The news is by your side.

په ملي او بین المللي بحث د سولې بدلول

0

محمدبشیر یوسفزوی-

تر دا څو کاله وړاندې پورې چا د سولې نوم هم نشو اخیستلی او یا یې نه اخیست، ښاغلي کرزي به چې د خپلې واکمنۍ پرمهال که ډېر جرئت وکړ، نو ایله  دومره به یې وویل چې د پاکستان له همکارۍ پرته په افغانستان کې شونې نه ده، مګر ولسمشر غني د سولې په اړه په جرئت او وضاحت اقدام وکړ.

د بېلګې په توګه لومړی یې په ملي کچه د سولې موضوع په اصلي بحث بدله کړه، داسې وینا به یې ډېره کمه پیدا شي چې په هغې کې یې د سولې خبره او یادونه نه وي کړېبله دا چې د سولې په اړه یې بار بار د هیواد له بېلابېلو اقشارو سره نه یوازې مشورې وکړې، بلکې د هغوی نظرونه، وړاندیزونه، غوښتنې، پوښتنې او څرګندونې یې په زغم او دقت واورېدې.

د بېلابېلو اقشارو استازو سره په جلا جلا کتنو کې یې هغوی ته د سولې ټول ابعاد تشریح کړلد سولې او جنګ په قېمت یې د ولس ذهنونه روښانه کړلحتی طالبانو ته یې هم بار بار وویل چې په جنګ او زور یې نشئ ګټلی، که رښتیا هم غواړئ چې خپل  عادي ژوند ته ستانه شئ، نو د سولې لاره اختیاره کړئد سولې لپاره یې هغوی ته ټولې لارې پرانیستې.

د دې ترڅنګ یې د سولې عالي شورا کې فوق العاده بدلون او تحرک ایجاد کړهغوی ته یې جهت ورکړ او همدارنګه یې سوله یوازې په سولې عالي شورا پورې محدوده نه کړه، بلکې ولسمشر غني عام ولس ته اعلان وکړ او ورته وې ویل، سوله د ټولو ګډه غوښتنه او ګډ مسوولیت دی او هر څوک کولی شي په دې برخه کې له خپلو امکاناتو، نفوذ، اړیکو او فرصتونو څخه د سولې لپاره استفاده وکړي.

همدارنګه یې په بین المللي کنفرانسونو کې او د ځینو هیوادونو استازو او مشرانو سره په کتنو کې هغوی وهڅول چې د افغان سولې ملاتړ وکړيدا لومړی ځل دی چې بهرنیانو په افغانستان کې د جنګ پرځای د سولې ملاتړ ته وهڅول شولد امریکا متحدو ایالتونو د جنوبي اسیا لپاره په خپله ستراتیژي کې بدلون راوست او دوی د ترهګرۍ پر ضد د جنګ تر څنګ د افغانستان د سولې او انکشاف په اړه هم خپله ستراتيژۍ کې ځای ورکړ او امریکایي جنرالانو مستقیماً طالبانو ته د بین الافغاني مذاکراتو له لورې د سولې بلنه ورکړه.

ولسمشر غني دوه انتخابونه هم نړیوالو او هم طالبانو ته وړاندې کړلهغه وویل چې جنګ د بریالیتوب لاره نه ده او نه هم زموږ انتخاب دی او نه هم وسله وال طالبان د جنګ له لارې بریالي کېدلی شي، نو دوی دې د سولې او مذاکراتو له لارې عادي ژوند ته ستانه شي او هغوی ته یې په وضاحت وویل چې جنګ زموږ مجبوریت دی، مګر سوله مو غوښتنه او مسوولیت دی او که وسله وال طالبان په نرمۍ سولې ته غاړه کېنږدي، نو د جګړې له لارې به هغوی مجبوره کړي چې سوله ومني او موږ به سوله د جګړې ډګر ته یوسو او بالاخره همداسې یې وکړل، جنګ یې په طالبانو سخت کړل او بالاخره هغوی سولې ته غاړه کېښوده.  

(Visited 20 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.