The news is by your side.

ښوونیز نصاب او جنسیتي عدالت /ايمل جلال

0

عدالت یو اخلاقي بحث دی چې په انساني ارزښتونو باندې د سمبال ژوند هر اړخ پکې نغښتی دی. معمولاً د عدالت کليمه ډېر وخت په ټولنه کې له برابري او مساواتو سره یو شان گڼل کېږي. دلته یوه ژوره باریکې موجوده ده. مساوات هغه څه دي چې پرته د وگړو له توپیر په پام کې نیولو سره په ټولنه کې پر ښځې او نارینه یو شان عملې شي، خو عدالت پر جنسي او جنسیتي توپیرونو ټینگار کوي. جنسي توپير معمولاً د انسانانو تر منځ د بیولوژیکي، فزیولوژیکي او هورموني ځانگړنو په مانا ده، خو جنسیتي توپیرونه بیا په ټولنه کې د ښځې او نارینه نقش، مسوولیتونه او حقوق څرگندوي؛ نو په دې اساس عدالت دا دی چې په ټولنه کې یو وگړی د هغه د بیولوژیکې توپیرونو له امله له نورو انساني حقوقو او مسولیتونو بې برخې نهشي.
د بېلګې په ډول هر کس حق لري چې د ژوند لومړني انساني اړتیاوو لکه جامو، صحي خواړو او اوبو ته لاس‌رسی ولري، دا په ټولنه کې برابري ښیي، خو عدالت نه‌شو ورته ویلای. عدالت هغه دی چې هر انسان ته د هغه د اړتیا په اساس جامې، خوراک او څښاک اماده شي. جنسیتي عدالت نسبتاً یو نوی ټولنیز مفهوم دی چې د فیمینیزم په نظریه کې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې زیات کارول کېږي او بحث پرې کېږي. جنسیتي عدالت په ټولنه کې ښځې او نارینه ته په یو ډول نقش او مسوولیت ورکولو ټینگار کوي، مانا دا چې ښځې د ښځينه جنسیت په درلودو له هیڅ کوم ټولنیز نقشه او حقه محرومې او کمزورې و نه گڼل شي.
په دې لیکنه کې اساسي موضوع په ښوونیز او روزنیز نظام کې جنسیتي عدالت دی.
په تعلیمې نظام کې خورا زیات فاکټورونه شته چې د زده‌کړو په جریان او د ماشوم په روزنه کې ځای لري. هر یو یې جلا اغېزې لري او دا اغېزې ممکن تر یو وخته پورې وي بیا له منځه لاړې شي؛ خو ښوونیز نصاب هغه بنسټیز فاکټور دی چې موثریت یې د انسان ټول ژوند اغېزمنوي. ښوونیز نصاب تر ټولو ښه وسېله ده چې انساني ارزښتونه ماشوم ته انتقال کړي.
د یو ایډیال نصاب د طرح کولو لپاره باید زموږ لیدلوری روښانه او ډېر مشخص وي. څه غواړو ماشوم ته ورکړو؟ کوم باورونه غواړو هغه کې ورزو؟ او بالاخره د افغان ماشوم کومې اړتیاوې باید د ښوونیز نصاب له طریقه پوره شي؟ ځکه کتاب او په ټوله کې ښوونیز نصاب یوازې ماشوم ته د پوهې او مالوماتو انتقالولو ته نه وایي، بلکې ښوونیز نصاب باید ماشوم ته فکر ورکړي، هغه ته د انساني ټولنې باورونه ور وښېي، او په ماشوم کې د زغم او د یو بل د انساني حقوقو د پېژندلو وړتیا را منځ ته کړي، خو له اوسني نصابه دا انتظار لرل به واقعي او منطقي هیله وي؟
د افغانستان اوسنی ښوونیز نصاب د اسیايي هېوادو په کچه شاید یو له کلیشه‌یي، انتزاعي او غیر عملې نصابونو وي. جنسیتي عدالت یوازې په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ډگر کې نه مطرح کېږي، بلکې په تعلیمي نظام کې د جنسیت په اساس عدالت پلي کول او ټولو انسانانو ته د هغوی د اړتیاو په پام کې نیولو سره خپل حق ورکول په جدي ډول اغېزناک او موثر واقع کېدلای شي. تعلیم د ماشوم د انساني فکر او باورونو لومړنی بستر جوړوي او وده ورکوي. نه یوازې دا بلکې تعلیمي نظام د ټولنې له ټولو جریانونو سره نږدې او نه ماتېدونکې اړیکه لري.
