The news is by your side.

ژوند ښکلی دی- خو څنګه؟

محمد یاسین سعادت

0

د (ژوند ښکلی ده) جمله به مو له ډېرو خلکو اورېدلې وي او کـېدای شي خپله مو هم په ډېرو ځایونو کې په لیکلې یا شفاهي بڼه کارولې وي.

په دې اړه د هېواد نوموتي سندرغاړي فرهاد دریا هم په یوه سندره کې ویلي، چې ژوند ښکلی ده.

په دې هم ټول پوهېږو، چې ژوند ښکلی ده؛ خو ځینې وخت بیا همـدا ښکلی ژوند دومره بدرنګ شي، چې حتّی انسان خپل مرګ ته هم راضي کوي او داسې ډېرې پېښې ترسره شوي هم دي.

له دې سره سره به بیا هم تر اوسه د ډېرو په ذهن کې دا پوښتنه نه وي راغلي او یا به راغلې وي، چې ژوند ښکلی ده؛ خو څنګه؟

زه یې درته وایـم

ــ ژوند ښکلی ده؛ خو، چې  د اسلامي قانون په چوکاټ کې ژوند وکړې. (په دې قانون کې امین والی، ریښـتینتوب او… هر څه شامل دي). په غیر قانوني بڼه ژوند کول حتماْ انسان له ستونزو او ګواښونو سره مخ کوي.

ــ ژوند ښکلی ده؛ خو، چې ښه او نېک اخلاق ورسره  مل وي؛ ځکه، که ته له بل چا سره نېک اخلاق او ښه رویه کوې نو حتماْ به مقابل لوری هم تا سره نېک اخلاق او ښه رویه کوي، چې په پایله کې به مو ژوند ښکلی وي.

ــ ژوند ښکلی ده؛  خو، چې د بل په اشارو نه وي. کله کله داسې هم پېښېږي، چې بل څوک غواړي، چې ته باید د هغه په خؤښه ژوند وکړې، هر څه، چې هغه وغواړي او ته یې ترسره کړې، چې په حقیقت کې دا یوه ستره تېروتنه ده.

ــ ژوند ښکلی ده؛ خو، چې ځان ته ژوند وکړې. دا خبره هم له پورتنۍ خبرې سره څه نا څه ربط لري. کېدای شي داسې څوک پیدا شي، چې ستا د شوق، ذوق، کړنو او آن د زده کړو خنډ وګرځي.  په دې وخت کې لوړه حوصله او زغم پکار ده؛ ځکه، ته ځان ته ژوند کوې او غواړې، چې خپل راتلونکی په خپله جوړ کړې؛ نو په دې وخت کې د هرچا خبره منل او عمل پرې کول نه دي پکار؛ ځکه ستا ژوند یواځې تا پورې اړه لري.

ــ ژوند ښکلی ده؛ خو، که ځان ته یو هدف ولرۍ.  که په خپل ژوند  کې د ځان لپاره مالوم هدف ؤ نه لرۍ؛ نـو په اصل کې تاسو لېوني یاستۍ او لېونی نه په خپله ګټه پوهېږي او نه په تاوان. هغه څه، چې ترسره کوي یې هسې عبث او بې فایدې دي. په پښتو کې یو متل ده، چې وايي:  هندو ستړی خدای ناراضه.

داسې ډېر نور موارد هم شته، چې په مراعاتولو یې کولی شۍ یو ښکلی  ژوند ولرۍ؛ خو دلته به یې همدومره یادونه کافي وي.

بل خوا که پورتني موارد معکوس کړای شي بیا نو هېڅکله ژوند ښکلی نه دی او نه به ښکلی شي؛ ځکه د ژوند بریا او ښکلا د یو منظم پلان او منظمې تګلارې په عملي کولو سره ترلاسه کېږي

(Visited 15 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.