The news is by your side.

پۀ پښتو، دري، انګليسي، ترکي، فرانسوي او روسي ژبو کې د صفت او موصوف دريځ

ليکوال: تمهيد سيلانی 

0
لومړۍ برخه 
د دې ليکنې په تداوم او نورو برخو  کې  تاسو ګرانو لوستونکو ته د ستاينوم پر ځانګړنو، ډولونو، جوړښتونو، توصيفي روستاړو، د ستاينوم او نوم پر پېژندنې او توپير او له نورو ژبو سره د پښتو ژبې دستاينوم پر جوړښت او پرتلنې معلومات در وړاندې شي . نورې ليکنې مې مه هېروئ.
مخکې تر دې چې په يادو ژبو کې د صفت او موصوف په کارونې او دريځ خبرې وکړم، لازمه ګڼم چې لوستونکو ته په لنډه توګه ستاينوم ورپېژنم. له څو ورځو را په دې خوا د پښتو ژبې ليکل شوي ګرامرونه لولم، پرتله کوم يې، خو ما ته په يو ګرامر کې هم دستاينوم داسې پېژندنه را تر سترګو نه شوه چې زما قناعت پرې حاصل شي. بلاخره دې ته اړ شوم چې د نورو ژبو ګرامرونه ورپسې ولټوم. زه په دې برخه کې د پوهاند خويشکي صاحب او زيار صاحب له ليکل شويو ګرامرونو د ستاينوم پېژندنې را اخلم. (( هر څه په خپل ذات کې يونوم يا نومونه ده دا چې په بېلابېلو حالتونو او موقيعتونو کې د کلام خپلواک توکي ( ستاینوم،نومځري، مصدر، ټاکندوی ) څه وخت او کله د ستاينوم، نومځري، فعل، ټاکندوی مفهوم راخپلوي هغه په جمله کې معلومېدای شي.)) ( خويشکی، محمد صابر. پښتو ګرامر. ۲۰۲ مخ )
(( ستاينوم په خپلواک ډول څه نه نوموي، بلکې د يو څه څرنګوالی نوموي؛ يا پله بله وينا، يو ستاینوم په يو څيز نوم آړه لري. هغه ټاکي او څرنګوالی يې ښيي.)) ( زیار،مجارو احمد. پښتو پښويه. ۹۹ مخ )
که لومړۍ پېژندنې  ته ښه ځير شو، نو ليدل کيږي، چې دغه پېژندنه مبهمه او د ستاينوم استازيتوب نشي کولی. يو لوستونکی په ځانګړې توګه د لېسانس زده کړيال نشي کولی چې ستاينوم له يادې پېژندنې څخه وپېژني. دويمه پېژندنه يو څه د غور وړ بريښي او کولی شي څه ناڅه د ستاينوم استازيتوب وکړي. خو په بشپړه توګه د ستاينوم استازيتو نشي کولی او يا هم په کره توګه ستاینوم نشي پېژندلی. ځکه کومې ځانګړنې چې په ستاينوم کې تر سترګو کيږي، هغه په ياد تعريف کې نه ترسترګو کيږي.  زه ستاينوم په مطلق ډول نوم،کلمه او مورفيم نه ګڼم. ځکه که نوم يې وګڼو،  نو له نوم سره توپير په څه کې دی او څنګه کولی شو له نوم سره توپير وکړو؟ ددې ترڅنګ بايد د نوم او ستاينوم له پاره ځانګړي قواعد او ځانګړتياووې ولرو. که کلمه يې وګڼو نو له کلمې سره يې بايد د بېلتون کرښې معلومې شي او که مورفيم يې وګڼو، نو بايد خپلواک مورفيم ورته وویل شي، خو  دا بايد هېره نه کړو چې دمورفيم او ستاینوم تر منځ د بېلتون کرښې څنګه واضع کړو. زه ستاينوم توصيفي کلمې، نومونه او خپلواک مورفيمونه ګڼم. دا توصيفي کلمې پر بل نوم، نومځري، فعل، ستاينوم او څيزونو ور زياتيږي او دهغوی  ځانګړنې، څرنګوالی او  ستاينه کوي او د يادو توکو د معانيز پراخ والي لامل ګرځي. ياده پېژندنه کېداشي نيمګړتياوې ولري، خو ما ته په ياده پېژندنه کې تر ډېره حده د ستاينوم مفهوم څرګنديږي.
