The news is by your side.

په کانکور کې د راغلو اصلاحاتو پایلې / منور اندیال

0

کانکور؛ هغه نوم چې د ډېرو ځوانانو یې له زدهکړوزړونه تور کړي وو، لایق او نا لایق پکې نه مالومېده،سواد او بېسوادي پکې مطرح نه وه، ځکه ډېرو شتمنوبه وړاندې له وړاندې پوهنتونونو کې د شمولیت حق اداکړی و، نمرې په پیسو پلورل کېدلې د هر پوهنځي اوهر ولایت جلا بیه وه.

همغه وخت کې سېسټم همدا کانکور و، خو یا سوالونهتر کانکور وړاندې مشخصو کسانو لاسونو ته رسېدل،چې هغو به فورمونه پلورل یا به د سوالونو په بانک اوډېټابس ته د ځینو کسانو لاسرسی کېده چې یا ترې دکال اړوند سوالونه راوباسي او یا هم تر ازموینېوروسته د مشخصو کسانو نومرو کې لاسوهنه وکړي،دا موږ ټولو ته مالوم دي او ډېر یې شاهدان یو.

دې حالت د کانکور په اړه د زدهکوونکو او عامو خلکوپر ذهنیتونو ډېره اغېزه وکړه او د ډېرو زده کوونکوزړونه یې ور تور کړل، خو د ولسمشر غني په وختکې د کانکور سېسټم پر اصلاح جدي کار شروع شو، پهلمړي او دویم کال پکې تر یوه حده اصلاحات راغلل،چې په تېرو دوو کالونو کې پکې د پام وړ تغیراتراغلل د زدهکوونکو یوازینی معیار پکې لیاقت اواستعداد شو او د بریالیو زدهکوونکو فیصدي کې هم دپام وړ بدلون راغی.

په دې برخه د ولسمشر د ځانګړې پاملرنې له مخې پیلکې د کانکور د سېسټم د اصلاح لپاره یو ملي ورکشاپدایر شو، چې پکې د کانکور د نظام د بېلابېلو برخو پراصلاح بنسټیز کار وشو له هغې وروسته وار په وارلاندې اړین اصلاحات راغلل:

په ټولو ولایاتو کې په یو ډول د کانکور ازموینې ترسرهکېدل او د افرادو د مداخلې مخنیوی.

د کانکور د هر داوطلب لپاره د ځانګړي فورم چاپېدل،چې د شخص ټول خصوصیات پکې ذکر شوي اوځانګړی نمبر لري.

د کانکور د سوالونو بانک غني کول؛ د سوالونو بانک۱۶ زره سوالونه ۶۰ زرو سوالونو ته لوړېدل.

د نجونو لپاره د رشتې ځانګړي کوډ مشخصول، چې پهدې سره د هغو ستونزو مخه ونیول شوه، چې مخکې بهښځینه ظرفیت د نارینهؤ او یا برعکس اشغال ستونزېجوړولې او همدارنګه په دې سره د نجونو د جذبفیصدي له ۵۱ څخه ۸۶ ته لوړه کړه.

د کانکور د داوطلبانو لپاره د شکایت آسانتیاوې زیاتولاو د شکایت اورېدلو سطح لوړول.

د کانکور د ټولو داوطلبانو بایومتریکول او د کانکورازموینې په ورځ د بایومتریک له مخې د داوطبانوداخلول؛ په دې کار سره ډېر زیات اصلاحات رامنځتهشول او له هر ډول مداخلې مخنیوی وشو.

د کانکور د دواطلبانو لپاره د رنګه حاضري چاپول،چې د عکس په شمول د هر داوطلب نور مشخات پکېموجود وي.

د کانکور پروسې الکترونیکي کول.

الکترونیکي او سیستماتیک تفتیش.

د کانکور لپاره د نوې مطبعې افتتاح.

د کانکور د فورمونو د توضیع عواید بانکي کول.

دې اصلاحاتو د کانکور په پروسه د پام وړ بدلون همرامنځته کړ او زیات مثبت تاثیرات یې پرېښول او پهدې سره د کانکور څخه تېښته ورو ورو په هڅه اوزیار بدلېږي، ځکه چې په تېرو دوو کالونو کې بااستعداده زده کوونکو ښې پایلې ترلاسه کړې او پهعموم کې د کانکور ټولو ګډونکوونکو نتائج مناسب وو.

په تېر وروستني کانکور کې ۱۶۹،۵ زره کسانو ګډونکړی و، چې ددوی له جملې ۱۴۷،۵ زره کسان بریاليشول؛ دا شمېره د تېرو کالونو په نسبت ډېره مختلفه ده.

د ۱۳۸۹ کال کانکور په ازموینه کې ۱۱۷ زره ۳۰۲کسانو ګډون کړی و، چې له دې جملې یوازې ۴۱ زرهاو ۶۹۰ تنه لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته بریالي شولاو پاتې ټول ناکام وو؛ ځکه نو زیات شمیر زده کوونکيد کانکور په پروسه کې د فساد او بې عدالتیو څخهشکایاتونه کول او په دې پروسه بې باوره وو.

اوس نو دغه ملي پروسه د ځانګړي اهمیت څخهبرخورداره ده او د هرچا لپاره د باور وړ ده او په دېسره به د افغانستان د لوړو زدهکړو ته وړ کسان بریاليکېږي چې د لوړو زدهکړو کیفیت به هم ورسره لوړشي.

(Visited 94 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.