The news is by your side.

په لویو جرګو کې د افغان ښځو ونډه

0

ګل آغا احمدي وردګ

د افغانستان د احصایې د مرکزي ادارې د اټکل مخې افغان ښځې د افغانستان د نفوس نږدې نیمایي برخه جوړوي. د افغانستان د نفوسو شمېره په ۱۳۹۷ هجري لمریز کال کې ټولټال یو دېرش اعشاریه شېږ میلیون وګړي اټکل شوې چې شپاړس اعشاریه یو میلیون تنه یې نارینه او پنځلس اعشاریه پنځه میلیون تنه یې ښځینه تشکیلوی. همدارنګه د پورتني اټکل له مخې د افغانستان یو اعشاریه پنځه میلیون وګړي کوچیان دي. په دې حساب افعانې ښځې د ټولنې له نیمایي څخه لږ کمې ښودل شوې خو د تاریخ په اوږدو کې د افغان ښځو وڼده د هېواد په سیاسي بهیر کې په نشت حساب ده او یا هم ډېره محدوده ده.

د افغانستان په سیاسي بهیر کې د ښځو ګډون ډېرې هسکې او ټیټې لري او تر دې مهاله هېڅکله د افغان ښځو ګډون د دوی د واقعي نفوس په تناسب په سیاسي بهیرونو کې په نظر کې نه دی نیول شوی او افغان ټولنه یوه نارینه سالاره ټولنه ګڼل کېږي. د افغانستان په تېر تاریخ کې له افغان ښځو سره دوه ډوله چلند شوی دی: په دې ډول چې یو شمېر حاکمانو او سیاسي رژیمونو افغان ښځو ته په سیاسي بهیرونو کې سمبولیک استازیتوب ورکړی او د ښځو د حقوقو ځینې برخې یې په رسمیت پېژندلې دي. دغې کتګورۍ حاکمانو د ښځو حقونو ته درناوی څرګند کړی او د دوی حضور په سیاسي صحنه او لویو جرګو کې ضروري ګڼي. خو د دې برعکس د افغانستان هغو شمېر حاکمانو، تنظیمونو، جنګي ډلو، رژیمونو، یا خوځښتونو د هېواد په سیاسي بهیر، او لویو مجلسونو کې افغان ښځې په چورلټه توګه له سیاسي او ټولنیزو حقونو څخه بې برخې کړې چې دغه راز حقوق په رسمیت نه پېژني او د مختلفو دلایلو له مخې یې افغان ښځې په سیاسي محافلو کې له برخې اخیستلو څخه محرومې کړې دي. د لومړۍ کتګورۍ مشرانو او رژیمونو له خوا د افغانستان په سیاسي بهیر او په ځانګړې توګه لویو جرګو کې د مېرمنو د سمبولیک استازیتوب د څرګندولو په موخه هغوی ته  په لويو جرګو کې برخه ورکول یو دود ګرځولی چې په دې لیکنه کې به یې یادونه و شي.

د غازي امان الله خان د وخت لویه جرګه

د غازي امان الله خان لویه جرګه چې په ۱۳۰۱ هجري لمریز کال یې (د افغانستان د عالیه دولت د اساسي نظامنامې) په نوم د افغانستان د دولت لومړني اساسي قانون تصويب کړ، د وخت د پاچا اعلیحضرت غازي امان الله خان د مېرمن ملکه ثریا په ګډون یو شمېر ښځو هم د همدې جرګې د غړو په توګه  پکې ګډون کړي وو او د دې جرګې د ټولو غړو شمېر ۱۰۰۰ تنه وو.

د محمد ظاهرشاه د وخت لویه جرګه

په ۱۳۴۳ کال کې چې د وخت د پاچا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه (ملت بابا) واکمني وه، د یوې لویې جرګې په ترځ کې د افغانستان اساسي قانون تصويب شو. په دغه لویه جرګه کې چې د غړو شمېر یې ۴۵۲ تنه وو،  ۶ تنه ښځو استازو د پاچا د فرمان پر بنسټ پکې ګډون کړي وو چې ۲ تنې یې د مشورتي کمیسیون د غړو په توګه او ۴ تنې یې د انتصابي غړو له جملې څخه وې.

