The news is by your side.

چشتیه شریفه

سراج احمد حبیبي

0

د چشتیې طریقه بنسټ ایښودونکی خواجه ابو اسحاق شامي (رح) دی. نوموړی د هرات د چشت شریف اوسېدونکی او د خواجه علي دینوري (رح) له پیروانو څخه ؤ. د ده تر وفات وروسته خواجه معین الدین ابو احمد ابدال چشتي (رح) د چشتیې طریقه د خلافت پر مسند کښېناست. هغه په (۲۶۰هـ ق) کال په هرات کې د سید ابراهیم کره زیږېدلی دی او په (۳۳۳هـ ق) کال کې وفات شوی دی. د ده تر وفات وروسته د چشتیې طریقې خلافت د ده زوی خواجه ابو محمد(ح) ته ورسېد. له هغه نه وروسته خواجه ابو یوسف چشتي او له ابو یوسف چشتي(رح) نه وروسته خواجه مودود چشتي (رح) یو پر بل پسې د چشتیې شریفې د خلافت پر مسند ناست دي. د خواجه مودود چشتي (رح) د خلافت په وخت کې د دې طریقې لمن له هرات څخه بلخ، غزني، بیت المقدس، بخارا او هندوستان ته وغځېده.

په هند کې یې د مشهورو خلیفه ګانو په توګه خواجه معین الدین چشتي(رح) ، خواجه قطب الدین بختیار کاکي(رح)، خواجه فرید ګنج شکر(رح)، خواجه نظام الدین اولیاء(رح)، خواجه نصیرالدین محمود(رح) او نور یادولای شو.

په دې طریقه کې رقص او سماع ته ډېر ارزښت ورکول کېږي، رقص او سماع هم پکې د ځانګړو آدابو له مخې ترسره کېږي، حضرت علي هجویري(رح) په خپل مشهور اثر “کشف المحجوب” کې دغه آداب په لاندې ډول ‌ذکر کوي:

۱ـ د سماع په وخت کې باید پير او مرشد هم حضور ولري او سماع کوونکي دې پکې داسې حرکت نه کوي چې د هغوی د پير او مرشد د احترام خلاف وي.

۲ـ څوک چې سماع کوي، باید له ډېر وخت نه وروسته یې وکړي، تر څو چې د هغې تعظیم یې له زړه نه محو نه شي.

۳ـ تر څو چې د سماع ضرورت چاته محسوس نه شي، باید ویې نه کړي.

۴ـ سماع چې کوم سالک په وجد او سرور راولي باید هماغسې په حرکت کې و اوسي، د ځان د آرامولو کوښښ دې نه کوي او که یې په طبیعت کې سکون او آرامتیا ورته پیدا کړه باید هماغسې ساکن و اوسي.

۵ـ عوام او بې ذوقه خلک دې د سماع په محفل کې بېخي نه وي.

۶ـ د سماع په وخت کې باید زړه له ټولو دنیوي بوختیاوو څخه فارغ وي او په نه زړه باید څوک ګډون پکې ونه کړي.

۷ـ مُبتدي صوفیان دې په سماع کې ګډون نه کوي، ځکه هغوی خپل نفسونه نه وي قابو کړي او دا ډول جوش پیدا کوونکي تاثرات پکې د فتنې باعث کېږي.

۸ـ که قوالان داسې شعرونه ووایي چې د سماع کوونکو په طبیعت برابر نه وي، باید هغوی ته بد رد ونه ویل شي. (۲: ۵۱۱، ۵۱۲)

لکه څنګه چې پورته وویل شول د رقص او سماع لپاره قوالي موسیقي هم ضرور ده، په قوالي موسیقۍ کې د حقیقي محبوب د مینې او محبت شعرونه د ساز او سرود له پردو سره یو ځای په ګډه ویل کېږي. دا ډول موسیقي له ډېرې پخوا راهیسې په همدې چشتیه او دغه راز په سهروردیه طریقه کې دود ده. د دې موسیقۍ په باب ویل کېږي چې د لومړي ځل لپاره علي بن عثمان هجویري(رح) ورته د موسیقارانو یوه ډله جوړه کړه او له هغه وروسته د همدې چشتیې طریقې بنسټ ګر معین الدین چشتي(رح) او د هغه پیروانو پکې د مولایان شعرونه د موسیقۍ له پردو سره یو ځای کړل او د قوال په نوم یې شهرت وموند؛ خو ځینې څېړونکي بیا دا نظر د تأمل وړ بولي او وایي چې د قوالي موسیقي لومړنی بنسټ ګر د فارسي ادبیاتو پیاوړی شاعر امیر خسرو دهلي دی. په دې اړه دغه دویم نظر هم پلویان ډېر لري او هم حقیقت ته نیږدې برېښي.

که څه هم په پښتو ادبیاتو کې موږ د چشتیې او سهروردیې طریقې پیروان لرو او دغه راز د روښاني تصوف د ګروهمنو یو بشپړ داسې ادبي او عرفاني ښوونځی لرو، چې حتی پیروانو یې د همدې تصوف په خاطر په موسیقۍ کې ځانګړې پردې او د موسیقۍ آلې جوړې کړې دي، خو بیا هم نن وخت قوالي موسیقي په هغه شور او ځوږ سره نه پالل کېږي، یوازې د ګوتو د شمېر په اندازه ځينې داسې هنرمندان شته، چې یوه نیمه سندره یې قوالي رنګ لري، په هغوی کې د رفیق شینواري، استاد خیال محمد، ګل زار علم او په دې وروستیو کې د کرن خان نومونه د خاصې یادونې وړ دي.

