The news is by your side.

پټه خزانه: تر عظيم الشان قرآن وروسته

0

پوهاند دوکتور محمد اسمعيل يون-

يادښت: په دې ورځو کې د ډله ييزو رسنيو له لارې د پښتو ژبې او ادبياتو د يو مهم اثر (پټې خزانې) په باب د يو هنرمند (فطرت ناشناس) خبرې اوړي رااوړي.

له ما څخه ځينو دوستانو هيله وکړه چې په دې اړه يوه ليکنه وکړم. ما د ناشناس خبرې هم واورېدې، هغه خپله هم اعتراف کړی چې په دې برخه کې علمي مطالعه نه لري، له همدې کبله ترې د (الفنسټن) په باب په يوه جمله ان يوه کلمه  کې نږدې يوه پېړۍ دروغ وويل شول. ناشناس وايي: ((الفنستون يک وقت کابل امده بود، عبدالحی حبيبی از ایش پرسان کرد، که اینمی پته خزانه را تصديق کند، کتاب (۱۲) صد(۱۳) صد سال پیش، او ګفت که، ما که تا کتاب نه بينم، کاغذ اش نه بينم، طرز خط اش نه بينم، زبان اش نه بينم، که زبان چی وقت بوده، ما نه ميتانم که امی کار کنم، تصديق نه کرد.)) انګرېز ليکوال (الفنسټن) چې (د کابل سلطنت بيان) کتاب يې ليکلی، پر (۱۸۵۹م) کال مړ شوی او استاد حبيبي پر (۱۹۱۰م) کال زېږېدلی دی. د پټې خزانې وروستۍ نسخه لومړی ځل پر (۱۹۴۳م) کال په کوېټه کې د علامه عبدالعلي اخندزاده په واسطه د استاد حبيبي لاس ته ورغلې ده، په دې ډول د (الفنسټن) د مرګ او د استاد حبيبي د زوکړې د نېټې تر منځ نږدې (۵۱) کاله او د (الفنسټن) د مرګ او د پټې خزانې د وروستۍ نسخې تر پيدا کېدو نږدې (۸۴) کاله زماني واټن دی، نو يو شخص چې په خپلو څو دقيقه يي خبرو کې له دومره زياتو تېروتنو سره مخامخ شي، د هغه پر خبرو اصلاً بحث په کار نه دی، ناشناس نه د تاريخي متونو متخصص دی او نه په دې برخه کې  د نظر خاوند دی او نه کوم کره معلومات لري، نو ځکه خو پر بحث او تبصرې هم نه ارزي، خو دا چې د ناشناس او دې ته د ورته نورو اشخاصو تر شا د چا لاس دی او کومې کړۍ هڅه کوي، د هېواد ملي او فرهنګي تاريخ مسخه کړي، موږ ټول هغوی پېژنو او ځوابونه يې زموږ فريضه ده. دا سلسله له پخوا څخه راروانه ده او موږ هر وخت تر خپلې وسې هغوی ته منطقي ځوابونه ورکړي دي. اوسنۍ ليکنه چې تاسې ګورئ ((پټه خزانه: تر عظيم الشان قران وروسته)) له نن څخه نږدې (۱۳) کاله دمخه مې د همدې ډول شکاکانو او کينه ګرو په ځواب کې ليکلې وه. اوس چې له ما څخه ځينو دوستانو د پټې خزانې په باب د ناشناس د ځواب ويلو غوښتنه کړې وه، بيا يادونه کوم چې ناشناس په ځواب نه ارزي، خو زه دا ليکنه يو ځل بیا د پټې خزانې اصلي مخالفينو او محرکينو ته د يو ټوليز ځواب په توګه، له کوم تغير پرته کټ مټ خپروم. هيله ده ځوان نسل يې په دقت ولولي او د خپل ملي فرهنګ، هويت او تاريخ له اساسي او اصلي دښمنانو ښه خبر شي.