د محمد داودخان د وخت لویه جرګه

د افغانستان د لومړني جمهور رییس ښاغلي سردار محمد داؤد د واکمنۍ پر مهال او د جمهوري رژیم په لويه جرګه کې ۱۲ تنو ښځو ګډون درلود. دغه جرګه چې په ۱۳۵۵ هجري لمریز کال جوړه شوې وه، د ټولو غړو شمېر یې ۳۴۹ تنه وو او سردار محمد داودخان یې د جمهور رییس په توګه تایید کړ.

د ببرک کارمل او نجیب الله د وخت لویې جرګې

هغه لویې جرګې چې په ۱۳۶۴، ۱۳۶۶ او ۱۳۶۸ کلونو کې د ښاغلي ببرک کارمل او ښاغلي ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال جوړې شوې دي، د آغلې ثریا پرلیکا په وینا په یادو جرګو کې د ښځو حضور فعال وو او د غړو یوه برخه یې ښځینه وو تشکیلوله. باید وویل شي چې آغلې ثریا پرلیکا هغه مهال د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د ښځینه څانګې کې یوه فعاله غړې وه. دغه خبره د بي بي سي  راډیو د پښتو او فاړسي خپرونو په آرشیف کې ثبت ده.

د مجاهدینو او طالبانو د وخت غونډې

د اهل حل و عقد د غونډې په شمول هغه شمېر دیني او ټولنیزې غونډې چې تر مختلفو نومونو او عنوانونو لاندې له ۱۳۵۸ کال څخه تر ۱۳۸۰ هجري لمریز کال پورې مجاهدینو او بیا طالبانو د هېواد د ننه یا بهر جوړې کړې دي، د لویې جرګې نوم نه دی ورکړل شوی او په هغه کې د ښځینه وو د ګډون اندازه صفر وه. همدارنګه واک ته له رسېدو څخه د مخه د مجاهدینو د تنظیمونو په هر ډول سیاسي، تعلیمي، اجتماعي او هراړخیزو فعالیتونو کې د ښځینه وو د ګډون اندازه صفر وه او د افغان ښځو حضور ته یې په خپلو فعالیتونو کې هېڅ ډول ځای نه وو ورکړی. کله چې په ۱۳۷۱ هجري لمریز کال په کابل کې د حضرت صبغت الله مجددي او استاد برهان الدین رباني په مشرۍ د اسلامي دولت په نوم د مجاهدینو د ځینو ډلو واکمني پيل شوه نو ورسره سم په کابل او ځینو ولایتونو کې د جهادي تنظیمونو خپلمنځي کورنیو جګړو زور و نیو چې بیا هم ښځینه وو ته د هېواد په سیاسي او اجتماعي نظام کې مناسب ځای نه وو، له سیاسي او ټولنیزو چارو څخه محرومې شوې، په روانو چارو کې یې د حضور او پرمختګ مخه ډب شوه. طالبانو هم په خپلو لیکو او فعالیتونو کې د ښځینه وو د حضور لپاره هېڅ ځای نه درلود او کله چې په ۱۳۷۵ هجري لمریز کال د ملا محمد عمر مجاهد په مشرتابه د طالبانو د اسلامي امارت واکمني په کابل کې پيل شوه نو ورسره سم یې له ټولو دولتي او تعلیمي ادارو څخه د ښځینه کارمندانو، ښوونکو، محصلینو او زده کوونکو حضور په سیستماتیک او رسمي توګه ختم کړ.  

د حامد کرزي د وخت لویې جرګې

له ۱۳۸۱ هجري لمریز کال وروسته په افغانستان کې د جوړو شوو لویو جرګو په بهیرونو کې د ښځینه وو ګډون په دې ډول دی:

۱.بیړنۍ لویه جرګه چې په ۱۳۸۱ هجري لمریز کال د ۱۵۰۱ تنو په ګډون په کابل کې جوړه شوه، د ښځینه غړو شمېر یې ۱۶۰ تنو ته رسېده. د دې جرګې د جوړېدو په کمسیون کې ۵ تنو ښځو غړیتوب درلود، د جرګې مشر ښاغلی محمد اسماعیل قاسمیار غوره شو او آغلې سیما ثمر یې د لومړۍ مرستیالې په توګه و ټاکل شوه.

۲.د اساسي قانون لویه جرګه چې په ۱۳۸۲ کال په کابل کې جوړه شوه ۵۰۰ تنه غړي یې درلودل چې ۱۰۰ تنه یا ۲۰ سلنه یې ښځینه غړو تشکیلول.