په ښوونیز نصاب کې د جنسیتي عدالت اساس پر دې ولاړ دی چې څومره کولای شي د نجونو او هلکانو اړتیاوې پوره کړي؟ د دې اړتیاوو په اړه بېلابېل نظریات مطرح شوي، «مولینکس» د ښځو اړتیاوې په ډوه ډوله ویشي؛ عملې اړتیاوې او سټراټېژیکې اړتیاوې. عملې اړتیاوې معمولاً په ټولنه کې د ښځو د ژوند په عیني او مادي واقعیتونو لکه زده‌کړې، روغتیا، د ژوند کولو مناسب ځای… را څرخي، خو سټراټېژیکې اړتیاوې له اقتصادي او ټولنیز اړخه د ښځو نقش په ټولنه کې تعریفوي او دا خورا مهم دی.
په تعلیمي نظام کې یو عموماً ښځو او نارينه‌وو ته د زده‌کړو یو ډول فرصت برابرول دي چې دا د دوی انساني حق جوړېږي، بل خوا ته په ځانگړي ډول ښوونیز نصاب طرح کول دي چې د نجونو او هلکانو په وړتیاوو پوره باور باید موجود وي. ښوونیز نصاب باید پر دې اساس ولاړ وي چې د ښځې او نارینه گډون په سیاسي او ټولنیزو پرېکړو کې اړین او بنسټیز کړي.
په ښوونیز نصاب کې د جنسیتي عدالت بحث له څو اړخونو مطرح کېدای شي؛
۱.عامه ذهنیت؛
اوسنی ښوونیز نصاب په یوه مانا له نرواکي فکر او فرهنګه استازولي کوي او نه‌شې کولای نجونو ته د دوی ارزښتونه او ټولنیز موقفونه مشخص کړي. ښځينه روحیه پکې نه لیدل کېږي او نه هم کولای شي ښځينه اړتیاوې هغوی ته ور وپېژني. دا څه د دې باعث گرځي چې ماشوم د ژوند له پیله دا باور پیدا کړي چې د ښځې ځای له صحنې لیرې او په حاشیه کې دی او په ټولنه کې هيڅ کوم موثر نقش نه لري او د نارینه تر سلطې لاندې باید ژوند وکړي.
۲.تصویرونه، نښې او بېلګې؛
د «ژوند مهارتونه» د درېیم ټولگي لپاره یو مضمون دی. د متن تر څنگ له بېلابېلو تصویرونو هم پکې کار اخیستل شوی. یوه بېلګه یې لاندې ښودل شوې. لاندې تصویر ماشوم ته دا پیغام ورکوي چې د نجونو تر ټولو غټ مسوولیت د کور کارونو کول دي، داسې سنتي تصویرونه نجونو او هلکانو ته دوه جلا باورونه را منځ ته کوي.
نجونې نه‌شې کولای په راتلونکي کې د ځان په اړه او په ټولنه کې د مشخص نقش په رابطه ځواکمنې و اوسي. هغوی به په عملې ژوند کې دا وړتیا و نه لري چې په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي میدان کې خپل ځای تعریف کړي، ځکه له ماشومتوبه یې فکر او باور له دې ټولو مسایلو سره پردی دی.
هلکان له ماشومتوبه د حاکمیت او په کور او ټولنه کې د ځواکمنتیا احساس کوي، هلکانو ته دا ذهنیت په لاس ورکوي چې ښځې په ژوند کې له اقتصادي اړخه نارینه‌وو ته اړ دي او د دې توان نه لري چې اقتصادي ازادي ولري.
۳.ښځينه روحیه؛
ښوونیز نصاب باید په ټولنه کې د جنسیتي عدالت د پلې کولو یو موډل وي. د ښځو سیاسي، حقوقي، ټولنیز… ځای له تعلیمي نظامه سرچینه اخلي. اوسنی نصاب له هغو احساساتو، باورونو، روحياتو او ښځینتوبه تش دی کوم چې وکولای شي ښځې مطالعه کړي او د هغوی ارزښتونه ماشومانو ته ور وښيي. ښوونیز نصاب دا مسوولیت لري چې نجونو ته د ژوند کولو مهارتونه او لارې ور زده کړي. له دې سره به دوی وتوانېږي په کور دننه او ټولنه کې د ستونزو په هوارولو بریالۍ شي.
په درسي محتواو کې داسې څه باید ذکر یا ځای پر ځای نه‌‌شې چې ښځه یا نارینه د کمترۍ او حقارت حساس وکړي. معمولاً په دې مساله «جنسیتي عدالت» کې ښځې تر نارینه د خپل جنسیتي ځانگړتیاو په دلیل زیاتې د محرومیت ښکار گرځي او په ښځينه جنسیت محکومې وي، په هغه څه چې دوی له مذهبي اړخه هيڅ ډول لاسوهنه نه‌شې کولای.

(Visited 83 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.