((پټه خزانه))، په پښتو ادبياتو کې هغه خورا مهم، تاريخي او ادبي اثر دى، چې په ټولو پښتو اثارو کې پښتنو ته بل هېڅ ادبي اثر دومره منښت، ګرانښت او تقدس نه لري، لکه پټه خزانه. قرآن   عظيم الشان چې د ټول بشر د نېکمرغۍ او د ټولو مسلمانانو لپاره تر تصوره پورته جامع خدايي کتاب دى او ټول بشر ته د لمر د رڼا حيثيت لري او پښتانه د قرآن پر تقدس، سپېڅلتيا او روښانتيا تر هر چا زيات باوري او ګروهمن دي، خو که تر قرآن   عظيم الشان او څو نورو مذهبي کتابونو وروسته په عامه روښنفکره پښتني ټولنه کې د کوم کتاب د ګرانښت، تقدس او درناوي ارزونه، پرتلنه او تلنه کوو، نو بيا خو هېڅ کتاب هم د (پټې خزانې) مقابله نه شي کولاى او نه له دې سره د ګرانښت او محبوبيت په تله تلل کېدى شي. ددې ګرانښت علت څه دى؟ ولې ټول ولس ورته د تقدس په سترګه ګوري؟ او بيا هغه ولس چې له ځينو خاصو مذهبي او عقيده يي ارزښتونو پرته پر بل هېڅ شي په اسانۍ توافق نه کوي، ولې (پټه خزانه) مني؟ ولې يې درناوى کوي؟ ولې پرې متفق دي؟ ولې ترې خوند اخلي؟ او ولې پرې باور کوي؟ هر کله که مو دا او دېته ورته پوښتنې مطرح کړې او معقول ځوابونه مو ورته پيداکړل، کېدى شي پر (پټه خزانه) د څو شکمنو ((ليکوالو)) شکونه راته خپله ځواب شي. زه نه غواړم دلته د ځينو نورو ښاغلو ليکوالو په شان د (پټې خزانې) په اړه تاريخي، ژبني، ادبي او کرونولوژيک دلايل راوړم او د هغو لپاره ګڼ شمېر اخځونه د ملاتړ په توګه کتار کړم، يوازې له خپل ليد لوري غواړم په عام ډول د پټې خزانې د حقانيت، ماهيت او ارزښت په اړه خپل نظر څرګند کړم:

د پټې خزانې تاريخي ارزښت:  (پټې خزانې) په حقيقت کې د خپلې ښکلا له امله يو شمېر مخالفين پيدا کړل، ددې مخالفتونو يو غټ علت دادى چې په (پټه خزانه) کې د جهان پهلوان امير کروړ سوري يوشعر  (وياړنه) راغلى، دا شعر د تاريخي قدامت له مخې (١٣٩هـ ق) کال ته رسېږي، ددې شعر له امله د پښتو ادبياتو د لاسته راغلي ليکلي شعر نېټه د ګاونډيو ژبو په تېره بيا د فارسي ژبې له لومړي لاسته راغلي شعر څخه نږدې يوه نيمه پېړۍ (١٥٠کاله) دمخه ځي. د ايران يو شمېر فارسي ژبي ليکوال شته چې د فارسي ژبې د بډايه ادب له مخې په سيمه کې د فارسي ژبې د تفوق روحيه پالي او افغانستان هم د خپلې ژبې او فرهنګ د نفوذ ساحه (!) ګڼي، د پښتو ژبې او ادب دا تاريخي قدامت او قوت نه شي زغملاى، نو ځکه يې په عمومي ډول له پټې خزانې او په خاص ډول له دې شعر سره حسادت او حساسيت وښود او ورو ورو يې پر پټه خزانه د ((جعل او تذوير)) تورونه پورې کړل. يانې ددې تورونو اساسي سرچينه د ايران ملتپالي او ژبپالي ليکوال وو. دوى ددې کار لپاره په لومړي ګام کې په افغانستان کې يو څو فارسي ژبي ليکوال د پټې خزانې مخالفت ته راوپارول او بيا د وخت په تېرېدو سره يو څو ((پښتانه ليکوال)) هم ددې لړۍ برخوال شول.

د پټې خزانې سياسي ارزښت:  په مجموعي ډول ټول افغانان او په ځانګړي ډول پښتانه چې د علامه اقبال په وينا د اسيا زړه تشکيلوي، په وروستيو، درې، درې نيم سوو کلونو کې لومړى د يو محلي او ورپسې بيا د يو ملي حکومت خاوندان شول او له دې سره سم له ځينو ګاونډيو هېوادونو سره د سياسي رقابت ترڅنګ پر فرهنګي سيالۍ هم اخته شول، نو د يو شمېر ګاونډيو هېوادونو او قومونو سياستوال او ليکوال چې افغانان او په تېره بيا پښتانه يې د (( يو وحشي او يرغلګر)) (!) قوم په توګه معرفي کول، د پښتنو د فرهنګي شتمنۍ راسپړل او ځلول ورته د زغملو نه وو، دوى غوښتل چې فرهنګي محکوميت د سياسي محکوميت وسيله کړي، نو په دې خاطر يې د پټې خزانې، فرهنګي، ادبي او علمي ارزښت له سياسي هغو سره مخلوط کړ او د سياسي انګېرنو پر بنسټ يې د (پټې خزانې) مخالفت ته راودانګل.

