The news is by your side.

په (طب نامه) کې د معاصر طب حقیقتونه

0

پوهنمل سیداصغر هاشمي-

لنډيز:

خوشحال خان د پښتو ژبې هغه حقدار پوهاند دی، چې په ځینو ځایونو کې ورته فیلسوف ویل شوی دی. د ده په ویناوو کې سیاست، تاریخ، فلسفه، جغرافیه، نجوم، ارواپوهنه، سکسولوژي، لوړ فکر، ښوونه او روزنه، طب او همدارنګه هر ډول منځپانګه لري، چې دی په حقیقت کې فیلسوف و.

ده چې په(طب نامه) کې څه ویلي دي، نننی پرمختللی او معاصر طب یې تائیدوي. په ځانګړي ډول د ده سکسولوژي هغه نسخې، چې د جنسي قوت لپاره اړینې دي، نن هم د ازمیښت وړ دي او په یوناني طب کې یې یادونه کېږي. په لیکنه کې د خوشحال هغه نظرونه او فکرونه ښودل شوي، چې په معاصر طب کې د یادونې وړ دي.

سریزه:

په دې لیکنه کې د خوشحال د طبي نسخو او معاصر طب پرتلنه شوې ده. په (طب نامه) کې خوشحال د بادې قوت لپاره لارښوونې کړې دي. د شاتو په هر اړخیزې ګټې غږيدلی دی. د ماهي د غوښې صفت یې کړی دی. د لمانځه طبي ګټې یې ښودلې دي. د حمل په وخت کې میندو ته یې لارښوونه کړې ده. د میندو د شیدو ګټې یې بیان کړي دي او همدارنګه ځینې نورې طبي لارښوونې یې کړي دي، چې نن په معاصر طب کې د تطبیق وړ دي.

د څېړنې اهمیت او مبرمیت:

اکثره څېړونکي او پوهان پوهیږي چې د خوشحال(طب نامه) طبي لارښوونې لري، خو تر اوسه پورې د ده طبي لارښوونې له معاصر طب سره پرتله شوې نه وې، چې په طب کې د ده پيش بیني خلکو ته معلوم شوی وای، چې په دې لیکنه کې د خوشحال طبي نظرونه د معاصر طب سره پرتله شوي، چې اهمیت او نویوالی یې همدا دی.

د څېړنې موخې:

د لیکنې هدف د خوشحال د طب نامې او معاصر طب د رابطې هر اړخیزه شننه ده، چې خان په طب نامه کې د کومو طبي لارښوونو یادونه کړې،  نن یې معاصر طب ثابتوي او په لیکنه کې په ډاګه شوې چې خان بابا لوی طبیب و او د ده ځینې طبي نسخې نن هم د ازمیښت وړ دي.

د څېړنې پوښتنې:

ـ د خوشحال خان طبي نظرونه د معاصر طب سره کومه اړیکه لري؟

ـ په (طب نامه) کې د خوشحال طبي پيش بیني څومره سمه ده؟

د څېړنې مېتود:

په مقاله کې د تشریحي او تحلیلي مېتوده ګټه اخېستل شوې ده او (طب نامه) او نویو طبي څېړنو پرتلنه شوې ده.

متن

خوشحال خټک ماهر طبیب اوحکیم و او د طب او حکمت په میدان کې یې ډیرې د عقل او پوهې نه ډکې خبرې کړي. طب د خوشحال کسب نه و او نه د طب عمومي استعمال ته یې دومره وخت درلود، خو طب په هغه زمانه کې د علم او ادب یوه حصه وه او د ضرورت مطابق دغه علم ضروري وو.

