The news is by your side.

په څېړنه کې د فرضيې ارزښت / پوهنمل سیداصغر هاشمي

0

Abstract: 

Every author has a mental design for an issue in their mind which then turns to practical hypothesis and after it is proved, it turns to an idea. The article contains discussion about these three issues (mental design, hypothesis and idea). The ways of practically making hypothesis in shown.

Introduction to hypothesis, creating hypothesis, model of creating hypothesis, hypothesis from common to specific or from specific to common and similarly many more questions are answered in this article.

The importance of creating hypothesis and its benefits along with the features of a good hypothesis is discussed.

لنډیز

هر لیکوال سره یوه ذهني طرحه پیدا کېږي او بیا همدا طرحه په عملي ډول په فرضيي بدلیږي او له دې وروسته که ثابته شي نو بیا ترې نظریه جوړيږي، په مقاله کې په همدې درېیو خبرو(طرحه، فرضیه او نظریه) بحث شوی دی. په عملي ډول د فرضیه جوړونې لارې چارې ښودل شوې دي.

د فرضيي پېژندنه، فرضیه جوړونه، د فرضيي جوړونې بېلګه، فرضیه د کل نه جز ته، فرضیه د جز نه کل ته او په همدې ډول نورو مهمو پوښتنو ته په مقاله کې ځوابونه ویل شوي دي.

د فرضیه جوړونې په ارزښت خبرې شوي دي او ګټې یې روښانه شوي دي او دا هم ښکاره شوې ده چې ښه فرضیه څنګه غوره شي او کومې ځانګړنې ولري.

سریزه

د ټولو څېړنیزو لیکنو لپاره فرضیه داسې حیثت لري، لکه په شمسي نظام کې لمر، فرضیه په څېړنه کې همدا ډول ارزښت لري، هغه لیکنه چې فرضیه ونه لري اثبات ته رسېدلای نه شي. په دې لیکنه کې څېړونکیو ته د فرضیه جوړونې لارې چارې ښودل شوې دي او دا چې څېړنه په ټولنه کې  مهم ضرورت دی او هغه ټولنې پرمختګ کوي، چې څېړنیز کارونه کوي، په لیکنه کې ورته نغوته شوې ده.

ذهني طرحه په فرضیه او فرضیه په نظریه اوړي، چې پیل یې له طرحې او عملي جنبه یې له فرضيي کېږي، یادونه یې شوې ده، په څېړنه کې په عملي ډول فرضیه جوړونې مثال وړاندې شوی دی او د جز نه کُل ته او د کُل نه جز ته د فرضيي جوړونې مسله ښودل شوې ده.

د دې څېړنې اهمیت او مبرمیت:

فرضیه څېړنه رهبري کوي، څېړنې ته لاره او لوری ښيي، څېړونکي ته لارښوونه کوي، چې له کومو موادو په کومو ځایونو کې ګټه واخلي او له کومو موادو ګټه وانخلي، دا هغه موضوعات دي چې د څېړونکي سره په تحقیق کې مرسته کوي، په دې مقاله کې ښودل شوي دي، چې دغه خبرې د دې لیکنې ارزښت بیانوي.

خوشبختانه په اوسنیو وختونو کې په پښتو ژبه څېړنیزو علمي کارونو پیل شوی او ځینې ځایونو کې په فرضيي خبرې شته، خو په دې لیکنه کې د فرضیه جوړونې عملي مثال وړاندې شوی دی، په فرضيه د څو اړخونو بحث شوی دی، چې دا یې نویوالی ثابتوي.

د څېړنې موخې:

د دې لیکنې اصلي موخه څېړونکیو ته د فرضيي په ارزښت خبرې دي. د فرضيي لیکنې لارې چارې پکې ښودل شوي دي، پښتو ادبیاتو کې کله کله څېړنیز کارونه ځينې ستونزې لري، چې د دې لیکنې له لوستلو او علمي کولو وروسته څېړونکيو سره زیات او کم کومک کولای شي.

