The news is by your side.

ښځو ته د ولسمشرغني اساسي پاملرنه

0

اېمل پیاوړی/

د ملي یووالي حکومت د ښځو د سیاسي مشارکت، اقتصادي پیاوړتیا، عدالت او د ټولنیز ملاتړ د لاسرسی په برخو کې د هغوی د وضعیت د ښهوالي په اړه بې ساري اقدامات کړي دي. د دغو اقداماتو په پایله کې اوسمهال ښځې توانېدلې چې د هېواد دننه او بهر خپله استازولي وکولی شي.  تر دې وړاندې ښځو یوازې نمایشي حضور درلود او دوی ته په سمبولیک ډول ځینې مقامونه او څوکۍ ورکړل شوې وې، مګر دا مهال موږ وینو په بېلابېلو برخو کې ښځې د خپلو وړتیاوو په اساس فعال حضور لري او ورځ تر بلې د دوی وړتیاوې ښې ځلېږي، نو له دې امله موږ ویلی شو چې ولسمشر غني ښځو ته اساسي پاملرنه کړې او لا هم په دې برخه کې هڅې ادامه لري.

د ښځو تبارز لپاره د فضا جوړول: د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ملي عمل پلان د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک د مخکتنې او پلي کولو پیل[1]، د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا د ملي پروګرام طرحه او ځای پر ځای کول، د افغان ښځو درې دورې سراسري سمپوزیم، جنډر ته ځواب ویونکې بودیجه، د ملي پروګرامونو په اسنادو کې د جنسیتي لیدلوري شاملول، او په ادارو کې د ښځو د ډېر حضور د اسانولو لکه په ګومارنو کې امتیازي نمرې او له تحصیلي فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د لارو چارو په پام کې نیول هغه چارې دي، چې د ښځو د تبارز لپاره یې مناسبه فضا جوړه کړې ده.

د ښځو د اقتصادي مشارکت لپاره د لارې هوارول: د افغانستان ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې جوړول د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې لوی ګام دی. همدارنګه په ښځو پورې د اړوندو شرکتونو او فابریکو له محصولاتو څخه په پېرلو کې د حکومت ۵ سلنه غورهوالی، د افغان ښځو د تولیداتو د سوداګریز نښان جوړول، سوداګرو ښځو ته د ځانګړي شوي لومړي صنعتي پارک پرانیستل او د هغوی لپاره د صنعتي پارکونو له ۱۰ تر ۲۰ سلنې پورې د نور ظرفیت ځانګړي کول، د ښځو په اقتصادي مشارکت کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د حکومت له اقداماتو څخه دي.

عدالت ته د ښځو د لاسرسي ډېروالی: په لویه څارنوالۍ کې د تاوتریخوالي د منعې د مرستیالۍ او په ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې د ۳۴ څارنوالیو جوړول، په ستره محکمه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې د ځانګړي دېوان او په ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې د ۲۸ ځانګړو محکمو جوړول، هغه جوړښتي اقدامات دي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته په رسېدنه کې یې ډېر جدیت رامنځته کړی دی. همدارنګه د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منعې عالي کمېسیون او د هغو کمېټې په دولتي بنسټونو کې جوړې شوې دي او د ښځو او ماشومانو د ځورونې او اذیت د منعې قانون هم جوړ او نافذ شوی دی.

(Visited 11 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.