د پټې خزانې متني ارزښت:  څرنګه چې د پټې خزانې ليکوال ( محمد بن داود هوتک) يو پوخ، فطري، کسبي او مسلکي ليکوال و او د شاه حسين هوتک د دربار منلى منشي و، نو په خورا دقت او انتظام يې د تاريخي تسلسل او اخځونو په ښودلو سره د (٥٠) تنو په ګډون د شاعرانو تذکره ترتيب کړې ده او د يو ښه، پوخ او کره متن په ترڅ کې يې هغوى معرفي کړي دي، نو د متن دغې ښکلا هم ځينې منفي باف ليکوال راپارولي چې ولې يې پر هغه وخت داسې پخه تذکره ليکلې ده. دوى په عام ډول د پښتنو او په خاص ډول د ( محمد بن داود هوتک) پر استعداد شک ښکاره کوي چې پښتانه! هغه وخت او داسې کتاب!!؟

دوى دېته پام نه کوي چې تر همدې تذکرې څخه نږدې اووه سوه کاله دمخه د غزنويانو په دربار کې د ((شاهنامې)) په شان يو مهم اثر ليکل کېدى او زړې افسانې په نظم کېدى شي، په دې دربار کې پر يوه وخت شاوخوا (دوه نيم سوه) ليکوال پالل کېدى او د شعرونو په لسګونو دېوانونه رامنځته کېدى شي، خو د هوتکيانو په دربار کې دې يو محمد هوتک ددې استعداد نه پيدا کوي چې يوازې د تېرو او هممهالو شاعرانو يوه تذکره ترتيب کړي؟ ځکه چې د دوى په نظر دا قوم د فرهنګ او ادب پنځونې استعداد نه لري!؟ که چېرې پټه خزانه د يو څلور پنځو شاعرانو له ګډو وډو سوانحو جوړه واى، نو بيا خو کېدى شول چا پرې انتقاد نه واى کړى. اوس د پټې خزانې ((منتقدين)) د خپل استعداد له ليد لوري د پټې خزانې متن ګوري، دوى فکر کوي چې ولې دومره پوخ متن؟ که هر ((نقاد)) د خپل استعداد له زاويې څخه د بل ليکوال اثر ته وګوري، نو بيا خو د ډېرو نړيوالو ليکوالو پر اثارو هم شک کولاى شو، ولې هومر؟ ولې هوګو، ولې بلزاک، ولې ټاګور، ولې خوشال او داسې نورې ډېرې ولې ولې.

د پټې خزانې اروايي ارزښت او اغېز:  په يوه ادبي اثر کې د ليکوال او لوستونکي ترمنځ يوه پټه رابطه وي، د همدې رابطې پر بنسټ د دواړو فکري او اروايي اړيکې ټينګېږي، دا رابطه په حقيقت کې د هغه (صداقت) بيان دى، چې ليکوال يې په خپل اثر کې وړاندې کوي. هر څومره چې د ليکوال په اثر کې د صداقت او رښتينولۍ جوهر زيات وي، په همغه اندازه د ليکوال او لوستونکي رابطه زياته ټينګېږي او نږدې کېږي، که ليکوال په خپل اثر کې د صداقت پرځاى د مفاهيمو په انتقال کې له تصنع، تکلف او لفظي درغلۍ څخه کار واخلي، لوستونکى به يې يو ځل اثر ولولي، بيا به يې هم ولولي خو هېڅکله به يې زړه ته لاره پيدا نه کړي، په همدې وجه تکلفي، تصنعي او نږه اکتسابي ليکوال کامياب ليکوال نه دي او نه هم هېڅکله عام محبوبيت پيداکولاى شي. ادبي اثر داسې يوه پديده نه ده چې څوک يې په زوره پر چا ومني او نه هم د کره کتنې په شان علم دى چې ځينې کره کتونکي په پاى کې يو حکم صادوري. زه وايم چې په پټه خزانه کې کوم قوت موجود دى چې پر عام ولس او په تېره بيا پر ليکوالو يې ځان د تقدس تر سرحده منلى دى؟ نه محمد بن داود هوتک ( د پټې خزانې مولف) او نه هم پوهاند عبدالحى حبيبي ( د پټې خزانې شارح) کوم زور درلود او نه هم د پټې خزانې تر شا د زور لښکرې ولاړې وې چې پر خلکو يې ومني. زما په فکر په دې اثر کې صداقت، د ليکوال احساس، او عواطف د ليکوال له فني قوت سره ملګري کېږي او په پاى کې اثر هغومره قوت پيداکوي چې ان د خلکو پر زړونو د يو سپېڅلي ادبي اثر په توګه حکومت وکړي. د دنيا په ټولو ادبي اثارو کې دا خبره تراوسه نه ده پېښه شوې او حتى دا به يوه معجزه وي چې يو څوک يا ليکوال دې نن کېني، درې سوه کاله وړاندې د يوه بل ليکوال په نوم دې تذکره وليکي او هغې کې دې بيا ان تر يو زر کلونو پورې په بېلابېلو دورو کې د هر پړاو له تاريخي او اجتماعي حالاتو سره سم ليکوال او ادبي بهير داسې معرفي کړي، چې د خلکو پر زړونو دې د نورو ټولو ادبي اثارو په انډول زيات حکومت وکړي.

