل بیا ټوپ اخلي. ماشوم هم په دې پوهېږي چې لومړی به روغ کته شي او دویم که مړ نه‌شي؛ نو د بدن کوم غړی خو به يې حتمي ماتېږي. دا د هغو مقرارتو پرېکړه ده چې په دې نړۍ کې خدای تعین کړي دي. له دې امله خدای «ج» ویلي دي چې هيڅ پاڼه د هغه له ارادې پرته نه رژېږي، یانې د رژېدا لپاره لاملونه شته، کله چې هغه عامل را منځ ته شي؛ نو پاڼه په خپله لوېږي، دلته خدای په هره پاڼه د لوېدو امر نه کوي، بلکې اصول دي چې خدای ټاکلي دي؛ نو ځکه يې خدای ځان ته نسبت هم کوي.

د جبر په اړه ځينې ایاتونه؛

قُلْ لَنْ يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَانَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ «التوبه؛ ۵۱» ژباړه؛ ووایه موږ ته یوازې هغه څه رسېږي چې الله راته لیکلي وي، هغه زموږ مرسته کوونکی دی او مومنان دې یوازې پر الله توکل وکړي.

وَمَا تَشَاءُونَ إِلا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ «تکویرـ ۲۹»  ژباړه؛  په دې ايت کې له لیکلي هماغه مقرارت هدف دي چې الله په دې دنیا کې وضع کړي دي او دا نظام د هغو اصولو له مخې روان دی. انسان ته په کار دي چې له دې اصولو سره ځان برابر کړي هغه څه وکړي چي په ګټه يې وي، نه داسې کړنې چې زیان ورته لري او نه دې هم د تقدیر او قضا له امله لاس تر زنې کېني.

د قضا او قدر په اړه له ایمان سره سره پر دې حقیقت هم سترګې نه‌شو پټولای چې شریعت انساني واک یا اختیار محدود کړی نه دی او نه يې انسان مجبور کړی دی. قران کې د قدر په اړه راغلي؛

وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا عِنْدَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلَّا بِقَدَرٍ مَعْلُومٍ «الحجرات؛ ۲۱»

ژباړه؛ او له موږ سره د هر شي پرېمانه خزانې دي او موږ هر شی په مالومه اندازه نازلوو. نه په هر شي تر پيدایښت یا وجود مخکي الهي علم له اختیار سره ټکر دی، قران وايي؛

وَعِنْدَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِنْ وَرَقَةٍ إِلَّا يَعْلَمُهَا وَلَا حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الْأَرْضِ وَلَا رَطْبٍ وَلَا يَابِسٍ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ «الانعام؛ ۵۹»

ژباړه؛ او له ده سزه د پټو کیلۍ دي چې یوازي دی علم پرې لري، دی د وچې او سمندر په شیانو هم علم لري او هيڅ پاڼه نه لوېږي، مګر دی پرې علم لري، نه د ځمکې په تاریکیو کې یوه دا نه شته او نه لوند یا وچ، مګر په مبین کتاب «لیکلي» دي.

الله «ج» د یوه شي تر وجود مخکي پر هغه علم لري، د هر کار لپاره يې اندازه کړې ده او د دې اندازې لپاره يې خپل مقرارت ټاکلي دي، الله یو چا ته هر څه د هغه د هڅو او بریالیو پلانونو په مټ ور کوي چې همدا يې تقدیر دی. د تاریخ په کتابونو کې راغلي چي عمر فاروق «رض» شام ته روان و چې د وبا خبر ورته راغی. هغه تر مشورې وروسته پرېکړه وکړه چې شام ته به نه ځي او بېرته به ګرځي.

 یو چا پوښتنه ترې وکړه چې ته د الله له قضا تښتې؟ ده ورته وویل؛ موږ د الله له تقدیره د الله بل تقدیر ته تښتو. هدف يې دا و چې د الهي مقراراتو له مخې که هر څوک د مرض په ځای کې پاته شي؛ نو هغوی ته میکروب سرایت کوي او ناروغ به شي او که څوک له دې ځایه ځان وساتي؛ نو خوندي به شي، دواړه د الله اصول دي؛ نو موږ يې له یوه اصله بل ته پنا وړو.«۱»

د قدر، تقدیر او قضا په اړه هم ځينې بحثونه شوي دي چې ایا دا درې الفاظ توپير سره لري که نه؟ څوک منفي نظر لري او څوک مثبت، خو زه دلته دې لفظي شخړو ته نه ځم. په دې مساله کې هدف باید روښانه شي چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي او ډېر لوی ابهام پکې پروت دی.

زما په اند قدر او قضا له انساني اختیار سره تضاد نه لري. انسان په خپلو هڅو کي تل ازاد دی، مګر د هغه پر کړنو باندې راتلونکې نتېجې قدر او قضا ده چې انسان يې مخه نه‌شي ډب کولای، لکه چې وړاندې يې ما مثالونه بیان کړل، یو څوک د خپل تجارت لپاره ښه محاسبه کوي، هر څه په یوه نرخ اخلي او په لوړ يې پلوري، د هرې ورځې تغیر ته يې متوجه وي او پر خپل مال پام کوي؛ نو حتمي خبره ده چې ګټه به يې تر لاسه کړي.

 بل هم عیني تجارت کوي، مګر د لومړي په شان يې چارو ته لازمه پاملرنه نه کوي، پایله به يې یوازې خساره وي. دا د هغه پر عمل مرتبه نتېجه ده چې په کتاب الله کې ورته تقدیر ویل شوي دي. دا نتېجې دلته د شته اصولو په مټ را منځ ته کېږي او هيڅ چاره ترې نه‌شته. دلته یوه پوښتنه بله هم پيدا کېږي چې ایا الله د خپلو ټاکلو اصولو پابند دی او که يې مخالفت کوي؟

زه چې څومره په شرعي نصوصو کې مالومات لرم؛ نو په دې اند یم چې الله د خپلو اصولو پابند دی. الله تعالی له خپلو ټاکلو اصولو مخالفت نه کوي، خو د دې دا مطلب نه دی چې الله يې وس نه لري، بلکې وس يې لري، مګر هغه هم الهي اصول دي، اصل د وعدې یا ژمنې په شان دی چې هغه له خپلو وعدو نه اوړي. «فاطر؛ ۴۳»

الله تعالی څو واره یادونه کړې چې پخوانيو قومونو ته د بدو اعمالو سزا ور کول د هغه سنت دي او دا سنت هغه هيڅکله نه بدلوي، له دې په ډاګه مالومېږي چي د قران په اصطلاح کې تقدیر همدغه شی دی چې الله بل ځای په سنت ترې یادونه کړې ده. سنت پر ټاکلو اصولو باندې ولاړې تګلارې ته ویل کېږي چې الله تعالی د دې نظام د برحاله ساتلو لپاره کار ترې اخلي.

زما په اند خو د تقدیر او قضا د اختیاز او ازادي تر منځ منافات وجود نه لري او د جبر او اختیار په اړه ټول هغه مالومات چې ما تر لاسه کړي ول همدغه دي. یانې انسان په خپلو ټولو کړنو کې واک لري او د هغه پر عمل مرتبه نتېجه د هغه د عمل پایله ده چې د الهي مقراراتو له مخې حتماً راتلونکې ده.

(Visited 13 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.