_ضمیر ساپی
ځینې وايي، پټهخزانه خو څه قران نهدی چې نقد او نیوکه دې پرې ونهشي او داسې استدلال هم کوي چې د بیان ازادۍ زمانه ده، خلک حق لري چې پر یوه اثر نقد وکړي او قدامت یې تر پوښتنې لاندې راولي، خو دلته د نقد او نیوکې تر شا نور ډېر څه پراته دي چې روښانه کول يې اړین بولم.
ناشناس چې خبرې يې تر ډېره په خپله ولکه او اراده کې نهدي، نقد نه؛ بلکې د نورو په لمسون پښتو ادب، تاریخ او کلتور ته یو ډول غیر مستقیم سپکاوی کړی دی. که پټهخزانه قران نهدی، خو په دې اثر کې د یوه قوم کلتوري عزت، تاریخي مخینه، د پښتو ژبې قدامت او د ادبي څېرو تر څنګ نور ډېر مسایل پراته دي.
ناشناس د بل چا په ځیرکانه چل د دې پرځای چې په مستقیم ډول د پښتو او پښتو تاریخ او کتلور جعلي وګڼي، هڅه يې کړې چې په غیر مستقیم ډول د پښتنو او پښتو تاریخ ناسم ثابت کړي. د هغه له دې خبرو داسې پیغام اخېستلای شو چې پښتانه هېڅ لرغونی تاریخ، کلتور او ژبه نهلري او د خپل تاریخ او کلتور قدامت ټول لاسوندونه یا شواهد یې په جعل او تزویر ولاړ دي.
نن چې په نړۍ کې اسلامي تاریخ، د مصر، چین، پخواني هندوستان، فرعونیانو، فارسیانو او نور له مېلاده زرګونه کاله مخکې او وروسته تاریخونه ژوندي دي، دا ټول د پټې خزانې په څېر د تاریخي او لرغونو اثارو د پاتې شونو په وسیله د پیړیو نسلونو ته رسول شوي دي او که دا ډول اثار له منځه لاړ شي، د هغه سیمې، قوم او قبېلې تاریخ ورسره هممهاله له منځه ځي.
پټه خزانه ښايي ځینو ته عادي تذکره ښکاره شي، خو دا اثر د پښتو او پښتنو په تاریخ کې یو تر ټولو ارښتمن او یوازېنی لرغونی تاریخي اثر دي، ځکه پټه خزانه د هوتکي پاچا اعليحضرت شاه حسين هوتک، د عصر نامتو ليکوال محمد هوتک د داود خان هوتک زوی هغه تذکره ده چې په (۱۱۴۱- ۱۱۴۲ هجری ق) کلونو کې ليکل شوې او د پنځوسو پښتنو شاعرانو او ليکوالو ژوند ليکونه يې د تاريخ د خاورو په زړه کې ساتلي دي او استاد عبدالغفور لېوال وايي، د پټې خزانې له برکته د پښتو ادبياتو تاریخ ډیرې ورکې خو نامتو څېرې رابرسیره شوې دي.
بل دا چې د نقد او سپکاوي تر منځ ډېر توپیر وي. ناشناس په ډېر ضعیف او کمروزي استدلال سره د پښتو او پښتنو تاریخ په صفر کې ضرب کړی دی. نقد داسې نهوي؛ بلکې هغه یو ډول شعوري سپکاوی کړی دی، ځکه د پښتو تاریخ لرغونتوب نه منل د پښتنو نه منل او ردول دي.
که د ناشناس وروستۍ مرکه وکتل شي؛ هغه پهخپله پهکې اعتراف کړی دی چې د پټې خزانې په اړه دقیقه مطالعه نهلري او په خبره يې له څو مجلو او نورو چاپي اثارو يې دا مستند جوړه کړی دی. هغه په دې ویډیو کې یوازې په دوه یا درې شعرونو وړاندې کولو سره خپلو دلایلو ته توجیهات وړاندې کړي دي.
پټه خزانه د پښتو ادب ارزښتمنه سرچینه ده، که څک یې جعلي او تزویري بولي؛ دلایل یې باید له څو شعرونو او چاپي اثارو نهوي؛ بلکې باید منطقي، اصولي او د څېړنو پر بنسټ ولاړ وي.
پټې خزانې ته ارزښت نه ورکولو خبره هغه څوک کوي چې د پښتو د تاریخ په اړه یې ډېر څه نهدي لوستي او که په اړه یې مالومات هم لري، د نورو له خوله یې اورېدلي او یا یې د هغه چا په کتابونو او مقالو کې لوستي چې خپل تاریخ ورته ارزښت نهلري او یا په لوی لاس غواړي د پښتو ادب قدامت تر سوال لاندې راولي.
له بده مرغه باید ووایم، په دې وروستیو څو کلونو لکه د لطیف پدرام په څېر د ایران او پنجاب جاسوسې، لاسپوڅې او منفورې څېرې چې کله وغواړي ځان خپل ځانونه مشهور کړي؛ په شعوري ډول کله د افغانستان ۵۰۰ کلن تاریخ نه مني، کله غازي امانالله خان ته خوله وراچوي، کله د افغان کلمه تحمیلي بولي او کله خو بیخي د افغانستان د نوم بدلولو ته پایڅې رابډ وهي.