که موږ فرضاً د يو څو شېبو لپاره دا فرضيه ومنو، نو بيا خو دغه بل ليکوال تر محمد بن داود هوتکه هم د زياتې ستاينې او شاباسۍ وړ دى چې په شلمه پېړۍ کې داسې يو اثر ليکلاى شي چې د پېړيو په بهير کې د يوې ژبې مطرحو شاعرانو ته شعرونه هم منسوب کړي، ادبي ژوند، مبارزې او وياړونه هم ور په برخه کړي او بيا نور ليکوال، سياسي او ادبي تاريخونه هم ددې ليکوال خبره تائيد کړي.

تراوسه پورې د بشر د ادب تاريخ په ټوله دوره کې دا ډول ادبي معجزه چا نه ده تخليق کړې، هو داسې شوي چې يو شاعر يا ليکوال د بل نومورکي، نومور، مړ يا ژوندي شاعر يا ليکوال کلام په خپل نامه کړى وي، خو دا ډول غلا هم ډېره ژر رسوا شوې ده، خو دا بل ډول معکوس کار چې څوک دې خپل اثر بل چاته منسوب کړي او خپله دې ترې دفاع هم وکړي، په ادبي تاريخ کې يې بېلګه نه لرو.

پټه خزانه د هغې انډول، بديل يا مثل:   د پټې خزانې مخالفين چې پر پټه خزانه يې متضاد شکونه څرګند کړي دي، د هغو لپاره به يو منطقي دليل دا واى چې دوى پټې خزانې ته ورته يو بل تاريخي اثر يا تذکره جوړه کړې واى، تر هغه وروسته يې پر خلکو منلې او بيا يې له پټې خزانې سره پرتله کړې او خلکو ته يې ويلي واى چې دا دى د دا ډول ((جعلي)) اثارو ليکل او پر خلکو يې منل ګران کار نه دى. که دا کار يوه يا دوو ليکوالو نه شو کولاى، نو بيا دې د پټې خزانې ټول مخالفين، په ښکاره او پټه سره ناست واى په شپو، مياشتو او کلونو دې کار کړى واى او بيا دې خپل لاسوند (سند) خلکو ته وړاندې کړى واى! او ولې ډېر وخت او ډېر کلونه؟ ځکه د يو ((جعلي)) اثر لپاره خو ډېر وخت ته اړتيا نه شته، هغه خو د تخيل، احساس او عواطفو په زور نه رامنځته کېږي، بلکې فکر، مهارت او چل ول ته ضرورت لري، نو د پټې خزانې ټولو مخالفينو بايد د زياتې انرژۍ د لګولو پرځاى، دا کار ژر تر ژره ترسره کړى واى. د منفي بافانو او شکاکانو دا خاصيت دى چې تر خپل فکر او استعداد پورته اثر باندې ضرور شک ښکاره کوي، مشرکينو به پر قرآن  کريم هم شک کاوه، د قرآن کريم ايتونه به يې شعر باله او ځينو به سحر و جادو. کله چې د لوى خداى(ج) له لوري په همدې اړه د ( کوثر) سورة نازل شو او له مشرکينو څخه وغوښتل شول چې تاسو ددې کلام معادل يا مثل جوړ کړئ، نو هغوى چې هر څومره زور وواهه څه يې ونه کړاى شول، نو تر هغه وروسته يې بيا اعتراف وکړ چې دا واقعاً هم د الله(ج) کلام دى، نو پټه خزانه خو د بشر د ذهن يوه راټوله کړې ادبي تذکره ده، نو د پټې خزانې ټولو مخالفينو ته يو چيلنج دى چې په انفرادي يا ډله ييز ډول دې ته ورته يو اثر رامنځته کړي.

پټه خزانه، د شک او ثبوت مقابله:  پر يوه شي باندې شک ښکاره کول اسانه کار دی، خو د هغه پر وړاندې د ثبوت وړاندې کول بيا هغومره اسانه نه دي. پر پټه خزانه هم شک ښکاره کول اسانه کار دى، لکه چې دا شکونه د هر شکاک له خوا شوي هم دي، خو د خپل شک د اثبات لپاره يوه هم غوڅ ثبوتونه نه دي وړاندې کړي، د شکاکانو پر وړاندې هم چې کوم اسناد او دلايل وړاندې شوي هغه هم شکاکانو ته د منلو وړ نه وو، هغوى پر هغو بيا هم شک ښکاره کړى دى. خو زما په نظر پټه خزانه خپله يو ثبوت دى، يو شتوالى او موجوديت دى، د ثبوت له پاسه بيا بل ثبوت وړاندې کول څه مانا نه لري.