د روغتیا په برخه کې اصلاً د ده تجربه د الوتونکو په برخه کې وه، خو په انساني طب کې یې هم تجربې درلودې.طب نامه د خوشحال خټک منظوم اثر دی.لکه څنګه چې له نامه یې څرګنده ده، په دې کتاب کې د ځینو مرضونو د علاج لپاره یې درمل ښودلي دي.طب نامه د بابا منظوم طبي اثر دی. خوشحال د نورو زده کړو تر څنګ په منظم ډول طب هم نه دی لوستي، خو د خپل وخت د طبي اثارو مطالعه یې درلوده. په طب نامه کې ځینې داسې روغتیایي ویناوې هم شته چې د مانا له مخې د ابن سینا له طبې نظریاتو او افکارو سره پرتله کولای شو.د ابن سینا په طبي تحقیقاتي ویناوو کې کله کله د سر له ناروغیو پیل کوي او په پښو يې پای ته رسوي، چې د خوشحال په ویناوو کې هم داسې خبرې شته. امکان لري چې خان به د ابن سینا د کتابونو مطالعه هم درلوده.(۱)خوشحال د یوناني طب ډیره مطالعه درلوده، خو که چېرې یې خبرې د نننیو عصـري طبي څېړنو سره پرتله کړو، هم یې خبرې تائیدولای شو. د سر درد لپاره یې لارښوونه کړې چې ماهي واخلئ، له هرڅه یې پاک کړئ، هډوکي یې لرې کړئ او دکنځلو په تېلو کې یې پوخ کړئ، کله چې ماهي پوخ شو، په یو لوښي کې یې کېږدئ، چې غوړي ترې وڅاڅي، کوم څه چې په غوړیو کې پاتې شول، د شیشې په واسطه ځینې لرې کړئ، چې غوړي صاف شي او له هغه وروسته یې د مریض په غوږ یا پزه کې وڅڅوئ، نو سر درد به له منځه ولاړ شي. وایې:

«که تازه ماهي څوک واخلي ـ که روهو وي له بهتر* اندرون یې درست خالي کا ـ الایش یې کړه بدر* دمروه په پاڼو ډک شي ـ د ده کېده درست ځیګر»(۲)

همدارنګه هغه ښځې چې حامله دارې وي، بابا ورته توصیه کوي، چې شات او ماهي وخوري او ننني طبي ویناوو هم ثابته کړې ده، چې ماهي غوښه د مور په رحم کې د ماشوم په ذکاوت او استعداد پوره تاثیر لري او هغه مور چې په کافي اندازه ماهي خوري او هغه ویټامینونه چې په کب کې شته په غیر مستقیم ډول د پلاسنټا له لارې ماشوم ښه تغذیه کوي، وايي: «په ماهي په حمل زویه ـ له عسل یې خوراک بویه» (کلیات، ۸۶۲)

خوشحال د کب پر کټو له پورته خبرو سربېره نورې خبرې هم کړي دي. همدارنګه نوي طبي څېړنو ثابته کړې چې د کب غوښه د زړه د فعاليت او د زړه د ناروغيو مخنیوی کوي. همدارنګه د انسان د معافيت سيستم ځواکمنوي. د ماهي غوښه بشپړه غذا ده، د ويټامين ډي، پروتين او ډېر منرالونه (فاسفورس او سلفر) لري. د کب غوښه غاښونو او وريو ته زياتې ګټې لري او ويښتانو ته ځواک وربښي. د ميکروبونو پر وړاندې مبارزه کوي. د وينې کلسترول تنظيموي او د زړه  د ناروغيو مخنيوی کوي. د کب غوښه دماغي دندې ښې کوي او هډوکې ځواکمنوي.د ماهي غوښه د وينې د ټينګېدو څخه مخنيوی کوي، په دې پايله کې انسان ته د کلسترول او ترای ګليسـريت ناروغۍ نه پيدا کېږي. د مور په رحم کې د کب غوښه د ماشوم پر دماغو مثبت تاثير کوي. د مفصلونو د پړسوب مخنيوی کوي. دغه راز د عصبي او عقلي ناروغيو، خفګان، اروايي فشار، وېره، بې خوبي، لېونتوب او ځينو نورو ناروغيو لپاره هم ګټه لري. د جاپان خلک د ماهي غوښه ډېره خوري، نو ځکه د زړه او پوستکي په ناروغيو کم اخته کېږي. خان بابا په طب نامه کې د شاتو په هکله ډېرې خبرې راوړي دي او د ډېرو رنځونو لپاره یې د ښې درملنې لپاره د خوړلو هدایت کړی دی، وايي:

د اوسپنې خيره چې ښه زړه شي، ګبین او شړومبې ورسره یوځای کړئ او په رنځ اخته دې وخوري او (۷)اووه ورځې پرهيز یې لازمي دی او هیڅ کار به نه کوي، وایي:

«وسپـنځرې واخله یاره ـ ورسره شهد هوښیاره*هم خوږې شړومبې دغواکړه ـ هر یو، یو درم پیداکړه*په نهاره دادرې څیزه ـ سره  وخوره ای عزیزه»او نور…(۳)