د څېړنې پوښتنې:

ـ فرضيه څه ته وايي؟

ـ په څېړنه کې د فرضيي ارزښت څه دی؟

ـ د بې فرضيي څېړنې پایله به څه وي؟

ـ د جز نه کُل ته او د کُل نه جز ته فرضیه جوړونه څه ته وايي؟

ـ د فرضيي ځانګړنې کومې دي؟

د څېړنې روش:

په څېړنه کې د کتابتوني څېړنې او تشریحي مېتوده ګټه اخیستل شوې ده، د کتابونو مواد ټول شوې دي، ځای ځای راوړل شوې دي او زما خپل نظر ورسره شته، کوښښ شوی چې نوې خبرې په نوي فکر وړاندې شي.

متن

د څېړنې لپاره فرضيه ټاکنه او جوړونه بنسټيز اصل دى او د څېړنې په رهبرۍ کې بنسټیز رول لري.

 د څېړنې په اصولو کې چې کومې نظريي موجودې دي، مخکې له مخکې نظریي نه وې بلکې د نظریو ابتدایي بڼه وي چې دغې لومړنیو فرضي نظریو ته فرضیه وايي.

فرضیه قیاسي موضوعات وي چې بیا په حقیقت بدلېږي، په حقیقت کې د تجربه شوي موادو د بیانولو لپاره کارول کېږي او په پای کې د تحقیق لپاره د پلټنې زمینه برابروي.

د فرضيي جوړولو ساده او اسانه طریقه دا ده چې کله پر یوې موضوع تحقیقاتي کارونه پر بېلا بېلو جوړښتونو کې شوې وي، د هغو جاج اخېستل او کومه نوې خبره چې د څېړونکي سره وي او هغه په تېرو لیکل شویو لیکنو کې نه وي او محقق هڅه وکړي چې خپلې نوې خبرې اثبات ته ورسوي نو دغه په خپله یوه نوې فرضیه کېدای شي.

په تحقیق کې فرضیه ولې اړینه ده؟ ځکه چې د فرضيې په ټاکلو سره د تحقیق لوری او سمت ټاکل کېږي. محقق په نېغې لارې روانوي او رهبري ورته کوي چې موضوع څنګه پيل او پای ته ورسوي. تحقیقاتي کارونو کې اټکل کول سم کار نه دی او د اټکلي موضوعګانې مخنیوی د فرضيي کار دی خو کله کله قیاسي فرضيي حقیقت ته رسېږي.

د مطلوبو موادو ټولول او غونډول او همدارنګه له کاري موادو ګټه اخیستل او بې کاره مواد پرېښودل د فرضيي کار دی.

که چېرې د تحقیقاتي موضوع لپاره فرضيه وټاکل شي نو په دې صورت کې وخت نه ضایع کېږي او علمي کار سم پر مخ ځي.سکیټس وايي:(په تحقیق کې فرضیه د رهنما حیثیت لري.) فرضیه حقیقت ته لاری او لوری ورکوي، د تحقیق سمت ټاکي، د تحقیق حدود ټاکي او ټول تحقیق د فرضيي په خوا او شا څرخي.

د موادو ټولول او د هغه درجه بندي کول، د کار مواد ټاکل او نا سم مواد پرېښودل د فرضيي کار دی.

فرضیه د څېړنې زړه دی، فرضیه له مطالعې، علمي، فکري او نظريي ځواکمنتیا پرته پیدا کېدلی او انتخابولی نه شو، نو له همدې امله د ټولو تحقیقاتي لیکنو لپاره فرضیه مهمه ده.(۱)

په ټولنیز ډول ټولو علمي کارونو کې د کار پیل سخت وي او په ځانګړي ډول څېړنېزو او اکاډمیکو کارونو پيل هم ستونزمن وي. د فرضيي له ګټو یوه دا ده چې د کار کولو لپاره لار هواری کوي او د کار لوری ټاکي او د تحقیقي کار له پیل تر پایه لارښوونه کوي.

کله چې فرضیه معلومه وي نو د کار ساحه محدوده او محقق ته لارښونه کوي. یو عالم وايي:(په تحقیق کې فرضیه داسې حیثیت لري لکه د انسان په بدن کې د ملا تیر.)(۲)

فرضيه د تحقیق او محقق لپاره لار برابروي او يو محقق کولى شي، د فرضيي په موجوديت کې خپله څېړنه په کاميابۍ پاى ته ورسوي.

فرضيه نه يوازې څېړونکى د بې ځايه موادو غونډولو څخه منع کوي، بلکې ده ته لارښوونه کوي، چې د څېړنې د موضوع لپاره لازم او ضروري معلومات راغونډ کړي.