لوى خداى(ج) په طبيعت کې ډېر رازونه اچولي، له هغو رازونو څخه يو دادى چې (( هر سړى پيدا دى خپل خپل کار لره که نه))؛ يو څوک به کار کوي، بل به نيوکه کوي، يو څوک به يو اثر ليکي بل به پرې نقد کوي، يو څوک به د ښه خوى او ښو اخلاقو خاوند وي او بل پرې شک کوي او وايي به چې دا چلند يې د قوت د نشتوالي له امله دى، په اصلي ماهيت کې داسې نه دى، يو څوک به ښه صادق مسلمان وي، بل به منافق او شيطان وي، يوه خوا به حق وي بله خوا به بطلان وي او ژوند به تر پايه همداسې د متضادو لوريو په مقابله کې روان وي.

پټه خزانه هم دغسې يو ثابت حقيقت او واقعيت دى، په دې لړ کې شکاکان هم حق لري دخداى(ج) د پنځول شوي طبيعت مطابق خپل شک ښکاره کړي. ځينو ليکوالو د رحمان بابا د ژوند او مرګ د کلونو په باب هم شک ښکاره کړى او هغه يې سم نه دى بللى او په دې باب يو شمېر ليکوالو ليکنې هم کړي، دا چې رحمان بابا پر کوم کال مړ دى او پر کوم پيدا؟ دا ددې مانا نه لري، چې د رحمان بابا له شتوالي منکر شو، د رحمان بابا د شعرونو شتوالى خپله د رحمان بابا د اثبات لپاره کفايت کوي، نو د پټې خزانې د اثبات لپاره هم غټ دليل په خپله د هغې متن دى چې د سالم عقل او فکر خاوند ترې انکار کولاى نه شي. ځينو ليکوالو او په اصطلاح ((تېزبينو)) ليکوالو دا د ځان د تبليغ او اطراح لپاره يوه ښه وسيله ګڼله چې پر يو مشهور اثر، پر يوې مشهورې تاريخي پېښې او يا مطرح ليکوال وپېچي، پر هغو شک ښکاره کړي او ځان مطرح کړي.

يو وخت موږ په پېښور کې غوښتل د خوشال بابا د زوکړې د څلورسومې کاليزې په وياړ يو علمي سيمينار جوړ کړو، د سيمينار تر جوړولو وړاندې د سيمينار د مقالو د وېش لپاره يو بورډ يا جرګه ګۍ جوړه شوې وه، په جرګه ګۍ کې يو تن مطرح ليکوال وويل زه غواړم د خوشال بابا د ژوند يانې تولد پر کال ليکنه وکړم، ده وويل زما د ليکنې عنوان دى: خوشال بابا پر کوم کال پيدا دى؟ يو زرو دوه ويشت که يو زرو يوويشت؟ ده زياته کړه ما سره ګڼ شمېر داسې دلايل، مدارک او اسناد شته؛ دا ثابتوي چې بابا پر يو زرو يوويشت کې پيدا دى، نه په يو زرو دوه ويشت هـ ق کې. موږ وويل دا يوه اتفاقي موضوع ده او واضح ده، ضرورت نه شته چې پر دې ليکنه وشي، د بابا د ژوند او اثارو پر هغو اړخونو بايد خبرې وشي چې تر اوسه لا مبهم دي او څېړنې ته اړتيا لري، خو ليکوال صيب بيا ټينګار وکړ؛ څوک وايي چې د خوشال بابا د ژوند کال اتفاقي دى؟ هېڅ اتفاقي دى نه، تاسې يو ځل زما منابع او اسناد وګورئ بيا به مو باور پرې راشي، پرېږدئ چې موږ لوستونکو ته واقعيت وايو، کله چې ليکوال پر خپلې خبرې تر حده زيات ټينګار وکړ، نو ماته هم يو څه غوصه راغله او ورته ومې وويل: د خوشال بابا په باب تر ټولو کره، معتبره او باوري اسناد کوم دي؟

ده وويل خپله د بابا اثار. نو ما وويل کله چې خپله بابا وايي:

(( د هجرت زر دوه ويشت سن و __ چې زه راغلم په ميان)) نو بيا ته څوک يې چې د بابا د ژوند په هکله خپله د بابا خبره رد کړې، دې سره زموږ بحث نور پاى ته ورسېد.

نو اوس راځو خپلې خبرې ته چې پر يوه شي د شک ښکاره کول او د هغه لپاره د يو څو مرتبو او نا مرتبو، وړاندې او وروسته دلايلو راوړل او د عادي لوستونکو د ذهنونو ګډوډول اسانه کار دى، خو د خپل ناسم شک اثباتول ساده کار نه دى.

