The news is by your side.

ځاني پرمختګ / شمس الحق حیران

0

ځاني پرمختګ یا Personal Development نن ورځ په نړيواله کچه له مهمو، خوښې وړ او په زړه پورې مضامینو څخه شمېرل کېږی. د نورې نړۍ په ښوونځيو، مدرسو، څېړنیزو مرکزونو، اکاډيمیو، پوهنتونونو او حتی وړکتونونو کې د ځاني پرمختګ بنسټونه او لارې چارې په مستقیم یا نامستقیم ډول تدریسېږي. هغه زده کوونکي چې د ځاني پرمختګ له مهارتونو سره بلدتیا ولري، تر نورو ځيرک، پر ځان باوري، نوښتګر او  هوډمن وي. ځاني پرمختګ لرونکي کسان ارواپال او نورو ته د سرلوړي ژوند انګېزه بښي. د دوی چلند، خبرې اترې، د فکر ډول او د ځانګړو پېښو پر مهال پلان شوی غبرګون د سړي زړه وړي. د هغوی په شخصیت دې زړه اوبه څښي او د څو شېبو لیدنې او مجلس وروسته هر سړی د دې لېوالتیا لري چې کاش لږ ډېر ورسره پاتې شوی وی.

 د ځاني روزنې او پرمختګ پر مهارتونو سمبال وګړي، د نړۍ د ټول نفوس ډېره کوچینۍ برخه جوړوي، خو شخصیتونه یې ډېر کله د ټولې بشري نړۍ د ستومانه بېړۍ بادبان په بل لوري اړوي. تر واقعي ژوند وراخوا، ډېر کله پر انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو کې هم ‎د دا ډول کسانو ویناوې، انځورونه او ويډيوګانې انقلابونه راولي. تاریخ خپله غېږه کې ډېر داسې اروابښونکي شخصیتونه پاللي چې د ژوندلیک او سیرت په ډېوو يې تیاره زړونه رڼا، د زرګونو کتابتونونو المارۍ ډکې او د زرګونو تیوریکو علمي بحثونو عملي اړخونه په اثبات رسېدلي دي.

د بشر ستر لارښود، نمونه انسان او په نړۍ کې د تلپاتې بریا همېشنۍ مخ بېلګه، حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم یو له دغو شخصیتونو څخه دی. د ننني ژوند ډېر نېکمرغه کسان د هغه صل الله علیه وسلم د کړنو، ویناوو او ټول سیرت په خوږه چینه اوبه څښي او د شخصیت جوړونې الهام یې له سپېڅلي سیرت اخلي. د هغه سیرت ژوندۍ اکاډيمي او د شخصیت جوړونې، خپل اصلي رسالت پېژندنې، ژوند موخې په هکله د پوهېدنې، د لنډمهالي او دايمي ژوند د مفاهیمو پرتلنې او تلپاتې بریا ته د رسېدنې لاره ده. موږ ولیدل چې د رڼا د دغې لارې څومره لارویانو تاریخ جوړوونکې کارنامې تر شا پرېښودې او د څومره پېړیو نسلونه یې شخصیت، ځيرکتیا او لاس ته راوړنې خپل ویاړونه بولي. نېلسون منډيلا، ګاندي، خان عبدالغفار خان او دالیلاما د میلیونونو کسانو لپاره تر ننه د نېک او ویاړلي ژوند مخ بېلګې دي.

د ځاني پرمختګ لنډ تعریف ښايي په دې کلمو وړاندې کړای شم چې دا: د داسې اروايي او احساسي مهارتونو ترلاسه کول دي چې ځاني وده آسانه، د بریا پر لور تر ټولو لنډې لارې باندې تګ تضمین او تاسو د نورو محبوب ګرځوي. ځاني پرمختګ لرونکي کسان عادي وګړي دي خو تر عادي وګړو بېل دي. د هغوی ورځنۍ چارې تر نورو په بېل سبک مخ ته ځي، هغوی موږ او تاسو غوندې خوري، څښي، اغوندي او خوب کوي؛ کار کوي، دندې پر مخ وړي، تعلیم او زده کړې کوي، خو د دغو ټولو چارو لاره یې له نورو سره لږ توپير لري. هغوی متفاوت کارونه نه کوي بلکې، کارونه په متفاوته توګه ترسره کوي، سخت کار نه کوي؛ خو ځيرک کار کوي. ځاني پرمختګ په دې مانا نه دی چې خپل بار په نورو ورواچوې. ځاني پرمختګ د ښوونځي او پوهنځي پرېښودل نه بلکې د علمي ژوند ملاتړی مفهوم دی. ځاني پرمختګ څوک له ټولنیز ژوند ګوښه کېدو ته نه رابولي بلکې هغوی ته د ټولنیز ژوند منطق او لارې چارې ورښيي. ځاني پرمختګ مو هڅوي، د دې پر ځای چې د خپلو ماتو پړه پر نورو واچوو، بویه چې پر خپلو نيمګړتیاوو کار وکړو. ځاني پرمختګ مني چې کله ناکله به لوېږې؛ خو د بېرته راپورته کېدلو لارې چارې هم درپه ګوته کوي.