فرضيه په څېړنه کې د ګډوډۍ مخه نيسي او څېړونکي ته توصيه کوي، چې کوم مواد ګټور دي او کوم بې فايدې دي، فرضيه د څېړنې کړنلار او د ميتود د ټاکلو په برخه کې مرسته کوي او فرضيه د څېړنې د نتيجې لاس ته راوړلو لپاره اصول او لار برابروي.(۳)

لکه څنګه چې د يوې ښې څېړنې لپاره د تحقيق ځانګړی ډول او ميتود په کار وي، دغه شان د فرضيي موجوديت هم د څېړنې او څېړونکي لپاره اړين دى.

د تحقیق په نړۍ کې څومره نظریي چې موجودې دي، په پيل کې دغه نظريي نه وې بلکې عادي فرضيي وي او نن لویې نظريي دي. یعنې د نړۍ ټول پرمختللي نظریات په پیل کې قیاسي مفروضې وې خو فرضيي له عملي کېدو وروسته ترې نظریي جوړې شوې.

د ډاروین مشهوره نظره په پيل کې عادي فرضیه وه او د تحقیق د لارو چارو وروسته اثبات ته ورسېده او اوس لویه علمي نظریه ده.

د ارواپوهنې لوی عالم(سی ـ جی ـ یونګ)(c. g.jung) په لومړنیو تحقیقاتو کې د شعور او ناشعور اصطلاحات د فرضيي په شکل وړاندې کړل او علمي څېړنيزو هڅو وروسته په نویو نظریاتو تبدیل شول.(۴)

د پورته مثالونو دا نتیجه اخېستلای شو چې د نړۍ ډېر نظریات په پیل کې فرضیې وې خو د تحقیقاتو، مشاهداتو او تجربو وروسته په عملي ډول تر څېړنو لاندې نیول شوې دي او د مثبتو نتیجو په پایله کې په نظریاتو بدل شول.

د فرضيي ارزښت په دې کې دى، چې د څېړنې لپاره لاره او اصول ټاکي، څېړونکى د فرضيې په شتون کې د څېړنې موخه او نتيجه په اسانۍ لاس ته راوړلى شي.

د نړۍ د پرمختګ اساسي لامل نوي تحقیقات دي او هره نوې څېړنيزه هڅه په حقیقت کې یوه نوې مفروضه ده.(۵)

فرضیه جوړونه

هره تحقیقاتي موضوع د محقق په ذهن کې د یوې علمي طرحې په شان موجوده وي. په علمي طرحه کې هر څېړونکى دکار له پيل څخه د مخه د موضوع انتخاب، د موضوع ليکل، د ماخذونو پيدا کول، د ماخذونو استفادې لارې چارې، د خاکې جوړول، د څېړنې د کار ډول او ميتود، د څېړنې په هکله په فکر او ذهن کې لري. د دې موضوعاتو يادونه د څېړنې طرحه کېداى شي.

هر محقق د څېړنې لاس لاندې موضوع(رساله، کتاب، مونوګراف، تېزس، ډيزرټيشن او يا داسې نورو) د لیکلو فکري، ذهني او علمي طرحه ورسره وي.کله چې علمي طرحه په عملي ډول پیل او انکشاف ورته ورکړل شي نو په دې وخت کې په فرضیه بدلېږي، یعنې فرضیه د طرحې عملي او پرمختللی شکل دی.

په فرضیه کې د موضوع په هکله علمي او عملي پوښتنې د ځان سره جوړېږي، دغه پوښتنې عامیانه نه وي. محقق چې مخکې له مخکې څومره مطالعه د څېړنې په باب کړې وي او څومره تجربه، مشاهده، علمي ځواکمنتیا، او پوهې پر بنا پوښتنې مطرح کېږي، فرضیه جوړوي.

د فرضيي پوښتنې باید منطقي وي. د مشاهدې، تجربې، قیاس او استقرا هم په فرضیه جوړونه کې اساسي نقش لري.

هره علمي نظریه په پیل کې فرضیه وي، فرضیه د لومړنیو تجربو، مشاهدو، کوښښونو او داسې نورو علمي هڅو په پایله کې په یوه علمي نظریه اوړي.

