The news is by your side.

پۀ شاه امان اللۀ خان د پلار د وژلو تور، د پرديو جاسوسانو کار دی

0
ليکوال: کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني 
ژباړن: سيلانی
پۀ هېواد او ولس مين شخصیت، شاه غازي امان الله خان څخه د انګليسانو زړونه داسې پۀ وينو ککړ دي، چې اوس هم د هغۀ لۀ تخريب او تخريش څخه لاس  نۀ اخلي. د خپلو بېلابېلو  جاسوسانو لۀ لوري کله دی د الحاد پۀ نوم تورنوي، کله يې د خپل پلار پۀ وژلو او کله يې د خپلواکۍ پۀ تر لاسه کولو کې د هغو لوستو اشخاصو پۀ واسطه تورنوي چې پۀ امريکا او انګلستان کې اوسيږي، هغه دا چې ګواګې دۀ په  ناحقه د افغانان وينې د خپلواکۍ د تر لاسه کولو لۀپاره تويې کړي دي.
لۀ يادو تورونو موخه داده: چې دنوي کهول ترمنځ د هغۀ هېواد پال شخصيت محبوبيت او ارزښت کم کړي. مګر د هېواد اصيل بچيان دنده لري، چې دخپلواکۍ د سرلاري او علم بردار د ستاينې او دفاع لۀ پاره پاسېږي او اجازه ور نۀ کړي، ترڅو د هېواد او خپلواکۍ دښمنان  د شاه امان اللۀخان پۀ تخريبولو سره زموږ د پلرونو او نېکونو هغه هلې څلې او سرښندې تمسخر کړي چې د خپلواکۍ پۀ  ترلاسه کولو کې يې ورکړي دي او زموږ د تاريخ دا ستره لاسته راوړنه بې ارزښته وښايي، تر څو زموږ د نوي کهول هغه روحيه چې دخپلواکۍ پر وړاندې يې لري تته او ياهم لۀمنځه يوسي.
شاه غازي امان اللۀخان زموږ ملي اتل دی
امريکايي څېړونکی او افغانستان پېژندونکی ادمک، ۶۰ کاله پخوا د شاه غازي امان الله خان نوم او سترو کارنامو  ته د درنښت سر ټيټ کړی او پۀ خپل تاريخ کې يې د افغانستان د ملي اتل پۀ نوم ياد کړی دی . دا هغه وخت ؤ چې لا هم شاهي نظام پۀ افغانستان کې مشروعيت  درلود او هېچا ته  قومي او ژبني تعصب  نۀ محسوسېدۀ. آدمک  نۀ د پښتنو دوست و او  نۀ هم دتاجکو دوښمن و. هغه يو پوه مؤرخ او جامعه شناس و. هغه د افغانستان دتاريخ او نومياليو شخصيتونو پۀ اړه څو آثار ليکلي دي او ډېر  يې د افغانانو ماهيت او کرکتر درکولی شو.
آدمک د امان الله خان پۀ هکله ليکلي دي:« امان الله خان ( ۱۹۱۹-۱۹۲۹ ) د افغانستان د ملي اتل پۀ توګه وپېژندل شو.پۀ ځانګړې توګه هغه وخت چې برياليتوب سره يې برتانوي امپراطورۍ ته ماته ورکړه او د افغانستان مطلقه خپلواکي يې ترلاسه او نړيوالو ته يې پۀ رسميت ور وپېژندله.» ( لودويک آدمک، افغانستان  در نيمه قرن اول قرن بيستم، ترجمه پوهاند محمد فاضل صاحب زاده، چاپ دوم،پېشاور، ۱۳۷۷، ص ۱۹۶)
پۀ ۲۰۱۴ م کال د اکست پۀ مياشت کې  شاه امان الله خان د هغو سلو نومياليو سیاستوالو  پۀ ډله کې راغی، چې وروسته لۀ لومړۍ نړيوالې جګړې څخه (۱۹۱۸ تر ۲۰۱۴ ) د خپل هېواد خپلواکي يې لۀانګليسي ښېکلاګرو تر لاسه کړې وه. (والستريت جورنال، اول اګست۲۰۱۴، رګ : داکتر زیرکبار، لۀامير عبدالرحمن تر اشرف غني، ۲۰۱۵ )
 امان الله خان د خپل پلار  قاتل  نۀ و
د کابل پوهنتون پخوانی استاد او د اقتصاد پوهنځي رئیس، داکتر سيد عبدالله کاظم د امير حبیب الله خان د وژل کېدو پۀ هکله ډېرې پراخې څېړنې کړي دي. دا څېړنې ديو کتاب پۀ بڼه يا پۀ شپږو مقالو کې د ۲۰۰ مخونو پۀ درلودلو سره پۀ افغان جرمن انلاين وېبپاڼه کې خپرې شوي دي. تاسو کولی شئ ددې مقالو پۀ ترلاسه کولو کې جوخت د کاظم صاحب نوم او د ليکلو پروتال هم پيدا کړئ.
