The news is by your side.

ښاري امنیت / بختیار صافی

0

هغه ښارونه چې د یو ماسټر پلان له مخې جوړ شوي وي، په هغو کې  ټولو اضطراري او بیړنیو حالاتو او همدا ډول د خوندیتوب او امنیتي موضوعاتو لپاره چې د ژوند د اړینو ضرورتونو څخه بلل کېږي تابیا نیول شوي وي. د هر وضیعت  او د شته خطرونو د مخنیوي لپاره لا د مخه د اټکلي سناریوګانو په نظر کې نیولو سره ټولې د حل لارې د تخنیکي اټکل په اساس په یو منظم پلان کې ځای پر ځای کېږي، خو کوم ښارونه چې د ماسټر پلان له مخې نه وي جوړ شوي په هماغه اندازه چې یې نقشه او ډیزاین پېچلي وي د ستونزو شتون پکې ډیر وي او د حل لارې یې هم پېچلي وي. د افغانستان اړوند ښارونه خو پرېږده چې د کابل د یو څو ځانګړو سیمو پرته زیاتره سیمې په ښاري ماسټر پلان کې موجودې نه دي، او د ښاري پراختیا د اټکل شوي پلان څخه د باندې دي او په عامه ژبه هم ورته  د غیر علاقې او یا هم ځیني ورته د زور آباد ساحې هم وایي.

خلک امنیت غواړي او بیا کابل خو پلازمینه ده هره پېښه په کابل کې د رسنیو لومړنۍ پاڼه جوړوي او روحي اغېزې یي هم ډیرې وي. که چیرې هم د ښار اوسنی زیانمنتوب خلک د امنیتي چارواکو او د سمبولیکو پوستو بې کفایتي ګڼي، او همداسې بیا امنیتي چارواکي د خلکو نه همکارئ سر ټکوي، خو په دې کې هیڅ شک نشته چې پورتنئ کتنې (ملحوظات) هم د هغه فکتورنو څخه دي چې د بې امنیتۍ او بې ثباتۍ سبب کېدلی شي، خو دلته ډیر نور ژور موضوعات دي چې د امنیتي ځواکونو او خلکو ګډو هلو ځلو په پایله کې راتلی شي. د بېلګې په توګه ویلی شو چې باید د امنیتي ځواکونو منځ کې د منظم ښاري پلان په سر همغږي پیدا شي، د خلکو منځ ته د یو مشخص مکانیزم داخلیدلو لپاره هلې ځلې وشي، د مثال په ډول د کوڅو وکیلانو ګمارل، د ګذر وکیلانو فعالول، د ملا امامانو سره نږدې اړیکې ساتل، د قومي مشرانو سره د ستونزو د حل لارې موندل او د جمعې په ورځ خلکونه د جومات د ممبر څخه د همکارۍ غوښتل او د عمل ډاډ ورکول. دا ډول اقدامات د امنیتي ځواکونو او د خلکو په منځ که فاصله کموي او د خلکو همکاري کولای شي چې یو منظم امنیتي اطلاعاتي او د همغږئ سیستم لا غښتلی کړي.

دوهمه موضوع، د امنیتي حوزو او د هغوی اړوند ماموریتونو ترمنځ همغږي وي چې مسلکي کړه وړه او د  ساحې د پلان سره سم فعالیتونه وکړي، یوه مشهور متل دی چې وایي: “غل د پولیس نه دوه قدمه مخکې وي” ، نو ضرور دا پوښتنه پیدا کېږي چې څنګه کولای شو په کابل ښار کې د یو منظم پلان له مخې امنیتي اقدامات پلي کړو؟ او وکولای شو نسبي امنیت چې اوس د افغانانو لپاره د هر څه نه مهمه هیله ده تامین کړو.