په فرضیه جوړولو کې قیاس هم کېدای شي، د مثال په ډول له ځانه سره فرضیه جوړوو او د فرضيي یوه پوښتنه د قیاس پر بنا پيش بیني وي، که چېرې دغه پيش بینې اثبات ته ورسېږي نو اساسي لامل یې لومړنۍ فرضیه ده. یعنې اکثر فرضيي کله کله پیش بیني کوي او اثبات ته هم رسېږي.لکه:

 د پښتو ژبې لومړنی لاس ته راغلی شعر(۱۳۹) د امیرکروړ دی خو د امیر کروړ د شعر له متانت او قوته ثابتېږي چې کروړ به نور شعرونه هم درلود چې یا به د ده د لومړي لاس ته راغلي شعر نه مخکې لیکل شوې وي او یا وروسته. دا هم کېدای شي چې پښتو ژبه د امیر کروړه مخکې بل شاعر هم ولري، ځکه چې امکان لري چې کروړ دې د پښتو ژبې د نورو شاعرانو شعرونه مطالعه کړې وي.

که چېرې د امیر کروړ د لاس ته راغلي لومړني شعره مخکیني او وروستني نور شعرونه لاس ته راشي نو دا د قیاس پر بنا هغه فرضیه وه چې پيش بیني شوې وه او اثبات ته ورسېده. که پښتو ادب تاریخ کې یو بل داسې شاعر پيدا شي چې د کرونولوژي پر اساس له امیر کروړه پخوانی وي نو په دې صورت کې نوې فرضیه اثبات ته ورسېده او یوه نوې پيش بینې یې ثابته کړه.

د فرضیه جوړونې بېلګه

د محقق سره ذهني طرحه پيدا کېږي چې د غني خان په شعر او فلسفې څېړنه وکړي. دی په ذهن کې یوه فرضي خاکه جوړوي.لکه:

پر غني څومره کار شوی دی؟ د غني په هکله مواد څومره او چېرته پيدا کېږي؟ په غني خان د پښتو ژبې سربیره په نورو ژبو هم کار شوی دی او کنه؟ که شوی دی ایا په هغو ژبو پوهیږم او کنه؟ د هغه خلکو سره ناسته اړینه ده چې ژوندي دي او د غني سره یې ملګرتیا وه. ایا د موضوع په هکله مادي او معنوي امکانات لرم او کنه؟ په غني چې څومره کار شوی دی ایا زه له هغو ښه او نوی کار کولای شم او کنه؟ او داسې نورې په لسګونو پوښتنې ذهن ته راځي او د همدغو پوښتنو ځوابونه هم په ذهن کې زموږ سره وي. کله چې د محقق سره د څېړنې تصمیم نهايي شي نو په عملي کار پیل کوي. دی فرضیه د قلم په واسطه پرکاغذ جوړوي او په کار پیل کوي. د مثال په ډول په غني پېژندنې یوه فرضیه ترتیبوو.

غني پېژندنه

ـ د غني په هکله اخځونه له کوم ځای نه پيدا کړم؟

ـ پر غني خان څومره کار شوی دی؟

ـ پر غني خان چېرته(کومو ملکونو او ځایونو)کې څېړنه شوې ده؟

ـ د غني شعر فلسفي رنګ لري، ایا زه د فلسفې څومره مطالعه لرم؟

ـ د موضوع سره مینه لرم او کنه؟

ـ په ژوندیو پوهانو کې د غني له دوستانوسره لیدل اړین دي، ایا له دوی سره لیدلی شم او کنه؟

ـ د موضوع په باب مادي او معنوي امکانات لرم او کنه؟

ـ د موضوع معنوي حق ادا کولای شم او کنه؟

ـ پر غني به زما د کار نوی والی په څه کې وي؟ هغه سرلیکونه به کوم وي چې زما د څېړنې پرته په نورو څېړنو کې نه وي؟

ـ څومره څپرکي ولري؟

ـ په هر څپرکي کې څومره او کوم کوم سرلیکونه وي؟

ـ د لوی عنوان، څپرکیو، لویو او کوچنیو سرلیکونو تر منځ کوم شان محتوایي اړیکه وي؟

ـ په دې موضوع مخکې چا کار کړی دی؟

ـ د موضوع ارزښت په څه کې دی؟ د ژبې او ادب د غنامندۍ لامل ګرځیدای شي او کنه؟

ـ د څېړنې شکلي او معنوي جوړښت څنګه ترتیب او تنظیم کړم؟

ـ په څېړنه کې د تحقیق د کوم ډول او مېتود نه ګټه واخلم؟

او داسې نور….

