The news is by your side.

په یوويشتمه پېړۍ کې پر شډلتوب وياړ؟

عمران خان

0

په یو ویشتمه پېړۍ کې پر شډلتوب ویاړ، د پښتون د نړيوال حيثيت لومړۍ ماتې ده. زه هره ورځ څه باندې یوولس بجې له ښوونځي څه کور ته راځم. عادت مې دی، که څه هم کور کې مې ډېری مشران پر دې ښه نه وړي، چې زه د کاليو بدلولو وروسته ژر تر ژر خپل موبايل خلاصوم تر څو وګورم چې ټولنيزې رسنيو کې کوم بحثونه روان دي. تر ټولو وړاندې غربي نړۍ لټوم، بيا استرالياوي ويبپاڼو ته سر ورښکاره کووم خو د پرينګيانو خبره تر ټولو لاسټ خو ناټ د‌ ليسټ، د‌ خپل هيواد او پښتونخوا رسنيو ته‌ د‌ ورتلو په حال کې یم چې کور کې د ډوډۍ راوړلو غوښتنه کووم. د‌ ډوډۍ تر راتلو، زه ځان تازه کړم او دا کوښښ کووم چې بايد پښتو ميډيا د لمانځه څخه وروسته وګورم. باور وکړئ! زه د پښتو خبرونو او مقالو سره خوارا مينه‌ هم لرم خو بيا هم زه هېڅ نه‌ پوهېږم چې زه دا عادت ولې لرم. شايد فکري مسله يا سايکلاجېکل ډيسکمپرټبلنيس وي.

د همدې ځواب د‌ پېدا کولو لپاره ما يوه سروې وکړه چې په هغې کې مې د ټولنيزو رسنيو له طريقه د غرب فکر او د پښتنې ټولنې فکر سره مقايسه کړ. ما خپل ځواب په دوه برخو کې واخيست ، يو دا چې مونږ او هغوي کې د مسوليت پېژندنې،تعريفي نه بلکې ،عملي متفاوت او دوهم دا چې مونږ ميليټرليزم او جهاديزم ته د غرب په پرتله بدل تعريفونه ورکړي. او د خپل تعريفونه په بنياد مو يوه لار غوره کړې چې شډلتوب ورته وايو. لومړۍ برخه: نه غواړم چې بحث علمي کړم او مسوليت پېژندنه تعريف کړم ځکه ما يادونه وکړه چې مونږ يوازې عملي متفاوت يو.

د بېلګې په توګه : کله چې زه فېسبوک خلاص کړم نو زما د ملګرو له ليسټ څخه لږ تر لږه ۷۰سلنه دوستان، سره ددې چې زياتره يې د‌ دوبئ، سعودي او نورو هېوادونو مسافر دي، د شوشل ژورناليزم يا خبريالانو دنده ترسره کوي. اوس به تاسې وايئ چې ……… خو که غرب ته فکر وکړئ، هلته هر سړی خپل مسولیت ته فرض وايي او د‌بدل مسوليت د بل حق ګڼي ځکه خو هلته د ساېبر کرايم کچه ټيټه، د‌ تبليغاتو خطرناکه جګړه د نش برابر او عامه ذهنيتونه د مثبت پرمختګ شايد‌ دي. مونږ بيا ددوي برعکس يو، تبليغاتې جګړې دومره براېن واش کړي يو چې مجاهد پلار ته سحر الحاج او ماښام پرې د مشرک ټاپې لګو. پر يو بل او د ټکنالوژۍ پر ګټو مو باور له مېنځه تللی کوم چې بېرته راتلل خداې مکړه شاېد د يو نوي نسل قربانئ ته اړتيا ولري.

دوهمه برخه:

شډل بډل کليمه پښتانه په دوه سېنسه کې کاروي يو د خپلې تمبلۍ پړه پر بل د وراچولو دليل جوړوني لپاره او بل د پيسو په بدل کې د خپل ديني شعور اين اکټيو کولو لپاره. اول يې د تمبلۍ قيصه د سياسي علومو له تخنيکه داسې بيانولی شو چې پښتانه له مليټرليزم سره نا بلد دي يا غواړي قصداً نابلد اووسي . که څه هم ميليټرليزم لوې بحث دی خو مونږ يې دلته د ګټو او تاوان پر ځای ددې کلمې په اړه د خپل ناسم دريځ د سمون کوښښ کوو. ” پاڅيږه،چاپيريال سره سيال پلان جوړ کړه، حرکت وکړه ،مخې ته بريا ده”. دا پورته دوه کرښې عملي کول د ميليټرليزم تر ټولو لومړۍ وجيبه ده چې عمل يې جاپان د وران کنډر څخه د اسيا په تخنيکي زړه بدل کړ نور ته په کتو مونږ متفاوتي په دې کې ده چې مونږ بيا ميليټرليزم ته د عدم تشد برعکس تعريفونه ورکړي او ان دا چې مونږ لکه ړانډه، عدم تشدد، په کور کې د يو ان فيټ، بيکاره ،بې پلانه او بې مقصده او د تيار خور انسان ژوند ته وايو ته وايو. چې دا راجوتوي چې يا خو مونږ د باچاخان بابا په فلسفه نه پوهيږو او يا هم د خپلو نيکونو هره ښه خبره د بل د ښې خبرې خلاف ګڼو ،کوم څه چې نړۍ ته زمونږ د نيکونو حيثېت منفې ورښودلی شي. دلته مونږ د ميليټرليزم اصول پر ځان د عملي کولو يعنې چې په هر وخت کې د نړيوال سياست ، ادب، انټرټينمينټ سره د سيال پاتې کېدو لپاره حرکت وکړو، مونږ د شډل بډل په نوم خپل ځان د نړيوالې ټولنې څخه پر ټيلو ټيلو وباسو او لا وياړ پرې هم کوو.

دوهم شډلتوب مونږ ته د جهاديزم له برکته نصيب شوی. جهاد او جهاديزم بايد بېل بېل تعريف شي. جهاد‌ يې تاسې ته پریږدم خو جهاديزم د پراکسي (نیابتي) سياست يوه برخه ده چې زياتره پکې د «ماسټر او سلوز تيوري» پکې عملي شوې. لنډه يې درته وايم چې مونږ په نړيوال سياست کې د نړيوالو لخوا “ګددددا جوړيدو” ته د شډل بډل مجهاد نوم ورکړی او د خپل دې خرتوپ په بدل کې لا، له‌ عظيم خداې څخه باغونه ،شرابونه او مستۍ هم غواړو.

خداې او نړۍ چې زمونږ دا احمقي ګوري نو نه خداکه جنت راکړي او نه به د يو څو کسانو په نشتون کې د نړيوالې ټولني غړي پاتې شو. عمران اتمانزی ، ۸ اکتوبر ,۲۰۱۹

(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.