څنګه ښاري امنیت راتلی شی؟

پدې ډاډمن یو چې د ښارونو او بیا د کابل ښار لپاره ټولو امنیتي ارګانونو په منځ کې پلان شته، خو د پلان لرل او د پلان پلي کول دوه جدا موضوع ګاني دي، ځکه پلي کول د امنیتي ارګانونو نه ستړې کېدونکې سیستماتیکې هلي ځلي غواړي، او دا هلې ځلې باید د ښاري امنیتي استراتیژیک پلان په مټ په ځانګړې موده کې د یوې منظمې امنیتي پروسې له مخې د امنیتي مسلکي ټیم په واسطه پلې کړی شي. د بېلګې په ډول د لنډې او منځنۍ مودې ترمنځ باید ځینې بېړني اقدامات وشي تر څو مسلکي او موقفي اعتبار د خلکو په منځ کې جوړ شي. وروسته بیا د منځنۍ مودې تر اوږده مهاله هغه پلان پلی شي چې د ښار امنیتي ستراتیژیکي پلان کې ورته وړاندوینه شوې او د ښاري ماسټر پلان سره په مطابقت کې وي، نو د پلان د تطبیق او د دوامداره څارنې او ارزونې لپاره باید یو مسلکي او مسؤل کمیسون د ټولو اړوندو ارګانونو جوړ کړای شي، تر څو په منظم ډول ولسمشر او امنیتي مسؤلینو ته د لاسته راوړونو راپور ورکړي، د بېلګې په توګه غواړم لاندی موضوعاتو ته اشاره وکړم چې البته زما په خپل نظر پورې اړه لري.

د ښار امنیتي ارزونه:

د دې لپاره چی امنیتي ننګونې او خطرونه ښکاره کړو، د خطرونو مقصد، وړتیا یي معلومه شی، نو باید د خطرونو یو هر اړخیز او منظم تحلیل وشي، تر څو د ټولو خطرونو کچه پکې ښکاره کړای شي، اغېزې او د پیښیدونکو امکاناتو کچه یي معلومه شي او د منظمو تخنیکې اقداماتو له مخې یې مخنیوی وشي. د هر تهدید او ننګونې لپاره د هر څه نه مخکې د زمینو (فرصتونو) ضرورت وي چې دا باید په امنیتي ارزونه کې په نظر کې ونیول شي، چې زمینه څوک جوړولی شي، د زمینې لپاره د کومو ساحو ګټه پورته کېدلی شي، د ښار کومه برخه د زمینې لپاره مساعده ده او داسې نور. د مثال په ډول کله چې یو مجرم د کابل ښار په منځ کې د یو موټر لپاره یو کس په مرمۍ ولي او بیا یي په ډیرو کمو پیسو خرڅوي، نو ایا د هغه څخه به بل کوم خه زمینه جوړونکی د دښمن لپاره کېدای شي؟ ځکه همدې مجرم په همدې جرم واضحه کړه چې امکانات لري عمل کولی شي او پیسو ته ضرورت لري، له ساحې تښتیدل یي دا په ګوته کوي چې امنیتي پوستو سره اړیکې لري او داسې نور. نو په دې توګه، د ښار ارزونه کولای شي چې امنیتي ټیمونو ته د ښار ټوله نقشه واضحه کړي، د ګزمو او د ګرځنده تکتیکي پوستو ساحې معلومې کړي، چی د همدې ارزونې په مټ کولای شي چې په راتلونکي کې د دښمن فعالیتونه په ډېره اسانه شنډ کړي.