د پټې خزانې له مخالفينو څخه يو:   پټې خزانې په پيل کې د سياسي او کلتوري سياليو له امله بهرني مخالفين درلودل، وروسته وروسته بيا دا مخالفتونه په کورنۍ کچه هم څرګند شول، خو د کورنيو مخالفينو د مخالفت علتونه ډېر زيات سياسي او کلتوري نه وو؛ اکثره د حقارت له رواني عقدو او په فرهنګي چاپېريال کې د سالم رقابت له لارې لوړ شهرت او مقام ته د نه رسېدو له امله پيدا شول. د کورنيو مخالفينو سرخېل ښاغلى (قلندر مومند) دى چې په پښتنو ليکوالو کې نسبتاً پام وړ مقام لري. دقلندر مومند د شهرت يوه لويه وجه همدا د پټې خزانې مخالفت دى، سره له دې چې هغه په شعر، لنډه کيسه، تنقيد او تحقيق کې هم مشهور دى، خو په دې هره برخه کې دده همعصره داسې نور پښتانه ليکوال وو چې له قلندر مومند څخه يې اول مقام نيولى و او زيات شهرت ته رسېدلي وو، د بېلګې په توګه که څوک د غزل نوم اخلي، نو د حمزه بابا، که د تحقيق نوم اخلي نو کامل مومند، که د لنډې کيسې نوم اخلي نو مهدي پاچا او که د انقلابي شاعرۍ نوم اخلي نو د اجمل خټک نومونه يې اول په ذهن کې راګرځي. قلندر مومند ته دده د فرهنګي شخصيت د خړوب او مطرح کېدو يوازينۍ لاره همدا ((تنقيد)) پاتې وه. نو ده بايد داسې يو څه ته ګوتې وروړې واى چې دده د فرهنګي شخصيت د شهرت غوښتنې دا غريزه يې خړوب کړې واى. د قلندر مومند دا پټه تلوسه هغه وخت د فوران حالت ته ورسېده چې پر (١٣٤٥ل، ١٩٦٦م) کال کابل کې د خوشال بابا په ياد جوړ شوي نړيوال سيمينار ته رابلل شوى و، دا هغه مهال و چې د پټې خزانې له لومړي چاپ څخه نږدې (٢۳) کاله تېرېدل، ددې سيمينار علمي مشري د لوى استاد علامه عبدالحى حبيبي پر غاړه وه. دې سيمينار حمزه بابا او څو نورو ليکوالو ليکنې وستايل شوې، لوى استاد پوهاند علامه حبيبي چې نه يوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سيمې په کچه يو لوى عالم و، هم زيات وستايل شو او درناوى يې وشو، قلندر مومند په دې سيمينار کې دده له خپلې توقع او شان سره برابر ونه ځلېد، نو له همدې ځايه ده د داسې يو ناسم رقابت لاره ونيوه چې پخوا يې دومره جوش نه و. دا وخت د قلندر مومند د قلم نوکه او ذهن د (استاد حبيبي) لوري ته واوښتل او په دې کې يې لومړى کتاب چې لوى استاد پرې حاشيې، تعليقات او شرحې ليکلې وې هغه (پټه خزانه) وه، نو همدا کتاب هدف يا ټارګېټ شو، ولې پټه خزانه هدف شوه؟ ولې د حبيبي صاحب خپل تاليفات تر بريد لاندې رانغلل؟ ددې پوښتنې ځواب دادى چې د پټې خزانې د ترديد لپاره لا تر دې دمخه بهرني ذهنيت کار کاوه، هغوى هم يو کورني شکاک او کورني شکاک هم يو بهرني ملاتړ ته اړتيا لرله، مشترکې ګټې د دوى د ګډې همکارۍ سبب شوې. ښاغلي قلندر مومند تر هغه وروسته پر پټه خزانه څو انتقادي ليکنې وکړې او د پېښور په چاپي خپرونو کې يې خپرې کړې.