په فرضیه کې د غني پېژندنې په تړاو پورتنیو پوښتنو پرته په سلګونو نورې پوښتنې هم مطرح کېدای شي او هر محقق باید هرې پوښتنې ته مثبت ځواب ولري.

فرضیه(د کل نه جز ته) 

د کل نه جز ته نظریه په ارواپوهنې کې د ګشتالت نظریه ده. ګشتالت (Gestalt)  يوه الماني کلمه ده، چې د (ترکيب) ، (ساختمان) ، (شکل) او (کُل) په معنا ژباړه کېدای شي.

د دې مکتب الماني پايه ګزاران په دې معتقد دي، چې انسان ابتدا (کُل)  احساسوي او بيا ذهن او فکر د کُل) عناصر او اجزا يو له بل څخه بېل او درک کوي.یو بل ارواپوه کهلر(Kohler)  د تحقيقاتو له کولو وروسته دې نتيجې ته ورسېد، چې زده کړه له تکرار او تمرين څخه پرته هم امکان پذير دی، مثلا موږه يوه موضوع په کُلي ډول درک او وروسته هغه تحليل او تجزيه کوو.

دلته له کُل څخه مطلب د يو شي د اجزاوو مجموعه نه ده، بلکې کُل نه مطلب د اجزاوو د رابطې نوعيت دی، کوم چې کُل تشکيلوي.

انسان هغه وخت يو شی زده کولی شي، چې د هغه په هکله فهم او بصيرت ولري، بصيرت او فهم هغه وخت منځته راځي، چې انساني فرد د موضوع د اجزاوو اړیکه په خپل منځ کې او بيا په مجموع کې له کُل سره درک کړي، بناءً د تکرار او تمرين په عوض کوم چې په کور کورانه ډول د يوې موضوع د زده کړې لپاره زيات وخت ضايع کېږي، کوښښ بايد وشي، چې د فهم او بصيرت له لارې د موضوع جوړښت په جزيي او کُلي ډول درک او ذهن ته وسپارل شي، چې زده کړه په واقعي او دايمي ډول صورت ونيسي، نه ميخانيکي او د موقت لپاره.(۶)

د کل نه جز ته په فارسی کې(رویکرد بالا به پایین) ، په انګلیسـي کې(top _ down approach) وايي.(۷)

یوه فرضیه(دکل نه جز ته یا له جز نه کل ته) په ډول هم تر بحث لاندې نیول کېږي او اثبات ته رسېږي.د کل نه جز ته بحث له لوړه پیل کېږي او په ټیټه پای ته رسېږي او محقق د قیاس پر استدال موضوع د کل نه د جز په طرف تر مطالعې لاندې نیسي.مثال:

د رحمان بابا په شعر کې تصوف په هکله او یا رحمان بابا ته مختلفو لیکوالو صوفي لقب ورکړی دی، لکه پوهاند حبیبي، پوهاند رشتین، خادم صاحب، استاد الفت، بېنوا، روهي، دوست محمدکامل مومند او داسې نورو نظریات شته، د دې ټولو نظریاتو له مطالعې وروسته ځېنې نظریات تاییدوي او ځېنې ردوي او نتیجه داسې وباسي چې رحمان بابا ډېر شعرونه عرفاني رنګ لري او ده په سیستماتیک ډول د تصوف لاره تعقیب کړې نه ده. یا ډېرو کتابونو کې ډېرو پوهانو د روښانیانو د دورې ډېرو شاعروانو ته عارفان ویلې دي او د دوی شعرونو ته عرفاني شاعري ویل شوې ده، دغه ټول نظریات د کل په ډول تر مطالعې لاندې نیول کېږي او نتیجه ګیري کوو چې روښانیان صوفیان دي او ډېر شعرونه یې تصوفي دي نه عرفاني.