خوشحال بابا د سپکې او سختې تبې لپاره هم درمل ښودلي، چې زه یې یوازې د سپکې تبې درمل دلته را اخلم. خوشحال وایي چې تورې دانې په ګبین کې واچوه اووه ورځې یې په نهاره وخورئ:

«که دې تبه شي سیکې ـ چې زیړی ګرځې وچ کلک*کلونجي واخله میده کړه ـ نور په شهدو کې سیده کړه*په نهاره یې ته اوخوره! ـ طعام ډېر ساعت پس ته خوره» او نور…(کلیات، ۸۷۲ مخ)

 (سبل) د سترګو یو ډول رنځ دی، چې د سترګو رګونه سره کېږي او اوبه ترې بهېږي. خان بابا وايي که د شهدو غوړي په سترګو کې واچول شي، نو دغه مرض لپاره دوا ده او وايي:

«که له شهدو له روغنه ـ پورې کېږي ده سودمنه*د سبل مرض به ورک کړي ـ د رنځور مرض به سپک کړي» او نور…(کلیات، ۸۷۹ مخ)

کله کله انسان په غیر ارادي ډول باد وهي. دغه مرض د انسان ټول بدن او ځینې وخت نیم بدن له منځه وړي. په دغه وخت کې انسان د ناتوانۍ احساس کوي او نشي کولای چې خبرې وکړي. هغه برخه چې باد وهلې وي له کاره لویدلي وي. خوشحال د یو طبیب په ډول داسې مریضانو ته لارښوونه کوي، چې ګرم ځای کې دې اوسېږي او دغه ځای کې باید تاریکي وي او همدارنګه ګرم شیان دې واغوندي او ګرم شیان دې وخوري. د داسې رنځور لپاره شات هم بهترینه غذا ده او وايي:

«چې د چا باد لقوه شي ـ مخ یې کوږ خوله یې کږه شي* د بیمار ساتنه بویه ـ ګرم ځای تاریک ای زویه* اغوستن دې د پوستین وي ـ او خوراک دې یې انګبین وي» او نور…(کلیات، ۸۶۸ مخ)

ټوخی او زکام بد تکلیف دی، د ټوخي د درملنې لپاره یې هم د شاتو د خوړلو لارښوونه کړې ده. وایي چې که(کرکڼی) له شاتو سره یوځای شي، نو د ټوخي لپاره ښه دوا ده. کرکڼه ځنګلي کوچنۍ بیره ده، اغزن بوټی لري او د سرو سرو دانو درلودونکې ده.وايي:

«ښه پخه کرکڼه ګوره ـ ځنې زړي واخله وروره* هغه زړه ښه وریته کړه ـ آس یې ګډ په ګبینه کړه*د هر ټوخي دارو دا دي ـ چې آسان دارو دي دا دي»او نور…(کلیات، ۸۷۰ مخ)

خوشحال خان د لمانځه د ګټو په هکله زیاتې خبرې کړي دي او همدارنګه په لمانځه کې رکوع، قیام، سجده، تکبیرالله، لاسونه تر نامه لاندې تړل، په سجده کې د لاسونو او پښو د پلو غزیدل او د ملا د مورو حرکات په دې دلالت کوي چې لمونځ جسماني او روحي فایدې لري. په کلیاتو کې راځي:

«چې اول سحر شي پاڅه ـ د مولا و در ته خاصه*اودس وکړه خاص الخاصه ـ خدای ته ودره له اخلاصه*
ته چې نوی وضو وکړې ـ دوه رکعته لمونځ به وکړې*مناجات وکړه مولی ته ـ و شافي علیم دانا ده* اوبه واخله ته له شهره ـ په ګوښه له تمام شهره* اسم دا لوله زر ځله ـ په حضور د زړه په ځله* چې یاحی یا قیوم دی ـ و هر چا وته معلوم دی *دا اوبه ورباندې دم کړه ـ زر یې نوش په هغه دم کړه* سبا بیا وکړه دلبره ـ دا رنګ کار د زړه سره»
او نور…(کلیات، ۸۷۳ مخ)