قلندر مومند نږدې شل کاله پر پټه خزانه ((تحقيق او تنقيد)) وکړ او په پاى کې يې (( پټه خزانه فى الميزان)) کتاب چاپ کړ، هغه وخت چې لوى استاد عبدالحى حبيبي ژوندى و، نو د پټې خزانې د بهرنيو او کورنيو شکاکانو د شکونو په اړه يې خپل مستند دلايل وليکل، دلوى استاد تر مړينې وروسته قلندر مومند ته لاره نوره اواره شوه، وروسته ده يو شمېر هغه ليکوال په تېره بيا د پېښور ځينې ځوان ليکوال چې دده پر چاپېريال راټول وو او په يو نه يو ډول يې ده د شخصيت په وده کې رول درلود، په زړه نا زړه ډول د قلندر مومند فکر تعقيب کړ، خو بيا هم په پېښور او کويټه کې ډېر نور داسې ليکوال وو چې د قلندر مومند د نظرياتو خلاف يې ليکنې وکړې. ښاغلي همېش خليل د قلندر مومند د (( پټې خزانې فى الميزان)) په ځواب کې د (( تول پارسنګ)) په نامه يو مستقل اثر وليکه. د پټې خزانې د مخالفت لړۍ په پاى کې د ابتذال داسې يو حالت ته ورسېده چې ان ځينې داسې کسان چې اصلاً يې په خپل ټول عمر کې يو ځل هم پټه خزانه لوستې نه وه، هغوى هم د پټې خزانې په اړه خپل نظرونه څرګند کړل. يوه ورځ له پېښوره (ټل) ته په يوه مشاعره کې د ګډون لپاره روان وو، د کوزې پښتونخوا يو ځوان ليکوال له ما څخه وپوښتل (( يون صاحب دا د پټې خزانې په باب ستا رايه څه ده؟)) ما ويل له رايې څخه دې مطلب څه دى؟ ده وويل منې يې که نه؟ ما وويل زه يې ومنم که ونه منم هغه خپله داسې يو اثر دى چې ځان يې پر خلکو منلى او بل دا خو څه د عقايدو مسله نه ده چې که څوک يې ومني نو له ګناه به خلاص شي او که ويې نه مني نو ګناهکار به شي. منل نه منل دهر چا خپل کار دى خو واقعيت په خپله واقعيت دى. ده وويل بيا هم مطلب مې همدا و. ما ويل ستا رايه څه ده؟ ده وويل زه خو يې مخالف يم. ما ويل پټه خزانه دې لوستې؟ ده وويل نه جي! ما ويل چې لوستې دې نه ده نو بيا مخالف يې په څه يې؟ ده وويل: دا قلندر صاحب او نور چې کوم دي، هغه يې نه مني که نه ما ويل … ما وويل د واقعيت خبره بېله ده او د منلو يا نه منلو خبره بېله. ما ويل اسلام د خداى(ج) يو کامل دين او قرآن  د خداى(ج) اسماني کتاب دى، بيا يې هم د نړۍ نا مسلمان وګړي او همدارنګه يو شمېر منافق مسلمانان عملاً نه مني، نو دا خو ددې مانا نه لري چې اسلام او قرآن کې نيمګړتيا ده، نيمګړتيا خپله زموږ په ذهن کې ده. پټه خزانه يو واقعيت دى چې پټېدلاى نه شي، د منلو او نه منلو خبره د هغې د واقعيت مانع کېدلاى نه شي…

د قلندر مومند ترڅنګ يو شمېر نور ليکوال چې د هغه لاره تعقيبوي، هغوى له معقولې لارې او د فرهنګي کار و هڅو په وسيله د شهرت او مقام لوړو پړاوونو ته نه شي رسېدلاى، نو دوى دا لاره غوره ګڼلې چې داسې يو ادبي اثر ته لاس وغځوي چې هغه د خلکو زړونو ته لاره پيدا کړې وي، دوى فکر کوي په دې کار سره به د خلکو حساسيت راوپارېږي او زموږ ليکنه به ولولي، يا به مو پر ضد ليکنه وکړي او که ځواب را نه کړي، نو بيا به ووايو ګوره چې زموږ دلايل پاخه وو چا يې ځواب ونه شو ويلاى. دا ډول ليکوال چې د شهرت د فقر پر غريزې اخته دي، په هر ځاى کې شته؛ په جلال اباد کې يو ځوان عادي او مبتدي ليکوال په يوه نوې راوتې سيمه ييزه مهالنۍ عادي جريده کې پر يوه ډېر پاخه او مطرح ليکوال په دې نيت بې ځايه، نامعقوله او له واقعيت څخه لرې انتقادي ليکنه وکړه چې مطرح ليکوال به يې ځواب ووايي او دې سره به ((منتقد)) او ((جريده) دواړه شهرت ته ورسېږي او په پينځوو کې به ياد شي. خو مطرح ليکوال هغه ليکنه ډېره بابيزه وګڼله او هېڅ ځواب يې ور نه کړ، يو بل ليکوال ورڅخه وپوښتل چې د هغه ليکنې ځواب دې ولې ور نه کړ؟ هغه وويل: دا ځوانان دي، دوى د شهرت غريزې پسې اخيستي، زه نه غواړم په خپل ځواب دوى خپل هدف ته ورسوم. دا مسله همداسې غلې پاتې شوه، څه موده وروسته هغو ځوانانو له هغه مطرح ليکوال څخه بښنه وغوښته. نو د پټې خزانې د کورنيو مخالفينو يوه غټه ستونزه او ناروغي همدا ده چې د شهرت غريزې پسې اخيستي دي. که موږ د ښاغلي قلندر مومند ټول ليکلي اثار سره وارزوو نو راته معلومه به شي چې هغه په غزل کې د حمزه بابا، په انقلابي شاعرۍ کې د اجمل خټک او په تحقيق او تاريخ ليکنه کې د کامل مومند او استاد عبدالحى حبيبي مخکښي نه شوه زغملاى. د ارواپوهنې له نظره هغه اشخاص چې د ژوند په يو لړ سياسي، ټولنيزو او فرهنګي چارو کې ناکام او يا هم تر خپلو محسوسو او نامحسوسو سيالانو پاتې راشي، معمولاً پر منفي کرکترونو بدلېږي، هغه ليکوال چې په ليکوالۍ کې د تخليق او تحقيق په دواړو برخو کې پام وړ او مطلوب پرمختګ ونه کړي معمولاً درېيمه لار (تنقيد) غوره کوي. کله کله بيا دا تنقيد د اصلاح او لارښوونې پر محور راڅرخي، خو کله کله بيا د منفي بافۍ د ناروغۍ ښکار شي او هرې مثبتې پديدې ته ضرور د شک او ترديد په سترګو ګوري، ښه کره کتونکى همغه دى چې يو اثر مخکې تر مخکې د ښه والي او بدوالي د ټاکلې فرضيې له مخې ونه رازوي. يانې فرضيه مخکې تر مخکې قيد نه کړي، چې حتماً به دا اثر ښه ثابتوم يا بد او کمزورى. ښه لاره داده چې اثر څنګه دى همغسې يې وارزوي، خپل شخصي نظر او عواطف په کې دخيل نه کړي. زه فکر کوم چې قلندر مومند مخکې تر مخکې د پټې خزانې په اړه د (رد) فرضيه ټاکلې وه او خپله ټوله انرژي يې د همدې (رد) لپاره راټوله کړې وه. د قلندر مومند د ليکنې تر شا څه رواني مشکلات پراته وو، چې ده نږدې (شل کاله) د هغه اثر د ترديد لپاره کار وکړ چې محمد هوتک هغه په (دوو کلونو) کې ليکلى و. کېدى شي محمد هوتک د پټې خزانې پر ليکلو دومره نه وي په تکليف شوى لکه قلندر مومند يې چې په ترديد کې په تکليف شو.