فرضیه(د جز نه کل ته) 

د جز نه کل ته په فارسی کې(رویکرد پایین به بالا) ، په انګلیـسي کې(bottom _ up approach) وايي. د جز نه کل ته اکثره قضيي د استقرايي استدلالونو په واسطه اثبات ته رسېږي. داسې فرضيي له ښکته نه پورته طرف ته بحث لاندې نیول کېږي او نوې نتیجه څرګندوي.

ډېر پوهان په دې نظر او فکر دي، چې لومړی بايد د کُل اجزا وپېژندل شي او وروسته له اجزا څخه کُل تشکيل شي.

مثلا د لوستلو په زده کړه کې لومړی حروف لکه ا- ب- پ- ج او نور وپېژندل شي او وروسته له هغوی څخه کلمه او له کلمې وروسته جمله جوړه شي او د لوستلو مهارت په دې ډول تدريس شي.

مګر د ګشتالت د تيورۍ مطابق اول بايد کلمه او جمله د کُل په توګه شاګرد ته وښودل شي او وروسته د کلمې او جملې اجزا شاګرد ته وپېژندل شي او د حروفو او اوازونو اړیکه يو له بل سره شاګرد ته د فهم او بصيرت له لارې توضېح شي.

مثلا د يو ماشين په جوړښت ابتدا بايد ماشين د کُل په توګه وپېژندل شي او وروسته د ماشين پرزه جات، د پرزه جاتو اړیکې او دندې يو له بل څخه بېلې او ماشين په واقعي ډول تحليل شي. له ارواپوهنې پرته په ادبیاتو کې هم د جز نه کل ته مسله شته.

د مثال په ډول په ادب تیوري کې د غزل په تیوري بحث کوو او اراده مو وي چې د جز نه کل ته پر موضوع رڼا واچوو نو مجبور یو چې د غزل پر پيدایښت، د پرمختګ تاریخي سیر او پایښت بحث وکړو.

پښتو ادبیاتو کې غزل په لرغونې دوره کې پیدا شو، د لرغونې دورې غزلې بېلې ځانګړنې درلودې او د دې دور د شاعرانو په غزلو کې ځېنې معنوي توپیرونه لیدل کېږي چې دلایل یې څرګند دي خو د موضوع د اوږدوالي لپاره یادونه یې نه کوم. له دوی وروسته د روښانیانو د دور،خوشحال، رحمان بابا، حمید مومند او کاظم خان شیدا او په درېیمه دوره کې د روښانتیا، اوښتون، ویښتیا، سمون او داسې نورو پړاوونو غزلې د معنا او محتوا له مخې سره توپير لري.

دا چې انسانانان ټولنېز موجود دي، د ټولنې سیاسي، اقتصادي، ټولنېز، فرهنګي، علمي، رواني، ارثي او داسې نور عوامل د ده په دننني او بېروني جوړښتونو تاثیرکوي، که شاعر وي نو هرو مرو خبره ده چې د ټولنې دغه ټول لاملونه به د ده شاعرۍ کې ښکاره کېږي، یعنې د غزل د معنوي توپير علت او معلول تر بحث لاندې نیول او په نتیجه کې د غزل تیوري لاس ته راتلای شي.

د غزل په تیورۍ بحث له جزیاتو پيل شو او په کل پای ته ورسېد او یا له ښکته پیل پورته خوا ته لاړ.

د فرضیه لیکنې لارښوونې

د هرې څېړنيزې موضوع په هکله محقق سره ذهني علمي طرحه پیدا کېږي، کله چې طرحه په عملي ډول پلی شي او د کاغذ پر مخ د سوال او ځواب په ډول ولیکل شي نو دې ته فرضیه ویل کېږي، چې کله فرضیه اثبات ته ورسېږي نو دې ته بیا علمي نظریه ویل کېږي. د نړۍ اکثره لویي نظريي په همدې شان پرمختګ کړی دی.