په پورته نظم کې عبادت د شفا یو ښه لامل ښودل شوی دی او اوس نويو طبي څېړنو په اودس کې پوزې ته اوبه اچول، په خوله کې درې ځلې اوبه اچول، تندې لمدول، پښو وینځل او داسې نورو اعضاوو وینځل خپل خپل ګټې لري. اکثره مسلمانان خپل بچيان په کوچنيوالي کې پر لمانځه ودروي، د ده ګټه دا ده، چې په کوچنيوالي کې د انسان د ملا مورې نرمې وي اوکه د همدې وخته په پورته او ښکته کېدو عادت نه شي، په لوی عمر کې ورته د ملا ناروغي پيداکېږي. په ځینو ملکونو کې د کوچنيانو مشـران د ملا ناروغۍمخنيوي لپاره پرې سپورت کوي.کله چې لمونځ کوونکی پر لمانځه ودرېږي، نو د قيام لپاره لاسونه تر نامه لاندې ږدي، د همدې عمل له امله د نرینه جنسي قوت زياتېږي او د ښځينوو په شيدو کې یوه ځانګړې اغيزه پيداکېږي او په انسان کې د مدافعت قوت زياتېږي، چې د ناروغۍ مخنيوی کوي، خو کله چې لمونځ کوونکی رکوع ته ځي او په رکوع کې پښې مستقيمې او ملا د افقي خط په ډول راشي، نو په لنګيو کې يو مخصوص درد پيداکېږي، د همدې درد له امله په لنګيو، ورنونو، ملا او لاسونو پلې او رګونه سره راکښل(کش)کېږي، چې په دې سره د ملا دردونه، د پښو او ورنونو دردونه، رګ النسا بندونه او داسې نور دردونه له مینځه ځي او همدارنګه سترګو او مغز ته په کافي اندازه وينه رسېږي، چې د هغوی په وظايفو کې ښه والی راځي. په قاعده کې د پښتورګو، پښو، ملا او سينې پلې غځېږي او نرم ورزش په ټول لمانځه کې تر سره کېږي.(۴)

د ماشوم په داخلي او خارجي جوړښت باندې په عام ډول د والدینو او په خاص ډول د مور تاثیرات ډېر وي. د مور ډېر کړه وړه، خوراک څښاک او عادتونه په ماشوم باندې په رحم کې تاثیرات لري. خوشحال خان په طب نامه کې هغو میندو ته لارښوونه کوي، چې د حمل په وخت کې باید درانده شیان جګ نه کړي او ځینې نورې لارښوونې هم ورته کوي، وايي:

«بار چې واخلي ارتینه ـ د فرزندیا ښځینه*نه دې دروند پيټی اخلي ـ نه دې زور کا نه دې ځغلي» او نور…(کلیات، ۸۹۶ مخ)

حامله ښځه باید دروند بار جګ نه کړي. د مور دروند بار جګول په ماشوم باندې په مستقیم او غیر مستقیم ډول تاثیرات لري.د مور دروند کار په ماشوم باندې د پلاسنټا له لارې خپل لاملونه درلودای شي.

«نه دې مار په سترګو ګوري ـ نه دې لوړ په ژور ښوري*نه دې پاس په بام وخېژي ـ نه دې قهر غوسه کېږي» او نور…(کلیات، ۸۹۶ مخ)

بارداره ښځه باید خوشحاله وي او هیڅکله د ویرې او ترس احساس ونه کړي. خوشحالي او خفګان په رحم کې په ماشوم تاثیرات لري، نو له همدې امله خوشحال حامله ښځو ته لارښوونه کوي، چې جګو ځایونو ته ولاړ نه شي. د مور او پلار خوشحالي او خفګان په ماشوم تاثیرات درلودای شي او د دغې بحث لپاره د ودې او یا انکشافي ارواپوهنې علم بحث کړی دی.

«نه دې درومي و حمام ته ـ نه دې زړه کا، تریو طعام ته *چې ترخه او باد انګیز وي ـ له هغو دې یې پرهېز وي*دار چینې دې هم ډېر نه خوري ـ هر طعام دې هم سېر نه خوري» او نور…(کلیات، ۸۹۶ مخ)

د مور ټول خواړه که هغه غذاګانې وي او که مشروبات، په مستقیم ډول د پلاسنټا له لارې ماشوم تغذیه کوي. پروټین داره غذاګانې ماشوم صحت منده کوي او د مور نه خوراک او یا ولږه په ماشوم تاثیرات درلودای شي.

د تورشو شیانو خوړل، بادګینه غذاوو خوړل، ډیر خواږه خوړل او همدارنګه په مړه خیټه ډوډۍخوړل هم انسان ته زیان رسوي. بارداره ښځه باید په اندازې خوراک وکړي.