په هر صورت رقص او سماع ته د احترام ترڅنګ په چشتیه طریقه کې یو مرید لاندې ځینې نورې اساسي چارې هم باید سرته ورسوي:

۱ـ د دې طریقې مرید باید د جمعې په ورځ غسل وکړي او د جمعې لمونځ باید ادا کړي.

۲ـ د هرې ورځې د ماښام له لمانځه څخه وروسته باید شپږ رکعته نفل وکړي او په هر رکعت کې د سوره فاتحه څخه وروسته درې ځلې د اخلاص سورت تلاوت کړي، کله چې بیا سلام وګرځوي، له هغې وروسته باید (۷۰) ځلې (یا وهاب) ووایي.

۳ـ په هره میاشت کې باید درې ورځې روژه ونیسي.

۴ـ هره ورځ باید اویا ځلې (حسبنا الله و نعم الوکیل) ووایي.

۵ـ هر سهار باید درې ځلې د کهف سورت ختم کړي.

۶ – هر سهار کله چې له خوبه راجګېږي څوارلس ځلې باید پر رسول الله (ص)  درود ووايي.

۷ـ هره شپه د ماخوستن د لمانځه تر ادا کولو وروسته باید (۳۶۰) ځلې(یا حی یا قیوم) د خپلې ساه په بندېدلو سره ووایي.

۸ـ هره شپه د تهجد لمونځ وکړي.

۹ـ هر سهار له لمانځه وروسته باید چپ لاس پر سینه کېږدي او (۷۰) ځلې (یا فتاح) ووايي.

۱۰ـ څلوېښت ورځې د هر سهار له لمانځه وروسته باید (۷۰) ځلې پر رسول الله (ص) درود او (۱۱۰) ځلې ( یا مظهر العجایب ) ووایي.

۱۱ـ څلوېښت شپې پرلپسې په خفي ذکر سره باید (یا حی یا قیوم)، د شپې (۱۰۰۱) ځلې ووايي او هر ځل (یاقیوم) باید له سر څخه ښۍ اوږې ته او له ښۍ اوږې څخه زړه ته کش کړي.

۱۲ـ د نفې او اثبات ذکر چې هغه (لااله الا الله) دی، باید په پټه خوله د خپلې ساه په بندولو سره داسې وکړي، چې هغه په خیال کې په خپل زړه او سینه نقش کړي.(۱: ۹۰ ـ ۹۲)

د دغه اذکارو په کولو سره د دې طریقې پیروان ځینو مقاماتو ته رسېږي او دا هر مقام یې لکه د نقشبندیې طریقې د مقاماتو په څېر د یوه پیغمبرﷺ تر قدمونو لاندې دی. دا مقامات او پړاوونه په لاندې ډول دي:

۱ـ د تایبانو مقام: دا مقام د آدم(ع) تر قدمونو لاندې دی.

۲ـ د عابدانو مقام: دا مقام د ادریس(ع) تر قدمونو لاندې دی.

۳ـ د زاهدانو مقام: دا مقام د حضرت موسی(ع) تر قدمونو لاندې دی.

۴ـ د صابرانو مقام: دا مقام د حضرت ایوب(ع) تر قدمونو لاندې دی.

۵ـ د رضا مقام: د حضرت عیسی(ع) تر قدمونو لاندې دی.

۶ – د قانعانو مقام: د ایوب(ع) تر قدمونو لاندې دی.

۷ـ د مجاهدانو مقام: د حضرت یونس(ع) تر قدمونو لاندې دی.

۸ـ د متفکرانو مقام: دا مقام د حضرت یوسف(ع) تر قدمونو لاندې دی.

۹ـ د شکسته ګانو مقام: د حضرت شعیب(ع) تر قدمونو لاندې دی.

۱۰ـ د مرشدانو مقام: د حضرت شیث(ع) تر قدمونو لاندې دی.

۱۱ـ د صالحانو مقام: د حضرت داوود(ع) تر قدمونو لاندې دی.

۱۲ـ د مخلصانو مقام: د حضرت نوح(ع) تر قدمونو لاندې دی.

۱۳ـ د عارفانو مقام: د حضرت خضر(ع) تر قدمونو لاندې دی.

۱۴ـ د شاکرانو مقام: دا مقام د حضرت ابراهیم(ع) تر قدمونو لاندې دی.

۱۵ـ د محبانو مقام: دا مقام د حضرت محمد مصطفی (ص) تر مبارکو قدمونو لاندې دی.( ۱:  ۹۲، ۹۳)

اخځلیکونه 

۱ـ مونس، محمد متین. ( ۱۳۹۰). تصوف و عرفان در سروده های عرفای معاصر. کابل: د علومو اکاډیمۍ ریاست.

۲ـ هجویري، سید علي.( ۲۰۰۳). کشف المحجوب. د محمد عباس قادري ژباړه.پېښور: زېب آرټ پبلشرز.

(Visited 14 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.