ـ له دې مخکې چې د محقق سره طرحه پيدا شي نو هرو مرو خبره ده چې له ده سره به د موضوع په هکله بشپړ معلومات وي، کله چې د محقق سره طرحه پیدا شي او په عملي ډول یې تطبیق کړي نو دې ته فرضیه ویل کېږي. له دې مخکې چې محقق فرضیه جوړه کړي دی باید پوه شي چې په ټاکل شوې موضوع له ده مخکې کومو څېړونکیو کار کړی دی؟ کوم ډول فرضيي یې جوړې کړې وې؟ د کومو تکتیکونو نه یې ګټه اخیستې ده؟ او زما کار به کوم علمي توپير لري؟ د کومو تکتیکونو چې ګټه اخېستل شوې ده، څومره ګټور تمام شوي دي؟

د فرضيي نه پرته تحقیق کول د وخت ضایع کول دي او محقق نه شي کولای چې په کم وخت کې ډېرو علمي سوالونو ته ځواب ورکړي.

ـ فرضیه باید د څېړنيز کار په پيل کې ولیکل شي. دا د خاکې خام مواد دي، په دومره توپير سره چې دلته ځېنې غیر علمي مسایل هم راځي، چې د علمي کار په جریان کې د محقق سره د کار ټول یادښتونه موجود وي.

ـ هره فرضیه په قیاس ولاړه وي او د نړۍ ډېری نظریات په پیل کې د فرضيي په شکل وي خو د وخت او زمان په تېرېدلو او د علمي هڅو پایله کې هغه پيش بیني چې شوې وي اثبات ته رسېږي.(۸)

د فرضيې ځانګړنې

د يوې ښې فرضيې لپاره لاندې ځانګړنې مهمې دي:

۱. د فرضيې د څېړنې شونتیا بايد موجود وي اوڅرګنده، مشخصه او ټاکلې وي.

۲. د فرضيې حدود بايدڅرګند وي، چې له نورو فرضيو سره ګډه نه شي.

۳. د يوې ښې فرضيې نتيجه ښکاره او څرګنده وي او مثبته پايله تر لاسه کړي.

۴. فرضيه د ازمېښت، تجربې او مشاهدې وړتيا ولري.

۵. فرضيه څېړنې ته لورى ورکړي او د څېړونکي د چارو لارښوونې وکړي.

۶. په معمولي ډول د هرې مطرحې شوې پوښتنې لپاره د څېړنې په طرح کې يوه فرضيه شتون ولري.

۷. فرضيه د بيانولو او څرګندولو ځواک ولري.

۸.ډېرې فرضيي پيش بیني ګانې وي چې بیا په نظریاتو بدلېږي.(۹)

همدارنګه د څېړنې لارښود اثرکې د فرضيي د ځانګړنې په هکله مفصلې خبرې راغلې دي چې د موضوع د شرطونو په نظر کې نیولو سره د کار خبرې یې دلته راوړم.

د فرضيي تخصص

هر محقق باید د خپلې علمي وړتیا او مطالعې په نظر کې نیولو سره فرضیه د څېړنې لپاره وټاکي کړي.

که چېرې د ادب د څانګې متخصص د ادبپوهنې په برخه کې د علمي کار کولو ذکاوت ولري او دی د ادب تیوري او یا ژبپوهنې په برخه کې فرضیه جوړه او د لیکلو هڅه پيل کړي نو د ده کار به ښه پرمخ لاړ نه شي، ځکه چې دی د علم د هغې برخې په  اړه چې فرضیه ورته جوړه شوې ده، بشپړ مطالعه او علمي صلاحیت نه لري.

په تحقیقاتي کارونو کې په ټاکل شوې موضوع تخصص او بیا د همدې موضوع لپاره فرضیه پيدا کول د لیکوال په تخصص کې راتلای شي.

د فرضيي لپاره مطالعه

 د هرې کامیابې فرضيي لپاره مطالعه بنسټيز اصل دی، په تحقیقاتي علمي کارونو کې مطالعه زیات ارزښت لري او همدا شان د فرضيي لپاره هم مهم دی.

د ډېرې مطالعې له امله کولای شو چې ښه موضوع وټاکو او همدارنګه ورته ښه فرضیه جوړه کړو.

فرضیه د ازمیښت وړ وي

کله چې فرضیه جوړه شي او پر هغه کار کول پیل شي نو دا د فرضيي ازمیښت دی، د څېړنې دوه پړاوونه دي، یوه یې د تحقیق کړنلاره او بل یې د موادو ټولول، په دې دواړو مواردو کې فرضیه ازميښت کېږي.