۳.د افغانستان او پاکستان تر منځ د امن سیمه ییزه جرګه چې په ۱۳۸۶ هجري لمریز کال په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې جړه شوې وه، له افغانستان او پاکستان څخه ۷۰۰ تنو غړو ګډون پکې کړی وو چې له د دواړو هېوادونو په غړو کې یو شمېر ښځینه هم غړې هم وې.

۴.د سولې ملي مشورتي جرګه چې په ۱۳۸۹ هجري لمریز کال په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوې وه، ۱۶۰۰ تنو ګډون پکې کړی وو چې ۴۰۰ تنه غړي یې ښځینه وې.

۵.عنعنوي لویه جرګه چې په ۱۳۹۰ کال کې جوړه شوې وه، له ټول هېواد څخه ۲۳۰۰ تنو ګډون پکې کړی وو چې ۱۸ سلنه یې ښځینه غړو تشکیلوله.

۶.مشورتي لویه جرګه چې په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه، د غړو شمېر یې ۲۱۰۰ تنه وو چې ۴۰۰ تنه غړي یې ښځینه وو.

په ملي بنسټونو کې د افغان ښځو ونډه

ضروري ده چې په دې ځای کې یو شمېر هغې سلنې یادې شي چې له ۱۳۸۱ هجري لمریز کال وروسته د لویو جرګو په شمول په ځینو  ملي نهادونو کې د افغان ښځو د ګډون لپاره په نظر کې نیول شوې دي لکه:

۱.په بېړنۍ لویه جرګه کې د ښځینه وو د ګډون ونډه ۲۷٪ سلنه

۲.د اساسي قانون په لویه جرګه کې د ښځینه وو د ګډون ونډه ۲۰٪ سلنه

۳.د جمهوري ریاست، ملي شورا او ولایتي شوراګانو کې د ښځینه وو د ګډون ونډه ۴۰٪ سلنه

۵.د ولسي جرګې په وکالت کې د ښځینه وو د ګډون ونډه ۲۷٪ سلنه

۶.د مشرانو جرګې په وکالت کې د ښځینه وو د ګډون ونډه ۲۲٪ سلنه

۷.د سولې د ملي مشورتي جرګې په غړیتوب کې د ښځینه وو د ګډون ونډه ۲۵٪ سلنه

۸.د افغانستان په دولت کې د ښځینه کارمندانو ونډه ۲۴٪ سلنه

۹.د افغانستان د دولت په سطح د تصمیم نیولو ونډه ۹٪ سلنه

۱۰.د روغتیا په سکتور کې د ښځینه وو د ګډون ونډه ۲۴٪ سلنه

۱۱.د امنیت په سکټور کې د ښځینه وو د ګډون ونډه ۵٪ سلنه

۱۲.د عدلي او قضایي چارو په سکټور کې د ښځینه وو د ګډون ونډه ۱۰٪ سلنه

۱۳.د زده کوونکو د سکټور په برخه کې د ښځینه وو د ګډون ونډه ۳۷٪ سلنه

۱۴.د ښوونکو د سکټور په برخه کې د ښځینه وو د ګډون ونډه ۲۸٪ سلنه

۱۵.د محصلینو د سکټور په برخه کې د ښځینه وو د ګډون ونډه ۱۸٪ سلنه

۱۶.د پوهنتون د استادانو په برخه کې د ښځینه وو د ګډون ونډه ۱۵٪ سلنه

د افغانستان د سرشمېرنې د ملي ادارې د معلوماتو پر اساس د ملکي خدمتونو شاوخوا ۴۰۰ زره کارکوونکو له ډلې څخه ۹۰ زره یې ښځینه دي او په ۱۳۹۷ هجري لمریز کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې هم ښځینه ټاکل شوې ده.

اخځلیکونه

۱.زنان افغان در ده سال ګذشته، لیکنه/ د افغانستان د رسنیو مرکز

http://www.gmic.gov.af

۲.د افغانستان د احصایې مرکزي اداره، د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال راپور

۳.افغان، ښکلا، د حامد کرزي په دوره کې د ښځو پرمختګ، لیکنه، ټول افغان ویب پاڼه،

۴.د ښځو چارو وزارت، بریښنا پاڼه، http://mowa.gov.af

۵.د ملګرو ملتونو د یونیفیم راپور

۶.بي بي سي راډیو، د پښتو او فاړسي خپرونو ویب پاڼې

(Visited 13 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.