همغږي:

د همغږۍ نه شتون د ټولو امنیتي بحثونو اصلي ټکی دی، خو شنونکي یي همیشه د امنیتي ادارو پورې  محدودوي، خو دا یوه ډیره مهمه موضوع ده او خورا ژوري ریښې لري چې باید ورته هر اړخیزه پاملرنه وشي. دا صحیح ده چې د امنیتي ادارو تر منځ باید همغږي موجوده وي خو دا همغږي د خلکو او د ټولو سکتورنو څخه پرته نیمګړې ده، نو د همدې ستونزې د حل لپاره باید په دریو برخو کې همغږۍ ته لاره هواره شي:

لومړۍ: د خلکو په منځ کې همغږي یعنی د کوڅو وکیلانو، د ګذر وکیلانو، قومي مشرانو، امامانو او ښوونکو په واسطه کولای شو چې د خلکو په منځ کې همغږي پیدا کړو او دا همغږي لکه د یو منظم اطلاعتي لین په څېر د اړونده ماموریتونو، حوزو او په لویه کې د قومندانۍ سره وصل کړو.

دوهم: د خلکو او د پولیسو د ماموریتونو او حوزو تر منځ د ګذر وکیلانو، قومي مشرانو او امامانو په واسطه همغږي جوړول، که یو څوک نشي کولای چې مستقیما حوزې ته خبر وکړی نو د کوڅې وکېل ملک او امام دی خبر کړي ترڅو هغوی د حوزو سره په رابطه کې شي او ستونزه په خپل وخت حل کړای شي.

درېم: د امنیتي حوزو او د نورو امنیتي ادارو په منځ کې همغږي، دا باید د امنیه قومنداني په مشرتوب او د پورتني کمیسون په چوکاټ کې جوړ کړی شي، تر څو اطلاعاتو ته منظمه او په خپل وخت رسېدنه وشي، او د اقداماتو په اړوند د ټولو مشوره او تائید موجود وي.

امنیتي حوزې او فعالیتونه:

امنیتي حوزې باید خپل فعالیتونه د یو منظم امنیتي پلان پر مټ پلي کړي او باید د امنیه قومندانۍ پر وړاندې حساب ورکونکې وي، هغه ساحه چې د ماسټر پلان د نقشو څخه وتلې وي، تکتیکې اقداماتو ته ضرورت لري، لکه تالاشي، ګرځنده پوستې، ګزمې، د خلکو د تګ راتګ څارنه، د خلکو منځ کې پاتی کېدل او همداسی نور اقدامات او تدبیرونه، د امنیتي حوزو قومندانان باید د خلکو نه د همکارئ غوښتلو لپاره او د امنیت او خوندیتوب د ډاډ لپاره په جوماتونو کې راښکاره شي او د خلکو باور لاس ته راوړي، پداسې دودیز هیواد کې د خلکو اعتبار هغه وخت لاس ته راوړی شو چې د هغوی په منځ کې د هغوی لپاره ژوند وکړو. راپور ورکوونکی باید ونه زورول شي لکه ځیني بېلګې شته چې راپور ورکوونکی په اونیو حوزې ته د پلټنې لپاره غوښتل کېږي او یا یې د راپور راز نه ساتل کېږي، چې دا د بې باورئ سبب کېدای شي او د خلکو په منځ کې نور مشکلات هم زېږولی شي، پداسې بې نقشو ساحو کې باید د امنیتي حوزو کشفي او امنیتي پرسونل زیات وي او باید د یوې مشخصې اپراتیفي بودیجې درلودنکې هم اوسي.

د تګ راتګ لپاره باید منظم کشفي ادارې کار وکړي چې د حوزو اړوند ساحه کې د منظمې همغږئ د پلان پر مټ دایمي او موقت اوسیدونکي راجستر کړي، د مثال په ډول هر کور چې خرڅیږی مکمل معلومات یي د کوڅې د وکېل په واسطه د ګذر وکیل ته راجع شي او بیا د هغه په واسطه په مربوطه حوزه کې راجستر شي او په همدې شکل د معاملاتو لارښوونې هر دفتر هم باید د معاملې نه بعد ټول اړوند معلومات د حوزو سره شریک کړي. حوزه باید خپله ساحه لکه د اوسیدلو بند کمپاونډ په شکل د پوښښ لاندې ونیسي تر څو نوي او مشکوک حرکتونه د خلکو په همکارۍ مشخص کړي او اقدام وکړي، مسؤلیت او حساب ورکول د یو منظم او واضح لیکل شوي شرایطو په مټ راتلی شي. نو مربوطه حوزه باید مسؤلیتونه د کلیو او ساحو وکېلانو، امامانو او ګذر وکیلانو ته په رسمي توګه وسپاري او خلکو ته د جوماتونو له لارې خبر ورکړی شي تر څو د خپلو مشرانو سره همکاري وکړي، د مشکوکو ساحو تلاشي باید د هغه اصولي اقداماتو نه وي چې د افغاني کلتور دودونه پکې په نظر کې ونیول شي، او د خلکو سره په همغږئ کې باید تلاشي وکړي تر څو د لویو پېښو مخه ونیول شي.