فرضیه باید په داسې تصوراتو او نظرونو بنا وي چې د ازمیښت وړ وي او امکان یې د څېړلو وي او یا اثبات ته رسول یې اسان کار وي. باید له هغې فرضیې چې د شواهدو لټول پکې ستونزمن وي تر سره نه شي.

فرضیه د تصدیق وړ وي

که چېرې د څو پوهانو رایه او نظر یوې فرضيي لپاره یو شان وي نو پوهان په اتفاق سره یو نظر ورکړي نو دغه نظر ورکولو ته په فرضیه کې تصدیق وايي. که چېرې څو لیکوال په یو اتفاق سره داسې یوه فرضیه ومني نو په حقیقت کې دا د فرضيي لپاره تصدیق دی.(۱۰)

پایله

د هرې علمي تحقیقاتي لیکنې لپاره فرضیه جوړونه مهمه ده او د ټولو څېړنيزو جوړښتونو د ښه پرمخ وړلو او اثبات ته رسولو لپاره یوه اساسي مسله سمه فرضیه غوره کول له پیله ترپایه محقق ته لارښوونه کوي او د محقق لپاره د څراغ حیثیت لري.

هره علمي لیکنه که دا برخه ونه لري نو شونې ده چې محقق خپل کار په سم ډول پای ته ونه رسوي.

د نړۍ ټولې پرمختللې نظريي عادي فرضيي وې خو نن د انسانانو لپاره ګټورې دي نو د ژوند د پرمختګ لپاره حقایق کشفول د څېړنې کار دی او د هرې څېړنې لپاره مفروضه مهمه ده.

فرضیه د څېړنې حد او حدود ټاکي، علمي کار ته سرعت ورکوي او د نتیجې په لاس ته راوړلو کې مرسته کوي، محقق ته لارښوونه کوي چې له کومو موادو ګټه واخلي، کوم مواد سم او کوم ناسم دي. په څومره وخت کې علمي پروژه پای ته رسولای شي او داسې نور هغه موارد چې د څېړنې د کار لپاره مهم دي، د فرضيي لپاره مشخصېږي.

ماخذونه

۱.پوهندوی جاویده احمدی: روش تحقیق کتابخانه یی و اجتماعی(چاپ چهارم) ، انتشارات حامد رسالت، کابل، ۱۳۹۵ ل کال، ۹۵ مخ.

۲.خلیل الرحمن باور: د څېړنې لارښود، بلوچستان یونورسټي، کوټه، ۲۰۱۲ م کال، ۷۶مخ.

۳.کاندید اکاډمیسین محمد صدیق روهي: د څېړنې لارښود(دویم چاپ) ، د افغانستات د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز، کابل، ۱۳۸۵ ل کال، ۳۷ مخ.

۴.پروفیسر عبدالحمید خان عباسی: اصول تحقیق (دویم چاپ) ، نیشنل بوک فاونډیشن، اسلام اباد، ۲۰۱۵ م کال، ۲۲۶ مخ.

۵.پوهنیار سیداصغر هاشمي: د څېړنې بنسټونه، یار خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۴ ل کال، ۶۵ مخ.

۶. پوهنمل سیدرحمن هاشمي:عمومي ارواپوهنه، هاشمي خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۵ ل کال، ۸۴ مخ.

۷.دکتر خلیل میرزایی:پژوهش، پژوهشګری و پژوهشنامه نویسی(جلد دوم) ، انتشارات ازرخش، ایران، ۱۳۸۸ ل کال، ۱۵۴ـ ۱۵۵ مخونه.

۸.پروفیسرعبدالحمید خان عباسی:اصول تحقیق(دویم چاپ)  نیشنل بوک فاونډيشن، اسلام اباد، ۲۰۱۵ م کال، ۲۳۰مخ.

۹.څېړنوال عبدالقیو ذاهد مشواڼی:د ادبي څېړنې پړاوونه، د ادبي څېړنې اصول او لارې، سرمحقق سیدمحی الدین هاشمي په اهتمام، ژبو او ادبیاتو مرکز، کابل، ۱۳۹۳ ل کال، ۱۰۵ مخ.

۱۰. خلیل الرحمن باور: د څېړنې لارښود، بلوچستان یونورسټي، کوټه، ۲۰۱۲ م کال، ۷۸ـ ۷۹ مخونه.

(Visited 14 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.