قلندر مومند په خپله ليکنه کې په اصطلاح له نجومي علم څخه هم ګټه اخيستې او په اصطلاح له بېلابېلو جنتريو يې استخراج کړى چې د پټې خزانې د متن په پاى کې يوه راغلې نېټه غلطه ثابته کړي.

محمد هوتک په پټه خزانه کې ليکي: (( کتاب تمام سو، په ورځ د جمعې (٢٤) د شوال المکرم (١١٤٢) هجري په قندهار کې او مولف محمد هوتک هم فارغ البال سو الحمدلله حمداً کثيراً))

خو قلندر مومند په دې نظر دى چې د شوال (٢٤) د جمعې ورځ نه ده، له همدې پورتني ټکي سره په ارتباط کې د ښاغلي قلندر مومند د يوې مرکې يو ټکي ته ستاسو پام را اړوم.

د قلندر مومند تر وفات نږدې درې کاله وړاندې، ښاغلي حنيف خليل له ښاغلي قلندر مومند سره يوه مرکه کړې وه، دا مرکه همغه مهال له پېښوره خپرېدونکې (وحدت) ورځپاڼه کې چاپ شوې وه. په دې مرکه کې ښاغلي حنيف خليل له ښاغلي مومند څخه پوښتلي وو چې ستاسو د پيدايش کال کوم دى؟ هغه ورته په ځواب کې ويلي وو ((… زما د پيدايش کال ماته معلوم نه دى، ځکه چې هغه  وخت مور و پلار د پيدايش کال نه ليکه او که چا ليکه هم نو په يوه کاغذ کې به يې ليکه بيا به يې د قرآن شريف په منځ کې ايښوده، نو په دې وجه زه تاسو ته د خپل پيدايش کال سم نه شم ښودلاى))

اوس دی دلته د خپل پيدايښت د کال په اړه دومره بې تفاوته او يا نا خبره دى، نو بيا کوم دلايل او مهم عوامل وو چې دى يې دېته هڅوه چې درې درېنيم سوه کاله دمخه له نورو سره د ورځو او ساعتونو حساب، هغه هم په خپله خوښه وکړي؟ پر (١١٤٢هـ ق) کال د شوال (٢٤) د جمعې ورځ وه او که نه وه؟ دا او دې ته ورته پوښتنې سړي ته ددې لاره اواروي چې په خپله د شکاکانو پر نظرونو او شکونو شک وکړي او ووايي چې دا ډول شکونه له سياسي، کلتوري سياليو او شخصي عقدو څخه راټوکېدلي دي او پر واقعيت ولاړ نه دي. که د پټې خزانې د بهرنيو او کورنيو مخالفينو ټول نظرونه راټول کړو، نو کېدى شي دې نتيجې ته ورسېږو چې دا ټول نظرونه د سياسي، کلتوري، ژبنيو او تاريخي ناوړه غرضونو او د ځينو ځانپالو او شهرت خوښو ليکوالو د شهرت د غريزې او شخصي عقدو يو ګډ امتزاج دى چې علمي معيارونه نه لري او پر پورتنيو يادو عواملو ولاړ دي او بس.

(Visited 142 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.