ټول امنیتي کمربندونه باید د کمرو او د منظم کنترول پوښښ لاندې ونیول شي او هغه چریکي لارې چې د امنیتي کمربندونو په منځ کې دي باید د تکتیکي موقتو پوستو او یا کشفي ادارو نظر لاندې ونیول شي، تر څو هغه اسانې او پټې لارې چې دښمن پرې ښار ته راځي بندې شي، ګزمه باید د سمبولیک حالت نه ووځي، حوزه او ماموریتونه باید د وخت اساس خپل سرګروپان او ګزمه کوونکی مسئول وګڼي، جزا او مکافات باید د مسئولیتونو بنسټ وي.

عامه پوهاوی:

امنیتي عامه پوهاوی باید تر تلویزیون، رادیو پورې محدود نشي، بلکه په جوماتونو، ښونځیو، پوهنتونونو، عامو ادارو او په کلیو کې باید منظم د عامه پوهاوي پروګرامونه په نظر کې ونیول شي تر څو خلک د امنیت په اړوند، د خطرونو د کمولو او مخنیوی اړوند د شته امکاناتو څخه خبر شي او هم ذهني او فیزیکي د ناوړه وضیعت لپاره چمتو شي. او همدا پروسه کولای شي چې د دولت او خلکو په منځ کې بي باوري کمه کړي، د خلکو پوښتني ځواب شي او همداسي د امنیتي ځواکونو سره لکه څنګه چې ضرور ده همکاري وکړي.

نظم او دیسپلین:

امنیتي اورګانونه باید داسې یو کار ونکړي چې خپل اعتبار خام کړي او د خلکو باور په ځان کم کړي. نو دا اړینه ده چې پولیس خلکو ته د نږدې کېدو په خاطر باید له خاصو ځانګړتیاو لکه د خلکو سره همکاري، خلکو ته د عزت په سترګه کتل، د یووالي لپاره کار کول، کلتوري او دودیز موضوعات په نظر کې نیول، د خبرو اترو شېوه، د کالیو اغوستل، او ټولو ته په یوه سترګه د کتلو څخه برخمن وي. که چېری پولیس د خلکو سره اوسیږي، نو خلک به د پولیسو سره ووسېږي، ځکه قانون د ټولو څخه لوړ دی او د ټولو د ښېګڼې لپاره دی.

په اوږد مهال کې باید دولتي ساحې د استوګنو د ساحو خارج کړای شي تر څو ښار یو ملکي حالت ځان ته اختیار کړي او خلک بې له کومې اندېښنې ژوند وکړي او لکه نور خلک چې د امنیت د برکت نه برخمن دي دوی هم برخمن شي. ټولی نوی د ودانولو پروژه باید امنیتی او د خوندیتوب موضوعات په نظر کی ونیسی او شته ودانی هم باید د ښاروالی او یا اړوند ادارو لخواه ارزیابی شی تر څو امنیتی او خوندیتوب اړوند نیمګړتیاوی پکی معلومی شی. امنیت یواځې د امنیتي ځواکونو دنده نده بلکې مونږ ټول باید د امنیت لپاره کار وکړو – د یو با ثباته افغانستان په هیله!

(Visited 55 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.