ځاني پرمختګ رازده کوي چې څنګه مو هره کړنه پلان شوې، کره، روښانه، منطقي او بریالۍ وي. د دغې ښکارندې پر مټ اړ نه یو چې د ستونزو د حل پر مهال ټول حواس پر یوې حللارې متمرکز او د تړلې دروازې مخ ته وږي پاتې شو؛ بلکې ځاني پرمختګ په سیستماتيک ډول، څوګونې بديلې لارې او د دغو لارو د کارونې عملي کړنلارې زموږ په واک کې راکوي. ځاني پرمختګ راښيي؛ د دې پر ځای چې د احساساتو په بړبوکۍ خپلې د یو عمر نېکۍ او لاس ته راوړنې په خاورینو بڅریو بدلې کړو؛ څه ډول کولای شو د دغو بریاوو او لاس ته راوړنو تداوم وساتو. ځاني پرمختګ د ډاډمن تصميم نیولو وړتیا رابښي، د نړۍ د ټولو چارو او ښکارندو په اړه د پوره غور او دقت ځواک راکوي.

په عام ډول انسان د نورو لیکلې او ویل کېدونکې خبرې ژر مني، د نورو انتخاب ورته ښه برېښي او ډېر کله ټولنیزې چارې هم د نورو له عینکو ویني. خو هغه وګړي چې د ځاني پرمختګ مهارتونه یې زده کړي او تجربه کړي وي؛ د پېښو په اړه خپل لیدلوری لري. هغوی د هر چا خبرې، لیکنې او د ژوندانه د بېلابېلو اړخونو تيوري ګانې په انتقادي توګه څېړي. هغوی وینا ته د ویناوال له سترګو او تیوري ته د تیوريسن له لیدلوري نه ګوري، بلکې خپل لید او د منلو او نه منلو لپاره خپل معیارونه لري. ځاني پرمختګ لرونکي وګړي د فکر سیستماتیکه بڼه لري، هغوی د نظریاتو د چټک رد یا منلو پر ځای د موضوع په ټولو اړخونو سوچ کوي، له خپلو پخوانیو معلوماتو سره سر ورکوي، په دې اړه د نورو نظریات لولي، سلا مشورې کوي، لومړیتوبونه ټاکي او وروسته د یادې مسلې په اړه خپله پرېکړه کوي. دغې پروسې ته انتقادي تفکر یا critical thinking وايي.

ځان ته ارزښت نه ورکول د نورو په ذهن کې د ځان په اړه جوړ شوی مثبت انځور له منځه وړل دی. ځاني پرمختګ لرونکي کسان پوهېږي چې څه ډول له خپل ځان سره مینه وکړي، ځان ته په ارزښت قایل او نور هم باوري کړي چې مینه ناک او د خوښې وړ کس دی. توکل او د وخت بریالی مدیریت د ځاني پرمختګ د لړۍ دوه نور ارزښتمن مهارتونه جوړوي.

په ټوله کې ویلای شو چې ځاني پرمختګ د برخلیک ټاکونکو، بریالي کوونکو او زرینو مهارتونو ټولګه ده. فکر کوم چې ننني وخت کې د بریا او بريالي ژوند لپاره د دغو مهارتونو خپلول بنسټيز رول لوبوي. ښايي لږ شمېر بريالي وګړي هم ونه مومو چې د ځاني پرمختګ او هلو ځلو پرته دې بریالي شوي وي. د ځاني پرمختګ په دغو مهارتونو کې د غوسې کنټرول، غوره تصمیم نیونه، انتقادي تفکر، په اغیزمن ډول د ستونزو حل، پر ځان باور، عزت النفس یا ځان ته ارزښت ورکول او د وخت د مدریت په څېر ارزښتونه نغښتي دي چې د هر یو په اړه به یې راتلونکو لیکنو کې رڼا واچوو.

(Visited 10 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.