ښاغلي کاظم د خپلې څېړنې پۀ شپږمه برخه کې، چې پۀ حقيقت کې د يادې څېړنې پايله هم بلل کيږي، نوموړي هغه ټول آندونه ، ګمانونو،تحليلونه  او تاريخي روايات چې د امير حبيب الله خان د معاصرو او لۀ وژل کېدو وروسته مؤرخينو لۀ خوا ترسره شوي، لوستي او تحليل کړي دي،چې پۀ پايله کې تر ټولو تاريخي رواياتو د امريکايي مؤرخ لوئیس دوپري روايت چې د امير حبيب اللۀخان د وژل کېدو پۀ هکله يې ليکلی، حقيقت ته نږدې ګڼي.  لوی دوپري ليکلي دي: « يو کس چې د انګليسي څارګرې ادارې ايجنټ و او اصل کې د عثماني ترکيې تبعه و، امير حبیب الله خان وواژه. دياد کس نوم مصطفی صغير و. »
داکتر سید عبدالله کاظم د مشهور امريکايي مؤرخ او افغانستان پېژندونکي، لوئيس دوپري ليکنه چې د امير حبیب الله خان د قتل پۀ هکله يې کړې ده، داسې رانقلوي : « روسان د امير حبيب الله خان د وژلو تور پۀ برتانويانو پورې کوي او وايي چې يو کس يې د مصطفی صغير  پۀ نوم ددغه کار لۀپ اره ګمارلی ؤ… همدا کس پۀ ترکيه کې د مصطفی کمال اتا ترک د ژولو پۀ تور ونيول شو، هغۀ پۀ ۱۹۲۲ کال پۀ انقره کې د محکمې پر مهال د نورو جناياتو تر څنګ د امير حبيب الله خان پۀ وژلو هم اعتراف وکړ، چې امير حبيب اللۀخان دۀ وژلی دی.  مصطفی صغير پانسۍ ( اعدام ) شو.  دا پۀ داسې حال کې ده، چې برتانويانو ډېره هڅه وکړه تر څو دی وژغوري، حتا تر دې چې د انګلیسانو پادشاه پنځم جارج کمال اتا ترک ته د يو ليک پۀ استولو سره د هغۀ څخه و غوښتل چې مصطفی صغير وبښي.( دوپري، لوئيس: « افغانستان…، صفحه ۴۳۵ و۴۳۷ )
بل افغان څېړونکی احمدفواد ارسلا پۀ يوه ليکنه کې ((مصطفی صغير)) مصطفی ساغر ګڼي او وايي چې هغه يو هندوستانی او د انګليسانو ايجينټ و چې انګلستان کې لوی شوی و.
« … ۳-  مصطفی ساغر یو هندوستانی  ؤ، چې انګلستان کې لوی شوی ؤ. هغه د انګليسانو يو ايجنټ و، چې انقرې ته د مصطفی کمال اتاترک د ژولو لۀ پاره استول شوی ؤ. مصطفی ساغر ترکانو ته ځان يو هندي مسلمان ورپېژندلی ؤ او هڅه يې کولۀچې مصطفی کمال پۀ دې متقاعد کړي،چې د هند مسلمانانو درې ميلونه د ستلينګ پوند د انقرې د حکومت لۀ پاره را ټول کړي او دی غواړي هغه پیسې انقرې ته را انتقال کړي، خو لۀ ترکانو يې د يادو پيسو د انتقال لۀ پاره د يوې مناسبې او ښې لاره پوښتنه  کوله. مصطفی ساغر د ترکيې لۀ نوميالي شاعر محمد عاکف  (چې د ترکيې ملي سرود يې هم ليکلی دی) سره  پۀ يوۀ کور کې اوسېدۀ. مصطفی ساغر ته لۀ هندوستان، مصر او استانبول څخه ډېر مکتوبونه رالېږل کېدل، دا کار د محمد عاکف لۀ پاره د حيرانتيا خبره وه او يوه ورځ يې د مصطفی ساغر يو ليک وليد چې د مکتوب پۀ منځ کې ډېرې تشې صفحې هم موجودې وې.