په پښتو ژبه کې د صفت او موصوف دريځ
ستاينوم په خپل ذات کې ډېرې ځانګړنې، ډولونه، قواعد او جوړښتونه لري، چې په دې ليکنه کې زه يوازې د پښتو ژبې دصفت او موصوف پر دريځ او نورو ژبو سره دهغه په پرتلنې بحث کوم. لومړی په پښتو ژبه کې د صفت او موصوف په دريځ خبرې کوم. په پښتو ژبه کې صفت  بېلابېل دريځونه لري، کله تر نوم د مخه او ځينې وخت له نوم وروسته راځي او د فرانسوي ژبې په څېر صفت د جنس له مخې ګرانېدونکی دی. موږ په پورته پېژندنه کې وويل چې ستاينوم پر نوم، صفت، نومځري، فعل او څېزونو علاوه کيږي او د يادو توکو معانيز پراخ والی را منځته کوي. لکه :
1. ښه هلک ، سور ګل ، لوړه ونه، ښکلی بڼ… په دغه ترکيبونو کې ( ښه، سور، لوړه او ښکلی ) توصيفي کلمې دي، چې ځينې يې په عين وخت کې نومونه هم دي، ليکن په مطلق ډول ورته  نوم نه شو ويلی. نو ځکه مو ورته توصيفي کلمې وکارولې. ( هلک، ګل، ونه او بڼ ) نومونه دي. چې لومړۍ برخې ته صفت او دويمې برخې ته موصوف ويل کيږي.
2. زما ښکلي ويښتان… دده لوړه ونه…. زموږ کور ښکلی دی. زمو د علي پراخه حجره ده. زما غږ خوږ دی. په دغه جملو کې ستاينوم له نوم څخه وروسته راغلی دی. خو توپير يې له لومړيو بېلګو سره څه دی؟ په دغو بېلګو کې د فاعل يا نومځري ستاينه او څرنګوالی کوي. یعنې نومځری موديفای کوي. دا ډول بېلګې موږ په انګليسي او نورو ژبو کې هم موندلی شو….
3. احمد ورو خبرې کوي. علي کراره ګرځي. ته سم ليکل کوې. محمود ژر ولاړ. تېزه منډه کوي،په دغو جملو کې ستاينوم له فعل سره کارول شوی دی. خو ځينې ژبپوهان په يادو جملو کې ( ورو، کراره ، سم، ژر او  تېزه ) قيد ګڼي. خو زه دا ستاينوم ګڼم، ځکه که دقيد قواعدو ته پام وکړو نو دلته يادې برخې د قيد له جوړښت سره تطابق نه کوي. خو دا ويلی شو، چې په يادو جملو کې ستاينوم دقيد دنده ترسره کولی شي، خو هېڅکله يادې کلمې قيد کېدلی نشي.
په پارسي دري ژبه کې د صفت او موصوف دريځ
په پارسي دري ژبه کې دعربي ژبې په شان  معمولا ستاينوم تر نوم وروسته راځي، خو په ځينو مواردو کې له نوم د مخه هم راتللی شي. په  دري ژبه کې د توصيفي روستاړو په کارولو سره تر نوم د مخه راځي لکه: زیباترین خانم جهان، داناترین پسر مکتب… سیاه ترین بازی کن… په دغو بېلګو کې ( زيباترين، داناترين و سياه ترین ) ستاينومونه دي او ( خانم، پسر و بازی کن)  نومونه دي. په يادو جملو کې ستاينوم تر نوم د مخه راغلی دی. ددې ترڅنګ ځينو نورو وختونو کې هم ستاينوم تر نوم دمخه راتللی شي، لکه : کور ذهن، تاريک خانه، سياه چشم، خوش کلام، زيبا صورت، سفيد چهره … همدارنګه ځينو نورو برخو کې هم کېداشي تر نوم د مخه راشي، خو په ټوليزه توګه په پارسي دري ژبه کې قاعده دا ډول ده،چې صفت تر موصوف وروسته راځي. لکه : آدم خوب.خانه ی قشنگ، آلوی ترش، شخص شريف… په دغو بېلګو کې ( خوب، قشنګ، ترش، شریف ) توصيفي کلمې دي او ( آدم، خانه، آلو، شخص) نومونه ګڼل کيږي.
په ترکي ژبه کې د صفت او موصوف دريځ
په ترکي ژبه کې هم د ځينو هندو اروپايي ژبو په څېر، صفت تر موصوف د مخه راځي. په دې ژبه کې د انګليسي ژبې په څېر صفت تر موصوف دمخه راځي، هغه په داسې حال کې چې لومړی ستاينوم راځي او ورپسې نوم پرته له کوم روستاړي څخه راځي. لکه: beyaz saray ( قصر سفيد، سپينه ماڼۍ )، büyük araba ( لوی ماشين، ماشین بزرګ )، genç erkek  ( پسر جوان، ځوان هلک )، güzel ad ( اسم زیبا، ښکلی نوم ). په پورته توصيفي ترکيبونو کې (  beyaz، büyük، güzel،( genç توصيفي کلمې يا ستاينومونه دي او ( saray، araba، ad، erkek) نومونه دي. په دغو ترکيبونو کې صفت تر موصوف د مخه راغلی دی.
