The news is by your side.

ډاکټر غني خپل نبوغ د افغانستان برکت بولي

1

محمدروښان ښاد _

له ډاکټر غني څخه مې کلونه دمخه د یوې مرکې پرمهال د خپل نبوغ په اړه وپوښتل چې دا خدای ورکړه بولې، خپل کوښښ او لاسته راوړنه یې بولې او که کوم بل څه، نوموړي په ځواب کې راته وویل، ” خپل نبوغ د افغانستان برکت بولم، ځکه په دې محیط باندې پوهېدل نوی فکر غواړي. دا ټولنه د فرمایشي نطریاتو قالب نه شي راوستی، ما دا څه بنیادي نطریات چې دنیا کې وو، مخصوصاً لس کاله مې چې امریکا کې درس ورکاوه ومې څېړل اما دا قالب د دې لپاره نه دی جوړ شوی. زما همېشنی کوښښ دا وو چې چاپیریال مې، کورنۍ مې او افغانستان مې تحلیل کړم . په یو چوکاټ کې یې راولم، ځکه افغانستان زما د ژوند سرچینه ده زه چې دلته اوسم فکر مې په ډېر سرعت کار کوي او په بهر کې مې سرعت کمېږي.“

په رښتیا هم افغانستان بهرنۍ، فرمایشي او چوکاټي نظریات او ایډیالوژۍ نه مني او نه هم په افغانستان کې وده کولی شي، ځکه موږ ولیدل کمونیستانو د روسانو په ملاتړ دلته پردۍ ایډیالوژي راوړه، خو هیڅ نتیجه یې ورکړه، مجاهدین او طالبان له افراطیت او توندلارۍ سره راغلل، خو دغو بهرنیو بوټیو هم دلته چندان زېلې ونه غځولې، ورپسې لویدیځي پلوي له امریکا او اروپا څخه د خپلو بهرنیو ملاتړو په حمایت راغلل، د ولسواکۍ چیغې یې ووهلې او دوی غوښتل چې افغانستان هم کټ مټ اروپا او امریکا شي، مګر د دوی دا غوښتنه هم دې ولس ونه منله، نو دا مانا چې افغانستان خپل فکر، نظر او بافت لري او له همدې سره جوړ راغلی دی چې له دې مه واره بل بافت نه مني او نه ورسره چندان جوړ راځي.

محمد اشرف غني چې ان له ځوانۍ او له اتلس کلنۍ څخه څېړنې کړي. هغه وایي، ”داسې ورځې چې له دولس ساعته څخه کمې وي زما په ژوند کې لږ دي. په دې وطن د پوهېدو لپاره زه  شپږ سوه کاله شاته لاړم.څوارلس کاله مې په دې تېر کړل چې په دا  شپږ سوه کلونو باندې پوه شم، بیا هم په دې پوه نه شوم د دې لپاره چې په اساسي فکر پوه شم یو کال مې سیرت النبي وویلې د پاکستان په مدرسو کې.  پنځه مدرسې کراچۍ کې او پنځه په لاهور کې وې چې څنګه یو چوکاټ د علماو له نظره منځته راتلی شي زما اولې مقالې او څېړنې د اسلام په هکله دي. کتابي نظر نه مې ښه تحلیل کړ.“

نوموړی د افغانستان ډېرو سیمو ته د جنګونو له کلونو دمخه تللی او لیدلې یې دي. وایي، ”کابل پوهنتون کې مې چې درس ورکاوه ځینو برخو د افغانستان ته په اس ، لارۍ او پلی تللی وم، خو تېر کال اتیا ځله ولایتونو ته لاړم او سږ کال مې هم دولس ولایتونه را کتلي دي دا هغه څه دي چې انسان ته نوی فکر ورکوي چې په یو چوکاټ باندې پوه شي.“

ولسمشر غني له افغانستان او افغانانو سره تر نورو ډېر او ښه بلد دی، ځکه نوموړي هم د ځوانۍ په وخت کې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته سفرونه کړي، هم د انتقال پروسې پرمهال پر ټول افغانستان را وګرځېده او هم یې د ولسمشرۍ په تېرو څلور نیمو کالو کې بېلابېلو ولایتونو ته تقریباً اویا سفرونه کړي دي. دا تر نورو ټولو د ولسمشر غني یو خاص امتیاز دی چې لري یې.

 

 

 

(Visited 25 times, 1 visits today)
1 Comment
  1. Ata says

    رښتيا خبره ده چی ډاکتر صيب غني د فوق العاده استعداد خاوند او ښي حافظي خاوند او په ملي نظر سمبال پروفيسور دي. ډاکتر صيب د افغانستان وياړ دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.