 دا تشې صفحې د يو ترکي کيمياپوه ( اونی رفيق ) لۀخوا معاينه شوې او څرګنده شوه،چې دا صفحې تشې  نۀ دي. پۀ حقيقت کې مصطفی ساغر پۀ دغو تشو صفحو کې د نامرئي رنګونو پۀ واسطه د انګليسي ايجنټانو تر منځ خبرې تبادله کولې. د څېړنو پر مهال مصطفی ساغر دا ومنله چې دی لۀ انګليسانو  سره کار کوي او دی د مصطفی کمال اتا ترک د وژلو لۀ پاره ګمارل شوی دی. نوموړي همدارنګه ومنله چې د افغانستان واکمن امير حبيب الله هم دۀ وژلی دی. وروسته لۀمحکمې، مصطفی ساغر پۀ ۱۹۲۱ کال د مۍ پۀ ۲۴ نېټه، د اولوس پۀ څلور لاري ( د ترکيې د ولسي جرګي مخې ته ) کې پانسۍ ( اعدام ) شو. د نوموړي د اعدام ورځ د انګليسانو د ملکې د زوکړې لۀ ورځې سره برابره وه. ( احمد قواد ارسلا، قتل امير حبيب اللۀخان و نقش انګليس و ايجنت آن مصطفی ساغر)، افغان جرمن انلاين ۲۲ جنوری ۲۰۱۷، ونیزرک: کتاب، اسرار  نۀفته قتل امير حبيب اللۀ…. ص ۱۳۳، داکتر کاظم.)
د يادونې وړه ده، چې داکتر نبي مصداق هم پۀ خپل اثر ( افغانستان، سياسي کمزوري او بهرنۍ مداخله) کې د ۱۴۸ مخ پۀ پارورقي کې د روسانو لۀ قوله  ليکي: د امير حبيب الله خان قاتل ، د مصطفی صغير پۀ نوم يو کس و، چې دی د انګليسانو ايجينټ و. مصداق زياته وي ،چې همدا شخص وروسته پۀ ترکيې کې د مصطفی کمال اتا ترک د وژلو پۀ تور ونيول شو او اعدام شو او ددې موضوع  خبر د افغانستان حکومت ته هم ورکول شو او د افغانستان حکومت د ترکيې د څېړنو پۀ پايلو قناعت وکړ.
د پورته يادونو او د داکتر صاحب کاظم د څېړنو لۀمخې، مصطفی صغير ( د انګليسانو جاسوس ) د شهيد امير حبيب الله خان قاتل ګڼل کيږي. هغه کسان چې دا تور زموږ پۀ ترقي غوښتونکي شاه، غازي امان الله خان باندې پورې کوي، پۀ حقيقت کې لۀخپل ستوني د انګليسانو غوښتنې او غږ را اوباسي، دوی پۀ دې کار سره  غواړي پۀ ټولنه کې  زموږ د مترقي غوښتونکي شاه او د خپلواکۍ سمبول محبوبيت کم کړي. هغه رهبر چې د واکمنۍ پۀ لومړيو شېبو کې د کابل وګړو ته د هېواد د خپلواکۍ د تر لاسه کولو ژمنه ورکړې وه،چې دوه مياشتې وروسته د انګليسانو پر وړاندې د جهاد لۀاعلان وروسته يې د هېواد خپلواکي تر لاسه کړه.
هېڅکله يو با وجدان او لوستی کس لۀدې حقيقت څخه انکار  نۀ کوي، چې شاه غازي امان الله خان يو ترقي غوښتونکی، د انګليسانو ضد مبارز او د هېواد خپلواکۍ غوښتونکی شخص ؤ. دشاه امان الله خان خپلواکۍ او حريت روحيه تر دې کچې لوړه وه، چې کله د خپل پلار  لۀ وژل کېدو او د خپل تره نصراللۀخان د سردارۍ لۀ اعلان څخه باخبر شو، نو پر وړاندې يې ودرېدۀ او  نۀ يوازې د خپل تره نصرالله خان امارت و نۀ مانۀ، بلکې دخپل پلار د وژلو ، د غچ اخستلو  او د هېواد لوړ پوړ اراکينو ته يې ، پرته لۀ دې چې د انګليسانو لۀدسیسو څخه وډار شي د هېواد د خپلواکۍ د ترلاسه کولو خبر ورکړ. پۀ پايله کې دوه مياشتې وروسته يې خلک د ښکېلاګرو انګلیسانو پر وړاندې د جهاد لۀ پاره را وهڅول، چې پۀ پايله کې انګليسي ښکېلاګر ته دې اړ شول، چې د افغانانو مشروع غوښتنو ته غاړه کيږي او د هېواد خپلواکي پۀ رسميت وپېژني.