په انګليسي ژبه کې د صفت او موصوف دريځ
په انګليسي ژبه کې ستاينوم د پښتو او ځينو نورو ژبو په شان له نوم د مخه او وروسته راځي. په ياده ژب کې ستاينوم له نوم څخه مخکې د نوم دستاينې له پاره راځي. لکه :
لومړی له نوم څخه مخکې
A big house لوی کور، خانه بزرګ
A good teacher ښه استاد، استاد خوب
A young man مرد جوان، ځوان کس
په پورته ترکيبونو کې ( big,goog,young) توصيفي کلمې يا ستاينومونه دي او ( house, teacher, man ) نومونه دي. په يادو ترکيبونو کې صفت تر موصوف د مخه راغلی دی.
دويم له نوم وروسته
په انګليسي ژبه کې ستاينوم له نوم څخه وروسته راځي، خو په دې بڼه کې ستاينوم د فاعل دستاينې له پاره کارول کيږي. لکه :
My house is big خانه من بزرګ است، زما کور لوی دی.
Mike’s car is new. د میک موتر نوی دی. موتر میک جدید است
This coffee tastes good. ددې قهوې خوند ښه دی. لذت این قهوه خوب است.
 په پورته جملو کې ( big,new,good) توصيفي کلمې يا ستاينومونونه دي، چې د فاعل ستاينه کوي او له نوم څخه وروسته راځي.
په فرانسوي ژبه کې د صفت او موصوف دريځ ( La place des adjectifs )
په ټوليزه توګه په فرانسوي ژبه کې ستاينوم تر نوم وروسته راځي. خو په ځينو مواردو کې د پارسي دري ژبې په پشان ستاينوم تر نوم د مخه هم راتللی شي. په ياده ژبه کې ستاينوم  د پښتو ژبې په شان د جنسيت او جمع و مفرد له مخې ګردانېږي. هغه دا چې که چېرې نوم مذکر وي، نو ستاينوم هم د مذکر نوم مطابق کارول کيږي او که چېرې نوم مونث وي نو ستاينوم هم مونث نوم ته په کتو سره کارول کيږي. همدارنګه د جمع و مفرد موضوع هم د مذکر و مونث په بڼه ګردانيږي.
لومړی : هغه ستاينومونه چې  مخکې له نوم څخه راځي، د بېلګې په توګه :
une jolie fille
یک دختر زیبا، يوه ښکلې انجلۍ
une nouvelle maison
یک خانه نو ، يو نوی کور
په پورته ترکيبونو کې (  jolie،nouvelle) توصيفي کلمې دي،چې له نوم څخه د مخه راغلي دي او  (  fille،maison ) نومونه دي چې وروسته له ستاينومونو څخه راغلي دي.
دويم : هغه ستاينومونه چې وروسته له نوم څخه راځي، د بېلګې په توګه :
Une pomme verte     یک سیب سبز (مونث)، يوه شنه مڼه
Un vélo noir    یک دوچرخه سیاه (مذکر) يو تور بايسکل
په پورته ترکيبونو کې ( verte، noir ) ستاينومونه چې وروسته له نومونو څخه راغلي دي او ( pomme، vélo )  نومونه دي چې مخکې له ستاينومونو څخه راغلي دي.
د پښتو، پارسي، ترکي، انګليسي،فرانسوي او روسي  ژبو کې صفت او موصوف پرتلنه .
1. په پښتو، ترکي، انګليسي او روسي  ژبو کې په ټوليزه توګه صفت تر موصوف د مخه راځي. خو برعکس په پارسي دري او فرانسوي ژبو کې په ټوليزه توګه صفت تر موصوف وروسته راځي.
2. په پښتو او فرانسوي ژبو کې صفت د جنس او جمع و مفرد له مخې ګردانيږي، چې دا قاعده په انګليسي، ترکي او دري ژبو کې نه ترسترګو کيږي.
3. په پښتو، دري انګليسي او فرانسوي ژبو کې داسې ستاينومونه هم شته چې له نومونو مخکې راځي، خو ټوليزه قاعده يې داسې نه ده.
4. په پښتو او انګليسي ژبو کې د صفت او موصوف راتګ تر ډېره يو شان دی، هغه داچې هم له نوم څخه مخکې راځي او هم له نوم څخه وروسته راتللی شي. همدارنګه کله چې په دغو دواړو ژبو کې صفت تر موصوف وروسته راشي، نو په دغه حالت کې صفت د نوم پرځای د فاعل ( ضمير ) ستاينه کوي. چې په ترکي ژبه کې دا ډول قاعده نه تر سترګو کيږي.
يادونه : په  روسي ژبه کې د صف او موصوف پر دريځ زما دروند استاد ښاغلي بهاند صاحب تاسو معلومات وړاندې کوي، د کمنت په تمه يې اوسئ.
(Visited 38 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.