The news is by your side.

په غم لړلې ښادۍ/ سپين روان نورزی

0

لکه د اختر شپه، خو په دې توپير چې د ماشومانو پر ځای لويان پکې خوشاله وو، هر چا پاک کالي اغوستي وو او کتارونه کتارونه ولاړ وو تر څو د مېلې ځای ته له امنيتي فلټر وروسته داخل شي.
په داخل کې رښتيا بل ډول فضا وه، ټوله سيمه په بيرغونو او رنګا رنګ څراغونو ښکلې شوې وه، حماسې او وطني سندرې غږول کېدې، خلک په هره ځای کې ډلې ډلې ناست وو او په خپلو کې يې کيسې کولې.
څومره چې د ماښام تياره ډېرېده همدومره فضا ښکلې کېده، ځکه شپني سينګار توکي ځلېدل، ناست رسماًپيل شوه، يو څو تنو د ښه راغلاست ويناوې وکړې، له ويناوو وروسته اتڼ شروع شو، ځوانانو دوو غبرګو ډولونو ته مست اتڼ کولو.
د ستيج جلونکي ګډونوالو ته يادونه کوله چې نور تفريحي پرګرامونه هم شته او انشاءالله دا شپه مو خوشاله تېرېږي.
ښايي د همدې لپاره دا لنډۍ له لاوډ سپېکرو بيا بيا اورېدل کېده چې؛
زموږه ناسته تر سبا ده
چا ته چې مور نارې وهي هغه دې ځينه
خو هيچا هم د تلو تکل نه درلود، ځکه هر څه ډېر په خوند روان وو، خوندورو غږونو د خلکو غږونه او زړونه ملايم ساتل په دې وخت کې يو بې‌اهنګه غږ د ټولو زړونه ودربول.
هو!
چاودنه وشوه
که څه هم د چاودنه لرې وه، خو ټول يې ووېرول. پروګرام په عادي ډول روان و، خو د خلکو احساسات مړاوي شول، چا د مستو او شوخو سندرو د اورېدو ډېر تاب نه درلود.
زما له سترګو هلته اوښکې تويې شوې کله مې چې به شخصي خبرو کې د يوه چارواکي له خولې په چاودنه کې د يوه سرتېري د شهادت خبره واورېده.
په ډېرې خوشالې تللی وم او دا مې نيت درلود چې دا شپه به تر سهار تېروو، خو له چاودنې وروسته په ډېر نيولي زړه را ستون شوم.
ما په دې فکر کولو چې ياره په دې وطن کې بايد ملي خوشالې و نه نمانځل شي، ځکه دا خوشالې هم د چنار کلنۍ مشاعرې لپاره جوړه شوې وه، خو له نورو کلونو سره په دې توپير چې سږ کال د خپلواکي د سلمې کليزې په وياړ ځانګړي نيول شوې وه، کله مې چې سبا سهار ناوخته خپل ځيرک ټلیفون روښانه کړ ومې ليدل چې په ننګرهار کې هم د يوه واده په مراسمو ځانمرګی بريد شو او د خلکو خوښې يې په غم لړلې ده، نور مې هم ذهن محدود شو او داسې مې وانګېرله چې ښايي افغانان د خوښې لپاره نه وي پيدا شوي او دا حق نه لري چې خپلې خوښې په څرګند ډول ونمانځي.
دوی يوازې کولای شي چې په ښکاره وژاړي او ښه په چيغو وژاړي، ځکه په غم او ماتم کې هر څوک وژاړي، خو افغانان بايد په خوشالې کې هم وژاړي.
دلته چې څوک خپلې خوشالې نمانځي ګرانه ده چې په خندا لړلي يې ونمانځي، په همدې وجه مجبور دي چې خوشالې هم د غمونو په څېر په غم لړلي ونمانځي.
ښايي دا شعر شاعر يوازې د افغانانو لپاره ويلی وي؛
دنيا د غم په ورځ پيدا ده
دنيا د غم ټالۍ وهي ورانه به شينه.
غم له غمه نه شرمېږي، که موږ د خپل حالت د بدلون لپاره هڅه او هاند و نه کړو، کېدای شي له دې وروسته مو څوک د غم نمانځلو ته پرې نږدي.
يادونه؛
دا ليکنه تېره ورځ، په خوست ولايت کې د شپې له خوا د چنار مشاعرې په اطرافو کې د هغې چاودنې چې يو سرتېری پکې شهيد شو او په سهار يې په ننګرهار کې د واده په هغه مراسمو ځانمرګی بريد چې له پنځوس ډېر کسان پکې مړه او ټپيان شول، په اغېز ليکل شوې ده.

(Visited 8 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.