The news is by your side.

ښارې فرهنګ ته باید وده ورکړل شي

0

/خان ولي کامران

د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په زیاترو ولایتونو کې یو شمېر تفریحي پارکونه د افغان دولت ښاروالیو او خصوصي سکتور لخوا جوړ شوې دي، دغه پارکونو که څه هم د خلکو نفوس په پرتله په نشت برابر دي خو بیاهم یو څه د خلکو تنده پرې ماتېږي.

څو ورځی مخکي له خپلو کوچنیو ماشومانو سره چلستون باغ ته تللي وم دغه باغ په دې وروستیو کې د دولت لخوا رغول شوې چې ډېره زیاته خواري پرې شوي او په هر لحاظ د خلکو لیدلو  لپاره  مناسب ځای دي خو په خلکو کې د ښاري فرهنګ د نشتوالي له امله د باغ مسولینو ته یې څو برابره کارونه زیات کړي دي.

چېرته چې خوراکي توکي استعمال کړي همالته یې پاتې شونې په خپل ځای پرېږدي حال داچې د باغ په بیلابیلو برخو او څنډو کې د خځلو ټېمونه یې کېښودل شوې ترڅو خلک د خوراکي توکو پاتې شونې هلته واچوي خو خلکو دغه کار هم دروند ښکاري نو چېرته چې څه وخورئ نو همالته یې په خپل ځای پرېږدي چې بیا وروسته یې د باغ مسولینو لخوا ټولول کېږي او ځینې وخت همداسي پاتې شي.

نو ددې لپاره باید افغان دولت د خلکو د عامه پوهاوې لپاره یو څه په لویو لارو ، جادو، او عامه ځایونو کې لوی او غټ بنرونه جوړ کړي ترڅو خلک تشویق شي ترڅو د خپلو خوراکونو پاتې شونې په مناسبو ځایونو کې واچوي.

په دغه کار سره له یوې خوا د ککړتیا مخنیوي کېږي او له بلې خوا خلک د مختلفو امراضو له ستونزو څخه ژغورل کېږي ځکه همدا اوس په کابل کې هوا ډېره ککړه ده او د خلکو ژوند یې له تهدیدونو سره مخ کړي دي.

 نو دغه تفریحي پارکونه د کوچنیو ماشومانو ، لویانو او نورو لپاره د ساعتریو په زړه پورې ځایونه دي ترڅو هلته خلک او ماشومان په خلاص مټ او په پاک او ښکلي چاپېریال کې لوبې وکړي . په درنښت  د افغان ایکسپریس سرمقاله

(Visited 20 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.