«په جماع کې دې ځان ژغوري ـ چې پرې زور شي نه دې ښوري*که لطیفه غذا خورینه ـ خوږ هر څېز فایده لرینه*که فرزند ځینې جدا شي ـ هم دا دې یې دوا شي»او نور…(کلیات، ۸۹۶ مخ)

بارداره ښځه باید په یوځایوالي کې له احتیاطه کار واخلي، نرمې غذاګانې وخوري او د ولادت نه وروسته دې قوي او ویټامین داره شیان وخوري.

«له هوا دې ځان ساتینه ـ زغفران دې له عسل خوري*هم دې ما د سپين بصل خوري ـ چې دې ناوې په کور راشي*نصیحت دې ورته دا شي ـ چې اول هفته عزیزه * دا دې نه خوري پينځه څېزه ـ یو تریوڅېربله سرکه ده* یو ګشنیز بل ګندنه ده ـ پنځم څېز ډوډۍ سپوره* چې رحم سوړ کا ای وروره ـ له فرزنده شي مایوسه»او نور…(کلیات، ۸۹۷ مخ)

حامله داره ښځه بایدله یخې هوا ځان وساتي. زعفران او شات ډېر وخوري. د شاتو په اړه قران کریم ډېرې خبرې لري. نن معاصر طب هم د ګبینو په ګټې مهمې خبرې لري.کله چې په یوه کور کې ناوې راشي، نو په لومړیو ورځو کې دې سرکه، ترش شیان، ګشنیز، ګندنه او وچه ډوډۍ ونه خوري. که چېرې دغه پنځه شیان نوې ناوې وخوري، نو حمل جوړولو کې ستونزې پیدا کوي.

«په کار نه ده ښځه شنډه ـ که د وازدو لري ټنډه * چې تر څوارلسو تېریږي ـ ښځه شلو ته رسېږي* په دا منځ لکه نبات ده ـ نبات څه آب حیات ده»او نور…(کلیات، ۸۹۷ مخ)

د کورنۍ د تشکیل او ښځې کولو په وخت کې له ډېرې چاغې ښځې نه ځان وساتو، ځکه چې داسې ښځې د ماشومانو په پیدایښت کې له ستونزو سره مخامخ کېږي او ښه حمل نه اخلي. د څوارلسو او شلو کلونو عمر ښځو ته خان بابا ښې ښځې ویلي دي او د واده لپاره د ټاکلي عمر په منځ کې ښځو انتخاب سم کار دی.

«چې تر دېرشو کالو ورشي ـ نبات نه دي نور شکر شي* تر څلوېښتو چې تېرېږي ـ نور د ګوړې په نرخ کېږي* چې بي بي پنجا ساله شي ـ نور دې کور پرې حواله شي*په جماع عقل زیاتېږي ـ  حرارت د تن پرې کېږي»او نور…(کلیات، ۸۹۷ مخ)

خان په پورته شعر کې ښځو ته لارښوونه کوي، چې د حامله کېدو په وخت کې کوم کارونه وکړي او د ماشوم په ښه پيدا کېدو کې کوم کارونه مهم دي. د مور شېدې حافظه پياوړې کوي. په قران کریم کې ځېنې شیان حرام او ځېنې حلال ګرځول شوي دي. د حرامو شیانو خوړل انسانانو ته زیانونه رسوي او حلال د الله تعالی پيرزویینه او لوریینه ده. ځېنې شیان ډېر ګټور دي، لکه خرما، زیتون، شات، اینځر، شیدې او داسې نور… او همدارنګه ځېنې شیان حرام ګرځول شوي دي، چې خوړل یې انسانانو ته هر ډول ستونزې پیدا کوي. شېدې مکمله غذا ده او د مور شیدې د ماشوم لپاره ډېره ګټه لري. په قران کریم کې راغلي دي، چې میندې باید خپل ماشوم ته پوره دوه کاله شېدې ورکړي. شېدې له ماشومه پرته لویانو ته هم زیاتې ګتې لري، نو له همدې امله خوشحال خان خټک به طب نامه کې د شېدو په اړه وايي:

«تل دې څښي د اوښو پۍـ شپه او ورځ تتۍ تتۍ*خو دا پۍ دې ناږه څښي ـ نه خواړه نه دې اوبه څښي* استشقا هغه زحمت دی ـ چې ګنده تر هر علت دی* لاس و پښې یې وپړسېږي ـ  په رنګ زیړ بلا ښکاریږي * دارو نور د استشقا شته ـ خو د اوښو پۍ رسا شته»او نور…(کلیات، ۸۹۷ مخ)

استشقا یو ډول مریضي ده، چې د انسان لاسونه، پښې او داسې نورې اعضاوې پکې پړسېږي. د هوسۍ شېدې ورته درمل دي. د انسان د داخلي(جنسـي قوت) په هکله خان بهترینې نسخې او لارښوونې لري. له شاتو، زعفرانو او داسې نورو څېزونو علاوه شېدې هم د انسان د بدن لپاره ښه غذا ګڼي او وايي:

«که قوت زیاتوې تل خوره شوده پۍ ـ چې تر دا نه دارو نشته معتبر»

د طب نامې په بل ځای کې د شېدو د ګټو په تړاو داسې وایي چې ادرک او د غوا شېدې دې سره یو ځای شي. د انسان بدن ته ډېره ګټه لري:

«نک چهکنی ادرک دلداره ـ د غوا پۍ سره کړه یاره* تاوده نه پۍ دې اومه وي ـ چې یې څښې قوت ته ښه وي»او نور…(کلیات، ۸۹۹ مخ)

خوشحال بابا د اشتها لپاره وایي، چې لونګ او شېدې سره ګډ کړئ او هر سهار دې وخوړل شي لکه چې وايي:

«شېدې پۍ دوه درې لونګه ـ آس په ګډکړه له فرهنګه* په ناشته یي هر سـبا خوره ـ ښه آعلی دي که تل دا خورې *په زوړوالي به برنایې ـ خورنده به ترهر چا یې»او نور…(کلیات، ۸۹۹ مخ)

شېدې مکمله غذا ده او له ماشوم سربېره هر چاته زیاته فایده لري. د حیواناتو بچیانو لپاره هم ښه غذا د مور شېدې دي او د کوچني ماشوم لپاره هم مکمله غذا د مور شېدې دي. ساینسي او طبي تحقیقاتو ثابته کړې ده، چې د ماشوم لپاره یې د مور شیدې بهترینه غذا ده. همدا شیدې ماشوم له ناروغیو ژغوري او د ماشوم د عمر او سن اړوند مواد پکې موجود دي. د مور شېدې د ماشوم د بدن ټولې اعضاوې په متناسب ډول پیاوړي کوي او غټوي، خو د ماشوم د عصبي سیستم لپاره یې لا ګټه زیاته ده. هغه ماشوم چې د مور د شیدو له لارې تغذیه کېږي، له هضمې او تنفسي مکروبونو پر وړاندې مقاومت کولای شي.کوم ماشوم چې د مور شیدې په کافي اندازه وخوري، نو د قوي حافظې څښتن به وي. ننني نویو طبي څېړنو چې د ماشوم لپاره د مور شېدې بهتره ګڼلي. په قران کې هم راغلي دي او خوشحال په طب نامه کې هم داسې موضوعات شته.

پایله:

خوشحال هغه پوهاند دی، چې وینا یې د هر ډول مضمونه مالامال ده. د ده طب نامه نويو څېړنو ته اړتیا لري، چې زما دغه لیکنه د خوشحال طبي نظریاتو او افکارو پرتلنه د نوي معاصر طب سره ده. د ده په طب نامه کې ځینې داسې مسایل هم شته، چې د نورو پوهنو سره اړیکې لري، چې په مقاله کې د خوشحال د څو بېتونو یادونه شوې ده چې د طب او ارواپوهنې سره رابطه لري.

ماخذونه:

القران کریم.

الحدیث.

۱.ډاکټر محمد اکبر وردک، طبیب خوشحال خان، ننګیالی د زماني، ۱۸۳ـ۱۸۵ مخونه

۲.خوشحال خان خټک کلیات، دانش خپرندویه ټولنه، پيښور، ۸۶۳ مخ.

۳.پورتنی اثر، ۸۷۲ مخ.

۴. پوهنیار سیدا صغر هاشمي، د قران کریم طبي اعجاز، هاشمي خپرندویه ټولنه، پيښور، ۱۳۹۵ ل کال، ۴۴ مخ.

(Visited 64 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.