د افغان او انګليس پۀ درېيمه جګړه کې، ښکېلاګرو انګليسانو حیثيت او  نۀ ماتېدونکی شهرت لۀ خاورو سره يو شو او ټولو مستعمره هېوادونو ته يې  د ماتې غږ ورسېدۀ. ښکېلاګرو انګليسانو ددغې ستر ماتې او شرم بدل، د توطيې او فتنو لۀلارې پيل کړ، چې پۀ جنوب او شمال ختيځ کې يې وګړي ددۀ د نظام پر وړاندې را  وهڅول او داسې يو نالوستی او بېسواده کس يې د قدرت پر څوکۍ کښېنوۀ ،چې پۀ خپل ۹ مياشتنۍ واکمنۍ کې يې ملت ته دسر پۀ کاسه کې اوبه ورکړې او ټولې هغه لاسته راوړنې يې  لۀصفر سره ضرب کړې، چې افغانانو تر لاسه کړې وې. انګليسانو پۀ دغه ډول لۀافغانان خپل غچ تر لاسه کړ.
انګليسي  نوکرانو او ايجنټانو پۀ تېرو ۸۰ کلونو کې هر څه يې چې پۀ توان کې درلودل، پۀ مطبوعاتو، ورځپانو او کتابونو کې د شاه غازي امان الله خان د نوم،نښان او د هغۀ کاري برنامو پۀ لۀمنځه وړلو کې و نۀ سپماوۀ او هڅه يې کوله چې ددۀ نوم، نښان او کاري برنامې لۀخلکو پټې او لۀمنځه يوسي، مګر هغه مينه  او محبت چې ددغه شاه پر وړاندې دخلکو پۀ زړونو کې وه،هېڅکله لۀ منځه يو نۀ وړه. لکه څرنګه چې لمر پۀ دوه ګوتو  نۀ پټيږي، نو همداسې د شاه غازي امان الله خان شخصيت او کړنې هم لکه لمر چې لۀ وريځو او تورتم څخه ځان څرګندوي، دخلکو پۀ منځ کې څرګندوي.
پۀ تېرو دوه لسيزو کې ورځ پۀ ورځ د شاه امان الله خان نوم، د هغۀ برنامې او شخصيت د داخلي او بهرني ليکوالو او مؤرخينو لۀخوا پۀ ورځپانو،مجلو او کتابي بڼه پۀ افغانستان دننه  او بهر کې چاپيږي او خپږي او راتلونکی نسل نور هم د نوموړي لۀشخصيت، کارنامو او فکر څخه خبروي.
شاه غازي امان الله خان د افغانستان لومړنی واکمن دی، چې د جمعې او اختر لمونځونو د امامت حق يې لۀملايانو واخيست، هغه حق چې د اسلام دين يې د اسلام خليفه او رهبر ته ورکوي. دا خبره مې پۀ دې بابت وکړه، چې شاه امان الله خان پۀ تمامه معنا يو پوه مسلمان و،چې د اسلام لۀاصولو او فروعات باخبر و. دۀ به د اسلام او  قران پۀ رڼا کې خکلو ته دعدالت، يوالي او زده کړې د ترلاسه کولو لارښوونې کولې.
لۀ بده مرغه ددۀ پرځای داسې يو شخص واکمن شو، چې لۀ تعليم څخه بې برخې او د  ښۀ شهرت خاوند هم  نۀ و. هغه حبیب الله نومېده، چې خلکو د بچه سقو پۀ نوم پېژاندۀ. هغه يو لوټ مار او د علم دښمن و.
کوم کسان چې غواړي پۀ دې پوه شي چې شاه امان الله خان پۀ کومه کچه پۀ اسلام کې پوهه درلوده، څومره يې دخبرو بيان  ښۀ او پرخپلو خبرو کې ماهر او بليغ و، څومره پۀ خپلو موخو کې غاور و او څومره يې لۀ هېواد او خلکو سره مينه درلوده،نو اړينه ګڼم چې دشاه هغه وينا چې د لويې جرګې پۀ پای کې يې کړي دي ولولي. دا ويناووې د داکتر سيد عبد الله کاظم لۀخوا پۀ ۱۳۰۳ ل کال  پۀ ديارلسمه برخه کې د ((مجموعه ارشادات و بیانات شاه در لویه جرګه )) کې ترتيب شوي دي.
لیکنه تر لوستلو وروسته، نورو سره هم شریکه کړئ.
(Visited 36 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.